ميرانشاه:د رسينو د خبر له مخې د شمالي وزيرستان په ميرانشاه کې دپاکستان د طالبانو تحريک د پاکستان د اېف سي ١٥ سرتېري،وژلي دي.دغه سرتيري دوه اوونۍ مخکې د دېره اسماعيل له ټانک څخه تښتول شوي وو.د دغو سرتيروجسدونه نن سهار د اورکزو او شمالي وزيرستان تر منځ د پلان خېلو په نوم په يوه غرنيزه سيمه کې موندل شوي دي.بلخوا د طالبانو د تحريک وياند وياند احسان الله احسان د دغو سرتيرو د وژنې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.