کور / هراړخیز / افغانستان دغازي امان الله خان په دوره كې (۱۳مه برخه)

افغانستان دغازي امان الله خان په دوره كې (۱۳مه برخه)

(مذهبي او ټولنيز غبرګونونه)
دويم څپركى //۱۳مه برخه   تېره برخه له دې ځايه ولولئ
ليكواله/ (Drs, Senzil  Nawid)
  ژباړه: جاويد واك


پان اسلاميزم او لومړۍ نړيواله جګړه:


غازي امان الله خاند امير حبيب الله خان د سلطنت دوره هغه مهال پيل شوه، چې په نړۍ کې  د اسلام پالنې او نړيوال پان اسلاميزم مفکورې په چټکۍ سره پر مختګ کاوه.


په ۱۹۱۱ز کال کې د ترکيې او ايټاليا تر منځ جګړه او په را وروسته دوه کلونو کې د بالکان جګړې په نړۍ کې د مسلمانانو ترمنځ د يو موټي کېدو او يو ځای کېدو احساس را ژوندی کړ.


ان تر دې چې په نړۍ کې د اسلامي خلافت دبيا را ژوندي کېدو نظريې را پيدا شوې. په پيل کې د دووم سلطان عبدالحميد(د ترکيې عثماني سلطان) او د خلافت خوځښت په نوم د ځينو ترکي مسلمانو ځوانانو مبارزې شروع شوې. د دغو مبارزو موخه د ترکيې په ګټه په هندوستان او منځنۍ اسيا کې د اسلامي يووالي او پان اسلامېزم تقويه کول وو.


ځکه نو قوي ملاتړي پيدا شول او په يادو سيمو کې د اسلامي خلافت مفکورې په چټکۍ سره غزونې وکړې او خلک د پان اسلاميزم په فکر کې شول.


د سراج الاخبار دناشر محمود طرزي په مشرۍ د افغاني ملت پالو يوه ډله په دې فکر کې شوه، چې د ملت پالنې او اسلامي تفکر تر منځ نږدېوالی را منځته کړي.


له همدې امله يې په سراج الاخبار کې د خپلو افکارو د خپرېدو هڅې پيل کړې او تر ډېره يې خپاره هم کړل.


د دغه اخبار پر لپسې چاپونې، د افغانستان د خلکو لپاره د سياسي شعور د ويښېدا دروازې پرانېستلې. همدا رنګه دغه اخبار د تبليغ، عثماني ترکيې لپاره د مر ستو د جلبولو او د پان اسلاميزم دمفکورې د خپرېدو وياړهم تر لاسه کړ.


په دغه وخت کې د ترکيې عثماني سلطان په ستره نړيواله جګړه کې د ترکيې د ګډون اعلان وکړ او د نړۍ مسلمانان يې د اسلامي خلافت په ملاتړ د متحدو ځواکونو پر وړاندې جهادکولو ته را وبلل.


ځينو افغاني علماوو او ملت پالو په دروند استقبال د عثماني سلطان دغې غوښتنې ته لبيک وويل او له ترکانو سره د مرستو په موخه يې هڅې پيل کړې.


د افغاني کړيو دغه استقبال يوازې د دې لپاره نه وو، چې ترکيه د اسلامي خلافت مرکز دی او د اهل تسنن پيروان بايد د مسوليت احساس وکړي، بلکې  د دې لپاره وو، چې د متحدينو پر ضد له نور قواوو سره همغږي وښيې او ګمان کېده، چې دغه کار به له انګلستان څخه د افغانستان د بشپړې ازادۍ د لاسته راوړلو په برخه کې هم اغېزمن تمام شي.


نو ځکه د خلکو تر منځ په سراج الاخبار کې د جهاد مقالې په چټکۍ سره خپرې شوې. دغه کار نه يوازې د هغو کسانو لخوا تر سره کېده، چې د حج له مراسمو څخه راستانه شوي وو، او د ترکيې په ملاتړ د مقالو او نشراتو په برخه کې يې هڅې کولې، بلکې د ډيورنډ دواړو لورو ته د افغان او انګرېز تر کنټرول لاندې په قبايلي سيمو کې د ترکانو د اجنټنانو لخوا هم په دې برخه کې هڅې روانې وې.


