کور / تازه خبرونه / لندن: په لکونو خلګو ته د مفت انټرنيټ اسانتيا برابرېږي

لندن: په لکونو خلګو ته د مفت انټرنيټ اسانتيا برابرېږي

د انګلستان د پلازمېني لندن په هغو سيمو کي سيلانيان ډېر تګ راتګ ورته کوي، د انټرنيټ د مفتو خدماتو اسانتيا برابرېږي.
د اوټو په نوم د انګلستان يوې تليفوني شبکې اعلان کړى چي د لندن په درو سيمو چيلسي، کنزنګټن او ويسټ منسټر په سيمو کي د انټرنيټ د وړيا اسانتيا په خاطر نوي سامان آلات نصب کړي.
يادي سوي کمپنۍ ويلي له دې کاره يې موخه دا ده چي د المپيک لوبو پر مهال په لکونو سيلانيان په آسانۍ سره خپل مواد اړوندو هيوادونو ته ولېږي.
راپور وايي لندن د فرانسې تر پاريس وروسته د اروپا دوهم ښار دئ چي سيلانيانو ته د انټرنيټ وړيا خدمات وړاندي کوي.