کور / تازه خبرونه / زردشت شمس د مراد شينواري پوښتنې ته ورغی

زردشت شمس د مراد شينواري پوښتنې ته ورغی

په اسلام اباد کې د افغانستان د لوی سفارت کلتوري آتشه ښاغلی زردشت شمس د مراد خان شينواري پوښتنې ته ورغی او د هغه له حاله یې ځان خبر کړ.مراد شينواری د غزل بابا امير حمزه خان شينواري یواځنی زوی دی، چې دا مهال د پيښور په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې .ښاغلي زردشت شمس د افغانستان د دولت له لوري له نوموړي سره خواخوږي وښوده او ویې ویل، چې نوموړی د لر او بر ټولو پښتنو د ویاړ شمله ده .


زدردشت شمس وايي،د افغانستان لوی سفير محمد عمر داودزی دا مهال په کال کې دی خو ده د تلیفون له لارې د مراد خان د ناروغۍ په باب بشپړ ګزارش ورکړی تر څو د اړوندو مقاماتو تر غوږونو یې ورسوي.نوموړي زیاته کړه، چې هڅه کوي تر څو له مرکز څخه د مراد خان شينواري د درملنې لپاره مالي مرسته تر لاسه کړي ځکه چې هغه دا مهال مالي مرستو ته سخته اړتیا لري.


د مراد شینواري کورنۍ له ښاغلي شمس نه مننه وکړه، چې په دغسې مشکل حالت کې ددوی پوښتنې ته ورغی مراد شينواری ۸۵ کاله عمر لري،په پښتو او اردو ژبو یې شعرونه،لنډې کیسې او نور ګټور مطالب ليکلي هغه د یو زیات شمیر پښتو فلمونو لپاره کیسې او سندرې هم ليکلي. نوموړی له تیرو شپږو کالو راهیسې سخت ناروغ و او څو ورځې وړاندې ګوزڼ یا فالج ورباندې برید وکړ.