کور / راپور / د پوهني وزارت د پنځه پنځوس نيم مليونه ډالرو مستحق وګڼل سو

د پوهني وزارت د پنځه پنځوس نيم مليونه ډالرو مستحق وګڼل سو

د افغانستان اسلامي جمهوریت د پوهنې لپاره د نړیوال مشارکت د مجمع له خوا د 55.7 میلیون ډالرو بودجې مستحق و  ګڼل شو
۲۷ مرغومې ۱۳۹۰


د پوهنې وزارت  په ډیره خوښۍ سره دا خبر د خپلو مطبوعاتو سره شریکوي چې د یونسیف او نور همکارانو  په تخنیکي مرسته په دې و توانید چې د پوهنې لپاره د نړیوال مشارکت سره یو ځای شي او  د خپلو پوهنیزو پروګرامو د کیفیت د ښه والي لپاره د دې مشارکت د 55.7 میلیون ډالرو بودجې ژمنه تر لاسه کړي چې د افغانستان د دولت او پوهنې وزارت د غوره پلان جوړونې، د پلانونو د موثر تطبیق او پخپلو اداراتو کې د ښه ظرفیت د رامنځته کولو ویندويي کوي او د پوهنې لپاره نړیوال مشارکت په دې هکله خپل تصمیم څو موده مخکی اعلان کړ. 
د پوهنې لپاره د نړیوال مشارکت اعلان د هغو څو میاشتنیو حیاتي او بې سابقه هڅو او بریالیو فعالیتونو نتیجه ده چې د پوهنې د وزارت په مشرۍ د همکارو موسسو او اړوندو اړخونو یوه موثر جوړښت نوموړي مشارکت ته د پروپوزل د جوړولو لپاره په لاره اچولي وو چې د یوې غوره همغږۍ په پایله کې په خپلو موخو کې بریالي شول.
   
لکه چې د افغانستان جمهور  ريس حامد کرزي پخپلو ویناوو کې په مکرر ډول پوهنه د هیواد د هراړخیز پرمختګ په لاره کې مهمه ګڼلې او ویلي دي چې: (پوهنه د افغانستان د سولې، ثبات او نیکمرغۍ په لاره کې حیاتي ارزښت لري، د پوهنې په نړیوال مشارکت کې غړیتوب او د دې سازمان د مالي امتیاز څخه د هیواد برخمن کیدل په دې مهم سکتور کې د افغانستان په حکومت باندې د نړیوالې ټولنې د باور څرګندونه کوي.)


هغه ستراتیژی چې د پوهنې وزارت په لاره اچولې د  ګڼ شمیر پرمختګونو لړۍ له ځان سره لري چې د ښځینه وو لپاره په ګړندي تعلیم، له پوهنې سره د ټولنې د مشرانو په ګډون او د ښځینه ښوونکو د شمیر په زیاتوالي او روزنه، د رسمي زده کړو لپاره د متبادلو لارو په لټولو او د ټولنې د وګړو په وسیله د خپلو تعلیمي موسساتو د ساتنې په هڅو او مالکیت را څرخي. د پوهنې وزیر فاروق وردګ چې د ۲۰۱۱ میلادي کال د نومبر په میاشت کې یې د افغانستان د حکومت په استازیتوب د پوهنې لپاره د نړیوال مشارکت په غونډه کې په کوپن هاګن کې  ګډون کړی وو د نجونو په ښوونه او روزنه ټینګار وکړ او ویې ویل: ( کله چې ښځې تعلیم حاصل کړي نو د دې خبرې امکان کمیږي چې د زیږون پر مهال د مرګ له خطر سره مخ شي، خپل اولادونه په خورا مینې سره د تعلیم په موخه ښوونځیو ته لیږي او د ټولنې او هیواد د جوړولو او پرمختګ په برخه کې د برخې اخیستلو اساسي وړتیا پیدا کوي. زموږ د هیواد ډاډمن راتلونکی موږ ته دا حقیقت څرګندوي چې د ښځو په شمول تعلیم ټولو افغان ماشومانو ته د لاسرسي زمینه زیاته کړو څو زموږ هیواد د پياوړو، تعلیم یافته، دیندارو او ځواکمنو افغاني میرمنو خاوند و اوسي )


  د پوهنې وزیر همدارنګه د نړیوالې مرستندویه ټولنې او په ځانګری توګه دنمارک هیواد چی د دغه هیواد د نړیوالې پراختیایي اداره په کابل کی د مشارکت د همغاړی کوونکی  رول لوبوی مرستې د قدر وړ و بللې او له دې امله یې مننه وکړه چې د پوهنې له وزارت سره د اغیزمنو پوهنیزو پروګرامونو د تطبیق په لړ کې یې کړې دي.
 
د پوهنې د نړیوال مشارکت پروګرام په مستقیمه توګه د پوهنې د وزارت له لوري پر مخ وړل کیږي خو د یونیسیف موسسه یې تخنیکي مرسته او نوموړي مشارکت ته د پروپوزل وړاندې کولو په موخه سرپرستي کوي او کله چې په دې هکله اجراآت پيل شي، نو یونسیف دنده لري چې د بودجې د اجراآتو په هکله یې د څارنې دنده پر غاړه واخلي. د یونیسف استازي ښاغلي پیتر کرولي د پوهنې د وزیر د هغو خبرو په باب چې د پوهنې د اهمیت په هکله یې کړې دي زیاته کړه: یونیسف د تیرو ۶۰ کلونو راهیسې د افغانستان له حکومت او افغاني ټولنې سره کار کړی په دې برخه کې ګډ کار کړی  دی څو د ښوونې او روزنې په برخه کې افغان ماشومانو ته مصئون تعلیمي ماحول رامنځته، پنسلونه او قلمونه په لاس کې ورکړي او له خپلو ښوونکو څخه د زده کړې زمینه ورته برابره کړي. نوموړي همدارنګه زیاته کړه د دې هیواد ټول ماشومان حق لري چې تعلیم وکړي او یونیسف په ځانګړې توګه د افغان حکومت دا ګام د ستایلو وړ بولي چې له پوهې څخه محرومو نجونو ته د زده کړې زمینه برابره شي او تعلیم داسې یو پانګونه ده چې هرهیواد کولای شي د هغه په وسیله د هراړخیز پرمختګ انقلاب رامنځته کړي.
 
د پوهنې نړیوال مشارکت د هغو مرستندویو هیوادونو د یوه نړیوال ایتلاف څخه عبارت دی چې په جنګ ځپلو، له جګړې څخه راوتونکو او مخ پر ودې هیوادونو کې د تعلیمي پروګرامونو مالي او تخنیکي مرسته کوي. د نورو مالوماتو لپاره:http://globalpartnership.org