دجامعه ْ اشرف المدارس ښوونكي او نوميالي ديني عالم قارى عبدالمالك په كراچۍ كښي دناڅرګندو وسله والو په ډزو ووژل سو ، له دى ناوړى پيښې وروسته پوليس په ټول ښار كښې چمتو اوځاى پرځاى شويدي يوباورى خبرځاى پدى اړوند څرګنده كړه چې دجامعه ْ اشرف المدارس استاد او تكړه دينى عالم قارى عبدالمالك دجمعي د مباركى ورځى دلمانځه له اداكولو وروسته پرى نا معلومه كسانو ډزى وكړي او روغتون ته د رسولو پرمهال ئى په لاره كښى ساه وركړه د ارواښاد قارى عبدالمالك له شهادت وروسته دكراچۍ په ښار كښى د اوخت پوليس دتيار سۍ په حالت كښې خپلى دندى تر سره كوي.