«فلسفي بحث » ۱ .۲۰۱۲ م کال
په دې جهان کې دټولو خلقتونو نشئت او اغازد الاهي ذات پورې اړه لري . الاهي ذات یواځې د الاهي خلقتونو
، چې د الاهي علم په بنیاد قانونمند پېدادي ، دانسان لپاره د انساني مقدراتو په کچه د معرفت وړ ګڼل کیږي . په غیر صورت کې به،انسان د تل لپاره د الاهي ذات له معرفت او توصیف څخه عاجز پاتې وې .انساني معرفت په حقیقت کې له مختلفو لارو عملي ګڼل کیږي: ۱) ټولنیز چاپېریال ،چې مونږ ترې په شعوري لحاظ متأثر او متحسس او ورسره په ارتباط کې یو او خپل عقاید ، عملي او نظري علمي تجارب ، اخلاقي منل شوي معیارونه ، ټولنیز متقابل حقوق او وجایب ، د ښو او بدو تمیز ، دیني اساسات ، د الاهي کلام له لارې الاهي قوانین ، احکام او اصول د مختلفو تعلیمي مؤسسو او دعملي ژوند په بهیر کې مونږ ته انتقا لوي . ۲ ) طبیعي چاپېریال دې ،چې زمونږ د ژوند وسایل او شرایط برابروي او دالاهي احکامو له مخې یي ،مونږ په معرفت مکلف او مؤظف ګرځېدلي یو . همدغه عالم الاسباب دې چې دالاهي علم له مخې قانونمند پېدا دي ، قانونمند پایي او قانونمند بدلون او تکامل مومي ، مونږ ددغه لارې په خپل خالق کامل باور او یقین پېداکوو او کامل حقیقت ته د رسېدلو په لور لارلنډوو اود همدغه قانونمندۍ په بنیاد زمونږ د عقایدو او ژوند سر چیني او زیرمې تأمېنېدلې شي . الاهي علمي قانونمندي د الاهي مقضي ارادې له مخې دحق او باطل تر منځ دتمیز معیار او محک ګڼل کیږي او د نظام د بقاء او د سولئیز ګډ ژوند دتأمین د قوانینو او اصولو سره سمون هم لري . ۳)جینتیکي ارثي او بیو لوژیکي تکاملي هرارشي او تسلسل ، چې د بشري شعوري پرمختګ عامل ګرځې ، هم په فلسفي پرمختګ کې خورا مهم تاثیر لري . ۴ ) د بشري ټولنې دشعوري پرمختګ په تناسب ،د الاهي قرآني احکامو اکمل او اتمم مقام ته رسېدل اوددغه افق څخه د نهایي احکامو صادرېدل ، هغه حقیقت دې ،چې پلوشې یي د هر تاریک ذهن تر هرې تاریکۍ رسېدلې او دهرې علمي فلسفې ډاډمن علمي سراغاز او سر چینه ګڼل کېدلې شي . دا ډول دي دهرې علمي فلسفې بنیادي سرچینې ،چې ټولو پوهانو باید په نظر کې ساتلې وې او خپلې څېړنې او ارزونې یي د همدغه سرچینو څخه پېل کړې وې . په فلسفي څېړنو او ارزوونو کې ډیر نور قیودات او محدودیتونه هم شته ،چې حتما ُ باید په پام کې ونیول شي :
ـــ په تېرو بحثونو کې مونږ منلې وه ،چې فلسفي بحثونه ، څېړنې او ارزونې یواځې د حال له وضعیت څخه پېل کېدلې شي . قدیم زمونږ له لاس څخه وتلې او ابد ته په ابدي نظام کې مونږ هېڅکله نه شو رسېدلې . یواځې دحال له وضعیت څخه واقعیتونه او حقایق مونږ په نسبي اصلي بڼه لاس ته راوړلې شو او د همدغه حال د وضعیت او قانونمندیو د معرفت له لارې د قدیم او ابد په لور زمونږ علمي سفر ، علمي څېړنې او علمي ارزونې پېل کېدلې شي او مطلوب واقعي نتایج ترلاسه کولې شو . دا خبره د نن ورځې لپاره سمه ، منطقي او پرځای ده . ضرورت نه شته ، نن ورځ څوک په دې باره کې فکر وکړي ، چې دا جهان څه وخت پېدا شوې او پای به یي څه وخت وي ؟ کله چې مونږ وایو ، الله (ج)تل تر تله او لا یزال ذات دې ، نه باید داسې پوښتنې رامنځته شي او نه باید څوک دهغې د ځواب په لټه کې شي . په دې مورد کې ، که پوښتنه را ولاړیږي ، نو باید د زمان ،مکان او مادي موجودیت له مخې مشخصه وي . یعنې عامې پوښتنې را ولاړې نه شي ،بلکه مشخصه مسئله ، قضیه او پوښتنه په مشخصو فاکتورونو سره مطرح او د منل شوو علمي قانونمندیو په رڼا کې یي ځواب ولټول شي . دمثال په ډول ،که مونږ تش د قدیم او یا د ابد په نومونو پوښتنې را ولاړې کړو ، نو دهر قدیم څخه دمخه بل قدیم او تر هر ابد وروسته بل ابد وجود لري . ځکه ، همغسې چې الاهي ذات ابدي دې ، الاهي علم او جهان یي هم ابدي دې اود بشریت لپاره تر قدیمه او ابده پورې رسېدل هېڅکله ممکن نه شي ګڼل کېدلې .
ـــ هر علمي بحث د علمي قوانینو ، مقولو او متودولوژۍ په بنیاد پېل کېدلې شي ، تر څو پوهان ترې لازم او دقیق مطلب واخستلای شي . په غیر صورت کې یو تر بله سره پوهاوې به مشکل وي ، لکه نن چې پوهان او فېلسوفان یو دبل په خبرو سره نه پوهیږي .
ـــ همغسې ، چې قوانین ، مقولې ،متودولوژۍ ، د موجوداتو او پدیدو دجنس ، نوع او فزیکي حالت په تناسب یو تر بله سره فرق لري ، مفاهیم او ترمنولوژۍ ،چې دغه قوانین ،مقولې او متودولوژۍ افاده کوي ، هم په همدغه کچه د پام وړ توپیر سره لري . په فلسفه او هر علم کې ، کنایې ، استعارې ، ادبي صنعتونه ، تشبېهات ، مبالغه ،غلو ،اغراق ، رمانتیز ، سوریالیزم او بل هر ډول ئیزم او د ژبې د سوچه والي په دود او شعري قیوداتو پورې نښتل په قطعي ډول منع ګڼل کیږي .د فلسفي ژبه باید ډیره ساده ،فصیحه ،بلیغه او یواځي معموله ژبه اوسي .ځیني دوستان په دې آند دې ، چې زه هم سخت او حتا خارجي لغتونه استعمالوم . رښتیاده ، زه هغه خارجي لغاتونه استعمالوم ، چې په دغه ژبه او بلکه په نورو ژبوکي معمول وي ، خو په خواکې یي ورته معنا دار لغت راوړم ، البته په قوسونو کې یي نه نیسم ¸ځکه د هغه چا لپاره ،چې ځما کتاب لولي ، زه دا نسبت نه شم کولې ، هغه لغت چې زه استعمالوم ،ګوندې ، ځما لوستونکې پرې نه پوهیږي . د قاموس څخه استفاده معمول کار دې او زه هم ترې هر وخت استفاده کوم .
دا هم باید په پام کې ولرو ، کوم معلومات او احکام ،چې په الاهي کلام کې یي ذکر شوې دې ،ټول الاهي خلقتونه او په هغه جمله کې انسان هم دهمېشني نوښت او پرمختګ په حال کې دې او حتا دیوه نسل په موده کې دغه بدلونونه په څرګند ډول په سترګو کېدلې شي . نه یواځې شکلي،بلکه کمي او کېفي بدلونونه هم لیدل کیږ ي، ځیني ځانګړې انواع او اقسام د حیواناتو ، نباتاتو او نورو خلقتونو ، چې د موجوده محیطي شرایطو سره تطابق نه شي کولې ، له منځه ځي او ځای یي نور نوي نسلونه ، انواع او اقسام نیسي .
په عامیانه او پېتاوي فلسفي بحثونو کې ډیر ځله داسې پوښتنې پېداکیږي ، لکه « چرګه دمخه پېداده که هګۍ ( وۍ) » ؟ دا ډول ډیرې نورې پوښتنې هم شته دې ، چې که غور پرې ونه شي ځواب ویل ورته مشکل ښکاري .حقیقت دادې کوم خلقتونه ،چې نن مونږ په کومه بڼه وینو ، د ملیو نونو او ملیاردونو کلونو د بدلون او تکامل محصول ګڼل کیږي .همدغسې ،چې د موجوده خلقتونو ریښه د بې شمېره کلونو وړاندې په وتره شوې ځمکه کې خښه ده ، د نننۍ علمي او فلسفي قانونمندیو ریښه هم شاید ددغه ځمکې د وتره کېدو په مفکوره او یا په بل عبارت ، ددغه عمل د دوهمه ، دریمه او لا لوړه درجه مشتق کې خښه وي .ټولې پدیدي او خلقتونه په یو وار او لحظو ي شکل منځ ته نه دي راغلي ، بلکه دالاهي مقضي ارادې له مخې،د پروسوي تکامل په نتیجه کې دکمال او اکمال درجې ته رسېدلي دي . اوس هم ځیني خزندې او حیوانات په مختلف ډول خپل بچي زېږوي . حتا یو ډول خزنده ، دمثال په ډول مار ، هم مستقیم مکمل بچي زېږوي او هم د هګۍ د اچولو له لارې خپل بچي دنیا ته راوړي . په دې معنا ، هغه ماران چې د هګۍ اچولو له لارې بچي زېږوي ، نسبت هغه مارانو ته چې بچي زېږوي ، دخپل تکامل په ټیټه درجه کې قرار لري . نو د چرګې او هګۍ یو پر بل باندې د قدامت مسئله ، نسبي ماهیت لري او په مختلفو خلقتونو کې ، دشرایطو په تفاوت سره ، شایدد تناسخ او تناسلله مخې مختلف قدا متونه سره ولري .
