د ارجنټاين ٢٤ کلن فټبالر ليونل ميسي چي د اروپا په بارسلونا کلب کي لوبېږي د دريم وار دپاره د کال تر ټولو غوره لوبغاړى وبلل سو.
ميسي په ٢٠٠٩ او ٢٠١٠ کلونو کي هم تر ټولو ښه فټبالر بلل سوى وو، چي د سرو زرو د ګيند انعام يې ګټلى وو.
تر ميسي دمخه د برازيل رونالډو او د فرانسې زين الدين زيدان هم درې – درې واره د کال غوره لوبغاړي بلل سوي دي، خو د ميسي ځانګړتيا دا ده چي درې کاله پرله پسې ښه لوبغاړى بلل کېږي او لا هم ځوان دئ چي که خپلو خواريو ته دوام ورکړي ښايي په راتلونکو کلونو کي هم دغه مقام وساتي.
د ميسي په هکله ويل کېږي چي په يوه غريبه کورنۍ کي زېږېدلى، په کوچنيوالي يې د فټبال سره علاقه درلوده، خو د هډوکو په يوه داسي ناروغي اخته وو چي بدن يې وده نه کوله، کورنۍ يې د علاج پيسې نه درلودې، چي د همدې ښه فټبال په خاطر د بارسلونا کلب د نوموړي د علاج مصارف پر غاړه واخيستل او ناروغي يې جوړه سوه.
د بارسلونا د دې احسان په خاطر ميسي هوډ کړى چي غيرله بارسلونا څخه به په هيڅ يوه شخصي لوبډله کي لوبه ونکړي.