لراوبر ۷ جنوري
د جنوري د مياشتي پر نهمه او لسمه نېټه د المان په پلازمېنه برلين کي د يوې غونډي په ترڅ کي په افغانستان کي د فډرالي سيسټم د رامنځته کېدو په اړه بحث او خبري کيږي، په دې اړه په کابل کي يوې لوړ پوړي باوري سرچينې لراوبر ته وويل چي د افغانستان د ملي جنبش ګوند مشر جنرال عبدالرشيد دوستم ، د افغانستان د وحدت ګوند مشر محمد محقق او د شمال ټلوالي يو شمېر نور قومندانان په دغه دوه ورځنۍ غونډه کي د افغانستان او افغانانو د استازو په توګه برخه اخلي .
د سياسي چارو څارونکي دغسي نا اعلان سوي غونډي او دافغانانو په استازيتوب د دوستم او محقق غوندي کسانو د نومونو اورېدلو هېښ کړي دي .
بله خوا په جرمني او د اروپا په يو شمېر نورو هيوادونو کي د افغانستان کلتوري ټولنو په دې اړه بېړنۍ غونډي پلان کړيدي، چي د رسمي احتجاجونو په توګه دغه افغان ضد توطيې وغندي اومخه يې ونيسي .د مدني ټولنو استازو په اند په افغانستان کي د فډرالي نظام رامنځته کېدل ديوموټي افغانستان د تجزيې او جنګي جنايتکارانو لخوا دهغوی دګناهونو د پټولو يوه هڅه ده .
ځيني داسي خبرونه هم ترلاسه سوي دي چي ښايي د جنوري پر نهمه او لسمه نېټه د برلين په ښار کي يو شمېر افغانان ددغسي هڅو پر وړاندي د لاريون په توګه راووزي او جرمنيانو ته څرګنده کړي، چي دا هڅي د افغانانو د قاتلانو او جنګي مجرمينو هڅي دي او دغه مجرمين د افغانانو استازي نه دي .
په جرمني کې له امریکایانو سره د غیرپښتنو افغان ګوندونو د مشرانو غونډه
Sunday, 01.08.2012, 05:10pm (GMT)
د تاند ويبپاڼي څخه په مننه
تاند(یکشنبه/جنوري۸) د امریکا د کانګریس له یوشمېر غړیو سره د افغانستان د شمال د یوشمېر قومي ګوندونو او مشرانو غونډه سبا د جرمني په برلین کې جوړېږي.
دې غونډه ته، چې (افغانستان ۲۰۱۴؛ فرصتونه او ستونزې) په نوم په اسپین انستیتیوت کې جوړېږي ، یوازې غیرپښتانه افغانان بلل شوي.
د کنفرانس د بلنلیک له مخې، چې یوه کاپي یې تاند ترلاسه کړې، د ملي ايتلاف مشر عبدالله عبدالله ، د ملي اسلامي غورځنګ مشر جنرال عبدالرشید دوستم، د اسلامي وحدت ګوند مشر عبدالکریم خلیلي، د ملي جبهې رييس احمد ضیا مسعود، د وحدت ګوند مشر محمد محقق، د بلخ والي محمد عطانور، د ولسي جرګې پخوانی رييس یونس قانوني، د ملي امنیت پخوانی رييس امرالله صالح، د افغانستان د ورځپاڼو د شبکې رييس ډاکتر حسین یاسا او د ملي جنبش مرستیال فیض الله ذکي په کنفرانس کې ویناوې کوي.
د امریکا له لوري د استازو د جرګې د کلیفورنیا د ۴۶ یمې حوزې غړی ډانا روهرابکر، د استازو د جرګې غړی لاریټا سانچیز(د کلیفورنیا) چې د وسله والو خدماتو د کمېټې عړیتوب لري، د ټکساس ایالت استازی لويي ګوهمرت چې د استازو جرګې د عدلي کمېټې مرستیال رييس دی، او سټیف کینګ چې د لوا د سیمې استازی دی، په دې کنفرانس کې برخه لري.
که څه هم ځینو افغاني رسنیو د دوی د بحث موضوع د افغانستان فدرالي کېدا بللې خو لا هم څرګنده نه ده چې دوی به سبا په کومو مسایلو خبرې وکړي.
