کور / تازه خبرونه / په مومند ايجنسۍ کې د امریکا غږ د ډېوه راډیو خبریال ووژل شو

په مومند ايجنسۍ کې د امریکا غږ د ډېوه راډیو خبریال ووژل شو

دازادۍ راډيو د خبر له مخې د امریکا غږ، ډيوه راډيو یو خبریال مکرم خان عاطف د سه شنبې په ماښام د پاکستان په قبایلي سیمه مومندو ایجنسۍ کې ووژل شورپوټونه وايي، چې دغه خبریال د ماښام تر لمانځه وروسته له مسجد څخه خپل کور ته روان وو، چې دوو موټر سایکل چلونکو ډزې پرې وکړې.د مکرم خان عاطف ملګرو د ازادې اروپا راډیو ته وویل، چې هغه له چاسره شخصي دښمني نه درلوده او سملاسي به پر هغه د حملې د عامل په اړه خبرې کول ښايي مخکې له وخت څخه وي.کرم خان عاطف ۴۴ کلن و او په مهمندو ایجنسۍ کې یې د امریکا غږ ډيوې راډيو سره کار کاوه. د هغه یو شمیر همکاران وايي، چې مکرم خان ته په وروستیو وختونو کې د سیمه ییزو سخت دریځو ډلو له خوا تهدیدونه شوي وو.د احسان الله احسان په نوم یوچا چې ځان یې د طالبانو ویاند معرفي کړی، پاکستاني مطبوعاتو ته ویلي، چې دوی د مکرم خان د وژلو مسوولین دی.د امریکا غږ ډيوې راډیو مشر نفیس ټکر پرون ماښام له مشال راډيو سره په مرکه کې وویل، چې مکرم خان عاطف په سیمه کې د سخت دریځو ډلو پر ضد د روانو پوځي عملیاتو په اړه خلکو ته بې طرفه معلومات ورکول.ښاغلي ټکر وویل، چې مکرم خان عاطف وخت په وخت په سیمه کې د ټولنیزو ستونزو په اړه رپوټونه جوړول او په پوره بې طرفۍ یې د خلکو د ستونزو د مطرح کولو هڅه کوله:د بیان د ازادۍ او د خبریالانو د ملاتړ یوې نړیوالې ډلې په وروستیو کې په یوه رپوټ کې پاکستان د خبریالانو لپاره د نړۍ له ډيرو خطرناکو هیوادونو څخه ګڼلی و.د څېړونکو په باور په پاکستان کې میشت خبریالان نه یوازځې د وسله والو تندلارو ډلو له تهدید سره مخامخ دي، بلکې د دې هیواد امنیتي او استخباراتي ادارې هم خبریالانو ته په آزاد ډول د کارکولو په وړاندې ستونزې پیدا کوي.
د ژورنالیستانو د ملاتړ یوې نړیوالې ادارې چې مقر یې په امریکا کې دی، په خپل یوه رپوټ کې ویلي دي، چې یوازې پر ٢٠١٠ کال په پاکستان کې ۱۲ خبریالان وژل شوي.