جنګ دي ورک شي

هغه څه چې یو هیواد او ملت د نړۍ د نورو ملتونو او هیوادونو څخه په کالونو کالونو تر شاه پریږدي هغه جنګ دی، جنګ په یوې ټولنه کې د همغې ټولنې د مادي او ماناوي ارزښتونو د خوراک بلا ده، جنګ د بدمرغۍ، بیکارۍ، ګډوډۍ او بې عدالتۍ ځاله ده او جنګ د انسانانو، حیواناتو، حشراتو او نباتاتو مرګ دی نو بیا ولې جنګ او د څه له پاره جنګ؟؟؟؟؟؟؟


هغوی چې په بنیادی لحاظ د جنګ په تاوانونو او زیانونو خبر دي نو له شک پرته چې هیڅکله هم جنګ نه غواړي، هغوی د جنګ پر ځای سولې او ثبات ته ترجیح ورکوي ځکه چې سوله او ثبات د هرې انساني او بشري ټولنې د پرمختګ او پیشرفت ضمانت کوي. تاسو وګورﺉ نړۍ د دېرشو او څلویښتو کالونو په دوران کې تر کومه ځایه ورسیده خو مونږ د ودې او پرمختګ دغه کالونه په جنګ او جګړه کې تېر کړل پایله یې هم دا شوه چې له یوې خوا مو ګلالۍ هیواد د نړۍ د پرمختللي کاروان څخه تر شاه پاتې شو او له بلې خوا مو خلک او وګړي د ژوند په بېلا بېلو اړخونو کې نورو ته احتیاج پاتې شول، پلونه ، سړکونه او تعمیرونه مو که وران شول یو ورځ به اباد شي خو هغه زیان چې د جنګ او جګړې له امله مونږ ته په ماناوي لحاظ ورسید په پیړیو پیړیو هم نه شي جبرانیدلی، مونږ په دوران د څلويښتو کالونو کې هیواد وران کړ خو نړۍ  په خپله غیږه کې نوي راټوکیدلي هیوادونه نه یوازې دا چې ځای کړل بلکې د پرمختګ او انکشاف رنګین رازونه یې هم په لاس کې ورکړل.


 د نړۍ د ملتونو بچيان پرته له هر ډول ویرې او ترس ښوونځیو او پوهنتونونو ته روان دي خو زمونږ بچیان د ویرې او ترس د چتر لاندې ښوونځیو او مدرسو ته روان دي، د نړۍ د بچیانو په شان زمونږ بچیان هم حق او مینه لري چې په پوره ډاډمنه فضا کې درسونه ووایی خو جنګ او جګړې زمونږ له ماشومانو د هغوی بنیادي، قانوني او شرعي حقوق اخیستي. لږ سوچ او فکر په کار دی ، جنګ او جګړه هیوادونه خواره وي خو علم او پوهه هیوادونه د پرمختګ تر پولې رسوي، هغوی چې د پوهې او علم لار خپله کړي نن په مریح کې د خپلو وګړو د ژوند د کولو امکانات لټوي مګر هغوی چې په جنګ او جګړه تکیه کړي په ځمکه هم د اوسیدو کم امکانات لري!


که خبره د اوږده تاریخ وي نو مونږ په سیمه کې له هر چا وړاندې یو خو که خبره د علم او تکنالوجۍ شي نو بیا مونږ له هر چا تر شاه پاتې یو، که خبره د تورې او ټوپک شي نو بیا هم په سیمه کې له هر چا وړاندې یو خو که خبره د کتاب او قلم شي نو بیا هم په سیمه کې له هر چا تر شاه پاتې یو، مونږ باید په دې کلک باور ولرو چې خپل ملي ویاړونه او تاریخ د تورې او ټوپک پر ځای پر علم او قلم ډېر ښه ساتل کیږي ځکه چې ۲۱ پیړۍ د علم او تکنالوجۍ پیړۍ ده، هغوی چې د علم او تکنالوجۍ په وسله سمبال دي په نړۍ حکومت کوي مګر هغوی چې د علم اوتکنالوژۍ څخه لیري پاتې شوي نو په حقیقت کې د ژوند په هر اړخ کې نورو ته اړ او محتاج دي.


زمونږ او تاسو ګلالۍ هیواد له ډول ډول طبعي منابعو ډکه سینه لري خو دا چې علم او او تکنالوژي نه لرو اړ یو چې د دوی استخراجول نورو ته په هغه قیمت ورکړو چې د دوی پکې ګټه وي، په مونږ هغه کانه شوي چې د سمندر په غاړه روان خو له تندې مرو، لامل یې څه دی ؟ لامل یې د جنګ او جګړې د کرغیړني بلا سره دوستي ده، باور ولرﺉ چې په استعداد کې د نړۍ له هېڅ ملت هم کم نه یو خو په تاسف سره چې هر څه رانه د جنګ او جګړې بدمرغې بلا خوړلي. دا وخت له مونږ او تاسو پوره فکري زیرکتیا او هوښیارتیا غواړي، که چېرې اوس هم متوجه نه شو نو کلک باور ولرﺉ چې تر پیړیو پیړیو به د خپلو هغو ګاونډیانو د لاس اله و کوم چې زمونږ په مخکې نړۍ ته راغلي، هغه ګاونډیان چې ما او ستا یې د ازادۍ له پاره د خپل تن وینې قرباني کړی، لږ فکر او سوچ په کار دی، تر څو پورې به مونږ، زمونږ او تاسو بچیانو او میرمنو د نورو په کوڅو کې نورو ته د احتیاجۍ لاسونه نیولي وي تر کومې به زمونږ او تاسو بچیانو او میرمنو ته د معاف کړه مهاجره کلمې کارول کیږي؟؟؟؟؟


د خدای او د هغې د رسول په لحاظ نور په دې مظلوم او کړیدلي ملت رحم وکړﺉ، دې باغیور خو ځوریدلي ملت ته موکه ورکړﺉ چې د نړۍ د نورو هیوادونو په څیر په امن، ثبات او ارامۍ کې ژوند وکړي.