په همدې وخت کې ملاترانګزايي، چې د انګرېزانو تر کنټرول لاندې په شمال لوېديځه سيمه کې اوسېده، د امير امر ته منتظر ناست وو، چې خپل فعاليتونه پيل کړي.         ۶۲


سراج الاخبار به په خپلو نشراتو کې له ترکانو سره ژوره همدردي ښودله او هندوستان يې د کفر ځمکه او دارالحرب ګاڼه. د سراج الاخبار نسخې د هندوستان د نيمې وچې په ټولو سيمو کې ووېشل شوې او په ډېر شوق سره لوستل کېدلې.           ۶۳


 په هندوستان کې دې ته ورته د الحلال او کامراد په نومونو ورځپاڼو هم په ازاده توګه په خپرونو پيل وکړ، چې د مولانا محمد علي او مولانا عبدالکلام لخوا يې مشري کېدله.


په دغو ورځپاڼو کې هم د ترکيې په ملاتړ زيات شمېر مقالې خپرېدلې.او له ترکيې سره د همدغې ګډې همدردۍ پايله دا شوه،  چې د هندي مسلمانانو او د افغانستان د علماوو او ملت پالو تر منځ اړيکې ډېرې نږدې شوې.


په ۱۹۱۵ م کال کې د ترکيې او المان په استازيتوب يو ګډ هيئت د اوسکارنيدرماير په مشرۍ  د المان د صدر اعظم او امپراطور له پيغام سره يو ځای کابل ته راغی.


په دغه پيغام کې د افغانستان امير هڅول شوی وو،  چې د ترکيې په ملاتړ له روان جهاد سره يو ځای شي او ځانګړو ځواکونو ته اجازه ورکړي، چې د افغانستان له لارې هندوستان ته ور واوړي.


په دغه هيئت کې د څو ترکانو په ګډون د هندوستان دوه تنه انقلابي مشران برکت الله او مهندراپرتاپ هم موجود وو. يادو دوه مشرانو بيا وروسته په کابل کې د جلا وطن په نوم يو لنډ مهالی حکومت جوړ کړ.


پر همدې مهال په هند کې د خلافت د خوځښت يوه مهم غړي او د ديوبند مدرسې پروفيسور، مولانا محمد حسين، پرېکړه وکړه، چې  خپل يو پيرو مولوي عبيدالله سندي افغانستان ته راوليږي، د مولانا په مشوره، نوموړی مولوي افغانستان ته راغی او دلته يې د انګرېزانو پر ضد د جهاد تبليغ پيل کړ.    ۶۴


همدا راز مولانا محمد حسين هڅې پيل کړې، چې په سرحدي سيمو کې هم د جهاد غږ پورته کړي، هلته يې خپل نږدې ملګری د ترانکزيي ملا د دې کار لپاره و هڅوه او هغه هم ورته کار  وکړ.


افغانستان ته د جرمن او ترک هيئتونو د راتګ خبر په چټکۍ سره په ټولو سرحدي سيمو کې خپور شو.


که څه هم د دربار ځيني متنفذ مشران، لکه سردار نصرالله خان او اعتمادالدوله له ترکانو سره د يو ځای کېدو لېواله وو، خو امير حبيب الله خان په دې اند وو، چې په جګړه کې ښکېلېدل به په هېڅ ډول د افغانستان په ګټه نه وي.


هغه هيله من وو، چې د جګړې پر مهال به د بېطرفۍ سياست خپلوي  او له هغه وروسته به پرته له کوم قيد او شرطه په اغېزمن ډول د افغانستان د خپلواکۍ مسله انګرېزانو سره سپينوي.


هغه باوري وو، چې افغانستان به له انګلستان سره په هر ډول خصمانه جنګ کې بايلونکی وي، له همدې امله يې د ترکي او الماني هيئت وړانديز شوې طرحه رد کړه او د بې د طرفۍ اعلان يې وکړ.   ۶۵



د حبيب الله خان لخوا د افغانستان د بې طرفۍ اعلانول او له انګرېزانو سره مخکينيو تړونونو ته وفادار پاتې کېدل، هغه څه وو، چې له امله يې ورځ تر بلې د امير پر وړاندې د علماوو غصې راوپارېدلې.


همدا راز د امير له دغه سياست څخه ملتپاله ډلې هم، چې د افغانستان د بشپړې خپلواکۍ غوښتونکې وې، ناراضه شوې.


مذهبي او ديني کړيو به ډيری وخت د جنګ جګړو لپاره خلک د انګليستان تر ولکې لاندې سرحدي سيمو ته ور مخامخول. د دغه ځای زياتره اوسېدونکي د هډې د ملا مريدان وو.