د الله(ج) په کلام کې د مکمل انسان دنمونې په حېث د آدم (ع) ، داکمل دین ، قانون او شریعت په حېث داسلام دین او دټول بشریت لپاره د اولین او اخرین پیغمبرپه حېث د محمد (ص) د نوم ذکر شوې اود لومړي ځل لپاره دعلمي منطق له مخې د دین ،بنده او معبود په باره کې سپیناوې او وضاحت راغلې او دمجازي خدایانو او ادیانو سلسلې ته د پای ټکې اېښودل شوې دې .په الاهي کلام کې دنورو پیغمبرانو (ع) ، نېکو او بدو انسانانو او د هغوۍ د نېکو اوبدو اعمالو ذکر هم شوېدې .که خدای (ج) دا هر څه په یوه ورځ پېداکړي وای ارزش به یي دا ډول نه وې لکه نن چې یي لري . داجهان له آغاز څخه د الله (ج)په مقضي ارادې سره قانونمند پېدا دې او په دې جهان کې مطلق باشعوره او مطلق بې شعوره ، مطلق کامل او مطلق نا کامل موجودهم وجود نه لري . هر موجود د خپل مادي کمي او کېفي منځپانګې په تناسب د انعکاس ، احساس او ادراک قابلیت لري او همدغه انعکاسات ،احساسات او ادراکات د علمي منځپانګې ، قوانینو ، اصولواو نورو زېرمو په څېر راتلونکو نسلونو ته د ارثي ، شعوري ، رواني ، غریزوي او نورو لارو انتقالیږي او په بشري مختلفو جمعي ذهني ذخایرو کې خپلې خپلې منځپانګې جوړوي . علمي ،تخنیکي او اقتصادي امکانات او لاس رسې هم د زماني او مکاني ابعادو په تناسب بدلون مومي او ورسره د شعوري فهم او درک منحني له یوې ورځې څخه بلې ته عمودي مسیر ته تقرب کوي او ور سره سم د فلسفي درک او پوهې افقونه او بشري امکانات په هر لوري پراختیا پېدا کوي . بې ځایه نه ده چې پخواني یوناني فلسفه پوهانو د خپلې فلسفي تکاملي مسیر دا ډول په څلورو دورو وېشلې دې :
۱ ـــ له طالس څخه تر سقراطه پورې ( د میلاد دمخه اوومې پېړۍ څخه تر شپږمې پېړۍ پورې ) په دې دوره کې حکماوو په اصل او مبدا د عالم ،د تکوین په کېفیت او د هغې په عناصرو باندې فکر کاوه :د کېهان پېژندنې عصر .
۲ ـــ سقراط، افلاطون ارسطو ( د میلاد دمخه پنځمه او څلورمه پېړۍ ) دطبیعي ، رواني او ځیني ماورای طبیعي بحثونو دوره .
۳ ـــ د ارسطو له مرګ څخه وروسه د نوي افلاطونیانو د فلسفې تر پېل پورې ( د میلاد دمخه د څلورمې پېړۍ د پاپانو څخه نیولې تر دریم میلادي کال پورې )داخلاقي او ادبي بحثونو دوره .
۴ ـــ نوي افلاطونیان ( ددریم مېلادي پېړۍ څخه تر شپږمې مېلادي پېړۍ پورې ) د دیني تصوفي بحثونو دوره .
همداسې اخوان الصفا وایي : دفلسفې پېل د پوهې سره مینه ،وسط یي د انساني مقدراتو او طاقت په کچه د موجوداتو دحقایقو پېژندل او اخر یي د علم په بنیاد د وینا او کړو برابرول دي .
سقراط وایي « خپل نفس وپېژنه » .
پورتنۍ څرګندونې په حقیقت کې، دچاپېریال د پېژندنې په اړه ،د بشري هاند او هڅو څرګندوی دې او بله لاره او چاره هم وجود نه لري ،چې ګوندې انسان دې په یو وار د پوهې او معرفت خورا لوړې پوړۍ او افق ته قدم پورته کړي ، حال داچې د تاریخي دورې دپېل څخه راپاتې اسناد، هغه وخت چې د علم او پوهې سره رښتیني مینه موجوده وه، ددې شاهد دي ، چې د پوهې او معرفت داساسي مسایلو د ویش حدود او او بعاد په دقیق ډول تعین او ټاکل شویدي . دې کې هم شک نه شته ،چې دغه څېړنې او ارزونې دفلسفي څېړنیزو اساساتو او اصولو د نننیوعلمي ،تخنیکي او اقتصادي امکاناتو د شرایطو سره به سره سمون نه لري او یوډول نامنظم تصادفي تخلي اظهارات ګڼل کېدې شي .زه نه وایم چې حتما ً دې ددغه لومړني اظهاراتو څخه زیاته توقع وشي .خو زه په دې عقیده یم ،که چېرې د علمي مسایلو سره د سطحي او سلیقوي کړو وړو په ځای مسئولانه سلوک او چلن شوې وې او هر دیرش ، پنځوس او یا لا اقل هر سل کاله وروسته مختلف مسلکي علمي کنفرانسونه ،سیمنارونه او سمپوزیمونه جوړېدلي او دمختلفو علومو په باره کې معیاري لاسته راوړنې ارزول کېدلې او د راتلونکي لپاره نوي شاخصونه او افقونه د نړیوال مشترک مخرج په بنیاد په نخښه کېدلي ،هېڅکله به دنړیوالو علمي څېړنو پایلې او نتایج د نننیو علمي ،تخنیکي او اقتصادي پرمختګونو سره ، نه یواځې په تضاد کې نه وې ، بلکه یو تر بله په تباني کې به نن علم ،تخنیک او اقتصاد بل کمیت ، کېفیت او بڼه درلودلې .حال دا چې کومې ارزونې ، چې نژدې ۳۰۰۰ ( درې زره ) کاله دمخه شوې دي ، نن چې پرې ۳۰۰۰ کاله اووختي دي ، په فلسفي مفاهیمو کې کوم کمي او کېفي بدلون نه په سترګو کیږي او برخلاف د هند فلسفه د بودیزم په پلوۍ ، په دې عقیده ده چې نننۍ فلسفه د بودا د عصر په نسبت ډېره وروسته پاتې ده .د تأسف خبره داده ، علمي او تاریخي بهیرونه ، چې همېشه خپله لار پرمخ وهي ، ځیني د سرمایي لیونیان هڅه کوي دغه حقایق په بل ډول تعبیر او بې ارزشه او حتا د دغه ډول نیک او بد ارزشونو تر منځ فاصله له منځه یوسي او نیک او بد او حق او باطل د یوې بړستنې لاندې پرېباسي تر څو دحق او باطل تر منځ د تمیز او تباین مسئله د هر چا له پامه
نو ځکه ویلې شو ،چې فلسفي اغاز هم پرنسیپا ً که هره ورځ نه بدلیږي ، نو د ځینو مهمو علمي نوښتونو او تخنیکي فوق العاده کشفیاتو په رامنځته کېدو سره خو باید په فلسفي علمي روشونو ، کړو وړو او فکري متودولوژیکي طرز او طریقو کې نوښت او بدلون راشي .
ما لپاره مشکله ده ، ټول هغه عوامل ذکر او توضیح کړم ، کوم چې فلسفي علمي بنیادي زیربناوې ګڼل کیږي او یا هغه ،چې په فلسفي بدلېدونکي تکاملي یا انحطاطي پروسو باندې مثبت یا منفي تاثیر لري . دغه ضرورتونه د هرې قضیي او مسئلې د ابعادو او کمیت ،کېفیت او ماهیت په تناسب فرق کوي او د دقت کچه او اندازه یي هم د متأثر کوونکي عامل او دڅېړنې لاندې مسئلې د ماهیت او کېفیت له مخې تعینیدلې شي . زه غواړم په جرئت سره ووایم ،چې په فلسفي څېړنو او ارزوونو کې ، نه دفلسفي علمي بنیادي عواملو په تثبیت او تفکیک او نه په دغه عواملو باندې د متأثر کوونکو فاکتورونو په تأثیر او تأثرباندې کوم غور او توجه شوې او نه ددغه عواملو او فاکتورونو تأثیرات او تأثرات په نظر کې نیول شویدي .
ښه به داوي ، چې ددغه بنیادي عواملو له جملې څخه د خورا ستر عامل ،چې هېڅکله نباید له پامه پرېووځي ،او هغه چې د الاهي مقضي ارادې له مخې د« کن فیکون » د حکم په صدور ددې لوی جهان قانونمند پېداکول او دالاهي پېرزوینو له مخې د الاهي علمي قانونمند کلام له لارې ، دانسان په ژبه د خدایي ټولو نهایي احکامو علمي افاده کول دي ،کوم چې د ټولو خلقتونو شته والې او ژوند ورپورې تړلې دې ،خو له بده مرغه هغسې لکه ،چې ښایي ، دچا د پوره توجه وړ نه دې ګرځېدلي ، ځیني ارزونې او څرګندونې وکړو .
دمخه مونږ په دې موضوع بحث کړې ،چې په ابدي نظام کې قدیم او ابد تل نسبي دې ، همزمان هم نوې دې هم زوړ ،هم ستاتیک دي هم دینامیک ،هم دمرګ او هم د نوي ژوند په لور په حرکت کې دې ،هم باقي دې هم فاني ،. . . ، . په داسې رحماني او شېطاني نظام کې هره پدیده او خلقت ګذرااو دوه ګونې خاصیت لري هم وجود لري او هم یي نه لري او تشخیص او تثبیت یي یواځې په ټاکلي فرصت کې دقانونمندو لارو ممکن ګڼل کیږي او داسې نظام ، په داسې شرایطو سره هغه سیال دوست اوهم رقیب دې ، چې معامله او مناسبات ورسره یواځې د لوړ تشخیص ، دقیق تفکیک او هر اړخیزي قانومندې محاسبې له لارې ، لکه چې پورته یي ځیني مثالونه راوړل شول ،همېشنۍ توجه او همېشني جدیت ته ضرورت لري ، چې له بده مرغه تل ورسره پرته له تشخیص او تفکیک او په پوره غفلت کړه وړه شویدي .
