چمن: دبي بي سي د خبر له مخې د پاکستان بلوچستان په چمن ښار کې پاکستاني پوځيانو یوځل بیا د افغان سوداګرو په توکو بار لسکونه لارۍ درولې وې.په دغو لاریو کې د افغان سوداګرو مالونه بار دي، خو پاکستاني چارواکي وايي په دې شک یې درولې، چې ګني د ناټو اکمالاتي توکي به په کې وي
پاکستاني پوځيانو ددغو لاریو مالونه لټول.په چمن کې د سرحدي عسکرو د سرچینو په وینا، دا ګام یې ځکه اخیستی، چې دوی ته په دغو لاریو کې ناټو ځواکونو ته د اکمالاتي توکو د لېږد خبر ور رسېدلی و.
خو له پلټنې وروسته دغه لارۍ د جمعې پر مازدیګر افغانستان ته روانې شوې.د ویلو ده چې یوه میاشت وړاندې په چمن کې افغانستان ته د ترانزیت مالونو کتل پیل شوي دي.پر همدې مهال، د افغانستان د سوداګرۍ خونه او افغان سوداګر سخت خواشيني دي، چې مالونه یې پروخت نه رسېږي، او ان ځینې داسې سوداګریز مالونه هم پکې شته، چې د وخت په تېرېدو سره خرابېږي.پاکستان وايي چې افغانستان کې د ناټو پر اکمالاتو مالیه غواړي.پاکستان افغانستان ته پر تلونکو سوداګریزو توکو محدودیت هغه مهال وضعه کړ، چې د تېرې میاشتې په وروستیو کې مومندو ایجسنۍ کې د ناټو بمبار ۲۴ پاکستاني پوځيان ووژل. په دې سره د واشنګټن او اسلام اباد اړيکي ترینګلي شول.پاکستان وویل چې افغانستان ته د ناټو ځواکونو ته په هر لیتر تیلو او اکمالاتي توکو به مالیه اخلي.دا مهال په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو ډېر مالونه بند پاتې دي.