برایې ماښام په نیمه شپه کي یوه وحشتناکه خوب راکښېنولم، تر سهار پوري په بستر کي لټ پر لټ کېدم خو خوب مي نور تللی وو. په بستر کي مي د خوب پر معنا فکر کاوه خو سر مي نه په خلاصې دئ. تر یوه څه ځنډ وروسته مي د خوب د نه راتک پر علت فکر کاوه، خو ورځ مي هم ښه به خوشحالي تیره کړې وه بستر ته تر تګ وروسته مي ښه ورزش هم کړی وو خو خوب نوره یارانه پریښي وه. تر څه ځنډ وروسته مي مخ او لاسونه مي پرېولل او اوبه مي وڅښلې بیرته بستر ته راغلم د خو په نیامت مي سترګي پټي کړې خو خوب بیا هم نه وو. وروسته د سهار د اوداسه او لمانځه لپاره پورته سوم تر لمانځه وروسته مي بیرته بستر ته فنا یوړه تر څو د پوهنتون د ژمي د سمستر دا اوله اږده او یخه ورځ په پوهنتون کي په اسانۍ راباندي تیره سي خو د خوب ښاپیرۍ لا هم مروره وه. اخیر په ډېره نا امیدۍ او ستړی حالت د پوهنتون په نیت له بستره پورته سوم، د سهار ناری مي په هول هول وکړ او اته نیمو بجو ته مي د اوتاوا په دا یخه هوا کي چي منفي ۲۶ درجې وه ځان پوهنتون ته ورساوه.
د ماځیګر پر شپږ بجي له پوهنتونه کور ته راورسیدم. پر لاري مي چي خپل ټلیفون بیرته د سایلنټ موډ څخه اړاوه ومي لیده چي له افغانستان څخه مي ټلیفون ته زنګونه راغلی دي. کور ته چي ننوتم پر ټولو ماتم خپور دئ. نن مي په کندهار کي د ځانمرګي برید له امله یو تنکی د خاله زوی په شهادت رسیدلی دئ، بل ورور یې ټپي دئ او د کوچني خور پښه يې پري سوې ده. انا الله و انااليه راجعون.
په ۲۰۱۰ م کال کي مي دوه د خاله زامن د معلمۍ د مقدسي دندي له کبله چي په مسجد کي پر لمانځه ولاړ وه به شهادت ورسول سوه. پر مړینه یې ولسمشر کرزي هم د سولي په مشورتي جرګه کي اوښکي توی کړې. په ۲۰۱۱ م کال کي مي ماما چي د کلي یو مخور سپین ږیری وو، ووژل سو او د ۲۰۱۲ م کال همدا تراژیدي.
خپله سپین سرې بوره او وراره خاله مي سترګو ته ودرېده چي د خپل مشر ورور جسد ته ولاړه وه خو نوره نو هغه عادي او نارمل ښځه نه وه. کله به یې د خپل ورور له جسد سره خبري کولې او کله به يې ورته خندل. یو کال وروسته مي د بلي خاله همدا حال دئ. وایې کله چي د خپل تنکي زوی جسد لیدلی بیا یې تر خوله اف نه دئ ختلی او خدای خبر چي د خپلي کوچنۍ لور او کوچني زوی له غم او د زخمونو له درده به خبره وي که نه.
د پيښي د جزیاتو د کتلو لپاره مي د انټرنیټ پاڼي سره وپلټلې یوازي لروبر او خبریال ویبپاڼو یې لنډه یادونه کړې وه نور مطبوعات ګوره چي څه وخت به په خبر سي او یا فکر کوم چي دا خبر به ورته مهم نه وي. تر څو میاشتي لږ ارامۍ نن بیا کندهاریان د غم پر ټغر ناست دي. په افغانستان کي هر څه پېښيږي خو نه یې قاتل عامو افغانانو ته معلوميږي او که معلوم هم سي سزا نه ورکول کیږي.
د ټولو افغانانو همدا ژوند دئ، د ولسمشره څخه نیولي بیا تر یوه عادي افغان پوري ټوله د غم پر ټغر ناست دي. پر موږ او زموږ په شان نورو افغانانو خو دا غمیزه راغله او تیره به سي، زما د خاله ګانو په شان ډېري مندي بوري سوې او ډېري بې اوازه او لیونۍ سوې خو زه د خو په فکر کي یم چي دا حالت پر را روان دئ. خدای دي زموږ افغاني مندي او خوندي نور له دې درانه غمه وساتي.
درویش صاحب وایې:
چي نه بيا توره پورته سي نه سر په وينو رنګ سي
باداره دغه جنګ دي د وطن آخري جنګ سي
خو په وطن کي ددې نا اهلو حکومت او زموږ د دښمنانو دا وحشي څیرو ته چي ګورم فکر نه کوم چي خدای دي د دوریش صاحب او نورو افغانانو دعا ژر قبوله کړي.