هو ! عوامل ، کېدلې شي مختلف او متعدد اوسي . ځیني هغه دي ،چې په انساني مقدراتو پورې اړه لري او ځینی الاهي مقضي عوامل دي ،چې طبعا ً د متقابل تأثیر او تأثر ، ماهیت ،اهمیت ، دقت او بنیادي ارزش کچه یي هم یو له بله سره فرق لري . بشري مقدرات په خپل ځای خپل ارزش لري ، چې څوک په سمه او ناسمه په خپلو خپلو لارو روان دي . څوک هڅه کوي هر څه سم وارزوي ، خو مقدرات د مقدراتو په حدودو کې پاتیږي او خواهشات تل دامکاناتو سره برابر نه وي ! ځیني کسان اشتباها ً یا عمدا ً هرڅه نا سم ارزول غواړي او کله چې دغه هر څه د مقدراتو له محیط څخه وتل غواړي ، هلته د الاهي مقضي ارادي حکم عملي کیږ ي . دغه ډول الاهي احکام د شرایطو په بلوغ سره هم صادرېدلې شي ، لکه چې د قرآنکریم په نزول سره ،په ټولو مسایلو کې د قاطع دریز لپاره قاطع احکام د څه کولو او څه نه کولو اود حق او باطل د تمیز په خاطرد خپل پېغمبر محمد (ص)په وسیله ټول بشریت لپاره صادر شول . دغه ډول احکام قاطعیت لري او سر غړونه او تأخیر په کې ګناه ګڼل کیږي . خو ددې ټولو خبرو سره سره په اکثره مسایلو او بالخصوص په علمي ،فلسفي او حتا دیني عقیدوي مسایلو کې ډیرو باارزشه احکامو ته یا توجه نه ده شوې او یا ډیره کمه توجه شوېده . مسلمانان او اسلامي عالمان ،چې په حقیقت کې د قرآن په طریقه او قرآني احکامو له مخې په اسلامي اصولو او شریعت او قرآني علم او فلسفه باید ایمان ولري ،عملا ً د قرآني علم او فلسفې څخه ډیرلرې او بې خبره پاتې شویدي او همغسې چې د اسلام دښمنان په خپلو تورو تبلیغاتو سره غواړي ، د اسلام مقدس دین ،چې اصلا ً د علم او منطق په اصولو بناء ، پایي او پراختیا مومي ، د علمي ماهیت څخه بې محتوا کړي ،اسلامي عالمان هم ددې په عوض ، چې خپلې علمي څېړنې د قرآني علم په رښتیني بنیاد پېل او پرمخ بوځي ، برخلاف د یونان د فلسفې په تقلید د تخیلي فلسفو ، علومو او حتاانحرافي مزخرفاتو لار نیسي اونا خود اګاه تر نن ورځې پورې علم او فلسفه د دین دښمن ګڼي ، کتابونه او مکتبونه سوزي اودعلم طالبان وژني .حال داچې یونانیانو ( فیثاغورث، سقراط ،افلاطون ، ارسطو او نور و ) ابتدایي علمي اساسات په مصر ،عراق او نورو ددغه ځای په پرتو سیمو کې زده کړي او بیا یي په خپل ملک کې وده ورکړې ده . د هند ، چین او دافغانستان شاوخوا پرتو سیمو علمي پوهه هم د یونان په نسبت قدامت لري او با لخصوص د اسلام د مقدس دین له ظهور وروسته د عربي هیوادونو څخه نیولي تر ایران ، مرکزي اسیا او افغانستان پورې علمي مفکورې یو ځل بیا په انقلابي بڼه راژوندۍ او ددغه سیمې پوهان لکه مو لاناجلا الدین بلخي ، حکیم سنایي غزنوي ، البېروني ،ابو حامدغزالي،فارابي ،ابو علي سینا،رازي ،سید جمال الدین افغاني اسعد ابادي او ډېرو نورو چې هر یوه ډېر اثار خلق کړي اوپه ډېرو ژبو تر جمه شوي ، په ټوله نړۍ کې ډېر شهرت لري . خو د یو نان فلسفه ، چې د خپل پېل څخه د نورو ملکونو په نسبت په دینامیک ډول پر مخ تللې او دریز یي هم په اکثره مسایلو کې په علمي اصولو ولاړ وو ، تر اوسه پورې یي د نورو ملکونو فلسفې د خپل تأثیر لاندې ساتلي دي . اسلامي پوهان او فېلسوفان هم تر نن ورځې پورې د یونان د فلسفي بهیر تر تأثیر لاندې پاتې دي او نه یي دي کړې شوي، چې په قاطعیت سره د الاهي علم لار خپله او دهغې دقوانینو او اصولو په بنیاد ټول مسایل او قضایا وڅېړي او وارزوي .
په پخواني بحثونو کې مونږ د یوناني ،هندي ، اروپایي او بلکه ټولو نورو فلسفو په وړاندې ، چې د مادې او شعور ،د یوپربل باندې د قدات له مخې یي د فلسفې د تش په نامه اساسي مسئلې له مخې مختلف مخالف دریزونه او موضع ګانې غوره کړي ،خپل انتقادي نظر د«عېنیت فلسفې »تر عنوان لاندې وړاندې کړې دې . زمونږ په عقیده شعور او ماده ذاتي توپیر نه لري او یواځې د ځیني خواصو د نسبي تفاوتونو له مخې د عالم الاسباب ،یو شان پدیدي او خلقتونه ګڼل کیږي ، نو ځکه په دغه بنیاد قانونمند قیودات ، محدودیتونه او تفاوتونه وجود نه شي لرلې او په دغه بنیاد د فلسفې د اساسي مسئلې مطرح کول هم بې بنیاده دي ، او کله چې د ارزونې د مقیاس ، معیار او محک مېخانیکیت ،ماهیت او انتخاب نا سم او بې بنیاده او غلط اوسي ، د څېړنو او ارزونو نتایج به په کوم دلیل سم او دقیق وګڼل شي ؟ همدا سبب دې ،چې ټولې فلسفي څېړنې او ارزونې د تړلو کوڅو ، نا ممکناتو او د لا ځوابه پوښتنو سره مخامخ کیږي . فلسفه اسان او عادي علم نه دې او دالاهي علم دقایم مقام او خلف علم په حېث د ټولو پدیدو او خلقتونو د قانونمدو منطقي افادو ستر رسالت په غاړه لري . ددغه علم له مخې باید دا لوی جهان او دهغې ټول خلقتونه د همزمان کل او جز ، همزمان ستاتیزم او دینامیزم،همزمان ترکیب او تجزیي ،همزمان انتګرېشن او دیفرنسېشن ،همزمان تجدد او زړښت ، هم زمان قدامت ،حال او ابدیت او دټولو پروسواو تعاملاتو د همزمان تداخل د قانونمندې محاسبې او نورو وضعیتونو په حالت کې څېړل او ارزول په کار دي . زه پوهېږم ،چې دغه ډول محاسبې عملا ً د بشر له امکاناتو څخه وتلې کاردې او د دغه ډول محاسبو ضرورت هم نه لیدل کیږي . لکن ددغه لوی جهان د ټولو پدیدو او خلقتونو د مناسبت او اړیکو حقیقي او واقعي وضعیت یواځې همدغه ډول دې او په همدغه ډول ټینګو اړیکو سره تړلي دي . زه بیا هم نه وایم ،چې ټولې دغه ډول محاسبې او ارزونې دې په ټول کمیت ،کېفیت او ابعادو سره تر سره شي. خو دا خبره حتما ً کول غواړم ، هغه څوک چې غواړي فلسفه ولولي ، فلسفه ولیکي او فلسفي بحث وکړي ، حتماً باید فلسفي قضایا او مسایل په همدغه ګلوبال وضعیت ، اړیکو او قانونمند تداخل سره په خپل ذهن او فکر کې مجسم کړې شي او دهمدغه ګلو بال وضعیت ګلوبال ابعاد په ټولو حالاتو کې په پام کې ولري تر څو علمي حقایق او واقعیتونه ورځ په ورځ او دپېړیو په اوږدو کې خپلو دغه افقونو ته تقرب وکړي .
په تېرو بحثونو کې ،ما ټولو دغه ډول نیمګړتیاوو او دهغې ناوړه پایلو ته ګوتنیونه کړې او په راتلونکي کې به هم دغه طرز د کړو وړو دوام پېدا کړي . د اسلامي پوهانو د اثارو د مطالعې او کره کتنې په وخت کې به دغه مسایلو ته خاصه پاملرنه وشي . تر اوسه پورې چې د ځیني غربي پوهانو د اثارو ارزونه او یا په خپل آند کره کتنه شوېده ، غواړم دموضوع د لا وضاحت په خاطر ، ددغه ډلې دخورا ستر ، وتلي او بې ساري عالم او تیوریسن کارل مارکس یو مثال راوړم ، چې د فلسفي مسایلو او قضایاوو دغه ډول ګلوبال وضعیت ، ګلوبال ابعاد او ګلوبال ماتېریالیستي دیالکتیکي موضوعاتي تداخل ، چې اصلا ً پخپله مارکس یي واضع او فورمولبندي کوونکې وو ، په نظر کې نه دې نیولې او په اصطلاح کارل ماکس ، پخپله د ټولنیزو علومو په ورشو کې ادیالست پاتې شوېدې او ځکه خو یي ، ماتېریالیز م په دیالکتیکي او تاریخي ویشلې دي . حال داچې په تاریخ کې دیالکتیک او په دیالکتیک کې تاریخ وجود لري . له بده مرغه کارل مارکس د ټولنیز ( پرولتاري ) او سیاسي ( بورژوازي او خورده بورژوازي ) انقلابونو ،د طبقاتي کشمکش فرضیي ، اقتصادي دترمنیزم (جبر )او ځیني نورو مسایلو په باره کې ناسم او ضعیف موقف غوره کړې وو او حتا په دیالکتیکي ما تریالیزم دومره باوري نه وو ، چې ګوندې ټولنیز انقلابې بدلونونه دې ددغه تیورۍ له لارې د څېړنې وړ وي .
مارکس درکتاب « خانوادهً مقدس The Holy Family » جنبه ً مادیت فلسفه ًخوب اشکار مېسازد . وی بنحوی دقیق بین ماتریالیزم دیالکتیک خویش و ماتریالیزم فرانسوی قرن هیجده فرق ګذاشته میګویدمادیت در فلسفه ً قرن ۱۸ فرانسه تنها یک تغیر مکانیکی بوده وعبارت است از روشی که شایسته ً علوم طبیعی مانند فزیک وشیمی میباشد که مسائل مربوط بتکامل تاریخی دران مطرح نشده . مارکس نیز مانند هګل معتقد است که دیالکتیک مؤثر ترین وقوی ترین روشها برای تحلیل مسائل اجتماعی ،زیرا میتوان در مورد تحلیل هر موضوعی که در حال استمرار و تکامل باشد بکار برد و جبر ویا لزوم ذاتی در چنان موضوعات را اشکار میسازد .به عقیده ً مارکس آن روش تفسیر و توضیح مسائل که در علوم فزیکی بکار میرود در حل مسائل اجتماعی بکار نمیآید وارزشی ندارد و معتقد نیست که علوم طبیعی بتواند به حل مشکلات تاریخ و اقتصاد کمک کند . په دې ډول مارکس په رښتیا د طبیعي او ټولنیزو علومو د قانونمندیو تر منځ تفاوت او تباین ته قایل دې ، یعنې په شعوري او ټولنیزو علومو کې مارکس په رښتیا هم ادیالست پاتې شوې دې . حال داچې په ټولنه کې حرکت دې ، بدلون دې ، پراختیا ده ، پر مختیا ده، کمیت دې ،کېفیت دې ، عطالت دې او نور دې ته ورته خواص او اوصاف دي ، چې پرته له فزیک او طبعیت څخه بل څه نه دي .
