کور / سياسي / د تړونو لاسلیک د ملي پرمختیا لوري پرانیستل

د تړونو لاسلیک د ملي پرمختیا لوري پرانیستل

د روان کال په پیل سره ترکمنستان ، ایټاليي ، فرانسې او انګلیستان ته ، د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي سفر او له دغو هیوادونو سره د راتلونکې په اړه د ګټورو اړیکو او په دې ډله کې له دریو روستیو هیوادونو سره د تړونونو په لاسلیک ، افغانستان د ځان په وړاندې د ملي پرمختیا نوي لوري پرانیستل .


کرزي چې اروپا ته يي سفر د جنوري په ۲۵ مه له ترکمنستانه پيل کړ ، هلته يي په ترکمن باشي ښار کې د لیدو په مهال د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د غازو د نللیکې یا ټاپې ، د اورګاډي د پټلۍ او افغانستان ته د ترکمن بريښناد لیږدولو پر چارو خبرې وکړي .


د افغان چارواکو په وینا د ترکمنستان له اته مراد څخه تر اقینې پورې د ۸۶ کیلو مترو په اوږدوالي د اورګاډي پټلۍ د پروژې د مطالعي او ډيزاین کار بشپړ شوی او سږکال به يي عملي کار پیل شي .


همدارنګه په دې سفر کې کرزي ایټالیا سره « د دوه اړخیزمشارکت او همکارۍ توافقلیک » ، فرانسې سره « د دوستۍ او همکارۍ تړون » چې شل کاله په اعتبار لري او انګلیستان سره د « دوامداره ستراتیژیکو اړیکو لاسوند » چې دا به هم شل کلونه اعتبارلري ، لاسلیک کړل .


ددغو توافقلیکونو او تړونونو لاسلیک څرګندوي چې اروپا له ۲۰۱۴ کال روسته هم افغانستان سره د امنیت ، ښې حکومتوالۍ ، د قانون د پلیتابه او د ملي پرمختګ په بېلا بېلو برخو کې د مرستو په اړه ځان ژمن بولي . دا ټولې په ریښتیا هم د افغانانو او نړیوالود روستیو کلونو د هلو ځلو ښې او ګټورې پایلې ګڼل کېدای شي .


په سیمه ایزه کچه چې سراښ ګاونډیان تل د افغانستان لاسته راوړنې او بریاوې د شک په سترګه ګوري او د ښېګڼې هیڅ پیرزو نه لري ، خو ددې پرمختیاوو په وړاندې يي تر اوسه په ښکاره کوم جدي غبرګون ونه ښود . که څه هم ځینې به د سراښتوب د بټۍ په لمبو کې سوځېدلي وي او تر پردې شاته به د افسوس او تربګنۍ غاښونه چیچي خو په څرګنده نه غواړي په نړیوال رسنیز ډګر ځانونه رسوا کړي . دوی به بیا هم فرصت لټوي ، تر څو خپلو لاسوهنو او دوښمنیو ته په بله او نوې بڼه رنګ ورکړي .


په کور دننه هم ، د افغانانو بېلا بېلو سیاسي ډلګیو او وسلوالو ګروپګیو سرونه د سوچ پر زنګنو ځوړند نیولې خوشحاله یا خپه ، خو د چا له خولې اه ، ونه خوت .


د افغانستان او مرکزی حکومت په داسې پر مختیاوو او لاسته راوړنو به ، مخکې د معمول پشان په حکومت کې داخل اپوزیسیون هم نکړي پکړي کول او د ملی توب تر ماسک لاندې به يي توطیي او سیاسي نخرې کولې ، خو دا ځل چوپ پاتې شول او اوبه له ځایه ونه ښورېدلې . ته به وايی د کلونو پر ټپونو يي د ملهمو پټې پورې شوې ، باغچې سمسورې او ګلونه وغوړیدل ، د نڅا او ګډا محفلونه پرانیستل شول او د څښلو رنګینه جامونه وګړنګېدل او پورته شول .