دا لومړی ځل دی چې له افغانستانه دباندې د بهرنیانو له لوري د افغانستان د اقلیتونو په ګډون داسي یوه غونډه جوړېږي.دا چې په دې کنفرانس کې یوازې د افغانستان د قومي اقلیتونو مشرانو ته بلنه ورکړای شوې د ډېرو افغانانو په ذهنونو کې یې ګڼې پوښتنې پیدا کړي دي.ځیني وېره لري چې امریکا به هم د نورو استعماري قدرتونو په شان له دې کبله افغانستان ته ګوزار ورکړي چې د دوی د حضور پرضد پښتنو مقاومت کړی دی. دې ته ورته کار انګرېزانو او روسانو کړی و.
برلين ۹ جنوري – د موضوع په اړه نورمعلومات : هغه غونډه چې په برلین کې دغیرپښتنو رهبرانو او امریکايي چارواکو په ګډون جوړه سوې وه میلمانه يې د افغانستان او امریکې څخه د شنبې په ورځ د جنوري په اوومه برلین ته راغلي و او غونډه پرون دجنوري اتمه د یکشنبې په ورځ مازدیګر مهال پیل او ماښام پای ته رسېدلې وه.
دغه غونډه په برلین کې د آسپین انستیتوت له خوا جوړه شوې وه. د یادولو دې وي چې آسپین انستیتوت د آلمان د عیسویانو د ګوند او د امریکې د کوم انستیتوت په ګډو هلو ځلو پرمخ وړل کېږي. د راپورو په خلاف دغه غونډه پرون تېره شوې ده. په رسنیو کې راغلې و چې دغه غونډه به نن دوشنبې او سبا د سې شنبې په ورځ وي، مګر داسې نه وه.
د تاند د راپورو سره سم په دغه غونډه کې کریم خلیلي، ډاکټر عبدالله عبدالله او عطامحمد نور ګډون نه و کړی، په ظاهره د ډاکټر عبدالله عبدالله ویاند د خپل نه ګډون علت په دغه غونډه کې د افغانستان د فدرالي کېدو په اړه بحث ښودلی دی.
دا چې د غونډې د نېټې مالومات خلکو ته غلط ورکړل شوي و، کیدای شي همدا موخه به وه چې څوک و نه توانیږي فزیکي غبرګون ښکاره کړي.
په برلین کې د افغانستان د سولې، پرمختګ او بیارغونې د کمیټې او په برلین کې د ټولو افغانانو د اسلامي او علمي کلتوري ټولنې غړو وویل چې موږ پلان درلود تر څو د دغې غونډې په وړاندې لاریون وکړو. دوی ویل چې زموږ د اټکل له مخې په دغه لاریون کې زموږ سره برلین میشتې ۵۰ افغانانو او د آلمان له نورو ښارونو نورو زياتو افغانانو هم هوکړه کړې وه چې ګډون وکړي.
خو په برلین کې د افغانستان د سولې، پرمختګ او بیارغونې د کمیټو غړو، او په اروپا کي د افغاني کلتوري ټولنو ګډي جرګې په برلین کې د افغانستان سفارت، د عیسویانو ګوند او د برلین د حاکم ګوند (سوسیال ډیموکرات ګوند) ته د غونډې په اړه خپل غبرګون رسولی دی، په همدې توګه په اتلسم د جنوري یاده کمیټه د برلین د پارلمان څو غړو ته د افغانستان د سیاسي وضعیت په اړه یوه کنفرانس لري چې راپور یې مخکې له ځینو رسنیو خپور شوی، دوی وايي چې د دغه کنفرانس په اجندا کې به هم د جدي مسئلې په توګه دغه غونډه هم و ارزول شي.
یادې کمیټې سفارت ته د خپل غبرګون په اړه تماس نیولی و، خو د افغانستان سفیر (ډاکټر عبدالرحمن اشرف) په برلین کې په دې اړه بې خبرې ښودلې وه.
د موضوع په اړه نور سرليکونه :
په جرمني کې د جنګساﻻرانو د غونډې په هکله په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې پرېکړه ليک
په آلمان کې د افغانستان د وېشلو په اړه په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني غبرګون
د افغانستان وېش د جنګي مجرمینو نوې هڅې
دشمنان مردم درسراغ مکیدن خون مردم رنجیده افغانستان
افغانستان د فدرالي کیدو په درشل کې
د افغاني جنګ سالارانو د غونډې په باب د یو شمیر سیدني میشتو افغانانو غبرګون
یــو سـیاسـي ترهـه ناک خوب A Political Nightmare
اتحاد “مقدس” بین جنایتکاران جنگی
که پښتانه ونه غواړي څوک افغانستان نسي تجزيه کولائ
هیاهوی بيمورد و کشورشکن « فدرال و فدرالیزم »
دبایرن مېشتو افغانانو احتجاج لیک
په هالینډ کی د غرغښت ټولنی اعلامیه
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند اعلامیه
د افغانستان د فدرالي کېدو غونډي په اړه د پښتون يون پريکړه ليک
د فډرالي جوړښت په با ب د ا حمدشاه بابا دعلمي ادبي ټولني اعلا میه
په برلين کي د پټي غونډي په اړه المان خپل نظر څرګند کړ
د برلین په وروستۍ ناستې څو خبرې
پکتيا: د برلين غونډه په کلکو الفاظو وغندل شوه
دتجزيې زوړ پلان او نوي لوبغاړي
يا الهي مه راوينې تجزيه د ګران وطن
مرکزي نظام په فدرالي اړول دافغانستان د وېش پيلامه ده!