دفلسفي قانونمندۍ ژورتیا او پراختیا
( عمودیت او افقیت )
فلسفي بحث
ډاکټر حرکت
فلسفه دالاهي خلف علم په حېث ، که په ماهیت کې په ټول جهان او ټولو خلقتونو محیط علم نه ګڼل کیږي ، د پرنسیپ او تیوریک اصولو له مخې یي په ټول جهان ، خلقتونو او پدیدو محیط علم ګڼلې شو .دا ځکه چې:
۱ ــ ددې جهان ټولې پدیدي ، چې د عالم آمراو عالم خلقت ، الاهي احکامو له مخې پېدا شویدي ، د انسان لپاره هم مسخر او مقدر ګڼل کیږي او هم یي په معرفت مکلف او مؤظف ګرځېدلې دې .
ــ عالم آمر په دې مفهوم او معنا، چې له یوې خوا زماني او مکاني قېدیت لري او پوهه یي ماهیتا ً مشکله ده او له بلې خوا په هغې باندې پوهه او معرفت د انسان داستفادې او ضرورت وړ هم نه ګڼل کیږي ، لکه د ټول جهان د پېدایښت او پایښت نېټې ،چې یواځې د الاهي عالم آمر یعنې د ( کن فیکون ) د حکم په واسطه افاده شوې دې ،خو کېدلې شي چې په مؤجل ډول دشرایطو په مساعدت سره دعالم آمر داحکامو معرفت هم د انسان لپاره ممکن وګرځي .
ــ د عالم خلقت ټولې پدیدي د انسان لپاره مسخر او مقدر ګڼل کیږي او د امکاناتو او مساعدت په صورت کې یي په معرفت هم لاس برې لري .
۲ ــ لوی جهان او ټول خلقتونه د واحد قانونمند نظام په بڼه د الاهي لوی علم دقانونمندیو له مخې پېدا ،پایي او بدلون مومي او دغه قانونمندۍ، په کل کې په الاهي کلام کې ، دانسان په ژبه په پوره فصاحت او بلاغت سره افاده شویدي او دعلم او تخنیک په پرمختګ سره ددغه قانونمندیو دپوهې او افادې په لار کې کوم خنډ او ممانعت هم نه سترګو کیږي .
په نتیجه کې ویلې شو چې فلسفي علم ، دټاکلو امکاناتو په ترلاسه کولو سره ،ددې جهان د ټولو قانونمندیو په پوهه او افاده قادر او جوګه علم ګڼل کیږي . کوم څه چې د فلسفي علم په ژورتیا او پراختیا ، انتګرالي او دیفرنسیالي( کلیت اوجزئیت )قانونمند دیالکتیک او دالاهي علم د خلا فت په موقف پورې اړه لرلو کې شک کول او شک لرل دي ،یواځې بشري کمي او کېفي نیمګړ تیاوې ګڼل کېدلې شي . دا لوی جهان او ټول خلقتونه تر هغې کچې یو تر بله سره تړلي دي، لکه چې مولانا یي د« مثنوی معنوی » په یوه فرد کې په پوره ظرافت سره هراړخیزه افاده کړې ده : « اگر برگیری یک ذره ازجای *** فرو ریزد همه عالم سرا پای » . دا به مشکله وي وویل شي ، چې د مولانا هدف به له دغه افادې څخه د لوی جهان د عمودیت او افقیت انتګرالي او دیفرنسیالي قانونمنددیالکتیکي کلي او جزئي تړلتیا وه او که په کوم بل منظور به یي دغه مطلب افاده کړې اوسي ،ځکه دغه ډول ډیر ژور فلسفي مفاهیم دهر اړخیزو څېړنو او ارزونو مستلزم او مستدلو ثبوتي فورمولبندیو او قانونمندیو راوړل په کې لازمي شرط ګڼل کیږي . که رښتیا ووایم ، ما دغه مطلب هغه وخت افاده کړې وو ، کله چې مې په دې جهان کې د خلا ء په هکله خپل نظر څرګندوه . هغه وخت ما خپل نظر دغه ډول څرګند کړې وو « په دې جهان کې خلا ء وجود نه لري . که چېرې د یوې ذرې په اندازه خلا ء وجود ولري او مطلق سکون برقرار اوسي ، نو دا ټول جهان به په کې غرق شي » ( دعینیت فلسفه ، څېړنې او ارزونې ، ډاکټر حرکت ) .
(هغه وخت ماپه دې باره کې اضافي توضېحات نه وو کړي ، ځکه چې تر دې دمخه ما د « فلسفه علم دې ؟ » په موضوع کې د حرکت موضوع څېړلې وه او هلته مې ددې موضوع وضاحت کړې وو،چې مطلق سکون وجود نه لري . که چېرې دیوې ذرې په اندازه مطلق سکون پېداشي دا ټول جهان به کې غرق شي .همغه ځای ، داموضوع په کافي اندازه څېړل شوې او دلته هم دوباره وضاحت اضافي ګڼم . )دقیق نه پوهېږم ، خو دومره ویلې شم ،چې دخپلې دغه لیکنې څخه د کلونو په موده وروسته مې د مولانا پور تنې فرد دکوم بل چا په یوه لیکنه کې ولوسته او له همغه وخت څخه مې د مولانا د افکارو په ژورتیا عقیده پېدا شوه .
لکن دروغجن به شم ، که دا هم ونه وایم ،چې کله مې د مولانا «مثنوی معنوی » او « کلیات شمس تبریزی » ترلاسه او ځیني برخې مې ولوستلې ، هغه عقیده چې مې پېدا کړې وه ، بېرته مې له لاسه ورکړه . زه هېڅکله دا نه شم منلې ، یوعالِم چې په شعوري توګه په علمي قانونمندۍ باور پېداکوي ،څه ډول ممکنه ده،چې داسې په اسانۍ دې د یوه تصادفي ملاقات په قمار کې د ژوند ، عقیدې ، عقل ،شعور ، او پاکې رښتیني میني ټول بنیادي ارزشونه او شته وبایلي او پاتې عمر دې « العیاذ بالله » د بنده په اغراق امېزه مدح او یا (که دخپل هغه عقیدت او باور په نسبت ،چې د حضرت مولانا صاحب علمي مقام او شخصیت ته یي لرم ، له خپلې ډېرې غصې څخه ستغ او ګستاخانه ووایم ) بنده ګۍ کې عبث تېر کړي . زه ډېر تأسف کوم چې د حضرت مولانا د شان او شخصیت په هکله داسې کلمات اظهاروم . هېڅ باور مې نه راځي ،چې داډول پېښه دې رامنځته شي . خو دا یو واقعیت دې او همدا زما رښتینې احساس ، برداشت او درک دې ،چې ماته پېدا شوې دې . که بل ډول مې لیکلې وای ، نو رښتیا به مې نه وې ویلي ،نو ځکه مې خپله رښتیني عقیده په خپله اصلي ترخه بڼه اظهار کړه ، چې که د مولانا د افکارو او اثارو څېړونکي او مینه وال په خپله بزرګوارۍ سر ه په دې باره کې لازم سپیناوې او وضاحت راولي او دشکونو ترګمۍ رڼه شي .
دې کې شک نه شته ،چې د شمس تبریزي دیوان پخپله یو ډېر لوی اوبې سارې معنوي ارزش دې ، خو نو ،نه د مولانا غوندې علمي شخصیت د ټول عمر د کار او زیار د محصلې په بیه . ښه به وې ،چې که دا پېښه نه وې شوې ، نو حضرت مولانا به د شمس تبریزي ددیوان په نسبت، نورې لا خورا با ارزشه څېړنې او ارزونې کړې او لا با ارزشه اثار به یي پنځولي او تخلیق کړي وای .
دا جهان دهمزمان او هم مکان انتګرالي او دیفرنسیالي (کلي او جزئي )قانونمند دیالکتیکي تړلي وضعیت کې قرارلري . فلسفي قانونمنده ژورتیا او پراختیا هم د جهان د کلي او جزئي قانونمند دیالکتیکي دواړو وضعیتونو په تناسب د محاسبې وړ ګڼل کیږي . په دې توګه فلسفي ژورتیا او پراختیا له یوې خوا د الاهي علم د محاط محیط سره معادل او الاهي فلسفه هم همغسې چې په الاهي کلام قرآنکریم کې افاده شوې د خدایي ذاتي علم سره معادل تناسب جوړوي ، خو دانساني ذاتي نیمګړتیاوو ، تناقضاتو او تناقصاتو په کچه څرنګه چې همدغه خدایي علم او فلسفه په بشري ذهن کې یواځې د هغه دمقدراتو په کچه انعکاس پېدا کولې شي ، نو ځکه انساني فلسفه هم یواځې د انساني ذهنیت د مقدراتو سره معادل تناسب ګڼل کېدلې شي . هر دیالکتیکي قانونمند نظام که جزئي دې او که کلي ، همزمان او هم مکان ځانګړي کلي او جزئي واحد نظامونه ګڼل کیږي . دغه کلي او جزئي نظامونه همداسې په همزمان او هم مکان قانونمنده ځانګړتیا او تړلتیا (اختیار ، استقلالیت او مربوطیت ) یعنې تأثیر او تأثر کې سره واقع دي او د کوچنۍ ذرې له کچې څخه نیولې تر لویو سماوي اجرامو او لوی جهاني واحد نظام تر کچې مستقل ځانګړي اولوی او کوچني تړلي واحدونه جوړوي . همدغه کوچني او لوی ځانګړي واحد نظامونه معادل جوړښتي او قانونمند مشابه او متناسبه فلسفي ژورتیا او پراختیا لري او په تخمیني ډول ویلې شو چې محاسباتي معیارونه یي یواځې د اعشاري ارقامو او اعدادو د درجې په کچه تفاوت لرلې شي . همغسې چې الاهي ذات په کل او جزکې واحد ذات دې ، الاهي نظام هم ، زه نه شم ویلې په کوم تناسب او کچه ، خو دومره ویلې شم چې ټول مادي واحدونه تل همزمان او هم مکان جزئي او کلي واحد اوصاف او خصوصیات لري . دغه اوصافو او خصوصیاتو په عالم الاسباب کې ،سره ددې چې دانساني فلسفي څېړنو او ارزوونو چارې اسانه او د مقدراتو کچه لوړه کړېده ،خو بیا هم دغه نظامونه که لوی دي او که واړه ، د قانونمند دیالکتیکي کل او جز په حېث څېړل او ارزول ، حتا د ننني علمي ــ تخنیکي امکاناتو په شته والي سره هم ډیر دروند ،پېچلې او نا شونې کار ګڼل کیږي . ما دغه ډول جزئي او کلي فلسفي څېړنې او ارزونې د عامو قوانینو او قانونمندیو له مخې په مختلفو ټولنیزو ،علمي ، سیاسي ، رواني ،شعوري ،کلتوري ، تخنیکي او نورو برخو کې د ارزونو په خاطر وړاندې کړي ، خو له بده مرغه تر اوسه پورې مې ددغه ارزوونو او څېړنو په هکله ، حتا د ډېرو نژدې دوستانو ، ملګرو او هیواد والو کاري او کره ملاتړ نه دې تر لاسه کړې ، نه د پوهې او قانونمند منطق له مخي دچاد تأئید یا رد غږ پورته شوې ، نه مې د زړه له تل څخه ددغه مهمو حیاتي مسایلو سره دعلاقې لرلو له مخې دچا کور ودانې اورېدلې او نه مې دچُپ شه په خاطر چا په خوله لا ایښې دې او په اصطلاح دوست او دښمن او نیک نیته او بد نیته یو ډول بې تفاوته او ممتنع پاتې دي . شک نه شته ، چې یواځې د ځینو دوستانو تشویق او هڅونه ده ،چې په دې لار کې زما د استقامت ، پایدارۍ او نه ستړي کېدونکي کار او زیار سبب شوې او دخپل عزم څخه نه یم ګرځېدلې . خو زه په دې عقیده یم ، نړیوال مجبور دي چې هر ډول علمي او عملي څېړنې ،ارزونې او چارې یواځې ددغه اصولو ،معیارونو ، قوانینو او قانونمندیو مطابق او موافق پر مخ بوځي تر څو سم حقیقي او واقعي رښتیني نتایج تر لاسه کړې شي . د پخوانیو تخیلي زړو فکرونو ، متودونو او تیو ریو په بنیاد څېړنې پر مخ وړل نه ممکنې دي او نه مطلوبو نتایجو ته رسېدلې شي . مونږباید اګاهانه پدې وپوهیږو ، چې څه ډول او په کومو ابعادو سره څېړنې کول غواړو او د هغې مطابق په ځانګړي ډول ، په دیالکتیکي غیر ارګانیک ارتباط اویا په مجموعي ډول دیالکتیکي ارګانیک کامپلکسي ارتباط کې ، پدیدي څيړل پېل اومطلوبې پایلې تر لاسه کړو .
