پېښور – په پاکستان کې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ یو قانون منظور کړی دی چې تر مخې به یې د صوبې عدالتونه هغو کسانو ته د پینځه کاله بند او ۵۰ زره پاکستانیو روپیو سزا اوروي چې د کورنۍ ښځو ته په جایداد کې برخه نه ورکوي.دا قانوني بل اسمبلۍ ته د پاکستان پیپلز ګوند غړې نور سحر وړاندې کړی وو چې د پنجشنبې (د جنورۍ پینځمه) په ماښام اسمبلۍ په متفقه توګه منظور کړپه دې ترځ کې د قانون صوبايي وزیر بیرسټر ارشد عبد الله د هغو خلکو د سزا په اړه وویل چې ښځو ته په جایداد کې برخه نه ورکوي.ده وویل، د نوي قانون تر مخې ښځو ته باید په جایداد کې هومره برخه ورکړل شي چې د اسلام مذهب ټاکلې ده.ارشد عبد الله وویل، د دې قانون تر عملي کېدو وروسته به اوس ښځې د خپل حق غوښتنه کولای شي.پر دې مهال، وویل، د قانون له منظورۍ سره به اوس د پښتونخوا عدالتونه د دې پابند وي چې د شپږو میاشتو دننه د ښځو لخوا د جایداد په اړه غوښتنلیکونه فیصله کړي.تر دې وروسته، نور سحر د دې قانون د منظورۍ په خوشالۍ کې خواږه هم وویشل.