کور / هراړخیز / د اخوان المسلمین نړیوال حرکت …..

د اخوان المسلمین نړیوال حرکت …..

(جماعة الاخوان المسلمین)په اسلامی نړۍ کی د معصر اسلامی حرکتونو بنسټ سید جمال الدین الافغانی ایښي دی ،د هغه هڅی دا وی چی اسلامی نړۍ یو موټي او دیو پیاوړی اسلامی اتحاد لاندی وی ،د هغه هڅی که څه هم په هغه وخت کی ډیری بریالۍ نه وی خو په اسلامی نړۍ کی یی اغیز پریښود او دهغه شاګردانو دهغه دا فکر ژوندی وسات ، چی د ههمدغه فکر تر اغیز لاندی د اخوان المسلمین نړیوال حرکت په شلمه پیړۍ کی رامنځ ته شو ، او په شلمه او یوشتمه پیړۍ کی د اسلامی نړۍ اکثره اسلامی حرکتونو د اخوان المسلمینو څخه ریښی اخیستی ، په عربی نړۍ کی د سترو بدلونونو له امله د اخوان المسلمین رول په سیاسی ډګر کی نور هم پیاوړی شوی،
» داخوان المسلمین د نړیوال حرکت بنسټ په ۱۹۲۸ کال د مصر د الاسماعلیه په ښار کی د خدای بخښلی حسن البنا په اند او فکر کیښودل شو، چی د لږی مودی روسته د دغه حرکت مرکز د مصر پلازمینی قاهری ته را نقل شو ، او په ډیره کمه موده کی یی وکولی شول چی ځان د مصر په سیاسی او ټولنیز ډګر کی په ښپو ودروی ، او په ټولنه کی د اغیزمند رول جوګه شی په کال ۱۹۳۰ کی د اخوان المسلمین د عمومی ِغونډی په ترڅ کی د دغی ډلی د کار سنبال اوتنظیم په اړه لومړۍ تګلاره جوړه شوه ، او په ۱۹۳۲ کال کی اخوان المسلمینو د خپل نړیوال تنظیم لمنه له هیواد نه بهر اوږده کړه او په لومړی ځل یی د جبوتی په دولت کی خپله څانګه پرانسته ، او په ۱۹۳۳م کال اخوان المسلمینو د اخوات المسلمات (د تنظیم ښځینه څانګه)څانګه د اسماعیله په ښار کی پر انسته ،د دجون په میاشت کال ۱۹۳۳م کی د اخوان المسلمین ډلی د اسماعلیه په ښار کی خپله لومړی عامه غونډه جوړه کړه چی پکی د مصر د ټولو ولایتونو نه د استازو پرته ځینو بهرنیو اخوانیانو هم ګډون درلود اود يولړ مضوغګانو په سر خبری اتری سلامشوری پکی وشوی، او په همدغه کال اخوان المسلمین اونیزه مجله(جریده اخوان المسلمین ) خپره کړه په ۱۹۳۹ کال چی کله د اخوان المسلمینو دایره پراخه شوه او لګښت نورهم زیات شو،او دغړو دمیاشتنۍ ونډي څخه د لګښت پورکیدل نا شوني ښکاریدل، نو داخوان المسلمین عمومی شورا په دی سلا وکړه چی باید اخوان المسلمین داسی ګامونه پورته کړی چی دا اقتصادی فشار نه بچ شی او د حکومت او یا بلی اداری مرستو ته اړ نشی ، ترڅو یی پریکړی خپلواکه او د کوم اغیز لاندی را نه شی،نوهمدا وه چی په ۱۹۳۹ م کال یی لومړی شرکت ( المعاملات الاسلامیه) په نوم جوړ کړچی په لږه موده کی دغه شرکت د پراخه شتمنی څښتن شو ، په دغه موده کی دبرتانیا ځینو جنرالانو د اخوان المسلمین ډلی ته د پراخه مالی مرستی لاس اوږد کړ خو دغی ډلی داسی مرستو څخه ډه ډه کوله چی دهغو په تګلاره یا پریکړه اغیز وکړی او په خپلو ښپو ودریدل یی غوره کړل همدا وه چی په لږه موده کی په هیواد کی د مخکښو شرکتونو څښتن همدا ډله شوه ، په ۱۹۴۲ کال د دوهم نړیوال جنګ په ترڅ کی اخوان المسلمین وتوانیدل چی خپل فکر په اردن فلسطین او سوریا کی خپور کړی او په