شک نه شته ، چې زه پرون د تعلیم او نن د څېړنو او ارزونو په وخت کې د کمو امکاناتو ، کم وخت او کمو مساعدتونو څخه برخمن یم ،نو هغه لیکنې او مفاهیم چې ما دمخه محترمو لوستونکو ته د ارزونې او کره کتنې په خاطر وړاندې کړي او یا وروسته له دې به یي وړاندې کوم ، حتما ًً به له اشتباهاتو څخه خالي نه وي ، خو هغه څه چې په دې ټولو وختونو کې زما د ستونځمن سفر او تورتمۍ لارې همېشنۍ بله ډیوه وه ، هغه پر ځان باور او د نژدې څخه نیولې تر خورا وړاندې پراته چاپېریاله پو رې ، پدیدو او خلقتونو سره ، اګاهانه او دیقین او علم تر سرحده کړه وړه کول وو . هر انسان له سهوې او خطا څخه خالي نه دې . سهوې ،نیمګړتیاوي او خطاګانې منم ، خو د یقین ، پوهاوي او علم تر سرحده په خپلو کړو باور لرم او تر همدغه سر حده مې زیار او ستونځي هم ګاللي او هڅه مې کړې په خپلو خبرو کې د اضافه ګویي ، توصیف او هجوې څخه ډډه وکړم . کېدلې شي ، په ځیني مسایلو کې اضافه ګویي او ډېرې خبرې شاید تفنن او هنر وګڼل شي او سناریو رنګینه او دهر چا د ذوق وړ وګرځوي ، خو په فلسفه کې نیمه خبره کمه او اضافه کول هم نه بخښونکې ګناه ګڼل کېږي .
دمخه د فلسفي ژورتیا او پراختیا ( عمودیت او افقیت ) په هکله مونږ وویل ،چې دغه مسایل د یوې ذرې ، یوه سماوي تر ټولو لوی واحد اوددې لوی جهان په کچه ، یو شان ژورتیا او پراختیا یعنې« بوده » ،« تنسته »او ژوروالې لري، چې پخپله د الاهي خلقتونو د خلقت اعجاز ،خارق العادګي او بې ساریتوب په کې له ورایه
څرګند دې .دغه ژورتیااو پراختیاد ډیر ساده او ډیرو پر مختللو مادي واحدونو او بیولوژیکي ، فزیولوژیکي ،کیمیاوي ،فزیکي او نورو ډول ډول مرکباتو او تعاملاتو تر منځ د پام وړ تفاوتونه نه لیدل کیږي . دغه عناصر ذاتي تفاوتونه هم سره نه لري او د دوۍ اتمونه او حجرې د یو ډول اولیه موادو څخه جوړې شوي او د یوه یوه الکترون او پروتون او یو تعداد نیترونونو له مخې یو تر بله سره فرق لري . دغه ټول ذرات ،دغه ټول مادي واحدونه، خلقتونه ، پدیدي او دا لوی جهان په واحد قانونمند نظام کې قرار لري او هر یو واحد له کوچني څخه نیولې تر لوی پورې د خپلو خپلو مقدراتو د اختیار او استقلالیت په تناسب یو تر بله په مختلفو وسایلو اوامکاناتو سره تړلي او یو له بل څخه متأثر او متحسس دي . یو دبل متمم او مکمل ، یو بل سره تغذیه کوي او یو تربله سره په مساعدت کې بدلون او پرمختګ مومي او د بې شمېره ډول ډول مادي نعماتو د ایجاد علت او معلول جوړوي او یو دبل په مجاورت او یو تربله په تأثیراو تأثر سره معرض د معرفت واقع کیږي .
زمونږ نژدې لمر له ځمکې څخه ۱۵۰ ملیونه کیلو متره لیرې واقع دې ، خو په ځمکه کې ټول مادي نعمات اودژوند ټولې رنګینۍ د الاهي علم د قانونمندیو په بنیاد ، د نژدې لمر او نورولیرې بې شمیره لمرونو دشعاعاتو او فوتونونو د انعکاساتو او تعاملاتو په بنیاد رامنځته کیږي . تیره شپه ( 07.12.2011 م) اریا نا تلویزون اعلان وکړ ، امریکایانو ( یوستورې )، خو دا خبره سمه نه ده بلکه یوه سیاره کشف کړې ، چې له ځمکې څخه ۶۰۰ ( کاله ) دا خبره هم سمه نه ده ، بلکه ۶۰۰ نوري کاله مصافه لري او معلومه شوېده ، چې هلته اوبه او ژوند هم وجود لري . ( نوري کال په دې مفهوم ، نور چې په یوه ثانیه کې ۳۰۰ زره کېلو متره لار وهي ، که ۶۰۰ کاله لار ووهي تر دغه سیارې به ورسیږي . ما چې محاسبه کړه ( پنځه تریلیونه، شپږسوه شپږ اویا بلیونه ، څلور سوه اتیا ملیارده کیلو متره مصافه کیږي )، چې برابره ده د هغه مصافې سره چې که مونږ له ځمکې څخه ۴۰۶ ملیارده کرته دوره ووهو . په حقیقت کې دغه مصافه له دې څخه هم ډیره زیاته ده ، ځکه چې ما دغه مصافه د نور په سرعت محاسبه کړه ، حال داچې ، کوم امواج چې ددغه سیارې په لور لېږل شوي ، نوري نه ،بلکه الکترو مقناطیسي امواج دي ، سرعت یي له نور څخه ډیر کم دې . مونږ په ځمکه کې عملا ً نن د کوچنیو ذراتو په ذریعه ، د مصنوعي سپوږمکیو له لارې ، زرونه متره دځمکې لاندي دمعدنونو موقعیتونه ، کمیتونه او کېفیتونه معلومولې شو .
په یوه تصادفي مثال کې مونږ وښودلې شوه ،چې د فلسفي علم تړلتیا ،ژورتیا ، پراختیا او کېفیت تر کومې اندازې دقیق او وسیع دې . په دې باره کې بې شمېره مثالونه راوړل کېدې شي ، چې زمونږ د پورتني استدلال په تأئید او ثبوت دلالت وکړي . زه د ډېرو مثالونو راوړلو ضرورت نه وینم ،خو دومره ویلې شم ،چې د نورو فلسفي موضوعاتو د ارزونې او څېړنې په وخت کې به بیا بیا په دغه باره کې لازم وضاحتونه وشي .
خاين تل خائف او خفاشان
هېڅکله دحقيقت رڼا نه شي ليدلې!
