کور / تازه خبرونه / د قطر د خبرو افغاني کول اوس د امريکا په مجبوريت بدل شوی

د قطر د خبرو افغاني کول اوس د امريکا په مجبوريت بدل شوی

په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن هم خپل زیاتره مطالب د قطر په خبرو کې وروستیو پرمختګونو او د افغان جګړې په اړه د امریکایي ادارو ترمنځ اختلافاتو ته ځانګړې کړي.

محور نا دولتي ورځپاڼې لیکلي، چې د قطر د خبرو افغاني کول اوس د متحده ایالاتو پر یو مجبوریت بدل شوی.

ورځپاڼې لیکلي، چې امریکا د افغان دولت د نه خوښۍ او د پاکستان د شیطاني رول له اړخه د قطر په بهیر کې د خنډونو نښې لیدلي دي او له همدې کبله غواړي، خپله لار بدله کړي او افغان دولت ته یو نمایشي رول قایله شي.

ورځپاڼې د قطر په خبرو کې د افغان دولت د ښکیلولو لپاره د امریکا یو بل مجبوریت ته هم اشاره کړې او لیکلي، چې امریکا دا کار د خپلو نړیوالو متحدینو په غوښتنه کوي.

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې په ګوانټانامو کې طالب بندیان سولې ته د رسیدو لار تړلې ده او دا ویره موجوده ده، چې، په دې برخه کې لاس ته راغلي چانسونه ضایع کړي.

د ورځپاڼې په وینا طالبانو له امریکا سره د خبرو لپاره یوازې په دې شرط تیاری څرګند کړی، چې امریکا د ښه نیت له مخې په ګوانتانامو کې د دوی ځینې بندي مشران خوشې کړي.

خو ورځپاڼه لیکي، چې امریکا نه غواړي، چې په اوس وخت کې دا مشران له بنده خوشې کړي، څو له خپلو پخوانیو ملګرو سره یو ځای شي.

البته د ورځپاڼې په وینا په اوس وخت کې په دې خبرې غور ممکن دی، چې دا بندیان د کوم دریم هیواد زندان ته ولیږدول شي.

ملي باور نا دولتي ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د سولې د روانو هڅو په اړه د حکومت د یوې سیاسي مخالفې کړۍ دریځ ته کتنه کړې او لیکلي، چې د دوی له حضور پرته نه نظام جوړېدای شي او نه هم سوله راتلای شي.

ورځپاڼه لیکي، چې د ملي جبهې غړي، چې له جرمني څخه له راستنیدو وروسته وویل، چې برلین ته د دوی د سفر یو اساسي هدف دا وو، څو نړیوالو ته دا وښيي، چې د دوی د ښکیلتیا پرته د سولې هڅې کومه نتیجه نه ورکوي.

خو ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې برلین ته د دې سیاسي مخالفې ډلې په سفر انتقاد کړی او لیکلي، چې دوی د خلکو ملاتړ له ځانه سره نه لري.

ورځپاڼې لیکلي، چې عام خلک خو پریږده، چې ان دغه مشران د خپلو ګوندونو ملاتړ هم له ځانه سره نه لري.

ورځپاڼې لیکلي، چې د جنبش ملي ګوند ویاند له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د فدرالي نظام په اړه د جنرال دوستم خبرې د دغه ګوند استازیتوب نه شي کولای.

د ورځپاڼې په وینا د خلکو تند غبرګونونه او د دوی په خپلو ګوندونو کې رامنځ ته شوي اختلافات د دې سبب شول، چې دوی د برلین د غونډې اصلي اجنډا پټه کړي او رسنیو ته بل څه ووایي.

د افغان جګړې په سر په امریکایی ادارو کې مخ په زیاتیدونکي اختلافات بله مهمه مساله ده، چې د کابل ورځپاڼو ته ورته کتنه کړې.

سرنوشت د خپل لومړي مخ غټ سرلیک همدې مسالې ته ځانګړې کړی او لیکلي، چې د سپینې ماڼۍ، پنټاګون او سي. آی اې ترمنځ د افغان جګړې په سر اختلافات مخ په زیاتیدو دي.

ورځپاڼې لیکلي، چې دا اختلافات په افغانستان کې د امریکا د سفیر او د امریکایي ځواکونو د قومندان ترمنځ هم لیدل کیږي.

ورځپاڼې که هم د دغو اختلافاتو اساسي لاملونو ته اشاره نه ده کړې، خو ویلي یې دي، چې په افغان جګړه کې له پرمختګونو سره سره افغان حکومت نه دی پیاوړی شوی او په طالبانو کې جګړې ته لیوالتیا پای ته نه ده رسیدلې.

ملي باور لیکلي، چې د افغانستان جګړه به سږ کال په امریکا کې، چې د جمهوري ریاست انتخابات په کې کیدونکي دي د بحثونو یوه اساسي موضوع وي.

محور لیکلي، چې د امریکا استخباراتو په خپل رپورټ کې د افغانستان جګړه په ټپه ولاړه بللې او لیکلي، چې له پاکستان څخه د وسله والو طالبانو ازاد تګ راتګ لا هم د سولې د ټینګښت په وړاندې یو اساسي خنډ دی.

ورځپاڼې لیکلي، چې په راپور کې دا ویره هم څرګنده شوی، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته افغان حکومت په خپلو پښو د دریدو توان نه لري