کور / تازه خبرونه / کوهاټ تونل لا هم د افغان کډوالو پرمخ تړلى

کوهاټ تونل لا هم د افغان کډوالو پرمخ تړلى

پېښور:دازادۍ راډيو د خبر له مخې د کوهاټ تونل، چې د پيښور او د پاکستان د په لسګونو ښارونو ترمنځ د لویې لارې په اوږدو کې واقع دی له تیرې څه باندې یوې نیمې میاشتې راهیسې د افغان کډوالو پرمخ تړلی دی.دغه تونل، چې د آدم خیلو درې د بازار په جنوبي څنډه کې موقعیت لري، دکوهاټ غره نه په تیریدو سره پيښور له کوهاټ، هنګو، وزیرستانونو، ډیره غازي خان، ډیره اسماعیل خان، بلوچستان او ان له کراچۍ سره نښلوي.په کوهاټ، هنګو، وزیرستانونو او نورو هغو سیمو کې دیره افغان کډوال چې پر دې لار تګ راتګ کوي، وايي د تونل بندیدو دوی له سختو ستونزو سره مخ کړي او پر ورځنیو چارو یې بدې اغیزې کړي دي” نه له اخوا څوک را پریږدي او نه له دیخوا، له پيښور او ان له افغانستان سره زموږ اړيکې پرې دي.څو ورځې وړاندې دلته یوې کورنۍ غوښتل یوه جنازه افغانستان ته یوسي خو له ډیرو هلو ځلو او واسطو وروسته پر دې بريالي شول، چې جنازه ولیږدوي، خو د تونل مخې ته ولاړو پوځيانوورته ویلي وو، چې د تګ اجازه درکوو خو بیرته له دې لارې نشئ راتلی”تیره ورځ زه پخپله پيښور ته تللم، دا چې زه په یوه پاکستاني ښوونځي کې زده کړې کوم نو د ښوونځي د کارت له برکته یې د تګ اجازه راکړه، خو له موږ سره په موټر کې یو افغان و چې له نیمې لارې یې بیرته راوګرځاوه””څو ورځې وړاندې زه د یوه ضروري کار په لړ کې پيښور ته تللی وم، دسهار پر اوو بجو له پيښوره د راولپنډۍ پر لار را روان شوم او ماښام مهال کوهاټ ته راورسیدم، حال دا چې د تونل له لارې تر پيښوره پورې د دوو ساعتو لاره ده.همداشان څومره چې مو لاره اوږده شوې همدومره د لارې کرایه هم ګرانه تمامیږي، چې له دې وجې ډیری بې وزلي خلک د اړتیا په صورت کې هم د تګ راتګ وس نه لري”دغو کډوالو، چې له بیلابیلو سیمو نه یې د تلیفون پر لیکه ازادي راډيو ته خپلې ستونزې بیانولې وویل، دتیرې څه باندې یوې نیمې میاشتې راهیسې له دې لارې څخه په نوم افغان ته ولو که قانوني سفري اسناد هم ولري د تګ راتګ اجازه نه ورکول کیږي.د پيښور جنوب پلو له کوهاټه نیولې تر هنګو، ټل، ټل، پاړه چنار، وزیرستانونو او ان بلوچستان پورې لا هم یو زیات شمير افغان کډوال دیره دي، چې پيښور او له دې لارې افغانستان ته تګ راتګ کوي.دوی شکایت کوي، چې د لارې بندیدو د نورو ستونزو ترڅنګ د دوی پر کاروبار هم بدې اغیزې کړي، ځکه چې نشي کولی د ولایت مرکز یعنې پيښور ته سفر او له هغه ځایه دخرڅلاو توکي وارد کړي.د افغانانو پرمخ د کوهاټ تونل له بندیدو راهیسې په یادو سیمو کې دیره کډوال له پيښوره لومړی پنډۍ او بیا له هغه ځایه د پنجاب له لارې کوهاټ او نورو سیمو ته سفر کوي،خو دوی شکایت کوي، چې دغې لارې نه یواځې ددوی سفر څو وارې اوږد کړی بلکې له مالي پلوه هم ورته ګران پریوځي :کله چې مو په دې باب په پيښور کې د پاکستان د اړوندې ادارې د مشر یا افغان کمشنر سره رابطه وکړه نو نوموړي په دې باب له څه ويلو ډډه وکړه.بلخوا په پيښور کې دافغانستان جنرال کونسل صالح محمد شیرزی وايي، چې دا موضوع یې په کراتو د خیبر پښتونخوا د ځايي واکمنو تر غوږونو رسولې خو په خبره یې هیچا پرې غوږ ندی ګرولی : تیره میاشت د اسلام اباد لپاره دافغانستان سفير ښاغلي محمد عمر داودزي پيښور ته په خپل سفر کې د خیبر پښتونخوا له ګورنر سره هم داموضوع یاده کړه او د سمدستي پرانستو غوښتنه یې ترې وکړه.په سبایې لاره خلاصه شوه، خو یوه ورځ وروسته بیرته وتړل شوه، چې ترننه تړلې.په دې لړ کې مو هیڅ یوه اداره نه ده پريښې او ټولو مقاماتو ته مو خپل غږ رسولی خو له بده مرغه هیڅ نتیجه یې نده ورکړې”ابراهیم خیل وايي، له ملکي مقاماتو سره په ډیرو لیدو کتو او د لارې پرانستو پر غوښتنو ستړی شوی او داځل یې له نظامي مقاماتو سره دموضوع شریکولو په هدف د قول اردو قوماندان ته لیک استولی ترڅو د ملاقات ورخت ورکړي خو په خبره یې له هغه لوري هم تر لا هیڅ ځواب ندی ورکړل شوی.د یادونې وړ ده چې دغه لار له نن څخه کابو یوه نیمه میاشت وړاندې د محرم الحرام میاشتې په لومړی ورځ د امنيتي دلایلو له وجې د افغانانو پرمخ تړل شوې وه،خو په داسې حال کې چې د جنوري پر پينځلسمه د یکشنبې په ورځ د دې ورځې د څلويښتۍ لمانځلو مراسم هم پای ته ورسیدل خو د کوهاټ تونل لاهم د افغان مهاجرینو پر مخ تړلی دی.