ډاکټر حرکت
۲۶.۱.۲۰۱۲
دا کومه پټه خبره نه ده ،د امریکا او انګرېزپه مشرۍ چې نن د ټولې نړۍ پوځي او غېر پوځي قوتونه راټول او په افغانستان کې مستقیم او غیر مستقیم حضور لري ، افغانانو نه دي رابللي ،افغانان د دوۍ هغه وخت په کار او د ویاړ او مباهاتو سزاوار ګڼل کېدل ،چې د روس سره یي په ګرمو سنګرونو کې جنګول غوښتل ،او د روس په تاریخي ماتې خوړلوسره یي بیا په اصطلاح نور نه غوښتل د افغانانو په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي او په ډېره بې شرمۍ ، خړو سترګواو مهیلیت سره یي دغه قهرمان اولس ، څوتنوداخلي بېګانه پرستانواو نژدې ګاونډیانو ته لاس او پښې تړلې پرېښود ، چې د تل لپاره یي له پښو وغورځوي ،دتېرو بدو خاطرو انتقام ترې واخلي او خوایخې پرې وکړي .نن هم دوۍ نابللي مېلمانه دي اوپرته له کوم ملي ، بېن امللي دوه اړخیز او څو اړخیزه تفاهم ، قرارداد ، معاهدې او مقنع دلیل څخه،بې سنده ، بې پاسپورته د غلچکیانو په څېر د افغانستان په مقدس حریم راننوتي دي . تاریخ ددې ګواه او شاهد دې ، چې افغانانو هېڅکله داسې نا بللي مېلمانه ، نه دي منلي اوتل یي له خپلې خاورې څخه مختوري شړلي دي . د همدغه شواهدو په بنیاد ددغه خاینانه هجوم پایلې مونږ په لومړۍ ورځ همدغه ډول ارزولې وې او ددوۍ د شکست وړاند وینه مو کړې وه ، چې نن سبا په حقیقت بد لېدونکې ده .دوۍ سره ددې ،چې له ټو لې نړۍ څخه ټول پدر ازاره ، مادر ازاره ، دسیسه جو او دسیسه کاران د افغانستان جنګي تیاتر ته رابللي ، چې که وکولې شي د ټولې نړۍ په زور افغان اولس د خپلې قمچیني او تحکم لاندې راولي . دوۍ همداسې فرصت طلبه مرتجع افغان بېګانه پرستان او هغه سست عنصره او زنګ وهلې کړۍ ، چې اصلا ً یي د دې سیالو اولسونوسره د غېږ په غېږ او مټ په مټ دګډ ورورګلویز سیال ژوند جوګه نه وو او تل یي د ګونګیانو او خفاشانو په څېر په تورتمۍ سمڅو کې دبل د وزر لاندې ټول عمر غلچکۍ شپې سبا کړي هم لکه دشغالانو او ټپوسانو په خپلو مردارو راټول کړي او غواړي د غرو زمریان اود سردرو بازان پرې ښکار او اصیل افغاني ارزشونه او دودونه پرې بې ارزشه او بې پته ګړۍ ؟ هر چا چې دغه ډول ناوړه او ناروا هڅه کړې خپل ځانونه یي بې پته کړي او په ډېره نا امېدۍ یي دغه ارمانونه له ځانه سره ګور ته وړي دي . که رښتیا نامرده نه اوسۍ او حتا یو کرت مو په خپل ژوند یو مردانه عمل کړې اوسي ، نو څه ډول دادېرش کاله چې افغانان درسره په مردۍ ولاړ دي او یو نامردانه عمل به هم تاسې ترې نه وي لیدلې ، خو تاسې همېشه په نامردۍ شا وراړولې ده . دمخه تر دې ،چې تاسې په افغانستان نامردانه یرغل وکړي او په مکر او فرېب سره دغه غیور اولس وغولوۍ ،یو کرت خو به مو د خپلو نیکونو خاطرات او وصیت نامې لوستې وې او په دې تاریخي حقیقت به مو ځانونه پوه کړي وې،چې « افغانانو هېڅکله اجنبي قوت په خپل ملک کې په خپل سر او صلاحیت نه دې منلې او ورسته له دې یي هم نه شي منلې » .افغانان دسیالې لوبې او معاملې جوګه اولس دې او یواځې په سیاله خبره پوهېږي .داچې تاسې دا دیرش کاله دخپلو خدمتګارانو په لکۍ وهلو ، غلطو وعدواو چټلو معاملو ځانونه غولوۍ او چې لا هېڅ پېښه نه وی شوې ، دوۍد حفظ ما تقدم په خاطر ، د ناکاره ښځو په څېر زمان و مکان په چیغو لړزوي او بیا یي هم تاسې نازونه په ځان منۍ او حتا یو ځل یي هم داصل او نسب پوښتنه نه کوۍ، چې څوک دي ؟ معنا داچې تاسې خپل ځانونه پخپله غولوۍ . د پاکستان سره هم ستاسې معامله په همدې ډول ده . تاسې د دوۍ په خاطر د ملګرو ملتونو د پنځه فقرئیز پلان ،چې په افغانستان کې د یوه ملي دولت د جوړېدو په خاطر طرحه شوې وو ،کودتا وکړه او د دوۍ په خاطر مو د ټول افغان اولس ټولې ارزوګانې خاورې ایري کړې .تاسې دوۍ ته د روسانو سره د دوه اړخیزي معاملې مو قع مساعده کړه ، چې د کودتا له لارې واک خپل کړي او دچور او چپاول او تورو پېسو په چاپولو سره عامه ملي او شخصي دارایي ګانې غصب کړي . تاسې د دوۍ دا شل کلنه پادشاهي او حاکمیت پایداره او خلل نا پزیره ګرځولې او چې لانور به ترکومه دوام کوي . ستاسې په زور او پلمو دو ۍ وکولې شول په زرګونو انسانان په کانتینرونو کې خفه او یا ژوندي د لیلې په دشته کې د شګو لاندې کړي .د دوۍ په خاطر ،تاسې ، د پاکستان په قصور او دافغانستانانو په بې ګناهۍ ، په افغانستان راکټي حمله وکړه او دبن د تش په نامه بې بنیاده کنفرانس په پلمه موپه یوه ورځ کې ټول طالبان له ملکه وشړل او پنځه کسه مو د ټول افغانستان واکدار اوهر کاره جوړ کړل . زه ستاسې توجه د پښتو دغه شعر ته په اړولو سره، چې :
بحر ډک له ملغلرو چپ روان وې *** د نا اهله خلکو خوی لکه د چړ دي
غواړم ووایم هو ! تاسې نه یواځې په افغانستان کې د ټولو دموکراتیکو اصولو او معیارونو ، اخلاقي او مدني بشري حقوقواو ارزشونو په پایمالولو سره نه یواځې د افغان اولس منلي ملي او بېن ا لمللي ټول حقه حقوق پایمال کړي ، نه یواځې د بین المللي قوتونو او اتباعو ،چې په افغانستان کې حضور لري ټول حقوق مو په خپلو خود سریو او بې بندو باریو سره د پښو لاندې کوۍ ، بلکه تاسې عملا ً د ټولو خپلو اولسونو او بلکه د ټولو نړیوالو د حقه حقوقو په پایمالولو سره مقابل طرف واقع یاست او العیاذبالله په خپل دغه عمل سره ټولو ته د حماقت نسبت کوۍ . زما په عقیده دهر منل شوي ټولنیز قانون څخه سر غړونه او نه منل پرته له دې بله معنا او مفهوم نه لري او په بله معنا همدغه دې ستاسې د زوال د جبر او استلزام حکم .
تاسې دخپل وجدان قاضي حاضر وګڼۍ او دې پوښتنو ته ځواب ووایي . تاسې ټول مترقي ، دموکرات ، دبشر د حقوقو د حراست علم بردار او مدني بشري ټولنو په نمایندګۍ افغانستان ته د امن د تأمین ، نظام جوړونې او بیا ابادونې په خاطر راغلي یاست .
۱ ــ که په رښتیا هم ستاسې هدف په افغانستان کې د امن تأمین اوسي ، نو ددې کار لپاره تر هرڅه دمخه امنیتي ارګانونه ، ادارې ،مسلکي روزل شوي کسان ، وسلې ، تأسیسات ،وسایط او نور پکار دي ، خو تاسې تر هر څه دمخه د همدغه عمده فاکتورونو په له منځه وړلو سره د بې امنۍ په کلي مفهوم په ملک کې داسې بې امني رامنځته کړه ، چې نن پخپله بېن المللي قوتونه د خپلو وضع الجېشونو د امنیت په ساتلو کې پاتې راغلي دي .
۲ ــ کوم کسان ، چې تاسې د نظام د جوړولو په خاطر ګمارلي دي ، تاسې پخپله هغوۍ د بشر دحقوقو ناقضین ، جنګي جانیان ،مفسدین ، اختلاسګر ، د مخدره موادو قاچاقبران او په دغه ډول نورو بدو اعمالو ککړ کسان بولۍ .ایا تاسې باور لرۍ ،چې دغه کسان به وغواړي داسې یو نظام جوړ کړي ، چې تر هر چا دمخه په کې پخپله د خپلو بدو اعمالو په سخته سزا ورسیږي ؟ که داسې نه وي ، ستاسې هدف له دې کار څخه څه دې ؟
۳ ــ هر څوک چې په رښتیا د یوه ملک ابادول غواړي ، بنیادي او اساسي اهدافو ته لاس غزوي . تاسې تر اوسه یوې بنیادي پروژې ته لاس نه دې اوږد کړې او که کوم کارمو پېل شوې هم دې ،د پروژې د تعمیر له پروسې څخه د تخریب د پروسې سرعت چټک دې یعنې چې په اوبو کې لوټه ږدۍ او دم ګړۍ پرې تېرېږۍ او په هر صورت ستاسې له وتلو وروسته به یو وران ،ویجاړ افغانستان پاتې وي .
۴ ــ که تاسې په رښتیا افغانستان ته د یوه پرمختللي ټو لنیز نظام د جوړولو په خاطر راغلي یاست ، نو دا د هرې ګروه او ګاونډي ملکونو سره د افغانستان د تجزیي په پلانونود څه په خاطر خبرې کیږي ؟ او د څه په خاطر ستا سې د سیاسي مسئولینو له خوا د تجزیي ډول ډول طرحې وړاندې کیږي اود څه په خاطر مو ځيني معلوم الحاله تجزیه طلب ، سیاسي مریضان او سیاسي لنډ فکره افغانان د برلین غونډې ته رابللي وو ؟ ددغه ډول پوښتنو شمېره هر څومره چې وغواړو اوږدېدلې شي .
حقیقت دادې تاسې خپل تاریخي ایدیال وضع الجېش « د افغانستان بالاحصار »په دې ستراتیژیکه منطقه کې اشغال کړې او په دې لسو کلونو کې مو د افغانانو عنعنوي شدید تضاد او مقاومت عملا ً وازمایه . نه ستاسې خیرن نیتونه له چا څخه پټ پاتې دي او نه دافغانانو عزم او تصمیم مو بدل کړې شو . دې بې شمېره رسنیو ، سیاسي مبصرینو او مفسرینو که هرڅه حقایق او واقعیتونه تحریف کړل ، د هغې رنګ او بڼه یي بدله نه کړې شوه او نه، ستاسې په اصطلاح ستاسو ککړې خدمتګزارې بې ګانه پرستې ډلې ټپلې ځان لپاره او یا تاسې ته څه ګټه ورسولې شوه .خبره په هر لوري د حقایقو تر پولې رسېدلې ده . پکار دادي په حقایقو او واقعیتونو اتکاء وشي . دا قضیه په دې ډول د حل وړ نه ده .تاسې دخپلو اولسونو،او افغان اولس دخپل تېر تاریخ او دود و دستور سره مشکل لري ،داسې بریښي ، ګوندې دخلاصون چاره دټولو له واک او قبضې څخه وتلې ده . زما په عقیده چاره یواځې حقایقو ته مراجعه کول دي او هغه ، داچې د ټولو صلاحیتونو بنیاد اولس دې ، طاقت اولس دې ، واک اولس دې او دهر عزم ،تصمیم ، ارادې او حرکت عامل او پلې کوونکې اول خدای او بیا د خدای خلف طاقت اولس دې . څه ډول څو نا اهله او نا خلفه کسان د خپلو بې بنیاده ، واهي ګټواو ځان غوښتنې په نوم په ټوله نړۍ کې ټول اولسونه د ظلم او ناروا د زنګون لاندې ساتي او اولسونه ، چې « زور یي رښتیا هم د خدای زور دې » ، نه شي کولې ، تش په خپل تصمیم او تړون سره ټول واک په لاس کې ونیسي او په ټوله نړۍ کې رښتینې الاهي عدالت ، انصاف او قانون تأمین کړي ؟ تاسې به تر څو پورې د خپلو ملي او بین المللي منل شوو قوانینو څخه سر غړونه کوۍ او دمافیایي ډلو په لجاجت به نړیوال په ناروا د خپل حاکمیت لاندې ساتۍ ؟
تاسې ډېرې هڅې وکړې او هر ډول قومي،ژبني ،سمتي ،مذهبي او نورو تعاصباتو او تضادونو ته مو لمن ووهله چې په افغانستان کې هم یو نا بکاره پارازیت نظام په پښو ودروي ، افغانستان یواځینې هیواد نه دې ، چې ورونه قومونه په کې پېړۍ پېړۍ ګډ سولئیز ژوندکوي ، تاریخي افتخارات او دغم ودرد شریکي شېبې او خاطرې لري ، چې په مجموع کې د افغان اولس د ویاړه ډک تاریخ جوړوي . زما په عقیده یواځې بې هویته او ناکسه احمقان کولې شي دغه ډول د ویاړه ډکه ماضي او ستر تاریخي افتخارات تش د ناچله پېسو او ابدي تاریخي لعنت په بدل کې له لاسه ورکولې شي . خو افغان اولس د دا ډول پرېکړو واک په نهایت کې تل په خپل واک کې ساتي او د هغه طاقت او استعداد له مخې ،چې لري یي ، دهرې نا بکاره ډلې لاسونه شاته تړ ي او د خپل ملک پاکه ورشو ددغه نجسو له نجاست څخه د تل لپاره پاکه ساتې .
