افغان ؤلس نن ورځ تر بل هرڅه وړاندې رغنده بنسټیزې داسې سولې ته اړدﺉ چې پر مټ یې افغانان د پردیو له غلامۍ پرې خلاص شي ، ړنګ افغانستان ور سره ورغېږي ، خپلواک او ټولواک داسې بشپړ افغانستان چې خپله ملي اراده په کې په خپلواکه توګه تمثیل ، او افغانان په کې هوسا او بسیا ډاډ من ریښتینی سوله ییز ژوند ولري .
لس کاله ددې نظام د نړیوالې ناټو ټلوالې په موجودیت کې ووتل ، خو لا هم د افغانانو سر ، مال او ناموس خوندي نه دي . له هرې خوا غمونه ور جوړ دي ، د ځمکنۍ بشپړتیا ، قانون ، بشري حقوقو ، حکومت او رعیت امنیت یې نه شته . ژبني ، قومي ، سیمه ییز ، ګوندي او مذهبي خپلمنځي اورونه په کې بل دي ، او د افغانانو حقه حقوق په کې په ملي او نړیواله کچه قرباني شوي دي .
د افغانستان کورنیو او بهرنیو دښمنانو لاسونه سره یو کړي ، افغانان یې په خپلو کې سره اخته کړي ، او دوی لګیا دي د افغانانو ځانګړې ، ټولنیزې او ملي ټولې شتمنۍ یې په بډه ووهلې .
دا مهال افغانان ملي یووالي او ریښتینې دایمي سولې ته اړتیا لري ، تر څو ددغو افغان دښمنه کورنیو او باندنیو مافیایي پېچلو سیستمونو مخه پرې ونیسي . خو ددې کار تر سره کېدو له پاره ؤلسمشر ته په کار ده چې په خپل حکومتي سیستم کې له مصلحتونو ، ونډو او ډار پرته رغنده ریښتیني عملي اصلاحات راولي . تر څو ملت ته ثابته کړي چې ؤلسمشر ریښتیا هم وروسته له دې خپله ملي رمه په کورنیو او بهرنیو لېوانو نه خوري . بیا به په خپله وګوري چې ملت یې څنګه تر شا ملاتړلی درېږي . که داسې نه وي نو ملت هم نور خپل ځانونه له دولتي سوړو څخه په پردیو مارانو نه شي چیچلی . بیا نو ملت مجبور دﺉ چې یو ځل بیا د خپل پلاراو نیکه همغه زړی ټسکورې پسې را واخلي ، تر څو دغه دولتي سوړې ټولې پرې ونړوي . او پر ځای به یې ځانته بل نوی ملي کور جوړ کړي . ځکه دغه کورني دوه سره ماران نور نو نه د ملت د دغه پرېمانه قربانیو تر دم لاندې راغلل ، او نه یې یوه لحظه د نېش وهلو لړۍ ودروله . آن د کونډو یتیمانو او بېوزلو افغانانو سوچه افغاني وینه یې هم ور زهر جنه کړه . دوی په پرله پسې ډول ټول افغان سپېڅلي جسد د نفاق له وژونکو زهرو ډک کړی چې نور یې ملت یوه لحظه هم د زغم او صبر وس نه لري .
په کار خو داده چې افغانان په تېره حکومت سر له اوسه لومړی خپل ځانونه تردم لاندې کړي تر څو وکولی شي په اغېزناکه توګه ځانونه په کور د ننه او له کوره د باندې د وقار او حیثیت څښتن کړي . ځکه د هر چاعزت او وقار په خپل لاس کې وي . او د هر چا سپکه او درنه دده په خپل لاس کې ده . افغانان کولی شي چې ځانته ملي او بین المللي وزن پیدا کړي . ځانونه د ملت د ریښتیني استازي په توګه مطرح کړي . او خپل ملت او خپله ځمکنۍ او هوایي جغرافیه په خپله له پردیو یرغلونو خوندي وساتي .
ؤلسمشر دې نور پر آزمویل شوو عناصرو خپل ځان او خپل ملت نه غولوي . اوس هم لا وخت شته چې ؤلسمشرخپل حکومت او ملت د کورنیو او بهرنیو ټېکه دارانو او انحصارغوښتونکو له منګولو را وباسي . د آزاد بازار په پلمه نور دغه جګړو ځپلی ملت ونه کړوي . ځکه همدا اوس د هېواد اقتصادي سیستم او د توکو رانیولو او پلورلو وس له هغو څو تنو کورنیو او بهرنیو مافیایي غړو په لاس کې دﺉ چې د مخه یې د جګړو پر مهال ملي شتمنۍ غلاکړې او لوټ کړې دي . او دا مهال له خوراکي توکو را نیولې بیا آن تر سون توکو پورې په هېواد کې د قحطۍ او احتکار لارې همدغه غله جوړوي . دوی داخلي پیداوار ، تولیدات او بهرني واردات ټول په خپلو اړونده سیمو کې پټ او ذخیره کوي ، او بیا په داخل کې پر خلکو د خپلو توکو بیې لوړې کړي . او په خپل زړه نرخونه ور ته ټاکي ، خلک له مجبوریته په تبه نیسي ،او مرګ ته یې اړباسي . خو دغه مافیایي سیستمونه ددولت په حمایه او ملاتړ خپل کارونه پر مخ وړي . دولت او ملت خو یې دواړه چور کړل . لوی ملي او بین المللي قراردادونه هم همدغه مافیایي ډلې کوي . دوی هوایي او ځمکني شرکتونه او شخصي بانکونه هم لري . چې د خلکو نغدې پیسې یې په کې برمته کړې دي . همدغه ډلې د حکومت ځینې