د امريکا د دفاع وزير ليون پانيتا له سي، بي، ايس ټلوېزوني چينل سره په مرکه کي ويلي چي که اېران په عرب خليج کي د هرمز سمندره لاره وتړي، امريکا به يې پر ضد ګام پورته کړي.
ليون پانيتا وويل د دې لاري تر تړلو وروسته به امريکا چوپه پاته نسي او اېران به په زور د لاري خلاصېدو ته مجبور کړي.
امريکا دغه خبردارى په داسي حال کي اېران ته ورکوي چي دې هيواد د هرمز لاري د تړلو ګواښ کړى دئ.
اېران پخوا ويلي وو چي دغه لاره به ونه تړي، که څه هم تړل يې هيڅ زور نه ورته غواړي.
د هرمز له سمندري لاري چي د اېران تر کنترول لاندي ده، د چين او جاپان په ګډون ډېرو صناعتي هيوادونو ته د عربي هيوادونو تېل انتقالېږي.
اېران ځکه ددې لاري د تړلو ګواښ وکړ چي اروپايي اتحاديې د دې هيواد د اټومي پروګرام په پلمه د اېران د تېلو پر صادراتو بنديز ولګاوه.