پښتنو ته که د اکثریت په حېث دملک دفاع او د ورونو قومونو تر منځ په ذات البېني مناسباتو کې د حوصلې ، صبر او ګذشت مسایل د یوه تاریخي رسالت او جبر په توګه په میراث پاتې دي او باید یي په پام کې وساتي ، نو تاجک ، هزاره ، اذبک ، ترکمن ، بلوڅ ، نورستاني ، پشیي او نورو اقلیتي قومي ورونو هم دغه مشترک ملي رسالت او دین د شعوري درک او احساس له مخې پر ځان منلې او هېڅ یوپه داغ سنګرونو کې له پښتنو څخه پاتې نه دي راغلي او خپل هېواد یي تل په مشترکه مساعي سره اباد او ازاد ساتلې دې او ځکه خو په داسې وړو او بې بنیاده مسایلوستاسې محاسبې هم په ځای نه بریښي . که په رښتیا په دغه ملي جوړښت کې کومه ضعیفه کړۍ موجوده وې ، لا دمخه به د دښمنانو له خوا تشخیص او کارول شوې وای . دسلیم عقل او وجدان خاوندان په دې ښه پوهیږي چې افغانستان ، یواځینې هیواد نه دې ، په کوم کې چې اکثریت او اقلیتونه وجود لري . په افغانستان کې خو د لاسونو دګوتو په شمېر قومونه اوسیږي ، په نورو ملکونو ،لکه امریکا ، روسیه ، چین ، هند او ځیني نورو کې دغه شمېره له سلو هم اوړي او هغسې ،چې په افغانستان کې د اقلیت او اکثریت مسئله واضح ده او هغومره چې په افغانستان کې د اقلیتونو حقوق په پام کې نیول کیږي ،او حتا د امتیاز په شکل اقلیت ورونو قومونو ته ورکول کیږي ،په بل هېڅ ملک کې ورته دومره توجه نه ده شوې او نه به وشي . د بلې خوا د اکثریت او اقلیتونو د متقابلو حقوقو او وجایبو مسئله هم په نړیواله او هم په ملي کچه د مسئولو ارګانونو له خواډېره ژوره څېړل شوې او ارزول شوې او حدوداو متقابل حقوق او وجایب یي ټاکل شویدي . په افغانستان کې ټول اقلیتونه او پښتانه چې قاطع اکثریت جوړوي ،پرته له تبعیضه سولئیز ګډ ژوند لري او دټولو ژبو څخه د تفاهم د وسیلې په حېث کار اخلي ، تاریخي ارزشونو او زیرمو ته یي د قدر په سترګو ګوري او دمتقابل ارګانیک دیالکتیکي پرمختیا او پراختیا لپاره یي خپلې بې شائیبه هڅې هېڅکله نه دي سپمولي . ټول په دې خوښ دي ، چې دري ژبې په دې لویه سیمه ،افغانستان ، هند ،ایران ، تاجکستان او نورو ملکونو کې رواج او برلاسې پېداکړې اوسید جمال الدین افغان ، اقبال لاهوري، بیدل ،حافظ او نور په دري ژبه شعرونه او نثرونه لیکلي او حتا د ایران فارسي او دتاجکستان تاجکي ورسره په سیالۍ کې پاتې راغلي او ټول ورته د حسادت په سترګو ګوري . دا د ټولو افغانانو لپاره یو شان ویاړ او مباهات ګڼل کیږي او ټول پرې یوشان باید وویاړي . همداسې که مونږ د پښتو ژبي بې مثاله او بې بدیله شعري ترکیبونو او ډول ډول غږیز اهنګونو او کمپوزونو ته ، چې په بله ژبه کې هېڅکله نه شي په سترګو کېد لې ، وګورو ، چې د ورونو قومونو او حتاخارجي هنر مندان یي په ډېره خوښۍ سره زمزمه کوي ، لکه چې په اخرو وختونو کې به روسانو دا سندره ویله ( ای د ازادۍ خاورې تاته مو سلام دې )،د حجرې او دېرې د ټنګ ټکور څخه نیولې ، د ځوانانو او پېِغلو د عاشقانه لنډیو ،غږونو ،اوازونو ، سروکو ، سوال او ځواب ، د ودونو او اتڼونو دګډا ، د وطن د ازادۍ په ګرمو سنګرونو کې ،لکه چې د ملالۍ :
« که په مېوند کې شهید نه شوې
خدایګو لا لیه بې ننګۍ ته دې ساتینه »
په دغه پښتني یوې چیغي سره د مېوند په جنګي ډګر کې ، د غازیانو غورځنګ ، چې شمېر یي د انګریزانو د لښکرو د شمېر او وسلې یي د وسلو د کمیت او کېفیت سره هېڅ د مقایسې وړ نه وو ، بې مثاله دینامیزم پېدا کوي او د انګریزانو لښکرې تار مار کیږي ،د پښتو ژبې ګرامري صرفي او نحوي جوړښتونه اوهر اړخیزه غږیزه «وۍ پوهنه »د ایستلې پړقنده تورې په څېر پرېکنده افاده او غږیز رول لوبولې شي ،د خود ګردانه ټولنیز نظام ،د جرګو مرکو بحثونه او پرېکړې ، حقوقي ، جنایي دعوې دنګلې ،د رقیب ،غلیم او تر بور سره سیال او ترخه بحثونه او مناقشې او دا ډول ډېر نور مسایل ، علمي او ادبي بحثونه او مناقشې ، فکر کوم تر هرې بلې ژبې ، یواځې په پښتو ژبه ډېر ښه افاده او تر سره کېدلې شي او دا هم باید دټولو افغانانو لپاره یو شان د ویاړ او افتخار وړ اوسي . همغسې چې افغاني ټولنیز ارګانیک ترکیب په هر سنګر کې دافغانانو د بري او افتخاراتو ضامن وو د افغاني لویو او وړو قومونو ژبنیز ارګانیک ترکیب او حتا ساده کانګلمرات (مخلوط ) ښکلې شکلي او ماهیوي ژبنۍ صرف او نحو جوړېدلې شي .
اصیل افغانان نه خاین دي ، نه خائف او نه خفاش ، چې په تاریکۍ او سوړو کې پټ شي . دوۍ نن هم په جیګو سترګو د خپل ملي وحدت ، ملي نظام او ملي تړونونو څخه په کلکه دفاع کوي . دوۍ د تاریخ په اوږدو کې مشترک درد وغم ، خوښي او افتخارات درلودل او لري یي او فکر نه کوم یو له بله څخه په دې کار کې کمې او زیاتې ولري . اولسي خلک په خپلو منځونو کې قومي تبعیض اوتعصب سره نه لري . دا یواځې هغه کرغېړن ، متعصب اوله حسادتونو څخه ډک ځان غوښتونکي روشنفکران دي ،چې د کینې په اور سوځي ، خو له بده مرغه استعداد نه لري ،چې په ملي کچه شخصیت جوړ شي ، هڅه کوي خپل دغه ارمان د بېګا نه پرستۍ او پستۍ له لاري ترلاسه کړي ،خو بېګانګان دا ډول نا بکاره څیزونه تر هغه وخته په ځان پسې راکاږي ، چې ګټې یي په کې نغښتې وي او وروسته یي په داسې کثیف ډېران غورځوي ، چې ټول عمر د غم ، حسادت ، حسرت او بدنامۍڅخه نه مري او نه خلاصون لرلې شي .