فډرالیزم، سنټرالیزم، او که ښه حکومت؟
درسنۍ اوخبریال ارزښت او مسؤلیت – د فډراليزم په اړه د محقق مرکه
په برلين کي د افغانستان د له منځه وړلو په اړه خبري سويدي
باتایید از اعلامیهء انجمن علمی – ادبی احمد شاه بابا هالند !
په برلين کې د افغانستان پر فدرالي نظام غونډه کېږي
د ولسمشرۍ له ماڼۍ څخه د باوري سرچينو له خولې د جرمني د (کونراد ادېناور شتېفتونګ)، چې د واکمن مسيحي دموکرات ګوند يو معتبره انستيتوت دی او د امريکې د يوه معتبره فاونډېشن له خوا په برلين کې د جنوري په نهمه نېټه د افغانستان د فدرالي نظام د طرحې په اړه يوه غونډه رابلل شوې ده. په دغه غونډه کې د افغانستان له خوا حاجي محمد محقق، لطيف پدرام ، ډاکتر عبدالله ، احمد ضيا مسعود، احمد ولي مسعود او يو شمېر نور قومپاله شخصيتونه وربلل شوي دي. نوموړي کسان برلين ته پرلاره دي او واردمخه دوبۍ ته رسېدلي. راروانه غونډه اصلاً ټاکل شوې وه چې د بن کنفرانس په درشل کې جوړه شي، خو د ولسمشر کرزي د سخت مخالفت له امله هغه مهال وځنډول شوه. اوس له افغان حکومت سره له سلا او خبر پرته دغه غونډه په بېړنۍ توګه بلل شوې ده.
په آلمان کې د افغانستان د وېشلو په اړه
په نيدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې غبرګون
د ۲۰۱۲ ميلادي کال د جنوري مياشتې ۸ نېټه
درنو هېوادوالو!
په برېښنا پاڼو کې داسې څرګندونې خپرې شوې دي، چې ګواکې د آلمان ملک د برلين په ښار کې د فيدرالي سيستم په بڼه د افغانستان د وېشلو يو پټه غونډه رابلل شوې ده، چې په دغه غونډه کې د افغانستان د شمالي او مرکزي سيمو په استازيتوب يو شمېر زورواکان او په جنګي جرمنو تورن افغاني لاسپوڅي وګړي ورته رابلل شوي دي، چې د افغانستان د وېشلو په اړه ورسره ژمنې او يا هم د افغانستان په چارو کې د لاسوهني د ميکانيزمونو په اړه خبرې وشي.
له معلوماتو سره سم د دغه ډلې غړي د آلمان د عيسوي ډيموکراتيک ګوند يا کريسټيڼ ډيموکراتانو لخوا په پټه رابلل شوي دي، چې د دغه بې انصافه غونډې معلومات يې حتی له خپلو ګوندي غړو نه هم پټ ساتلي دي، ځکه چې د عيسويانو ډيموکراتيک ګوند په برېښناپاڼه کې هم د دغه پټې غونډې په اړه معلومات نه دي خپاره شوي. د دغه غونډې پټې څېرې د افغانستان د دېرش کلن ناورين هغه بربڼډه څېرې دي، چې د افغان ولس په وينو يې لاسونه سره دي، چې د دوی د ظلمونو په پايله کې د ليلا په دښته، د کلايې جنګي په سيمه، د کابل په پوښتيو کې او د افغانستان په هر ګوټ کې د افغان ولس د قربانيو په وينو غاټول روزل کېږي.