دغو سیمو کی پلویان پیدا کړی ، او په ۱۹۴۴ کال اخوان المسلمینو د اردن فلسطین لپاره دسوری په پلازمینه دمشق کی خپله څانګه پرانسته . د دوهم نړیوال جنګ نه روسته چی کله د فلسطین په ځمکه د اسرایلو دولت جوړ شو نو په ۱۹۴۸ کال د فلسطین د ازادۍ په جنګ کی اخوان المسلمینو پراخه ونډه واخیسته ، او د سوری اردن عراق مصر څخه یی جهادی ډلی برابری کړی چی د اسرایلو په ضد وجنګیږی، چی کله له جنګ نه دغه ډلی راستنی شوی نو د مصر د وخت لومړی وزیر محمود فهمی النقراشی دوی په دی تور زندانیان کړل چی دهیواد دسولی او امنیت په ضد کار کوی ، اود اخوان المسلمین ډله یی غیری قانونی ډله وبلله ددغه ډلی شتمني یی قبضه او ټول دفترونه یی ور وتړل ان دحسن البنا شخصی موټر او موټروان یی ونیو او له هغه یی وسله چی اجازه نامه ورسره هم وه واخیسته، چی ورپسی په لږه موده کی د طب پوهنځی محصل عبد المجید حسن چی د پولیسو په جامه کی کورنیو چارو وزارت ته ننوتی وو لومړی وزیر النقراشی وواژه ، او تور د اخوان المسلمین په ډله پوری شو ، که څه هم حسن البنا دغه پیښه په کلکه وغندله ، او وویل چی دا قاتل نه د اخوانو او نه د مسلمانانو څخه دی ، د نقراشی د وژنی نه ایله څو میاشتی روسته د اخوان المسلمین دحرکت مؤسس حسن البنا په ۱۲ د فبروری ۱۹۴۹ کال په قاهره کی د شبان المسلمین دټولنی مخ ته د ماښام په اتو بجو وویشتل شو ، د هغه ټپونه له ګواښ څخه بهر وو، له کوم موټرڅخه چی پری ډزی شوی وی حسن البنا د موټر نمبر رنګ ماډل په اړه خپلو ملګرو ته بشپړمالومات ورکړل ، ان په روغتون کی یی خپلی جامی په خپله ویستلی ، خو حکومت هغه ته د تادوی څخه ډاکټران منعی کړل او په 12:30 بجو د شپی یی روسته له هغه چی ډیره وینه تری وبهیده ژوند له لاسه ورکړ ،مړی یی حکومت په ډیره سختي دهغه کورني ته وسپاره ، جنازه یی ښځو پورته کړه روسته له دی نه چی هیڅ چاته اجازه نه وه چی هغه ته ورنیژی دی شی بلکی هر هغه سړی نیول کیده چی دهغه د کور خوا ته ورتللو، یوازی دهغه پلار او مکرم عبید چی دهغه ملګری وواو یو مسیحی وو د هغه په جنازه کی ګډون درلود ،

د د تاریخ په اوږدوکی داخوان المسلمین د نړیوال حرکت مشران ( مرشیدین )
» حسن البنا لومړی مرشید او مؤسس( ۱۹۲۸ م کال نه تر ۱۹۴۹ م )
» حسن الهضیبی ( ۱۹۴۹ م نه تر ۱۹۷۳ م)
» عمر التلمسانی ( ۱۹۷۳ م تر ۱۹۸۶ )
« محمد حامد ابو النصر ( ۱۹۸۶ م تر ۱۹۹۶م )
» مصطفی مشهور ( ۱۹۹۶ م تر ۲۰۰۲م)
» مامون الهضیبی ( ۲۰۰۲ م تر ۲۰۰۴ م )
» محمدالمهدی اعاکف ( ۲۰۰۴ م تر ۲۰۱۰م )
» محمد بدیع ( ۲۰۱۰ م کال نه پيل ……)

» د اخوان المسلمینو مشر یا مرشد :
د اخوان المسلمین مشر(مرشد) د تګلاري د مخی د عامې شورا یا جرګې له خوا ټاکل کیږی ، پکار ده چی مرشد لږ تر لږه د اخوان المسمین د ډلی ۱۵ کاله غړی پاتی شوی وی ، یعنی ۱۵ کاله یی د اخوان المسلمین په حرکت کی تیر کړی وی ، د ټاکل کیدو روسته به د دغی ډلی غړی ورسره بیعت کوی ، مرشد به د شپږو کالو لپاره خپله دنده پرمخ بیایی ، شپږ کاله روسته بیا هم کولی شی د یو ځل بیا لپاره مرشد شی که یی د شورا د غړو باور خپل کړو ،
