د کندهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د تېر په څېر خپله يومياشتنۍ ادبي مشاعره ترسره کړه . غونډه د قرانکريم په تلاوت سره پيل او ښاغلى واصل حسنيار ته د هغه د خدمتونو د ستايلو په موخه د ستاينک د ورکړي ترڅنګ د شاعرانو د شعرونو تر ويلو وروسته پاى ته ورسېده.
د کندهار ولايت په اطلاعاتو او کلتور رياست کي هره مياشت ادبي مشاعره جوړېږي چي د اطلاعاتو او کلتور د رئېس په وينا موخه ئې د هغو نوو کسانو چي شعر ته ئې مخه کړې پياوړي کول دي او همدا ډول دا ناستي خپل پخوانى ادبي دود بولي.
ننۍ غونډه د ګل آغا الفتيار له خوا پيل او د سر خبري ئې هم ښاغلي وکړې نوموړي په خپلو خبرو کي دا ډول غونډي د هوتکي دورې پاته تاريخ وباله او دا ډول غونډي ئې يو مهم کار وباله.
په غونډه کي لسونو شاعرانو خپل شعرونه وويل او د اورېدونکو له لوري په چکچکو بدرګه کېدل .
په غونډه کي ښاغل واصل حسنيار ته په شعر کي د ځوانانو د روزني د ستايني په موخه د اطلاعاتو او کلتور د رياست له خوا جوړ سوى ستاينليک هم ورکړل سو.