د افغانستان په وروستيو څو لسيزو کې د افغان ولس د اېل کولو، مري کولو او بربادلو په اړه ډېرې هلې ځلې شوې دي، چې نه زموږ ګاونډيو ملکونو پر افغانستان رحم کړی او نه هم نړيوالو ځبرځواکنو، چې نن سبا صليبي ډلو هم د افغانستان د وېشلو لپاره لېچې رانغښتې دي او دا دي د صليبي جګړې لسيزه هم پوره شوه او لويديز ځبرځواکونه هم له تېښتې سره مخامخ دي، ځکه نو د غچ اخيستنې په پلمه يې په سياسي کړيو کې د فدرالي سيستم تيوري رامنځ ته کړې او له يو شمېر لاسپوڅو افغانانو سره يې لاسونه د افغانستان د نورو بدمرغيو لپاره يو کړي، چې افغان ولس د تل لپاره لکه د ډيورنډ کرښه په يو بل ټولنيز ناسور اخته کړي.
د افغانستان د وېشلو پلان نوی نه دی. د ۱۹۸۹ ميلادي کال د فبروري له ۱۵ نېټې، چې روسانو له افغانستانه پښې سپکې کړې، نو هغه مهال يې هم د افغانستان د وېشلو سناريو پلې کړه، چې په شمال کې يې شورای نظار رامنځ ته کړه، د جنبش ملي د جوړولو پېلامې يې راوخوځولې او د حزب وحدت سره يې دغه ډلې متحدې کړې، چې پايله يې په نويمو کلونو کې په افغاسنتان کې د ملګرو ملتونو د سوله ييز پلان شنډېدل ول، د افغانستان د اداري سيستم او افغاني واکمني له منځه تلل ول او په افغانستان کې د لکهاوو خلکو د وينې تويېدل ول، چې يوازې په کابل کې له ۸۰۰۰۰ ډېر انسانان ووژل شول.
په نيدرلند کې افغانې کلتوري ټولنه په دې آند ده، چې افغانستان يو نه وېشېدونکی هېواد دی او د افغانستان ټول وګړي پرته له تعصبه د دغه هېواد وګړي دي او مساوي حقوق لري. د افغانستان ټول وروڼه قومونه پرته له دې چې په يو ټولنيز چاپېريال کې ژوند کوي، نو له يو او بل سره د دين، وينې او مينې په رښکۍ سره وصل شوي دي او ټول يو ګډ افغاني ذهينيت هم لري، ځکه نو د افغانستان په اړه د دا ډول مغرضانه غونډو جوړول به د افغان ولس کرکه د يرغلګرو ځواکونو پر ضد نوره هم پياوړي کړي، د افغانستان نننيو سوله ييزو هلو ځلو ته به دا ډول لاسوهنې نه جبرانېدونکی زيان ورسوي او په راتلونکي کې به په افغانستان کې د ټولنيز تاوتريخوالي سبب وګرځي.
موږ په دې آند يو چې په افغانستان کې د فدارلي سيستم تيوري يوه نا معقوله بې بنسټه او نه پلې کېدونکې تيوري ده. افغانستان يو موټی، نه بېلېدوکی او د وروڼو قومونو هېواد دی. د افغانستان وګړي به تر پايه د خپل هېواد د ملي ارزښتونو لپاره سړه او توده مبارزه وکړي او پرې به نږدي، چې زموږ هېواد لکه يوګوسلاويا او يا د بالکان سيمه غوندې زخمي شي او زموږ هېواد هم په ټوټو ووېشل شي، يو او بل ټبر يې تجريد او يا ورټل شي او يا هم زموږ په لرغوني هېواد کې د دوښمنانو د سياسي لوبو د لاسوهنو زمينه ورته برابره شي.
په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه په دې آند ده، چې د افغانستان ټول متدين خلک، علما، سياسي کارپوهان او اشخاص د آلمان د عيسوي ډيموکراتانو د دغه ناوړو هڅو په اړه په زغرده غبرګون وښيي او د خپل ګران هېواد افغانستان د ټوټې کېدو مخنيوی وکړي. موږ په دې ډاډه يو، چې افغانستان هېڅکله نه وېشل کېږي، مګر په خپلو هلو ځلو بايد د افغانستان د وګړو د قرباني د بړبوکۍ مخنيوی وکړو، ځکه لويديز يرغلګر له خپلې تېښتې سره غواړي په افغانستان کې هغه څه په ميراث پرېږدي، چې د شوروي اتحاد واکمنو په افغانستان کې په نويمو کلونو کې تر سره کړي ول.