د ۱۹۱۵ ز کال د اپرېل پر ۱۸مه، د چکنهور ملا  په پېښور کې چې د برېتانوي هند او افغانستان سرحدي سيمه وه، د قبايلو يو ستر لښکر را غونډ کړ. نوموړی لښکر وړاندې لاړ او برېتانوي هند ته ور داخل شو.


د همدې کال په  می مياشت کې د هند ګورنر جنرال او ويسرا لاردهاردينګ، د قبايلي مومندانو د خصمانه عملياتو په اړه، چې د چکنهور ملا لخوا، د پېښور په شاو خوا کې  را پارول شوي وو، د افغانستان امير ته خبر ورکړ او له امير څخه يې په کلکه غوښتنه وکړه، چې د دې پېښو تر شا  ولاړو کسانو ته سخته سزا ورکړي.                ۶۶


خو د چکنهور ملا د اوړي تر پايه ډېرې هڅې وکړې، چې په دغه سيمه کې خپل کار ته ادامه ورکړي، هغه غوښنتل افريدي قبايل، چې د هډې ملا له پيروانو څخه وو وپاروي. همدا راز هغه هڅې کولې، چې د شيخ بيکتوت او د نازيانو د ملا ملاتړ هم تر لاسه کړي.                  ۶۷


په همدې وخت کې ترانکزيی ملا، سانداکاني ملا او بابړي ملا په مومندو قبايلو کې د خلکو پر  راپارلو لګيا وو او هغوی يې جهاد ته را بلل.                    ۶۸


که څه هم په انګرېزانو باندې د يوې ګډې حملې مخه هغه وخت ونيول شوه، چې په اګست مياشت کې په همدې سيمه کې د کولرا ناروغي خپره شوه، خو بيا هم به سپتمبر مياشت کې انګرېز ضد فعاليتونه پيل شول.        ۶۹


د روانو حالاتو په اړه د هند وايسرای امير حبيب الله خان ته ليک واستوه او په يوه برخه کې يې داسې راغلي وو ((د اسلام پور يو ملا مير صاحب جان پاچا د ستونزو د ډېرولو په موخه ستاسو له سيمې څخه د مومندو سيمې ته تللی دی))             ۷۰


امير حبيب الله خان هڅې پيل کړې، چې ازاد قبايل د خلافت له ملاتړ څخه منصرف کړي. په همدې موخه يې د ننګرهار مشهور ديني عالم ملا عبدالحميد ته د همکارۍ لاس ور اوږد کړ او غوښتل يې له همدې لارې د قبايلي پاڅونونو مخه ونيسي.                        ۷۱


باالاخره حبيب الله خان مجبور شو او يوه ۵۴۰ کسيزه جرګه يې په کابل کې را وغوښتله، چې د المان – ترک هيئت پر غوښتنو بيا کتنه وکړي.


غبار په دې اړه  داسې ليکي، چې د امير اصلي موخه دا وه تر څو ټولې هغه منابع، چې انګليسان ترېنه په اضطراب کې وو، په کابل کې راټولې او تر خپل نظارت لاندې يې وساتي             ۷۲


په ياده جرګه کې د پاچاصاحب اسلام پوري، ملامحمد(اخوندزاده موسهی)، د تګاب اخوندزاده، ميا صاحب بورو، د حصارک مياصاحب، د هډې استاد، ملا چکنهوراو د مجددي کورنۍ ځينو غړو په ګډون د جهاد يو شمېر مد عيونو هم برخه درلوده.                     ۷۳


امير حبيب الله خان په همدې وخت کې يوه رساله چاپ او نشر کړه. په رساله کې د اولی لامر د اطاعت عنعنوي نظريه په افراطي ډول توصيف شوې وه او تاکيد شوی وو، چې د اولی الامر له حکم څخه پرته جهاد نه شي کيدای.                         ۷۴


د دغې رسالې نسخې د هيواد په ټولو جوماتونو او نظامي مرکزونو کې ووېشل شوې. امير حبيب الله خان له انګرېزانو سره وعده وکړه، چې تر هغې به د افغانستان د بېطرفۍ سياست ته دوام ورکوي، چې د هيواد کورنۍ ګټې يې په خطر کې ونه لوېږي.                     ۷۵


د ۱۹۱۶ م کال په می مياشت کې، المان ـ ترک هيئت له څو مياشتنيو مذاکرو وروسته په داسې حال کې له افغانستان څخه بيرته ستون شو، چې امير حبيب الله خان په علني ډول د بې طرفۍ اعلان وکړ.


