جزء لایتجزء یعني هغه څه چې تقسیم او تجزیه نه قبلوي ، ددې لپاره به داتومي ساینس ماهرین شاید خپلې بیلګې لري ، خو زما په باورپه سیاسي او جغرافیوي لحاظ ددې پدیدې ترټولو ښه مثال زموږ هیواد افغانستان دی .
دې هیواد دخپل اوږده او څپڅپانده تاریخ په ترڅ کې ثابته کړې ده ، چې بالاخره ( لکه ونه مستقیم په مقام دی) داسې مستقیم چې دپسرلي وږمې او دمني سیلۍ یې خوځولی شي ، خو ماتولی یې نه شي .
که په تاریخي لحاظ وګورو ، دا جغرافیه او اولس دنړۍ دبلې هرسیمې په پرتله د ډیرو یرغلونو او انقلابونو سره مخ شوې ده ، خو دزماني تحولاتو دپلونو ترمنځ د دل کیدو او ټوټه کیدو په ځای همیشه دیوې کلکې ډبرې په شان ثابته شوې ، چې همدا جوړښت یې په فی الجمله ډول تراوسه راساتلی دی .
یو وخت داسیمه دهندي اشوکا دزبرځواکۍ او دیونان دباختري امپراطورۍ ترمنځ دبیلتون کرښه او بیلوونکې ایریا وه ، ورپسې یې دپیړیو په پوړیو کې په پله پسې توګه دسیمې د دریو مهمو تمدن صادرونکو سیمو ( هند ، فارس ، چین ) ترمنځ نه یوازې خپل تشخص وساته ، بلکې له خپلې محدود جوړښت او نفوس سره سره یې همیشه په چم ګاونډ باندې خپل سیاسی / فرهنګي سیوری هم غوړولی پریښود .
لسیزې وړاندې دننني واشنګټن غوندې لندن همداسې په دم کې وو ، او په مستعمرو کې یې لمر نه غرقېده ، دادتاریخ پوهانو په ژبه د پرنګي د Great gime او دقطبي خرس د( دیوآسا ګامونو ) وختې وې ، افغانستان دنړۍ له هغو ګوتشمیر جغرافیو څخه شمیرل کیده ، چې اروپایي یا روسي استعمار نه وو هضم کړی ، له جنوب او شمال دواړو خواوو څخه استعمار چیان دې کوچنوټي خاورې ته پسخېدل چې څنګه به تربل وار پرې ړومبۍ او دخپلو مستعمرو په لست کې وراضافه کړي .
لارډ لیټن په دې مهال کې په هند کې پرنګی وایسرای وو ، او څرنګه چې یې په دنده نوی پیل کړی وو ، نوځکه یې افغانستان ته هم دنورې نړۍ سوچ نیولی وو ، لارډلیټن دخپل وظیفې په پیل کې په کابل کې دامیرشیرعلي خان په حکومت کې خپل نماینده عطامحمد ( چې هندی مسلمان وو ) هند ته ورغواړي ، او دوضعې پوښتنې ترې کوي ، عطامحمد ورته دشیرعلي خان او افغان اولس خپلواک او انګریز ضد احساسات بیانوي ، لارډ لیټن په ځواب کې وایي چې شیرعلي خان ته ووایه ، که تاسو په خپله خاوره کې انګریز نژاده مامورین ونه منئ او زموږ غوښتنو ته مثبت ځواب رانکړئ ، نو باید پوه شئ چې افغانستان ددوو ډبرینو پلونو ترمنځ یوه پرته دانه ده ، چې په اسانه محوه کیدلای شي .
کله چې عطامحمد کابل ته راځي ، نو داخبره کټ مټ امیر شیرعلي خان ته کوي ، دتاریخي روایاتو له مخې دانګریز ددې پټکې په اوریدو امیرشیرعلي سروښوراوو ، مرموزه موسکا یې وکړه او ویې ویل ، لیټن چې دافغانستان په اړه داسې فکر لري اشتباه کوي ، افغانستان ددوو پلونو ترمنځ پرته دانه نه ، بلکې دنړۍ دسیاسي تلې ددوو پلو(کاسو) ترمنځ واقع دترازو شاهین دی ، چې ددغو دوو پلو استقرار یوازې دهمدې کوچني شاهین په استقرار او استواء سره راتللی شي .
ډیوک ارګیل دهماغه مهال یومخکښ بریتانوی سیاستمدار دی ، نوموړي وروسته ویلي ، دا تاریخي واقعیت دی چې یوه اسیايي افغان سیاستمدار په خپل دراکت او ارزیابۍ سره زموږ دیوه دیپلومات ( لارډ لیټن ) په غاړه دحماقت مډال راوځړاوه .
رښتیا هم هغه مهال چې افغانستان دبل هروخت په نسبت دمحوې او تجزیې له جدي خطر سره مخ وو دامیرشیرعلی ارزیابي سمه وختله ، انګریز دخپل استعماري فارورډ پالیسۍ دبیلابیلونسخو له بیا بیا ازمویلو وروسته دې ته راغی چې دا هیواد دانګریز او روسي زبرځواکیزو پلونو ترمنځ د بفر ( حائل ) کاڼي په توګه ومني ، چې دل کیدل او تجزیه نه قبلوي .
له هغه راهیسې تراوسه چې افغانستان له خپل نهایي توپاني تاریخ سره سره خپل سکښت ساتلی دی ، نړیوال کتونکي ورته دیوې معجزې په سترګه ګوري ، او له ټولو بایلنو سره همدا متحد پاته کیدل دافغانانو لویه لاسته راوړنه او بریا بولي .
نن سبا یو ځل بیا ددې ( پرله اوبدلي ) وطن او اولس دیوځلي یا تدریجي شړېدلو یا شړولو خبرې کیږي ، ددې خبرو او تبصرو په اړه به په لنډو ووایو چې په ولسي اصطلاح (دخلکو په خولو پاستي نه ویړیږي ) او نه څوک له چا دخبرو او چورت وهلو حق سلبولای شي ، ددا ډول خبروپه اړه افغانستان یوازې نه دی ، بلکې دنړۍ هیڅ داسې هیواد به نه وي ، چې دتجزیې طرحې او ارمانونه دې یې شتون ونلري ، حتی امریکا او بریتانیا چې په امریکا کې دجنوبي ایالا تونو ځیني اوسیدونکي دخپلواکۍ او تجزیې ارمانجن دي ، اوبرتانیا کې ایرلنډی ، سکاټلنډي او نورو ویشونو داسې چورت وهلو او شعاربازۍ ته لاره هواره کړې ده .
الهي ځانګړی فضل یې بولئ که هرڅه ، خو داوقعیت باید ومنو چې دافغانانو په زړونو کې په بې توپیره توګه د وطن له تجزیې څخه کرکه دبل هرڅه په نسبت زیاته ده ، دا اوس چې دتجزیې کومې خبرې کیږي ، یوه هم دجومات ، پیتاوي ، دېرې او شنوچایو دمجلس خبرې نه دي ، چې اولسي ریښه دې ولري ، بلکې دیو څو ډالرنوشو روڼ اندنمایانو شخصي عندیې دي ، چې دپردیو په دیکته یې راتوغوي ، دلته په تاریخي لحاظ داسې باد راوړې خبرې همیشه له باد سره تللې دي ، او وطن له خپلو اوسیدونکو سره په لایتجزأ شکل دروند په خپل ځای پاته دی .