کومې ټولنې ، چې د ملي تشکل څخه برخمنې اوسي ، د ډېرو ملي ارزشونو لکه ملي وحدت ، ملي اېدیولوژي ،ملي ګوند ،ملي جبهه ،ملي سازمان ،ملي ترمنولوژي ،ملي تړون ،د هېواد د ملي دفاع وزارت ، ملي پولیس ، د ملي امنیت وزارت ،لوی ریاست ، . . . ، دملي سرمایدارانو ، ملي تجارانو . ملي ډاکټرانو ، انجنرانو او ډېرو نورو ملي جوړښتونو او تعهداتي سازمانونو څخه برخمن او برخورداره اوسي .په دې معنا چې دا هره دولتي اداره ، ملي جوړښت او سازمان په خپلو خپلو برخو کې دملي امنیت ، ملي شتمنیو ، ملي ګټو او ټولو نورو تعهداتو ساتنه کوي . د مثال په ډول ، دملي دفاع وزارت او ملي امنیت لوی ریاست دافغانستان دسرحداتو د بېرون څخه، د افغانستان د اسلامي جمهوریت دسراسري امنیت څخه دفاع په غاړه لري او هره توطئه او دسیسه باید د افغانستان له پولو دباندې خنثا کړي ، نه دا لکه د ثور د اتمې نېټې د جشن په ورځ ،چې دښمنان د جمهور رئیس په لوژ وروختل او له چپنې څخه یي راکشاوه او چې ولې یي ونه واژه ، د تعجب خبره ده ، ځکه ډیر کسان په کې مړه او زخمیان شول . د ملي دفاع وزیر د درې منه نشانونو او مدالونو سره د ځان د خلاصون چاره نه لیدله اودملي امنیت لوی رئیس به البته د قبلي اګاهۍ له مخې خپله لاره چاره لټولې وه. خو په سبا یي
څو بېګناه انسانان په وندر کې راکشول ، چې که ګوندې د پولې بېرون یي ونه نیولې شول ، بېګاه د شپې یي د خپل ریاست د دروازي مخې ته ونیول او لاس تړلي یې راوستي دي . همداسې د کورنیو چارو وزیر او نور وزیران او داړونده ادارو مسئولین خپل خپل ملي او وظیفوي صلاحیتونه او مسئو لیتونه لري او هغه باید د ملي او اداري مسئول په حېث سرته ورسوي . ملکونه او هیوادونه د ملي قهرمانانو ،ملي اشخاصو ،ملي سرمایدارانو ، ملي وطنپرستانو ، ملي روشنفکرانو او ډول ډول نورو قشري ملي فدا کارانو په واسطه د ملي ارزشونو د پالنې او حراست له لارې ساتل کېدلې شي . یو متل دې ، چې « څوک ځان ساتي او څوک جهان ساتي » او یا خوشال خان خټک لیکي :
چې دستار تړي هزار دي *** د دستار سړي په شمار دي
زما په عقیده ، دا ځیني کسان خو رښتیا هم د خپلې کورنۍ ،دخپل کور د حریم او حتا د خپل ځان دساتنې له عهدې څخه نه شي وتلې ، نو ځکه حق لري هر ډول اوتې بوتې ووایي او له خپل سیوري څخه هم وډار شي . په یوه ټولنه کې ډېر رواني او عصبي ناروغان هم وجود لري ، چې له هر حرکت او هرې پدیدي څخه ،چې هېڅ خطر ورڅخه متصور نه ګڼل کیږي ، ډاریږي او ډېرې یي له همدغه ډاره ځانونه وژني .د دغه ډول کسانوشمېر خصوصا ً په اوسنیو شرایطو کې ، چې د خارجي او داخلي غدارانو او جبارانود خاینانه سازشکارانه تباني په نتیجه کې ،طاقت فرسا ډار او فشار په افغان بې وزله اولس زیات شوېدې اوځیني سیاسي مداریان د اولس ددغه رواني او عصبي کمزورتیاوواو نیمګړتیا وو په بنیاد خپلې منترې ، جنترې او دسحر او جادوټوټکې پخوي اودخپلې جادوګرۍ او زور واکۍ دامونه او جالونه غوړوي ، خو له نېکه مرغه ، ملي ارزشونه ، ملي محیط او ملي افقونه د هر کس او ناکس او مغرض د تعرض او اسیب څخه مبرااوپه خاص ډول دافغان اولس د ټولواجتماعي قشرونو او حتا فردي اعضاوو لپاره تل د تقدس حېثیت او مقام درلوداو په قرمزي ممنوع العبور او غېر قابل انقطاع کرښه محاط ګرځېدلي دي . سره ددې هر یرغلګر ،چې دتاریخ په اوږدو کې ، د افغانستان په مقدس حریم یرغل کړې ، اولین هدف یي، د دوۍ په آند ،افغاني ټولنیز تاریخي او سیاسي ارزشونو او افتخاراتو او ملي ،مذهبي مقدساتو ، بلا تشبیه ، بې ارزشه کول وو . په دې تېرو نژدې دیرشو کلونو کې د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو تېرې او جفا ء او ورپسې دټولې نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د افغانستان په خاوره دټولو اولسونو مستقیم او غیر مستقیم نظامي او شبه نظامي هجوم او افغانان د هر ډول ناوړه سزاوو ،سزاوار ګڼل، د ډېرو ځان غوښتونکو ، فرصت طلبه ، ضعیف النفسه ، مال او مقام غوښتونکو مرتجعینو وجدانونه او ایمانونه ورسست او دکعبې توبې او قسمونه یي ور مات کړیدي .
ملي مسایلو ته نه پاملرنه ، سهل انګاري او شا اړول ،ملي خیانت ګڼل کیږي اولکه څرنګه چې په الاهي قانون ، الاهي کلام او الاهي احکامو کې د نیک او بدو په مقابل کې د نېک او بد پاداش وعده ورکړل شوې ده ، په بشري قوانینو کې د ملي خیانت سزا په ټولو ټولنو او ټولو نظامونو کې اشد مجازات ، یعنې اعدام ټاکل شوې دې . دولتونه ، حکومتونه او ادارې ددې لپاره جوړیږي ،چې نه یواځې دافرادو ،اشخاصو او ادارو نیک او بد اظهارات ،بلکه نیتونه هم معلوم اوتشخیص کړي ،چې د هغې مطابق نېک او بد پاداش او سزا ووېني . نه داسې ، لکه چې کله ددفاع وزیر څخه خبر نګار د پارلمان په وړاندې د رای اخیستنې په وخت کې پوښتنه وکړه ، چې رښتیا، ته د آی اس آی جاسوس یي ، هغه مخ وکیلانو ته واړوه او ویي ویل : ( او برادرا ! کدام ما وشما نیستیم ؟ همګی ما وشما ،خو همونجا می رفتیم ) او ددې پرځای ، چې لاسونه یي پرې تړلي وای او ددې خبرې د سپیناوي لپاره اړونده ادارې ته معرفي شوې وای ، پوره رای یي هم ترلاسه او تر نن ورځې پورې هم د ملي دفاع وزیر دې او مونږ له هغه څخه د افغانستان د پولو د امن طمع هم لرو . یا کله چې دکورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت لوی رئیس چې له خپلو دندوڅخه ګوښه ګړې شول اندکترین تشویش او تأثر یي په څېرو کې نه معلومیده ، چې ګوندې څوک به ترې پوښتنه وکړي ، په اولین فرصت کې امریکې ته ورسېدل او لا درسېدو دمخه یي په ګواښ ، لاف و پټاک پېل کړې وو او هلته ، چې البته چا به په شا ډبولي وو او وطن ته په راستنېدو په هر واده ورئیز او غم ښادۍ او خود ساخته انار شیزم کې پورته پورته غورځي او هر مقام او اداره د خپل سر ،مال او لښکرپه فدا کولو تهدیدوي . پنځه ورځې دمخه خو دغه ټول مسېولیتونه ستاسې په غاړه وو او هره ورځ به د جامو سره د حامد کرزي په سترګو ورننولۍ او چې وخت یي راغې ، نو دښکاري سپو په وسیله هم راګیر نه شوۍ .
سیاست ، زما په عقیده ، تر هرڅه دمخه ، ملي او بین المللي سیالې لوبې او ارزش ته ویل کیږي . هغه کسان چې ددغه ډول ارزشونو څښتن کیږي او سیاسي صفات او ماهیت پېداکوي ، ټول عمر سیاستمدار پاتې کیږي ، یعنې چې شخصي ژوند او شتمني یي هم ټولنیز ، یا په بل عبارت سیاسي ارزش پېداکوي او په سیاسي مسایلو کې تل باید سیاسي ، یعنې د ملي ګټو په کچه او سویه دریز ولري ،چې له بده مرغه داسې کس مې نه دې په سترګو شوې . په دې وروستیو ورځوکې د امریکې د سنا د مجلس ځیني غړو د افغانستان د پارلمان غړي ، د احزابو مشران ، د حکومت او دولت اوسني او پخواني ځیني مشران ، دجمهور رئیس اوسنې او پخوانې مرستیالان او یا په بل عبارت د امریکایانو په لاړو لامده او یا د هغوۍ په اصطلاح ، ځیني بې ګناه مجرمان یعنې ټول غټ سیاسي اشخاص د هغوۍ د استغاثو او معروضو په اساس د برلین غونډې ته بلل شوي وو.له بده مرغه هیچا خپل سیاسي موقف او پوزیشن اختیار نه کړ او دبرلین په شور بازار کې هم امریکایانو او هم زمونږ «لویو سیاست مدارانو » داسې اوتې بوتې وویلې چې هم یي خپله او هم یي د نورو آبرو له مخونو پرېمینځله .
ددغه جملې څخه یو هم د بلخ والي « استاد » عطامحمد خان نور وو ، چې د سږ کال د جنوري د میاشتې په ۱۶ نېټه یي د اریانا تلویزون د « افغانستان در محراق حوادث » په پروګرام کې ډیره « عالمانه »مرکه وکړه . نوموړي د ډیورنډ د تش په نامه کرښې په هکله د یوه پوښتونکي په ځواب کې وویل : زما سیاست پټ نه دي . زه بربنډې خبرې کوم . پاکستان د افغانستان په نسب څو برابره قوي طاقت دې .اتمي او نورې ډېرې مدرنه وسلې لري . څوک یي زور لري ؟ که څوک یي لري ، راشۍ چې سبا پرې حمله وکړو . د والي صاحب په آند ، افغانستان یي زور نه لري ،نو باید د ډیورنډ کرښه په رسمیت وپېژندل شي . رښتیا، چې والي صاحب لویي سیاسي خبرې وکړې . خو دې خبرې ته متوجه نه شو، چې افغانانو په کوم طاقت روس مات کړ ، افغانانو په کوم طاقت او وسلو درې وارې انګلیس ته ماتې ور کړه او دکوم طاقت او وسلو په زور یي نن د نړۍ ټول قوتونه وتلو ته مجبور کړي دي ؟ دبلې خوا محترم والي صاحب په دې باره کې هم فکر ونه کړ ،چې د افغانستان ددومره فراخه ستراتیژيکي منطقې او لسګونوملیونونو انسانانو سرنوشت پنجابیانو ته د سپارلو صلاحیت ،چا والي صاحب ته سپارلې دې ؟تراوسه پورې یوه امیر ،یوه شاه او یوه جمهور رئیس دغه ډول جرئت اوصلاحیت پېدا نه کړې شو او داچې والي صاحب په اصطلاح د خپل بربنډ سیاست ، بې باکانه قاطعیت او یا د نیمګړي عقلانیت په بنیاد دا ډول پریکړه کوي ، البته چې صلاحیت به لري او یا کوم د کوم پټ راز جبر دغه ډول بې مسئولیته اظهاراتو مجبور کړېدې ! په دې ډول ډیر نور کسان هم دډیورنډ د مسئلې ددغه ډول پرېکړې سخت علاقمند دي . غلام محمد محمدي او ډېر نور کسان ،چې په خپل سر سیمینارونوکې راټول شوي اوددغه ډول پریکړو سره یي کلکه علاقمندي ښودلې ده .هحترم والي صاحب په خپله وېناکې داهم وویل ،چې د لوی سیاست ، لوی پلان او لویي ستراتېژۍ دعوه جلب دې ، نپوهېږم ، والي صاحب به په داسې ضعیف مورال سره دا دومره لویه ستراتیژي څه ډول پر مخ بوځي ؟