ديني علماء کرام بايد دبې عدالتيوپه مخنيوي ،دسولې په ټينګښت ،دنارواکړنوپرضددمبارزې اوپه اسلامي مفکوره سره دځوان نسل دروزنې ،ملت جوړونې،هېوادجوړونې اوفکرجوړونې په ډګرکې دخپلې ولايتي ادارې سره بشپړه همکاري وکړي.دغه اغيزمنې څرګندونې خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي د جنوري پر ۸ نېټه يکشنبه دولايت دمقام دغونډو په تالار کې دخوست ولايت دبېلابېلو ولسواليوپه لس ګونو ديني علماوو سره ديوځانګړې غونډې پرمهال وکړې .
په دغه درنه غونډه کې په خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي سربيره دولايتي شورا مشرالحاج مرادخان منګل،دسولې دعالي شورا غړي مولوي صاحب پيرمحمدروحاني ،دسولې دولايتي کمېټې مسوول مولوى صاحب حنيف شاه ،دحج اوقافو رئيس مولوى اظهارالدين اويوشميرنورو مسوولينو ګډون درلود. غونډه دقاري صاحب حيات نورلخوا دپاک قران دمبارکوايتونو په تلاوت سره پيل شوه.
وروسته دحج اوقافو رئيس مولوى اظهارالدين دعلماوو په مسووليتونو ،دديني مدرسو په شتون ،له ولايتي ادارې سره ددوى دهمکارۍ په تړاو خبرې وکړې ،نوموړي وويل :مونږ په خوست کې ډير غښتلي اوجيدعلماوو لرو ،چې تل يې دولسونو دنيکمرغۍ اوهوساينې لپاره هڅې اوغيزمنې کړنې ترسره کړې دي اوله منبريې دفکرونو دروښانولو لپاره خپل غږ اوچت کړى اوټولو ولسونوته يې دسولې ،امن ،اواسلامي ورورولۍ پيغام استولى دى .دغونډې بل برخوال دسولې دولايتي کمېټې مسوول مولوى صاحب حنيف شاه بياپه خپلو خبرو کې دسولې په منځته راتګ ،ټينګښت اوساتنه کې دملي ګټوپربنسټ دعلماوو په رول اومسووليتونو باندې رڼاواچوله ،نوموړي زياته کړه :علماء کولى شي په خپلې پوهې ،درک اوسلامي مسووليت سره په هېواد کې ددايمې سولې اوثبات لپاره کار وکړي ،ترڅو افغان مظلوم ولس نورله ستونزو اوبدمرغيوڅخه خلاصون ومومي .دولايتي شورا مشر الحاج مرادخان منګل دولسونو دستونزو په هواري کې ددين علماوو دمسووليتونوپه اړه وويل :علماء کولى شي په ټولنه کې دسمون اودخلکو دستونزو دهواري په موخه اغيزمن ګامونه اوچت کړي، ځکه مونږ په يوه اسلامي ټولنه کې ژوند کو،ددې ټولنې ټول وګړي خپلوعلماووته تل غوږنيسي .دولايتي شورا درئيس تروينا وروسته دافغانستان دسولې دعالي شوراغړي مولوى پيرمحمد روحاني څرګندونې وکړي ،نوموړي په خپلو خبرو کې دې اشاره وکړه چې نورټول افغانان ،بايد له ستونزو اوبدمرغيو خلاصون ومومي اوپه سوله کې ژوند وکړي نواړتيا ده چې ټول ديني علماء وخت اوشرايطوته په کتوسره نور دخپل هېوادپه ابادۍ ،ترقۍ اوبياجوړونه کې فعاله ونډه واخلي ،اودخپل اسلامي نظام سره يوځاى په ډير تدبيردټولو ناخوالو په وړاندې مبارزه وکړي ترڅوپه دې هېوادکې سوله اوامن واکمن شي.