د يو موټي، خپلواک او سمور افغانستان په هيله
و من الله التوفيق
په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه

اسلاموعليکم ده لر، او بر پښتانه او ده دنيا په هرګوټکۍ چه اوسيګۍ
وخت راغلې چه سره يو موټئ او يو اواز شئ او د داسی قاتيلانو او
وطن پلورونکې خاءېنانو په مخکۍ دفولاد پشان ديوال شئ وسلام
za da 1 afghan pa sefat dagha hamal ghandam,ho da afghanistan pa defa ki da sargharawene na ham dada na kawam
SLLAMONA
GRANO PASHTANO WRONO NOOR DOSHMANI AW DE GONDO NA TIR SHAY DE GRAN AFGHANISTAN DE TOTEKAWLO NA W ZHGHORY KA DASE WONA KRY TOL OMAR BA GHOLAMAN WAY PH KHOLA HAR PSHTON WAYE CHE MONG GHOLAMAN NH YO LIKN PH ASEL KE TOL DE GHOLAMY KARONA KAWAY
په جرمني کې له امریکایانو سره د غیرپښتنو افغان ګوندونو د مشرانو غونډه
Sunday, 01.08.2012, 05:10pm (GMT)
تاند(یکشنبه/جنوري۸) د امریکا د کانګریس له یوشمېر غړیو سره د افغانستان د شمال د یوشمېر قومي ګوندونو او مشرانو غونډه سبا د جرمني په برلین کې جوړېږي.
دې غونډه ته، چې (افغانستان ۲۰۱۴؛ فرصتونه او ستونزې) په نوم په اسپین انستیتیوت کې جوړېږي ، یوازې غیرپښتانه افغانان بلل شوي.
د کنفرانس د بلنلیک له مخې، چې یوه کاپي یې تاند ترلاسه کړې، د ملي ايتلاف مشر عبدالله عبدالله ، د ملي اسلامي غورځنګ مشر جنرال عبدالرشید دوستم، د اسلامي وحدت ګوند مشر عبدالکریم خلیلي، د ملي جبهې رييس احمد ضیا مسعود، د وحدت ګوند مشر محمد محقق، د بلخ والي محمد عطانور، د ولسي جرګې پخوانی رييس یونس قانوني، د ملي امنیت پخوانی رييس امرالله صالح، د افغانستان د ورځپاڼو د شبکې رييس ډاکتر حسین یاسا او د ملي جنبش مرستیال فیض الله ذکي په کنفرانس کې ویناوې کوي.
د امریکا له لوري د استازو د جرګې د کلیفورنیا د ۴۶ یمې حوزې غړی ډانا روهرابکر، د استازو د جرګې غړی لاریټا سانچیز(د کلیفورنیا) چې د وسله والو خدماتو د کمېټې عړیتوب لري، د ټکساس ایالت استازی لويي ګوهمرت چې د استازو جرګې د عدلي کمېټې مرستیال رييس دی، او سټیف کینګ چې د لوا د سیمې استازی دی، په دې کنفرانس کې برخه لري.
که څه هم ځینو افغاني رسنیو د دوی د بحث موضوع د افغانستان فدرالي کېدا بللې خو لا هم څرګنده نه ده چې دوی به سبا په کومو مسایلو خبرې وکړي.
دا لومړی ځل دی چې له افغانستانه دباندې د بهرنیانو له لوري د افغانستان د اقلیتونو په ګډون داسي یوه غونډه جوړېږي.دا چې په دې کنفرانس کې یوازې د افغانستان د قومي اقلیتونو مشرانو ته بلنه ورکړای شوې د ډېرو افغانانو په ذهنونو کې یې ګڼې پوښتنې پیدا کړي دي.ځیني وېره لري چې امریکا به هم د نورو استعماري قدرتونو په شان له دې کبله افغانستان ته ګوزار ورکړي چې د دوی د حضور پرضد پښتنو مقاومت کړی دی. دې ته ورته کار انګرېزانو او روسانو کړی و.
دي عربي زبي متل ده سي وايي : سمن كلبك يأكلك. ترجمه : خفل سفي ددي لفاره جاغوي سي ودي خوري. فه بشتنو هغه سويده. دي رستوني مران مو جاغ كرو اوس يي فه موز خوله را وكرزوله.
په الــــــمان هـــــیواد کي د افغان دښمنو ډلګیو
پر غونډه
په بلجیم کښي د افغان کلتوري بهیر
دریــځ
نن د دوزره دولسم لیږدیز کال د جنوری اتمه نیټه د بلجیم هیواد د پیک په ښار کښي د افغان کلتوري بهیر بیړنی غونډه جوړه شوه
لمړی حاجي امین باوري د غونډي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او وروسته د موضوع په اړه چي د المان هیواد په برلین ښار کي د وطن دښمنو او اولس دښمنو ډلو د غونډي په اړه وه ، معلومات وړاندي کړل .
