کور / تازه خبرونه / كابل: د اټو ميخانيك انسټيټوټ څلور وركشاپونه ورغول شول

كابل: د اټو ميخانيك انسټيټوټ څلور وركشاپونه ورغول شول

اتو ميخانيك انسټيټوټ چې د كورنيو جګړو له لاسه وران شوى و، يو ځل بيا په كې ماشينونه څرخي او زده كوونكي د موټر جوړونې، برېښنا او نورو تخنيكي چارو زده كړې تر لاسه كوي.
د اتو ميخانيك څلور وركشاپونه د پوهنې وزارت د تخينكي او مسلكي زده كړو معينيت له خوا د هالند_ افغان خيريه بنسټ په مرسته ورغول شول.
دغه څلور وركشاپونو ته د ۱۳ ميلونو افغانيو په ارزښت سامان الات او ماشينونه راوړل شوي، او ټولګي يې بيا رغول شوي دي.
د تخنيكي او مسلكي زده كړو معين ښاغلي اصف ننګ د دې وركشاپونو د پرانيستنې پر مهال له هالند هېواد نه مننه وكړه، ده وويل چې دا ځاى يو وخت ډېر ښكلى او د كار ځاى و، خو كورنيو جګړو له خاورو سره خاورې كړ، ده زياته كړه چې زه ژمنه كوم كه پر همدې دنده وم، دا انسټيټوټ به هماغه د پخوا په څېر ښكلى او د كار ځاى جوړوم.
د هالند_ افغان خيريه بنسټ مسول جان لنګرك وويل چې دې انسټيټوټ ته يې ډېر د كار ماشينونه راوړي او ځينې چې همدلته خراب پاته و، رغولي دي، ده هيله وښوده چې دا به د برېښنا، موټر جوړونې او نورو تخنيكي څانګو له زده كوونكو سره پوره مرسته وكړي.