په روزګان ولايت کي تر ډېر وخت وروسته واوره شروع سوې او شاوخوا درې ساعته کېږي چي اوري.
په کندهار کي هم د سهار راهيسي باران اوري او تر غرمې وروسته يو ځل پر يوه مخ واوره او کله کله باران هم ورسره اوري خو په روزګان ولايت کي يوازي واوره اوري او سيمه ئې لږ لږ سپينه کړې او خلک خورا خوښ معلومېږي.