په غونډه کي د کابل د طبي پوهنتون د فارمسی د پوهنځي پخوانۍ استاد الحاج ډاکټر ګل افضل غونډیوال مفصلي خبري وکړی ، ښاغلي غونډیوال افغانستان یو نه تجزیه کیدونکی هیواد وباله او څرګنده یی کړل چي افغانستان یو موټی دی او یو موټی به وي ، دا د جنګ او جنایتونو سالاران نه شي کولای افغان اولسونه سره بیل کړي .
ورسته الحاج حنیف هوتک د افغانستان تجزیه او یا هم د سیاسي سستمونو تجربی پر افغان اولس یو بل ناکام او د ستمي ډلو ناروا ګزار وباله . الحاج هوتک افغانستان له قومي او جغرافیایی پوله تشریح کړ . افغانستان یی یو داسي هیواد یاد کړ چي بیله مرکزي سیاسي سستم څخه بل هیڅ سیاسي سستم د افغانستان او افغانانو درد نه شي دوا کولای .
په غونډه کښي ازاد نظرونه هم واوریدل شول . غونډه د یوی دعایی په ویلو سره پای ته ورسیدل .
په پای کښي غونډي دا لاندي پریکړه لیک تصویب کړ :
لمړی – هیڅ یو وګړی او یا سیاسي ډله د افغانانو پر برخلیک او ژوند چي د افغانانو ملي ګټو ته زیان ورسوي ، د خبرو حق نه لري .
دوهم – دا اوسنۍ راغلي او یا بلل شوي کسان د افغانانو استازي نه دي او نه به هم د دوی پریکړي د عمل جامه واغوندي .
دریم – افغانان تر اوسه خپل اواز نه لري ، هیڅ یو بهرنی هیواد نه شي کولای دا ډلي او ډلګۍ د افغانانو استازي وشمیري ، بلکي دا ډلي د افغانانو د وینو پوروړي دی . دا باید له همدی تالار څخه د هاګ محکمی د پنجرو شاته د افغان بیګناه اولس د وینو بهولو جواب ورکړي .
څلورم – افغان کلتوري بهیر او بلجیم میشتي افغانان د المان هیواد له چارواکو ، او اولس څخه هیله کوي تر څو د المان – افغان اوږده او نیکه دوستي په داسي بیکاره او ناکامه ډلو او ټپلو ونه پلوري .
پنځم – افغان کلتوري بهیر مشرتابه جرګه ، غړي او بلجیم میشتي افغانان له افغان چارواکو او سیاسي منورینو څخه په درنښت هیله کوي تر څو د داسي یوې سیاسي غمیزي مخه ونیسي . افغان سیاسي منورین باید له نړۍ او نړیوالو سره د خبرو ور پرانیزي او د افغانستان داخلي واقعتونه هغسي چي دي وروپیژني .
شپږم – موږ افغانان دا جانیان او د وینو سوداګر په نړیواله محکمه کي غواړو . د دوی غونډه غندو او په رسوا ټکو کي د المان د هیواد او هغو سیاسي حلقو غندنه کوو چي داسي مجلسونه افغان دښمنو ډلو ته جوړوي .
اووم – موږ افغانان د دی مزدوري ډلي فیصلی نه منو .
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند اعلامیه
جرمنی 8 جنوری 2012
د یو شمیر خبري رسنیو څخه مو خبر تر لاسه کړ چې د ۲۰۱۲ ع کال د جنورئ په ۹مه او۱۰مه نیټه د جرمني دحکومت په کوربه توب د برلین په ښار کی په اسېین انستیتوت کی د«افغانستان، ۲۰۱۴، فرصتونه او ستونزې» تر سرلیک لاندی له ځینی لوړ پوړو امریکائي چارواکو سره دافغانستان د غیرپښتنو ګوندونو د مشرانو غونډه جوړیږی چی د نا تائید شوو خبرونو له مخی د افغانستان په ویش به خبری اتری کوی.
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند Pashtoon Social Democratic Party(PSDP) چی د پښتنو رسالت ورپغاړه دی او یوازینی ګوند دی چې د پښتنو د حقوقو ریښتینی استازیتوب کوی د المان حکومت او ددی غونډی جوړونکوو ته په ډاګه کوی چی افغانستان د ورونو قومونوګډ کور دى او پښتون قام چی په سلو کی٪ ۷۵ د افغانستان نفوس جوړوی ، په سيمه کې يو ستر ځواک دى ، سيمى ته ثبات او امنيت بخښى.