» د اخوان المسلینو د ارشاد (رهبری ) عام نړیوال دفتر:
د ارشاد یا رهبری عام دفتر د اخوان المسلمین د اجراوی لوړ پوړی رهبری ده،او د د اخوان المسلمین د ډلی یا حرکت د ادرای او سیاسی چارو څارندوی دی، د ارشاد د دفتر غړی دټاکنو له لاری د څلورو کالو لپاره ټاکل کیږی ، د اخوان المسلمین د ارشاد یا رهبری دنړیوال دفتر غړی د مرشد نه پرته ۱۳ تنه وی ،
» د اخوان المسلمین نړیواله عامه شورا:
د اخوان المسلمین عامه نړیواله شورا ، د اخوان المسلمین مقننیه قوه ده، چی پریکړی یی اجباری دی ،او د څلورو کالو لپاره ټاکل کیږی ،چی په دندو کی یی داخوان المسلمین د حرکت عامه څارنه اد دمرشد ټاکنه راځي ، د عړو شمیر یی ۳۰ تنه دی ، چی په هرځای کی د اخوان المسلمین د ډلو ټپلو دنفوس په اساس د خپلو ځای شوراګانو له لوری ټاکل کیږی،

» په اسلامی او عربی نړۍ او ټوله نړی کی د اخوان المسلمین نفوس……..
» د اخوان المسلمین حرکت په ۱۹۲۸ م کال کی په مصر کی پیل شو ، او په څوکالوکی دغه حرکت نړیواله پڼه خپله کړه ، چی اوس مهال د عربی او اسلامی هیوادونو په هر هیواد کی همفکره ډلی ټپلی او یا استازیتوب لری ، چی ځینی یی د اخوان المسلمین په نامه او ځینی نور یی په ګڼو اسلامی ډلو ټپلو یادیږی ، لکه په سوریا کی د اخوان المسلمین ډله ، په اردن کی ، لیبیا ، قطر ، کویت ، او نور ، ځینی اسلامی ډلی چی اخوانی فکر لری ، لکه په فلسطین کی د حماس اسلامی غورځنګ ، حرکت جهاد الاسلامی ، تونس حرکت نهضه الاسلامیه ، په پاکستان کی جماعت اسلامی ، هند کی جماعت اسلامی ، په بنګلدیش کی ،مالدیف ، اندونیسیا کی اسلامی حرکتونه ، افغانستان کی حزب اسلامی ، جمیعت اسلامی ،او نور ، په هر اسلامی هیواد کی د دغه نړیوال حرکت همفکره او پلویان شته، د اخوان المسلمین د نړیوالو اړیکو د استازی یوسف ندا د الجزیره تلویزون سره په مرکه کی ویلی چی د ۲۰۰۷ کال د یوی سروی له مخی په نړی کی اوس مهال د اخوان المسلمینو شمیر د سل ملینو نه پورته شوی ، او په مصر کی د اخوان المسلمین شمیره ۱۵ ملینو نه اوچته شوی ، همداراز د اخوان المسلمن د سروی له مخی په نړی کی په ۷۵ هیوادونو کی اخوانیان پلویان لری، خو دامرایکا یوه سروی بیا ۷۰ هیوادونه ښی،
» په سیاسی ډګر کی د اخوان المسلمین ګډون :
له کلنه چی حسن البنا داخوان المسلمین د حرکت بنسټ کیښود په همغه وخت کی یی د سیاسی کار تګلاره هم برابره کړه،چی موخه یی په سیاسی ډګر کی اصلاحات او د اسلام دسپیڅلی دین احکامت تطبیقول دی ، کله چی استعماری ځواک برتانیا او تالی څټی حکومت ته مالومه شوه چی دغه حرکت مخ پر خپریدو دی او په هیواد او له هیواد نه بهریی پلویان په زیاتیدو دی او په سیاسی ډګر کی د نورو ګوندونونه زیات پلویان جلبوی چی دا کار د استعمار او ملګرو لپاره ګواش دی ،نو د دغه حرکت د ځپلو لپاره پلمی په ۱۹۴۱ م کال پیل شوی او په وار وار مرشد او نور مخکښ غړی د حکومت له لوری نیول کیدل پیل شواو شتمنی یی غصب کیدلي ان دا چی دغه ډله د یو دسیسی له لاری بی قانونه وبلل شوه او ټول دفترونه