د فزیکي ځانګړتیاوو له پلوه په طبعیت کې دوه ډوله عناصر شته چې یوه ته یې مستقر او بل ته یې راډیواکټیف وايي. راډیواکټیف عناصر هغه دي چې اټومونه یې تجزیه کیږي او په پایله کې چاپیریال ته د الفا، بیتا، نیوترون ذرې او ګاما وړانګې خپروئ. راډیواکټیفیټی له دوو کلمو راډیو Radio مانا نه لیدونکی څپې او اکټیف Active په مانا دې فعال اخیستل شوې ده، مانا چې راډیو اکټیف توکې داسې څپې خپروئ چې د لیدلو وړ ندي. تر ډیره بریده هغه عناصر راډیواکټیف وي چې په هسته کي یې د نیوترونونو شمیر د پروتونونو په پرتله ډیر وئ. دا پدیده د لمړی ځل لپاره د ماری کیوری او پیري کیروی لخوا پیژندل شوې ده. راډیواکټیفیټی په اصل کې له اټوم څخه د انرژي د وتلو په مانا ده ځکه خو د هغې اندازه د انرژي په واحداتو سره ښوول کيږي. کله چې د اکټیفیټی په ترڅ کې وتلې وړانګې په یوه کتله کې جذب شي نو دې کچې ته د اکټیفیټي دوز وايي. له اټومونو څخه د اکټیفیټی په ترڅ کې دوه ډوله وړانګې وځي چې یو ډول یې آیونایزکونکې او بل ډول یې نه آیونایز کونکې وړانګې دي. کله چې آیونایز کونکې وړانګې یوه چاپیریال ته ننوځی نو د هغه چاپیریال اټومونه په مثبتو او منفی آیونونو باندې اړوئ چې دې پدیدې ته آیونایزیشن وايي، که چیرې د آیونایزیشن کچه په چاپیریال کې لوړه شي نو هغه چاپیریال له خپل عادي حالت نه وځی. که چیرې په انسانی انساجو کې آیونایزیشن رامینځ ته شي نو دې حالت ته په طبابت کې سرطان وايي. دا چې الفا، بیتا او ګاما څه شی دي په مخکنیو لیکنو کې په مفصل ډول تشریح شوې ده.