زمونږ په اند په افغانستان او سیمه کی په غير د پښتنود یووالی اوسوکالئ څخه امن او ټیکاو نه شى راتلای، د پښتنو ټولنيز ولسوګوند دداسی غونډو جوړیدل چی د افغانستان ډیرکی ولس (پښتون) استازیتوب پکی نه وی په افغانستان کی د میشتو ټولو ورورنو قومونو په زیان ګڼی او په کلکه ئی غندی. مونږ یو ځل بیا په ګاونډیو ،سیمه ایزو او نړیوالو قوتونو غږ کوو چی د پښتنو حقوقو ته په درناوی سره په افغانستان کی د ملی یووالی ملاتړ وکړی.
دغه راز مونږ د افغانستان په اوسني حکومت کی د هغه پښتنو څخه چې د پښتنو د حق تر نامه لاندى د پښتنو برخه خوری او په دولتى کورسیو ناست دى په کلکه غوښتنه کوو چې د پښتنو د حقوقو دفاع وکړى او پټه خوله پاتی نه شی .
په درناوی
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند
خپرونکی: د PSDP دخپرونو څانګه

دوشنبه د جنوري اتمه نېټه ،
د يوه تازه خبر پر اساس چي همدا اوس له کابله ترلاسه سوئ دی ويل سوي چي هغه د افغانستان د فدرالي کېدو په موخه پلان غونډه د بېلابېلو غبرګونونو پر اساس تېره شپه د برلين په يوه نامالوم ادرس کي ترسره سوې ده ، د غونډي لپاره په اصلي تالار کي به نن په نمايشي توګه ځيني کسان راټول سي خو هغه خبري چي جنګسالارانو له المانيانو او امريکايانو سره مطرح کول غوښتل ، تېره شپه سوي دي .
هڅه کوو په دې اړه نور جزيات هم ترلاسه کړو.
Salam!!!Loba pai ta rasezzi , zerak aw hoshiar ba matlab ta rasezzi .Da ttolu sa helo da chi da dagho aw nuru jangi mujremenu da mahkomawalu areze aw cheghi arupaianu aw da hagho parlaman ta wa rasezzi.
ګرانو افغانانو ، ګرانو لوستونکو ، ګرانو دوستانو سلام،
زمونږ لریوالی ددښمن نژدیوالی دی.. زمونږ نژدیوالی ددښمن لریوالی دی،
محمد یونس ( میوند ) هالنډ.
دعبدالله په مشرۍ د افغانستان ملي ايتلاف وايي چې په جرمني کې د «افغانستان۲۰۱۴، فرصتونه او ستونزې» په کنفرانس کې یې د دې لپاره ګډون نه دی کړی چې په دې کنفرانس کې د افغانستان د فدرالي کېدو په اړه بحث کېږي.
دغه کنفرانس ته د بلل شویو کسانو په لیست کې د ډاکترعبدالله عبدالله، کریم خلیلي، جنرال عبدالرشید دوستم، محمد محقق، احمدضیا مسعود، عطا محمد نور، محمد یونس قانوني، ډاکترحسین یاسا او فیض الله ذکي نومونه شامل دي.
خو کریم خلیلي، د بلخ والي عطا محمد نور او د ملي ايتلاف مشر عبدالله عبدالله په کنفرانس کې ګډون نه دی
کړی.
دا ټول د خارجیانو منافقت دی چی د افغان خلک اتفاق او اتحاد نه غواړي. که خبره د صلح او د منازعی حل او فصل وای خو باید ټول افغانانو په دی کنفرانس کی دعوت شوی وای.
لکه څرنګه چی څرګنده شوه د المان په برلین ښار کي د افغان ولس د قاتیلینو او تپل شوو د ګوتو په شمیر تش په نامه مشرانو ناستې (غونډی) د المان د حکومت سره هیڅ راز رسمی تړاو نه درلود.
په جرمني کې د کونړ د ځوانانوکلتوري ټولنه دغه راز ناستي او خوځښتونه، په هیواد کی دننه او بهر چی د افغان ولس یووالی ته زیان رسوی په کلکه سره غندی.
ټولنه په هیواد، سیمه اونړئ کی په انسان دوسته او سوله غوښتونکو قوتونو او په ځانګړی توګه د المان په حکومت چی د افغانانو سره ډیر ښه پخوانئ (سابقه)لري غږ کوی چی په افغانستان کی د ملی یووالی ، د افغانانو په خپل منځ کی د ښه پوهاوی، سولي او ټیکاو لپاره خپل هلی ځلی ګړندئ او ملاتړ ئی وکړی.
