لوبې سپورټي روزنیزې مؤسسې ایل ایس ټي اوو په کندهار کې د زابل او ارزګان سل کرکټ لوبغاړي د شپږو ورځو په موده کې وروزل او د کرکټ د لوبې اساسي مهارتونه یې ور وښودل.
دا روزنیز کمپ چې د افغانستان د کرکټ بورډ د سویلي زون د ادارې په همغږۍ ترسره شو سلو لوبغاړو ته چې پنځوس یې د زابل او پنځوس یې د ارزګان ول، د بېټينګ، بولینګ، فیلډینګ او قوانینو روزنه ورکړل شوه.
د ایل ایس ټي اوو مرستیال زراب شاه زهیر وویل دا روزنه ده په خپله، د نوولس کلنو د لوبډلې پخواني روزونکي اسدالله او محمد عالم کندهاري له خوا پرمخ وړل کېده او لوبغاړي د کرکټ په ټولو مهارتونو پوه شول.
دا لومړی وار دی چې د زابل او ارزګان په څیر ولایتونو کې د کرکټ د لوبې روزنه لوبغاړو ته ورکول کیږي.
دې مؤسسې د کمپ په لومړۍ ورځ په همدې سلو لوبغاړو جامې، بوټان او د لوبې وسایل هم وویشل.
ایل ایس ټي اوو تر دې وړاندې، په هرات، کنړ، پروان، کاپیسا، کابل، ننګرهار، کندز، کندهار او خوست ولایتونو کې هم ورته روزنیز کمپونه په لاره اچولې دي او تر دې دمه یې له همدې روزنیز کمپ سره پنځلس سوه او پنځوس ځوانانو ته د کرکټ د لوبې روزنه ورکړې ده.
دا مؤسسه د افغانستان د کرکټ بورډ نه مننه کوي چې هر دم یې ملاتړ کړی او د پروګرامونو په تنظیم کې یې ورسره مرستې کړي دي.