پېښور دازادۍ راډيو د خبرله مخې پښتو ژبې مشر لیکوال او شاعر مراد شینواری د حمزه بابا خوږ ژبي شاعر زوی
د پښتو ژبې مشر لیکوال او شاعر مراد شینواری دا مهال د پيښور په یوه روغتون کې د مرګ و ژوند په کشمکش کې وروستۍ شپې ورځې تیروي.پر نوموړي، چې له تیرو شپږو کالو راهیسې ناروغ و تیره اونۍ د ګوزڼ ناروغۍ حمله وکړه.د نوموړي زوی سجاد علي ازادي راډیو ته وویل، چې نوموړی له تیرو درېيو ورځو راهیسې له خبرو او خوراک څښاک څخه لویدلی او دا مهال د جدي څارنې یا ICU واټ کې بستري دی او مصنوعي تنفس ورکول کیږي.
بل خوا د خيبر پښتونخوا قلموال پر ایالتي حکومت نیوکه کوي چې، هغه یې د ژوند په وروستیو شیبو کې بې اثرې پريښی او درملنې ته یې هیڅ پاملرنه نه کوي.شاعر او لیکوال پروفیسر اباسین یوسفزي خپل د سترګو لیدلی حال داسې بیانوي:” زه، چې ورغلم او په خپلو سترګو مې ولید نو په رښتیا هم، چې بې یار و مددګاره پروت و، زموږ دولتي مسوولین باید په علم و ادب مین خلک وي او د دا ډول هستیو قدر وپيژني” حمزه پښتو ادبي ټولنې مرستیال شیرعالم شينواري ازادۍ راډيو ته وویل، چې تر اوسه نه خو ایالتي حکومت ورسره مرسته کړې او نه یې پوښتنه.پر دوي سربیره یو شمېر نورو قلموالو هم له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د خیبر پښتوخوا پر حکومت نیوکه وکړه، د مراد شينواري په درملنه کې یې له حده زیاته بیغوري کړې او ترننه هیڅ کوم حکومتي چارواکي سر ندی ورښکاره کړی.لیکوال، شاعر او ډرامه لیکونکي نورالبشر نويد د نوموړي د ادبي خدماتو په باب ازادۍ راډیو ته وویل:دا ډيره د افسوس خبره ده، چې د پښتو ادب یو منلی شخصیت، چې کلونه یې ژبې ته خدمت کړی اوس مهال په داسې حال کې پروت دی، نه یې څوک پوښتنه کوي او نه هم مرسته.حکومت او ولس د هغه پوروړی دی او ټول باید په دې بده ورځ کې ورسره مرسته وکړي، حکومت خو بایده چې د هغه د شان او شخصیت مطابق ټولې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.نن هغه خلک په واک کې دي، چې ټول عمر یې د پښتنو د حقوقو دعوې کولې،خو له بده شامته،چې د مراد شینواري پشان یو ستر قلموال یې هیر کړی”د ژورنالیستانو کلتوري ټولنه، چې په سختو ورځو کې د بې وزلو قلموالو او هنرمندانو لپاره نه یواځې دا، چې په ولسي کچه د سوال څادر غوړوي، بلکې د چارواکیو تر محلونو هم د هغوي فریاد رسوي د مراد شينواري په برخه کې د حکومت بې غوري غندلې.د دې ټولنې یوتن مسوول روښان یوسفزي له ازادۍ راډيو سره په مرکه کې وویل: مراد خان شینواری یو خو دا، چې د حمزه بابا یواځنی زوی دی بل دا چې پښتو ژبې ته یې بیساري خدمات دي نو موږ له حکومت څخه غوښتنه کوو، چې سمدستي دې د هغه درملنې ته ځانګړې کلن مراد خان شینواری، چې د غزل بابا امیر حمزه خان شینواري په ادب پروروه غیږ کې لوی شوی د خپل ژوند زیاته رخه د خپلې ژبې او قام سوکالۍ ته وقف کړې.پر ګڼ شمېر کیسو او شعرونو سربیره یې د شاوخوا پېنځوسو پښتو فلمونو لپاره کیسې او سندرې لیکلي، خو د ژوند په وروستیو شيبو کې د قام و حکومت له نظره لویدلی د روغتون په یوه کونج کې سختې شپې ورځې تیروي.