د حکومت وسلوال اپوزیسیون طالبانو او د حکمتیار صاحب اسلامي ګوند هم چې په داسې حالاتو کې به يي لکه د هر برات او اختر په ورځو کې د حکومت او امنیت په مخالفت او ضدیت اعلامیه خپروله ، د لومړي ځل لپاره يي ددې تړونونو په لاسلیک سره د جهاد د عمرونو ارمان پوره شو . دوی له هغه مهاله چې د انګریزانو سره يي د تړون لاسلیک او دا خبره چې د بریتانیا لومړي وزیر ډیويډ کامرون کړې « موږ له افغانستان سره د اوږدمهالو اړیکو غوښتونکي یوو.» واوریده د دوی پر زړونو یخې اوبه توی شوې ، ښايی کرزي ورته د کامرون صاحب ځانګړي سلامونه هم وررسولي وي ، نو لکه چې وايي چوپتیا د رضا نښه ده ، راضي او د حال په ژبه به يي دې تړونونو ته لبیک او بیا لبیک ویلی وي !


تکنوکراتانو خو به لا د کرزي په سرمشرۍ هلته په یورپ کې د خوشحالۍ جامونه یو به بل پسې پر سر رغړولي وي او په اند يی د بریالیتوب په سرو سترګو بېرته کابل ته راستانه شول .


فکر کوم د لومړي ځل لپاره روستیو څو کلونو کې افغانان ، د یوه عمل په وړاندې دومره په یووالي او اتفاق راوځلېدل . که ما نه وي غلطه کړي او په دې تړونونو ټول افغانان راضي شوي او خوشحاله شوي وي نو بیا زه او ته څوک یوو چې ددې خوشحالۍ په اتڼ کې ورګډ نه شو . دا چې طالب جان ، حکمتیار صاحب ، سیاف ، مجددې ، پیر صاحب ، مارشال ، د سرې او شنې غدۍ ټول ډاکوان لکه ماران د سوړې په خوله کې سره یوځای کیږي ، شخړه او جګړه پرې سړه او پایته رسیږي او افغانان پر یوه چرګۍ راټولیږي ، د خیر او برکت نورې نښې هم مخې ته پرتې ښکاري نو بیا دا ولي  دم غنیمت ونه ګڼو !


خو پر دوی ټولو به د لوی اختر جشن هغه ورځ وي چې د امریکا سره ستراتيژیک تړون لاسلیک شي . د جهاد واقعي ثمره او ښېګڼه به په هغه ورځ د لېدو وړ وي او میاشت به د تورو لړو له منځ څخه هغه ورځ راښکاره شي او د پامیر د بام پر کنډو به ټوله ولېدل شي او افغانان به ټول ایله په هغه ورځ پوه شی چې دا څو لسیزې جګړه د څه لپاره وه ؟!


خو د لوبې بله برخه او پټه ننداره به په ولسې جرګه او مشرانو جرګه کې پیلیږي . ویل کیږي چې په دغو تړونونو کې يي ځینې باید د هیوادونو له پارلمانونو څخه د هوکړې رایه واخلي . د بېلګې پتوګه فرانسې سره تړون باید د دواړو هیوادونو له پارلمان څخه تېر شي او هلته پرې هم هوکړه  وشي . دلته بیا هم خدای په پارلمان کې میشتومجاهدینو ته لکه سیاف چې ویلي و « به خدا داده ګان ستیزه مکن که خدا دادګان را خدا داده است » غواګانې لنګې ښکاري !


د افغانستان ولسي او مشرانو جرګه چې له نیمايي زیات استازي يي د پاکستان او ایران د استخباراتي کړیو یاران او خواخوږي دي او د ویکي لیکس د لاسوندونو له مخې يی څوتنه د ایران  پخوانی معاشخواره دي ، کولای شي ددې هیوادونو په امرونهي پارلمان څخه د تړونو په هوکړه کې مرکزي دولت او د تړونو بل لوري ته ستونزې پېښې کړي . مخکې امریکا سره د ستراتیژیک تړون په اړه هم د دودیزې لويي جرګې پر سر ولسې جرګه دوه ځایه شوې وه او دا ځل به هم یو شمیر استازې مرور شي چې پوخلاکول به يي په بوجیو یورو ، ډالرو او سترلینګ پونډو ته خبره راکاږي .


خو بیا هم دا چې د ملي شورا یو شمیرغړي په پيسو راضي کېدای شي ، نو که د ایران او پاکستان څخه بل چا زیاتې پیسې ورکړې ، اوښ به د هغوی پرخوا چوو کړي . که معامله په پيسو فیصله کېدلای شی نو بیا خو د پارلمان په وړاندې بله ستونزه نشته .


ملنګه دوه ګټې دې وکړې


یو دې خیر ټول کړ بل دې وکړل دیدنونه


هم به تړونونه لاسلیک شی او هم به جیبونه ډک شی !


د کور ګټه د لاهور ګټه !