کور / تازه خبرونه / په باجوړ کې ۱۶تښتول شوي ماشومان راخوشې شول

په باجوړ کې ۱۶تښتول شوي ماشومان راخوشې شول

باجوړ: دازادۍ راډيو دخبرله مخې د پروسږ کال په وړوکي اختر کې د باجوړ په سیمه کې د وسلوالو طالبانو له خوا برمته شوي پاتې ۱۶ټول ماشومان راخوشې شول.په راخوشې شویو کې اووه ماشومان د ترخو د کلي، دوه ماشومان د ایراب کلي، څلور د اګره کلي یو ماشوم د بايي چینې او دوه ماشومان د سېوۍ د کلي اوسېدونکي دي.د تحصيل ماموند باجوړ څه نا څه ۲۵ ماشومان د وړوکي اختر په ورځ له افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه د کونړ یوې سیلاني سیمې ته د اختر مېلې ته تللي ول چې د وسلوالو طالبانو له خوا برمته کړل شول.ځینې سرچینې د ماشومانو له خولې وايي چې وسلوالو هغوی بې له شرطه پرېښودل . له دې ډلې ځينې ماشومان مخکې پرېښودل شوي وو.باجوړ په شمال کې له خیبر پښتونخوا سره پروت دى. په غرب کې له کونړ، جنوب کې له مومندو، او په ختیځ کې له خیبر پښتونخوا سره پولې لري.