کور / تازه خبرونه / حاجي فاروق: د ولايتي شورا رئيس مي فابريکه چور کړه

حاجي فاروق: د ولايتي شورا رئيس مي فابريکه چور کړه

د ننګرهار ولايت يو سوداګر حاجي فاروق وايي د ولايتي شورا رئيس حاجي جمال قدير يې پر کور او فابريکه باندي حمله وکړه، فابريکه يې چور کړه، پيسې او څو ميله وسلې يې د ده له ساتونکو سره ځني يووړې.
حاجي فاروق د آزادۍ راډيو ته وويل چي د ولايتي شورا رئيس يې د خپلو شاوخوا ٤٠ تنو ساتونکو سره يو ځاى دوه واره پر کور او فابريکه باندي حمله وکړه، ډزي يې وکړې او د فابريکې دوه ساتونکي يې ځني بېولي دي.
د ننګرهار د ولايتي شورا رئيس حاجي جمال قدير له رسنيو سره په دې باب له خبرو کولو ډډه کړې، خو د ده په استازيتوب د ولايتي شورا يوه وکيل ذبيح الله زمري آزادۍ راډيو ته وويل چي حاجي جمال په دې حمله کي ګډون نه وو کړى.
بلي خوا ته د ننګرهار ملي تجارانو د سوداګرۍ په اطاق کي غونډه کړې او وايي که د دې پېښي عاملين ونه نيول سي، دوى به خپل کاروبار بند کړي.
د ننګرهار والي ګل آغا شيرزى هم د پېښي ځاى ته ورغلى وو او خبريالانو ته يې ويلي چي د دې پېښي له عاملينو سره به قانوني چلند وکړي.
بايد وويل سي چي حاجي جمال قدير د ننګرهار د پخواني والي حاجي عبدالقدير زوى او د ولسي جرګې د اوسني غړي حاجي عبدالظاهر قدير ورور دئ.
نوموړى څو کاله دمخه د پوليسو له يونيفورم څخه په استفاده د هيروئينو د قاچاق په يوه معامله کي نيول سوى وو، چي د ٢٠٠٩ کال د جمهوري رياست د انتخاباتو پر مهال د ولسمشر کرزي له خوا خوشي سو.