د امير له خوا د عثماني سلطان د غوښتنو نه منل، د دې سبب شو، چې کور دننه علما او ملتپاله ډلې له امير څخه ناراضه شوې.


د هيئت له بېرته ستنېدو څخه څو ورځې وروسته انګرېز استازي په کابل کې   د داسې خبر پاڼو د خپرېدو اعلان وکړ، چې پکې  امير محکوم شوی وو او هغه پکې د انګرېزانو د يوه خدمتګار په حيث ياد شوی وو. دغه نشريې چې د کابل په ټولو سترو جوماتونو کې توزېع شوې  وې له خلکو څخه غوښتل شوي وو، چې د امير اوامر ونه مني او په وړاندې يې مبارزه وکړي.                    ۷۶


د ۱۹۱۶ز کال د جون په مياشت کې پاچا صاحب اسلام پوري د خپلې لور د جنازې په مراسمو کې خلکو ته وويل، چې امير حبيب الله به تر هغې له انګرېزانو سره خپل تعهدات مات نکړي، تر څو چې د يوه پياوړي ځواک په وسيله مجور نشي.         ۷۷


په همدې مهال کې يو بل مهم بدلون دا وو، چې  د چمرکند د مهاجرينو جرګه (په باجوړ سيمه کې) د افغانستان او برېتاوي هند په سرحد کې دايره شوه.


د دغې جرګې ټول مجاهدين غړي د احمدشاه برائيلي پيروان وو او خپله احمدشاه د شاه عبدالعزيز دهلوي مريد پاتی شوی دی.


احمد شاه برائيلي هغه څوک وو، چې د پولې اخوا د سرحد په شمال لويديزه برخه کې يې د يو  داسې اسلامي دولت د جوړېډو مفکوره درلوده، چې د کافرانو له کنټرول څخه ازاد وي.


۱۹۱۵ز کال لا پای ته نه وو رسېدلی، چې د مجاهدينو يوې ډلې د مولوي عبدالکريم کنوجي او مولوي محمد بشير په مشرۍ په چمرکنډ سيمه کې د يوې وړې ټولنې بنسټ کېښود. دغو دواړو ملايانو د لاهور په چينيانوالي جومات پورې تړاو درلود. ياده شورا د هډې ملا د جومات تر څنګ ځاي پر ځای شوه او له هغه ځايه يې فعاليتونه پيل کړل.  ډېر وخت نه وو تېر، چې د سلو په شاوخوا کې کابل ميشتې هندي مسلمانان او په همدې شمېر د سماستا اوسېدونکي له دغو مهاجرينو سره يو ځای شول.      ۷۸


د مهاجرينو شورا د نائب السلطنه سردار نصرالله خان، حاجی ترانګزيي، مير صاحب جان پاچا اسلام پوري، ملا بابړي او همدا رنګه د افغانستان د حکومت او د کابل مېشتو مهمو مشرانو په مالي مرسته ورځ تر بلې پياوړې کېدله.                          ۷۹


د ۱۹۲۶ز کال تر نيمايی پورې چمرکند د ا نګرېز ضد فعاليتونو پر يوه ستر مرکز بدل شو. چمرکند په يوه داسې مرکز واوښت، چې پکې د افغاني ملتپالو عالمانو، په هندوستان د مسلمانو فعالينو او د ترکي اسلامپالو نظريات يو ځای کېدل او د ټولو په ګټه پرې عمل کېده.


د ۱۹۱۶ز کال د اګست په مياشت کې د هندوستان حکومت يوه انګرېز ضد توطيه شنډه کړه. دغه توطيه د انګرېز ضد عناصرو او د افغانستان د حکومت د اړيکو په پايله کې جوړه شوې وه. وروسته ثابته شوه، چې په ياده توطيه کې د چمرکند مجاهدين، چې د هندي افرطګرو په نامه يادېدل، لاس لري. په همدې وخت کې انګرېزکمشنر راس کپل ته، چې هغه وخت په بلوچستان کې وو خبر ورسېد، چې افغان حکومت په ښکاره ډول د چمرکند له مجاهدينو سره مالي مرستې کوي.            ۸۰


د نويو مالوماتو په ترلاسه کولو سره انګرېزانو پر افغان امير فشارونه لا زيات کړل او هغه يې مجبور کړ، چې په سرحدي سيمو کې د انګرېز ضد فعاليتونو مخه ونيسي.