متنفذشخصيت اودمتون جامعه اسلاميه ديني مدرسې مهتمم مولوى صاحب عبدالرحيم بلالي ،دنورو علماووپه استازيتوب په خپلو خبرو کې ديوې ټولنې په سمون کې دديني علماوو رول اومسووليت خورا مهم وباله ،ده وويل:مونږ ټول علماء اسلامي اوملي مسووليت لرو ،ترڅو په ټولنه کې دنارواکړنو ،نفاق ،ورور وژنې ،اونورو بشريت ضد کړنو اوجرايموپه وړاندې مبارزه جاري وساتو ،چې وکولى شو له دې لارې دخپلو ولسونو فکرونه روښانه اوديوې اسلامي ټولنې دجوړښت په وړاندې دپرتوستونزو مخنيوى وکړو.نوموړي زياته کړه:مونږ اړتيالرو چې ددغه ولايت په هره ولسوالۍ اوکلي کې ديني مدرسي اوښوونځي ولرو ،ترڅو زمونږ نوى نسل په کې اسلامي اوعصري زده کړې وکړي اوله دې لارې وکولى شي ،دخپل هېواد راتلونکې روښانه اوولسونه دنيکمرغۍ ،سولې اواسلامي وروولۍ په ټغرکېښنوي ،مولوى صاحب بلالي دولايت مشرتابه ته وړانديز وکړ ،چې له علماوو سره نورې هم خپلې ناستې زياتې کړي ترڅو علماء له خپلې ولايتي ادارې سره يوځاى وکولى شي داداري فساد،رشوت اونورو ناروااوغيري قانوني کړنوپه وړاندې مبارزه وکړي .ده دنوروعلماووپه استازيتوب دې ته چمتوالى وښود .چې دنورو علماوو سره به يوځاى دناروا دودنو په وړاندې خپله مبارزه نوره هم چټکه کړي.دبرخوالو ترويناوو وروسته خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي دارزونې پربنسټ خپله ارزښتناکه وينادغونډې برخوالو ته وړاندې کړه .
خوست والي وويل:زما دادارې لپاره ډير دوياړ ،خوښۍ اونيکمرغۍ ځاى دى ،چې دخپل ولايت له علماووسره ډيره نږدې اړيکې لري ،اوتل ورسره دداساسي موضوعاتوپه تړاو ناستې اومشورې کوي .چې له دې لارې په دغه ولايت ډيرمثبت بدلون اوپرمختګ رامنځته شوى دى ،ده زياته کړه :په خوست کې اوس مهال دولسونو په ګټه ډيرداسې پرمختګونه شوي چې ،په دې اسلامي ټولنه کې دپاملرنه وړ دي ،دغصب ،فساد،رشوت ،قتل ،نفاق ،قومي شخړو،منازعاتو ،انسان ځورونو مخه ترډيره بريده نيول شوې اوپه دې تړاواوس هم جدي مبارزه دوام لري ،همداشان خوست والي علماووته په خپلو خبرو کې ددې ډاډ ورکړچې ټول علماء بايد دديني مدرسو دپياوړتيا اوجوړيدو لپاره هڅې وکړې چې په دې برخه کې ولايتي اداره داسلامي اوملي مسووليت له مخې هرراز همکارۍ اومرستې ته چمتوده ،ترڅو دخوست ولايت په ولسواليو اومرکزکې ديني مدرسي اوښوونځي جوړکړي ترڅو په کې ځوان نسل په اسلامي فکر،احساس اوملي مفکوره سره وروزل شي اوکولى شي داهېواد دجګړو ،شخړو،ناخوالو ،بدمرغيو اوناپوهيو له واکمنيو خلاص کړي .
خوست والي په علماوو داغږ هم وکړ چې ټول علماء دهېواد جوړونې ،ملت جوړونې اوفکر جوړونې په برخه کې لوى اسلامي مسووليتونه لري اوټول بايد په دې ولايت کې دخپل ولايتي ادارې سره اوږه په اوږه ،دبې عدالتيو،دسيسو،نارواکړنو دمخينوي ،دسولې په ټينګښت اودامن اوثبات په راوستوکې دخپلې نظام سره ددې ځوريدلو،کړيدلو،درديدلو اوجګړه څپلو ولسونو دهوساينې اونيکمرغۍ لپاره بشپړه همکاري وکړي .دخوست ولايت مشرتابه له دينې علماوو کراموسره په ناسته کې ددې يادونه هم وکړه ،چې يوشميرخلک غواړي په ناحقه تبليغاتو ،رشوت اخيستنې ،اختلاس ،بې ځايه دعواګانو،دسيسو اوغلطوراپورونوسره هم نظام بدنامه کړي اوهم دشوموپلانونو پربنسټ دديني علماوو په وړاندې خنډونه راپيداکړي ،دده په خبره ولايتي اداره په ځواکمن هوډسره جدي مبارزه کوي ترڅو دغه کسان ونيسي او ورته سخت مجازات ورکړي.خوست والي دخپلو خبرو په پاى کې علماووته دسمون ،سولې اوهېوادجوړونې دبهيردچټکتياپه اړه ارزښتمن وړانديزونه وکړل دغونډې ټولو برخوالو شوي وړانديزونه دولسونو ،هېواد اواسلام په ګټه وبلله ،دغه ناسته هېوادته دسولې ،امن ،عدالت اوترقۍ په دعاسره پاى ته ورسيده.