د يو موټي او خپلواک افغانستان په هیله
په درناوی.
دکونړ د ځوانانو د کلتوري ټولنې د کار ډله
داهغه پخه اوکره وینا ده چي په کلونو کلونوتر استعمال لاندي نیول شوې او په وارو وارو ازمایل شوې ده د دې جملې داستعمال څخه هدف داسي ښکاري چي یو سړی په یوه کار ښه ځان پوه کړي او بیا مخ ته ولاړ شي په دې مفهوم چي سړی تل دژوند پر راتلونکي باید فکر وکړي چي مخته څه لري که چیري بریتوب دخوښیو سره ولري یاخنډونه اوستونزي ولري ضرور ده پر دواړو لارو لازم غور وکړي او مخته ولاړ شي په هرکار کي سړی ثابت پر یوه نقطه ونه دریږي هڅه وکړي چي دپرمختګ اومخ ته تګ ورځانته پرانیزي دا کا رممکن په عملي کارو کي ډیراغیز ولري خوپه ټولنیزو او سیاسي افکارو کي هم کار ځني اخیستل کیږی دبیلګې په توګه ځیني دسیاست مینه وال او سیاسي کار پوهان سیاست کوي اوډیرښه په پوهیږي مګرمیدان ته نه راوزي (محتاط دي) دوی د دغه پورتني متل څخه داسي ګټه اخلي چي درې ګامه شاته مګر مخ ته هیڅ نه ، نه ګام ،نه نیم ګام اونه لویشت۰
ځینو ډلوخپل ځانونه داسي روږد کړي چي عینکي یې سرچپه ایښي دي او یوازي پر ماضي باندي یې فکراوسترګي ښه کار کوي خود راتلونکي ا بتکاراوعملي کارجرئت نلري زماپه اند اوس دوي ته پکار ده چي لږڅه مخ ته هم وګوري ځکه لاري ډیري کنډي کپري لري خدای نا خواسته ناخبره به کومي کندي ته لوید لی وي دافغانستان سیاسي حالت د معاملو په بحران کي غرق او په خورا درد ونکي ويجا ړ اوترینګلي جا لونوکي پیچل کیږي ټول سیاسي کار پوهان چي لاس تر زنه ناست دي اویا همیشه ثابت فکر کوي باید دمنجمد حالت څخه ځان راوباسي او ځانونه دوطن په درد ښه خبر کړي دګران هیواد پر روان کړکيچ فکر وشي اوبحران ته د نجات لاره ولټول شي یعني دوطن پر راتلونکي فکر وکړي او په دې لاره کي یو ګام مخ ته واخلي نورد بې اتفاقي څخه څه نه جوړیږي په خپلو منځونو کي جنګیدل تهمت ویل او یوبل پړه اچول به اوس په ګټه نه وي ځکه دغه کارونه د دښمنانو تیره وسله ده چي موږ پر راټول یو یوازي هوښیار او د لوي زړه خاوندان کولي شي چي واقعیت دموضوع درک اوځانونه ورسره عیار کړي زما په اند سیاسي کارپوهان باید د مشورو او تفاهم عملي لاره خپله کړي او بیله شخصي ګټو څخه
دملي زعامت په انتخاب کي فعاله ونډه واخلي اود هم ږغي داسي اوازونه پورته کړي چي همدا اوس ولس نیازورته لري۰
څرنګه چي وینو پر ولس او خاوري دمعا ملې پلانونه چي د پیژند ل شوومشهورو معامله ګرو له خوا مخته وړل کیږي ورځ په ورځ برملا اودعاملونو دمخ څخه هغه نقاب پورته کیږي چي کلونه کلونه یې کار ورته کاوه مګر دوي په دې نه پوهیږي چي دتاریخ او ټولني دیوه ملي قضا وت سره به مخامخ شي ،ټول پلانونه به یې رسوا او یو داسي ملي مقاوت او غاښ ماتوونکي ولسي ځواب به وویني چي طمع یې هم نه ورته کیده
منـنه امانزی ۰۸جنوري ۲۰۱۲
afrin bah ain jawan ke ch sawal haye jaleb kardah ast mohqeq bakodam choshm dar khanah khod nezd zan wa farzand kod mebined bah ewaz shma mohaqeq agar man basham khod koshi menomayam darmoqabel sawalat ke shmoa jawab dadah aed wazeh malom meshawad ke plan tajzyah afghanestan ra dared serf bah kater ke mhakemah nashawed wa zendagi koned bayad dashtah bashed ke allah taalla shoma ra jaza medehad jaiye farar nadard