کور / تازه خبرونه / يو ځل بيا د حکيم الله مسود د مرګ خبر ورکړل سو

يو ځل بيا د حکيم الله مسود د مرګ خبر ورکړل سو

اسوشيېټيډ پريس آژانس د پاکستاني استخباراتو په حواله وايي چي د قبايلي طالبانو مشر حکيم الله مسود د تيري اونۍ په بمباريو کي وژل سوى دئ.
راپور وايي د جنوري پر ١٢ – مه چي امريکايي بې پيلوټه الوتکو په وزيرستان کي حمله وکړه، هدف يې حکيم الله مسود وو، چي له خپلو څو نورو ملګرو سره پکښي وژل سوى دئ.
دوه کاله دمخه هم د ورته پېښي له امله د حکيم الله مسود د مرګ خبرونه خپاره سول، خو وروسته غلط وختل.
دا ځل پاکستاني استخباراتي چينلونو اسوشيېټيډ پريس ته ويلي چي دوى د طالبانو خپل منځي مخابرې کشف کړي او دا ورته معلومه سوې چي هغوى د مسود د مړيني په باب ږغېدل، خو د قبايلي طالبانو يوه وياند عاصم الله مسود د خپل مشر مړينه رد کړې ده.