دولتي پُستونه هم په اجاره اخیستي ، او په سر قلفۍ یې ور کوي . داسې ویل کېږي چې انساني قاچاق هم همدغه ډلې کوي . کارپوهان وایي چې یوازې تېر کال ددغو انساني قاچاق او غیر قانوني مهاجرتونو له تر لاسه شوو پیسو اندازه په تېر کال کې یو میلیارد ډالرو ته رسېدلی دﺉ . ؤلسمشر او ور سره ټېم یې باید ددغو غلو مخه ونیسي . دغه غله خو کله ناکله حکومت ته هم اختارونه ور کوي ، او ور ته وایي چې دا آزاد بازار دﺉ او حکومت په آزاد بازار کې د تشبث هېڅ حق نه لري ، د هر چا خپل زړه چې یو شی په هر څو پلوري پلورلی یې شي . دې ډلې کانونه او د ملت طبیعي زېرمې هم له بهرنیانو سره په خپل سر په بیه اچولې او خپل کمېشن یې په کې پرته له دې چې له حکومت سره په کې مشوره وکړي په پټه اخیستی . ښکاره بېلګه یې موږ د کانو پخوانی وزیر یادولی شو . همداسې د ځمکو مافیا چې په حساسو ځایو نو کې یې په مرکز او ولایاتو کې حکومتي جایدادونه او ځمکې قبْضه کړي او لوړپوړې ودانۍ یې پرې جوړې کړې دي ، ښکاره مثال یې موږ د کابل د میدان هوایي له څلور لارې سره قبضه کړي ځایونه او ددفاع وزارت جایدادونه در یادولی شو چې په میلیاردونو ډالرپه کې حیف و میل شول . خود ملت او حکومت یې بېخ او بنیاد په کې ایستلی دﺉ . همدا ډول د برۍښنا شرکت چې په ډول ډول پلمو یې دولت او ملت دواړه چور کړل .
ؤلسمشر ته په کار ده چې دغه مافیایي ډلو ته د سر تاسري ملي سولې راوستو له لارې د پای ټکی کېږدي . خو سوله د هغو کسانو په خوله هم نه شي راتلی چې خپله هم په یو ډول نه په یو ډول په یوه مافیا پورې تړلي وي . له سولې پرژه جوړه وي ، خپل پنډونه اخلي ، پروپوزلونه جوړوي آو بیا پیسې په خپلو کې سره ویشي ، ودانۍ او کورونه ور باندې اخلي ، اوپه پای کې سوله د خپلو اهدافو قرباني کوي .
ؤلسمشر باید نور له دغه ډول خلکو خپل ځان را ټول او د حکومتي نظام په ملي تعمیر کې ددغه ډول ناکاره خښتو له کارولو ډده وکړي ، او په ملي مصالحو کې ددغه ډول آزمویل شوو عناصرو څخه کار اخیستل ځکه تر ټولو ستر ملي خیانت دي چې د کاږه قالب له دغه خښتو نه د افغاني نظام هغه ودانۍ نه شي جوړېدی چې افغانان ، سیمه او نړۍ د خپلواک نظام ، قانون ، اقتصاد ، بیارغونې . ملي امنیت ، هوساینې او بډاینې په چوکاټ کې پرې باوري شي . ځکه د کږو خښتو تعمیر هم کوږ او د ډاډ وړ نه وي . موږ باید له تېرو لسو کالو عبرت واخلو . هغو خلکو ته چې ؤلسمشر په دا لسو کالو کې د ورورۍ او صداقت لاس ور کړی ، همدغو خلکو یې څو څو ځلې لاسونه په بېخ کې ور پرې کړل . خپل ملت، سیمه او نړۍ یې ور باندې بې باوره کړل . تر ؤلسمشر نه یې له مافیا سره انډیوالي کلکه پاللې ده . د افغانستان استقلال ، د خاورې تمامیت ، اقتصاد ، ملي امنیت او بیا رغونې ته یې سخت نه جبیره کېدونکي زیانونه ور واړول . یو پټی ریشقه یې وخوړله ، خو ؤلسمشر یې اوس هم مږه بولي . ؤلسمشر لګیادﺉ چې په خپل هېواد کې سوله راولي او د سولې له پاره هلې ځلې کوي ، خو بل لور ته همدغو تر ټولو پر ده ګرانو دوستانو یې دده د همدغو سوله ییزو هڅو په وړاندې په کور د ننه او له کوره دباندې کورني او سیمه ییز خنډونه او جنجالونه ور ته جوړ کړي ، لس کاله یې سوله شاته ور ته وغورځوله . خپل بهرني اصلي ملاتړي (امریکا او ور سره ټلواله ) یې ور با ندې بې باوره کړل . له مخالفینو سره خویې د سولې واګې د همدغو دوستانو له لاسه د امریکایانو په لاس کې ولوېدې . ؤلسمشر او ؤلس یې سره بېل کړل . اوس لګیادي چې ؤلسمشر د خپل ملت په وړاندې د ډاکټر نجیب او ببرک کارمل تر کچې پورې ورسوي چې قبر ته یې څوک بیا په افغانستان کې هم ځای ور نه کړي .د ؤلسمشر ددې دوستانو د پای وروستی شعار هم دغه له خولې را ووت چې دا پلا به یا خو ریاست زموږوي ـ او یا هم فدرالي نظام جوړوو .
نو ؤلسمشر ته په کار ده چې نور ددغو موږکانو له انډیوالۍ تېر شي . خپل پاتې سیاسي عمر ته دې لازمې لارې چارې ولټوي . کوټلي ګامونه دې پورته کړي . او خپل ځان او ملت دې نور ددغو موږکانو له شره د کورنیو پیشوګانو پر مټ خلاص کړي .