د امير حبيب الله خان له بې طرفۍ سياست سره، سره بيا هم خلکو په پټ او ښکاره ډول د انګليسانو پر ضد مبارزې ته دوام ورکړ او د دغو هڅو په کابو کولو کې د امير اقداماتو کوم د پام وړ بدلون رامنځ ته نکړ.


انګرېز ضد احساسات او د اسلامي خلافت مبارزين هغه وخت لاپسې ګړندي شول، چې په حجاز کې د انګليسانو لخوا د ترکانو پر ضد پاڅونونو ته لمن ووهل شوه.


د ۱۹۱۶ز کال د جولای په مياشت کې محمود طرزي په سراج الاخبار کې يوه تحريکوونکي مقاله خپره کړه او د مکې امير يې پکې د يوه خاين په نوم نومولی وو.                    ۸۱


په همدې حالاتو کې د کندهار د ملايانو يوې سترې ډلې د دغه ښار له نائب الحکومه سره ملاقات وکړ او ادعا يې وکړه، چې د انګليسانو لخوا دمسلمانانو د سپېڅلو ښارونو نيونه دا مانا ورکوي، چې د دوی پر ضد په جهاد کې هېڅ شک او شبهه نه ده پاتې او په هر چا فرض دی.


سره له دې چې نائب السلطنه نصرالله خان له ترکانو سره همرازي درلوده اود عثماني ترکيې يو سر سخت پلوی وو، خو بيايې هم په ښکاره ډول د خپل ورور د سياست مخالفت ونکړ، خو په پټه يې په قبايلي سيمو کې په انګرېز ضد تحرکاتو کې لاس درلود.


د ۱۹۱۷ز کال په وروستيو کې امير حبيب الله خان مالومات تر لاسه کړل، چې ورو يې په قبايلي پاڅونو کې لوی لاس لري، له همدې امله يې هغه په سرحداتو کې د قبايلي ادارې له امورو څخه لرې کړ.     ۸۲


له پلازمېنې بهر د ټولو خلکو احساسات داوو، چې بايد افغان حکوت له انګرېزانو سره جګړه اعلان کړي. ان تر دې چې ځينو مهمو مذهبي کړيو په هندوستان کې د اسلامي خلافت له پلويانو سره نېغې اړيکې درلودې.


د بېلګې په ډول په کال ۱۹۱۸ز کال کې پاچاصاحب اسلام پور له خلافت څخه دملاتړ په موخه په اسلام پور کې د هندي مسلمانانو غوښتنې ومنلې.                             ۸۳


د ۱۹۱۹ز کال په فبرورۍ مياشت کې، هغه مهال چې دامير د محتاطانه سياستونو له امله ناهيلي خپل اوج ته رسېدلې وه او امير دښکار په موخه مشرقي ولايتونو ته تللی وو، نو همالته په خپله خيمه کې د يوې مرمۍ په وسيله په قتل ورسېد. دانډياافس د سياسي شعبې په يو يادښت کې د پېښې په اړه داسې ليکل شوي دي (۱۹۱۹زکال د مۍ ۱۷مه):


((انګرېزانو ته د افغانستان د وروستني امير وفاداري په بشپړه توګه ښکاره ده او اوسمهال زمونږ په دواړو جرګو کې د هغه توصيف کېږي. هغه په نړيوال جنګ کې سخت مهم رول ولوباوه او دغه  نقش يې په برياليتوب او مهارت سره پای ته ورسوه. هغه نه يوازې دا چې د المان او ترکيې د استازو غوښتنو ته تسليم نشو، بلکې د يو زيات شمېر ډلو په وړاندې يې مبارزه وکړه لکه (ک د د) او د خپل ورور نصرالله خان چې هڅې يې کولې تر څوامير د اسلام د پاچا لقب ومني او د انګرېزانو  پر ضد په جګړه کې ښکلېل شي. دا چې د امير په قتل کې به د هغه جنګي سياست څومره اغېزه ولري، هغه موضوع ده، چې په اسانۍ سره يې څوک نشي اثباتولی   ))            ۸۴
 



لمنليکونه:


۶۲ ـ قريشي، په سياست کې د علماوو ونډه، ۲۲۴.


۶۳ ـ د هند وايسرای د دسمبر پر ۱۴مه د افغانستان امير ته داسې ليک واستوه:


(( موږ خبر تر لاسه کړی، چې له کابله خپرېدونکې سراج الاخبار ورځپاڼه، د اروپا د روانې جګړې په اړه  په لويه کچه تخريب کونکي او ناسم مطالب خپروي. د دغه اخبار مطالب پرته له دې، چې دخلکو پر ذهنونو منفي اغېزې کوي، بله کومه ګټه نه رسوي او د روانې برېتانوي جګړې د پرمختګ او لاملونو په اړه هېڅ هم نه نشروي.


