کور / سياسي / مرکزی نظام که فدرالی – یوالی که ویش؟

مرکزی نظام که فدرالی – یوالی که ویش؟

دا به په افغانستان کې ډیره ماشومانه خبره وي چې د فدرال لغت به ادبی توګه وژباړل شي او د هغه سیاسی مفهوم او مانا د افغانستان د سیاسی حالاتو سره پرتله نکړی. که څوک د فدرالی دولت د لغوی اړخ له پلوه د اتحادی دولت په مانا ومنی هغه څوک په دې باندې هم ښه پوهیږي چې فدرال په عمل کې د دولت د سیاسی واک ویښ ته وایی . فدرال یا اتحادی دولت په واقعیت کې مرکزی غښتلې دولت دی لکه د امریکا فدرال دولت خو د هغه سیاسی مفهوم په اوسنې افغانستان کې د سیاسی واک ویش او کمزوې مرکزی دولت. که چیرې د اروپایی هیوادونو سیاسی او ټولنیز پرمختک د فدرالی نظام لاسته راوړنه وبولي باید به دې باندې هم ځان پوی کړو چې په اروپا او امریکا کې فدرالی نظامونه قومی یا تنظیمی بڼه نه لري. خبره دا ده چې فدرالی دیموکراتیکه نظام د سیاسی اړخ له پلوه بد نظام نه ده خوصا چې یوه لویه خاوره لکه المان او د امریکا متحده ایالت. فدرالې کمزوره مفسده نظام هم شته چې د صدارتی سیستم پربڼست ولاړ وي لکه پاکستان او د روسیی فدرالی دولتونه خو خبره دلته دا ده چې د افغانستان د تجزیی دپاره فدرالی نظام لومړنی ګام دی چې لومړی مرکزی نظام مات شي او بیا د فدرالې نظام تر پلمې لاندې هره فدرالی برخه د یوه بل بهرنی هیواد سره اړیکې ټینګ کړی بیا هره فدرال برخه د خپل سیمې دپاره د خراسان ، آریانا او یا ترکستان نومونه غوره کړی او کوم شی چې نن د افغانستان په نامه يادیږې په سوله ییره توګه د فدرالې نظام ترپلمې تجزیه شي. خبره دا ده چې د سیاسی اړځ له پلوه صدارتی نظام غیر دیموکراتیک یا نامشروع نظام نه ده د بلې خوا د امیر شیرعلې خان د پاچاهی څخه د طالبانو تر واکمنی پورې په افغانستان کې صدراعظم موجود و. د افغانستان ولس د صدارتی نظام په مانا پوهیږي او ضروره نه ده چې ډبل عبدالله ورته د صدارتی نظام ښه والې تشریح کړي. د داود خان حکومت مطلقه صدراتی نظام و او شاهی نظام وروستی حکومتونه صدارتی نظام و چې دیموکراتیکه بڼې لرلې خو اوس خبره دلته ده چې صدارتی نظام یا ولس مشری یا ریاستی نظام د ښوالې یا بد والې خبره نه ده کیدی شې چې ریاستی نظام د مرکزی دولت سره لکه فرانسه منځ ته راشي یا ښه فدرالې نظام لکه امریکا یا جرمنی منځ ته راشي. افغانان دلته باید په دې باندې پوی شي چې نن دوستم ، د نظار شورا مشران او د وحدت ګوند غواړې چې د قوم او سیمې پربنا افغانستان تجزیه کړی. البته چې دعمل په ډګر کې د تجزیی ترعنوان لاندې سیاست په افغانستان کې بازار نه لری او افغانان نه غواړی چې خپله خاوره تجزیه کړي خو که چیرې سیاسی واک ( د مرکزی دولت سیاسی واک) د په دیموکراتیکه توګه په څو فدرالو سیمو سره وویشل شي بیا به پنځه یا لس کالو وروسته هره فدراله سیمه د مرکزی نظام څخه غښتلې شي او د افغانستان ګاوندیان هم هر یو د خپل خوښ فدرال نظام سره مرسته وکړی بیا به افغانستان په اتوماتیکه توګه تجزیه کیږی.
د پاکستان صدارتی نظام د فدرال حکومتونه په پرتله څښټ زیات غښتلی دي خو د کرزی موجوده مرکزی حکومت د بلخ والی بدلوی نشي.که قوماندان عطا اوس د شمالی ولایاتو ګورنروي سبا به د خراسان بیرغ پورته کړی وی. همدا اوس په ولسی جرګه کې د شمال تلواله اکثریت دی تاسو د یو شیبې دباره فکر وکړی چې سیاسی اقتدار او واک د صدراعظم په لاس وی او صدراعظم هم محقق ، ډبل عبدالله او یا دوستم وي نو د افغانستان څرګنده خبر ده چې د افغانستان په نامه کوم شی به پاته نه وي.