شتمنی یی حکومت غصب کړل او دوخت په تیریدو په اخوان المسلمین باندی ظلمونه ډیریدل ،د ۱۹۵۲ م کال د ازادو ضابطانو دانقلاب په سر کی په دوی څه اسانی راغله ، چی په لږه موده کی دغه نوی ریژیم هم دزاړو په شان د اخوان المسلمین سره ستوغ چلند پیل کړ بلکی له پخوا څخه هم ورتیر شو او د دغی ډلی زرګونه غړی یی زندانیان کړل او په دو کی یی څو مخکښ اخوانی مشران په اعدام هم کړل چی یو پکی سید قطب وو دا وخت په واک کی جمال عبد الناصروو ،داخوان المسلمین په وړاندی د ظلم جبر سلسله همداسی روانه وه ،خو د ۲۵ جنوری ۲۰۱۱ کال د ولسی پاڅون نه روسته چی د استبدادی ریژیمونو ټغر تر یوی کچی ورټول شو داخوان المسلمینو ډلی په لومړی ځل ساه واخیسته او په مصر کی یی خپل دفتر په رسمی توګه پرانست، اویو سیاسی ګوند یی جوړ کړ عدالت او ازادی ( العداله والحریه) چی د دغه ډلی سیاسی څانګه بلل کیږی، په سیاسی ډګر کی داخوان المسلمینو لومړی ګډون خو ډیر زوړ دی،خو دا ګډون داخوان المسلمین غړو په ازاده توګه کاوه ،ځکه چی په مصر کی د دین او م‍ذهب په اساس ګوندونه د قانون له مخی دسیاسی عمل اجازه نه لری، او په همدی اساس داخوان المسلمین ډله رسمی سیاسی ګوند نه وو او اجازه یی نه لرله چی په ټاکنو کی په دی نامه ګډون وکړی، خوبیاهم له ډیره وخته په پارلمانی ټاکنو کی اخوان المسلمینو په ازاده توګه ګډون درلود خو نه توانیدل چی کومه چوکۍ ترلاسه کړی ، په ۱۹۸۴م کال اخوان المسلمینو د وفد ګوند په لیست کی په پارلمانی ټاکنو کی ګډون وکړ او په لومړی ځل یی ۷ چوکۍ د پارلمان خپلی کړی ، په ۱۹۸۷ م کال په پارلماني ټاکنو کی اخوان وتونیدل چی د پارلمان ۳۷ چوکۍ په خپل نامه کړی ، که څه هم چی په دغه ټاکنو کی د اخوان المسلمین زرګونه تنه غړی دحکومت له لوری بندیان شوی هم ول خو بیا هم اخوانو ستره کامیابی ترلاسه کړه، په ۱۹۸۹ م کال د مشرانو د جرګی په ټاکنو کی د حکومت په لوي درغلی کی داخوان یو غړی هم ونه توانید چی کومه چوکۍ خپله کړی ،له همدغی کال څخه اخوانو د ټاکنو څخه بایکات اعلان کړاو سببونه یی په ټاکنیز بهیر کی دحکومت لاسوهنه او درغلي وښوده، په ،۲۰۰۰ م کال د اخوان المسلمین ښځینه غړی جیهان الحلفاوی پارلمانی ټاکنو ته ځان کاندید کړ چی دا لومړی ځل دی چی داخوان المسلیمینو یوه ښځینه غړی په ټاکنو کی ګډون کوی ،په دغه کال د اخوان المسلمین ۱۷ غړی پارلمان ته داخل شو، اخوان المسلمین د ۲۰۰۵ م کال په پارلمانی ټاکنو کی یوه تاریخی کامیابی ولیده او ۸۸ چوکۍ یی خپلی کړی چی دا حاکم ګوند ته یو ستر ګوزار وو ،په ۲۰۱۰ م کال کی په پارلمانی ټاکنو کی د سترو درغلیو له وجی په لومړی پړاو کی اخوان یوه چوکۍ هم خپله نه کړه ، او له دوهم پړاو څخه یی بایکاټ وکړ ، د ۲۵ دجنوری دولسی پاڅون نه روسته چی اخوان المسلمینو پکی پراخه ګډون درلود ،اود حسنی مبارک د ریژیم د نسکوریدو روسته ، د پارلمانی ټاکنوچی په څو پړاوونو ویشل شوی ، د ترسره شوو ټاکنو په سلو کی ۴۰ یی اخوان المسلمینو ګټلی دی ، او اټکل کیږی په راتلونکی پراړونوکی دا بریالیتوب پیاوړی کړی ،