زه باوري يم، چې په دغه ورځپاڼه کې خپرېدونکې مطالب ستاسو د دولت د نظريات نه دي او هېڅکله به هم ستاسو د عاليه دولت اوخپله ستاسو د احساساتو استازيتوب ونکړي. زما په اند که دا ورځپاڼه په همدې ډول وچلېږي، نو دا به په بشپړه توګه يو ناسم کار وي. ځکه، چې د دغو ناسمو مطالبو په خپرېدو به ډېری ناخبره خلک ګمان وکړي، چې ګني دا ستاسو د عاليه دولت نظريات دي.د دې کار په دوام سره به خلکو ته ذهني فشارونه پيدا شي او ګمان به وکړي، چې ګني زما او ستا اړيکې خرابې شوي، چې په هېڅ صورت زه نه غواړم خلک زمونږ د دوستانه اړيکو په اړه داسې فکر هم وکړي. باور وکړی، چې زه هېڅ لېواله نه يم څو د افغانستان په يوه وړه مسله کې هم ځان دخېل کړم، خو دو يوه ملګري په حيث تاسو ته مشوره درکوم، چې په دې اړه تاسو پرېکړه وکړی. زه هيله مند يم، چې یا خو دا خپروه بنده کړئ او يا يې هم په اوسنيو نشراتي اصولو کې بدلون راولئ )).


IORL,/P&S/14/6,Kharita,no. 29-POA,Delhi,Dec.14,1914,from HA Viceroy to HM Amir of Afghanistan.


۶۴ ـ  قريشي، په سياست کې د علماوو ونډه،۲۴۶ـ۲۴۷.


۶۵ ـ JOR,L/P&S/14/6, Kharita no. 6,POA, Mar. 3,1915. from HE Viceroy and Gov. G. to HM Amir of Afghanistan:


د ۱۹۱۵ز کال د مارچ په درېيمه انګرېز وايسرای امير حبيب الله خان ته ليک واستوه، چې په يوه برخه کې يې داسې راغلي وو:


(ډېر خوښ يم، سر بېره پر دې چې تاسو په خپل قلمرو کې د نفوذي کړيو په په اغېزمن موجوديت کې بيا هم په سيمه کې د خپلې بې طرفۍ سياست، چې له برېتانيا سره مو وعده کړې وه، تعقيب کړ.زه داسې شواهد لرم، چې په جوماتونو کې د ملايانو په نرمو خطبو ستاسو پام دی او همدا راز د سراج الاخبار په ژبې هم ډېره پاملرنه لرئ).


۶۶ ـ IOR, London, L/P&S/14/6, Kharita, No. 10, PO- A, Simla, May. 10, 1915, from HE the Viceroy to HM Amir Habib-Allah.


۶۷ ـ IOR L/P&S/10-544, P 3352, Sep. 15, 1915.


۶۸ ـ Ibid, P3845, 1915, P 3258, 1915.


۶۹ ـ Ibid, P3553, Aug. 29, 1915.


۷۰ ـ Ibid., L/P&S/14/6, tel. no. S994, Sep. 28, 1915.


۷۱ ـ غبار، ۷۳۹.


۷۲ ـ د غبار همدا اثر


۷۳ ـ د غبار همدا اثر


۷۴ ـ سراج الاخبار، شپږم کال، ۱۵،۱۴ اپرېل، ۱۹۱۶.


۷۵ ـ Adamec, Afghanistan, 1900-1923, 92.


۷۶ ـ IOR, L/P&S/10/202, P2805, 1916.


۷۷ ـ Ibid. Letter from George Roos- Keppel to the secretary of state for India, n. 48 N, June – 17, 1916.


۷۸ ـ Lal Baha, 102.


۷۹ ـ Lal Baha, 102.


۸۰ ـ Lal Baha, 107 _ 105.


 ۸۱ ـ سراج الاخبار، څلورم ټوک، ۲۲مه ګڼه، جولای ۱۶مه، ۱۹۱۶.


۸۲ ـ Adamec, Afghanistan, 1900-1923, 92.


۸۳ ـ Government of India, Who is Who of Afghanistan, 1920, 151.


۸۴ ـ The Afghan Situation, JAI/FPD, India Office, A 177, May 17, 1919.