د شمال تلواله استدلال کوی چې د افغانستان د سیاسی ستونزې د حل لاره صدارتی نظام دی. آیا د افغانستان خلک هیر کړي کله چې حکمتیار صدراعظم و او رباتی جمهور ریس و نو ولې جمهور ریس صدر اعظم ته اجازه نه ورکاووه چې د کابل ښار ته داخل شي؟
د ربانی د حکومت په صدراتی نظام ډبل عبدالله د بهرنیو چارو وزیر و حکمتیار صدر اعظم او مړ مسعو د دفاع وزیر و جمهور ریس او د دفاع وزیر صدر اغظم ښار ته نه پریښودل نو څرګنده خبره ده چې عبدالله ته صدارتی نظام ډیر خوند کوي.
همدا اوس قوماندان عطا د بلخ ولایت پخپل سر والي دی که شاخدار عطا د فدرال ایالت ګورنر وي بیا عطا مرکزی نظام ته سر ټیتوی؟. بیا تورن اسماعیل د هرات امیر نه کیږي؟ بیا په بامیان کې د ایران الوتکې په آزاده توګه الوتنې نه کوي؟
په ټولیزه توګه د افغانستان د کشالې د حل لاره دا ده چې د طالبانو او بهرنیانو ترمنځ سوله ټنګه شي ، بهرنیان له افغانستان څخه ووځي او په افغانستان کې یو ولسواکه غښتلې ملی مرکزی نظام منځ ته راشي چې د افغانیت او اسلامیت پربڼست ولاړ وي.
خبره دا چې د شمال تلواله مشران باید په دې باندې پوی شي چې افغانان او په تیره بیا پښتانه کوم ناپوه خلک نه دي چې د شمال د تلوالې په دسیسو باندې پوی نه وي .افغان ولس په دې باندې ښه پوهیږي چې په اوسنې حالاتو کې فدرالی یا صدارتی نظام د هغه شی چې موږ افغانستان بولو د هغه د بربادی په مانا دی. نوله دې کبله باید دوستم ، محقق ، قانونی ، ضیا مسعود ، ډبل عبدالله او نورستمیان په دې باند پوه شی چې افغانان د دوی په کرغیړنو پلانونو باندې ښه پوهیږي او هیڅ کله نه پریږدي چې څوک د فدرالی یا صدارتی نظام تر پلمې د افغانستان خاوره تجزیه کړي. ډیر خائینان د افغانستان د تجزیی خوبونه لیدلې دي خو تورمخ بیرته ګرڅیدلې دي.
هې د شمال تلواله سرغنو تاسو په دې باندې ښه پوی شی چې د افغانستان تجزیه ناشونې دی خوشحال بابا ویلې :
لا تراوسه یی ماغزه په کرار نه دی – چا چې ماسره وهلی سره په سنګ دی
د شمال تلواله باید په دې باندې پوی وی ( تر څو چې یو افغان وي تل به دا افغانستان وي) . د شمال تلواله چې نن غور وهي پوهیږي چې کرزی په واک کې دي او د کرزی دوه مرستیالان د شمال تلوالې غړي دي او د ناتو قوواوې هم د دوی ترڅنګ دي خو که د کرزی پر ځای کوم بل افغان په کابل کې واکمن وی د تاسو خوله لا دمخه مات کړی وی چې د فدرالې او صدارتی نظام تر پلمې د افغانستان د تجزیی پلان جوړه کړی وی.
ښه او غوره به دا وي چې د افغانستان ټول اوسیدونکو قومونو د زړه له کومی ومننی چې افغان دي او ځکه چې په افغانیت هم عزت ، هم شرف او هم ویاړ دي او افغانیت د افغانستان د ټولو اقوامو ستر سیاسی ویاړ دی.
د یموکراسی یا ولس واکې او د بیان آزادی په دې مانا نه چې هر ځوک هر شې چې زړه وغواړی وکړي او یا ووایی او یا د بیان د آزادی په استفادې سره افغانستان تباه او برباد کړي. رحمان با با وایی :
چې کشور د افغانانو معطر شي – هر مصرع د شعر مې زلفې د خوبان شي
تل دې وي افغانستان ، تل دې وي ملی یوالې او تل دې وي افغان ولس