کور / تازه خبرونه / پيښور: ژورنالیستانو د مکرم خان عاطف وژنه وغندله

پيښور: ژورنالیستانو د مکرم خان عاطف وژنه وغندله

پېښور :دازادي راډيو د خبر له مخې د خیبر پښتونخوا او قبائلي سیمو ژورنالیستان وو، چې د امريکا غږ ډیوې راډیو د خبريال مکرم خان عاطف دقاتلانو دنیولو او د ژورنالیستانو د تحفظ غوښتنې یې کولې.د خیبر پښتونخوا د ژورنالیستانو سرتاسري ټولنې او د قبائلي ژورنالیستانو د اتحاديې له لوري د پنجشنبې په ورځ د پيښور مطبوعاتي مرکز مخې ته یوه درنه احتجاجي مظاهره وشوه، چې د بیلابیلو رسنیو مسوولینو، خبريالانو او د ازاد ژورنالیزم پلويانو پکې ګډون درلود.د پيښور د مطبوعاتي مرکز مشر سیف الاسلام سیفي له ازادي راډیو سره په خبرو کې له حکومت څخه د عاجلو تحقیقاتو او نورو ژورنالیستانو ته د ورپيښو ستونزو دحل غوښتنه وکړه :دا اوس د حکومت مسوولیت دی، چې د پيښې په باب سم او بې طرفه تحقیقات وکړي او اصلي مجرمین په ډاګه او سزا ورکړي.اوس که موږ وګورو نو حکومت پر ښاري او قبائلي سیمو د بشپړ حاکمیت درلودو ادعاوې کوي، نو په داسې حال کې بیا پکار ده، چې ددې ډول پيښو مخنیوی وکړي او هم په سمدستي توګه د مکرم خان قاتلين د قانون منګولو ته وسپاري او د نورو ژورنالیستانو د ژوند خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي،چې له بده مرغه هیڅ داسې ګام یې لا نه دی پورته کړی “سیفي وویل، چې له تیرو څو کلونو راهیسې په خیبر پښتونخوا کې ژورنالیستان له سختو ستونزو سره مخ دي، چې ورځ تر بلې لاپسې زیاتیږي.د خیبر پښتونخوا د ژورنالیستانو دسرتاسري ټولنې سکرتر یوسف علي پښتني سیمه د ژورنالیستانو لپاره بل تنو وباله او ویې ویل، چې دلته ژورنالیستان له هر لوري ګواښل کیږي، خو پر حکومت یې نیوکه وکړه، چې په دې لړ کې یې هیڅ ډول ګامونه نه دي پورته کړی :له دې وړاندې د باړې یو خبريال نصرالله د پيښور په صدر کې ووژل شو، اوس دادی عاطف په ښاري سیمه کې ووژل شو. ټولو ته څرګنده ده، چې دا اوس د صوبايي حکومت مسوولیت دی، چې په دې باب کاري ګامونه پورته او قاتلین زر تر زره په نښه او ونیسي “په خیبر پښتونخوا کې د سفما یا د جنوبي آسیا د ژورنالیستانو د ټولنې سکرترې فرزانه علي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، چې له مسلکي پلوه ژورنالېستان بې پرې خلک دي او د هېچا پلوي نه کوي.نوموړې له ټولو لوریو غوښتنه وکړه، چې د بیان ازادۍ ته په درناوي دې پر ژورنالیستانو کار نه لري.