کور / تازه خبرونه / د امرېکې لوړ رتبه پلاوي د پښتون مشر اسفنديار سره وکتل

د امرېکې لوړ رتبه پلاوي د پښتون مشر اسفنديار سره وکتل

 دعوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان چى دالقاعده سره خبري اتري نه كوو خو دامنيت د ټينګښت په خاطر به صوبايي حكومت دځايي جنګياليو سره دخبرو اترو لاره خپله كړي دپاكستان په دوره راغلي دامريكا دبهرنيو چارو مرستيال رچرډ باوچر په مشرۍ يوه پلاوى په اسلام اّباد كښې دعوامي نيشنل ګوند له مشر اسفنديار ولي خان سره وكتل دعوامي نيشنل ګوند وياند زاهد خان ددغه ملاقات په هكله خبري رسنيوته ويلي دي چى ښاغلى اسفنديار د ملاقات پرمهال دامريكا دبهرنيو چارو مرستيال دګوند په تګلاره خبر كړ او زياته يي كړه چې پرټولو مهمو چارو به دپارليمان دپريكړو په رڼا كښې تګلارې جوړي كړل شي.نوموړي زياته كړيده چى قبا يلي سيمې له مركز سره تړلې دي ځكه هلته به مركز لخوا شوي پريكړي عملى كيږي خو دصوبه دسرحد په سيمو كښې به دخبرو اترو دلاري دستونزو دحل كولو هڅي وكړل شي زاهد خان زياته كړيده چي اسفند يار ولي په ډاګه وويل چى عوامي نيشنل ګوند به له هغو جنګياليو سره خبرې اترې وكړې چې كومو ته ځايي طالبان ويل كيږي خو القاعده او غير ملكي ترهګر به دخبرو اترو په پروسه كښې ګډ نكړل شي وروسته دامريكا دبهرنيوچارو مرستيال خبريالانو ته وويل چى دترهګرۍ په ضد جګړې په هكله دپاكستان دپارلمان هر ډول پريكړه امريكا ته د منلو وړده نوموړي دامريكا اوپاكستان ترمنځ اړيكې ټينګې وبللې.