په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن تر ډیره له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته له افغانستان سره د مرستو د دوام په اړتیا او د نظام په وړاندې په موجوده ګواښونو بحث کړی.
ویسا خپلواکې ورځپاڼې لیکلي، چې په لویدیځ کې دا ویره په مخ په زیاتیدو ده، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د نظام د نسکوریدو قوي امکان موجود دی.
ورځپاڼې لیکلي، چې په لویدیځو رسنیو کې د دې امکان تر شا دوو اساسي لاملونو ته ګوته نیول کیږي، چې یو یې په افغان ادارو کې موجود اداري فساد او بل د ګاونډیو هیوادونو لاس وهنه ده.
ورځپاڼې تر یوه حده دا اندیښنې تایید کړي او ویلي یې دي، چې په داسې حالاتو کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو دوام حیاتي ارزښت لري.
ورځپاڼې د حکومت په موجوده ټیم هم انتقاد کړی، چې په مهمو مسالو کې له ولسمشر سره یو خله نه دی او په کار ده، چې د شتو ګواښونو په وړاندې د مقابلې لپاره یو نوې ملي ځواک رامنځ ته شي.
خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې هم دا خبردارې ورکړې، که نړیوالې ټولنې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورنکړي، نو خپلې لاس ته راوړنې به له خطر سره مخامخ کړي.
ورځپاڼې پدې اړه په افغانستان کې د ناټو د ملکي استازي سایمن ګیس څرګندونې هم راخستي، چې پکې له افغانستان سره د اوږدې مودې لپاره د مرستو د دوام ټینګار شوې.
ورځپاڼې دا هم لیکلي، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د بریالي وتلو لپاره په کار ده، چې واشنګټن پر امنیتي مسایلو سربیره اقتصادي ستونزو ته هم پام وکړي.
سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې بیا د سایمن ګس په حواله لیکلي، که له افغانستان سره مرسته ونه شي، نو د نړۍ په دې حساسه سیمه کې به دوامداره بې ثباتي وي.
ورځپاڼې د سایمن ګس په حواله دا هم لیکلي، چې په افغانستان کې دیرش کلنې جګړې اساسي بنسټونه نړولي او رغول یې وخت ته اړتیا لري.
ورځپاڼه لیکي، چې سایمن ګس د نړیوال بانک رپورټ ته په اشارې، چې په کې له جګړې د وتلو هیوادونو د حالت په اړه بحث شوې په افغانستان کې د شتو ستونزو د هواري لپاره دېرش کاله نور د هڅو په دوام ټینګار کړی.
محور نا دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې په لویدیځ کې ځینې شنونکي په دې باور دي، چې افغانستان به تر ۲۰۲۵ کال پورې هم د دې جوګه نه وي، چې د خپلو امنیتي ځواکونو لګښتونه پورته کړي.
ورځپاڼې دا خوشبیني هم څرګنده کړې، چې نړیواله ټولنه به له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
ورځپاڼه لیکي، چې لږ تر لږه بریتانیه غواړي، چې په افغانستان کې د اداري فساد او د نشه یي موادو له کرکیلي سره سره هم خپلې مرستې جاري وساتي.
خو ورځپاڼې له ګاونډیو هیوادونو څخه افغانستان ته متوجه ګواښونو ته په اشارې لیکلي، چې یوازې له افغانستان سره مالي مرسته کفایت نه کوي، بلکې نړیوالې ټولنې ته په کار ده، چې د سیمې په کچه کار وکړي.
د ورځپاڼې اشاره تر ډیره د پاکستان سیاسي پیښو ته، چې په پایله کې یې ممکن ملکي اداره له منځه ولاړه شي او یو ځلې بیا یو تند لارې حکومت رامنځ ته شي، چې دا به په افغانستان کې د تند لارو ملاتړ لا زیات کړي.
ملي باور نا دولتي ورځپاڼې هم دا باور څرګند کړې، چې په افغانستان کې د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره د افغان دولت او نړیوالې ټولنې فعالیتونه یوازې هغه وخت بریالي کیدای شي، چې د سیمې او ګاونډ هیوادونو لاس وهنې بندې شي.
ورځپاڼې لیکلي، چې په افغانستان کې د جګړو د دوام یو اساسي علت د ګاونډیو او په تیره بیا د پاکستان د لاس وهنو دوام دی، چې باید مخه یې ونیول شي.
هیواد دولتي ورځپاڼې بیا یو باثباته افغانستان د ټولې سیمې او په تیره بیا د پاکستان په ګټه بللی، خو لیکلي، لومړی پاکستان باید په دې برخه کې ژمنتیا په ډاګه کړي.
ورځپاڼې ځینو هغو هڅو ته هم کتنه کړې، چې افغان حکومت یې د اقتصادي پیاوړتیا لپاره کوي او لیکي، چې په اقتصادي نظام کې ریفورم، د تولیدي ظرفیتونو لوړول او په ازاد بازار کې د دولت د رول زیاتول هغه څه دي، چې اوس مهال پرې کار روان دی.