په کندهار ښار کي نن ورځ درې غلچکي بريدونه وسول چي په پايله کي ئې درې تنه ووژل سول. لومړى بريد دوهم دوراهي ته نژدې د ګچ خانو په سيمه کي وسو چي په پايله کي ئې د دې ولايت د ډنډ اولسوالۍ د اصلاحي شورا غړى حاجي نعيم چي مشهور په حاجي آغا ماما ؤ ووژل سو. دويم بريد شهيدانو چوک ته نژدې پر يو تن وسو چي په پايله کي په نښه سوي تن خپل ژوند له لاسه ورکړ، او دريم بريد د کندهار ښار په کابل دروازه کي پر يوه تن وسو چي هغه هم خپل ژوند له لاسه پکښي ورکړ.
د دې ولايت امنيتي چارواکي د وژل سوو کسانو وژنه مني او وايي چي حاجي نعيم د ډند د اولسوالۍ د اصلاحي شورا غړى ؤ خو دوه نور په نښه سوي کسان ولسي وګړي دي او په حکومت کي ئې کومه دنده نه لرله.
وسله والو طالبانو بيا رسنيو ته ويلي چي حاجي نعيم د دې ولايت د ولايتي شورا غړى ؤ ، دويم تن نادرشاه آکا تومېدئ او په زنګاوات کي د محلي پوليسو قوماندان ؤ او دريم تن چي په کابل دروازه کي په نښه سو د خاد کارکوونکى ؤ.