دهردولتي نظام دمنظموجوړښتونويوه منسجمه مجموعه ده ،چې په چوکاټ کې يې بېلابېلې ادارې دقوانينوپه رڼاکې دځانګړو موخوپربنسټ ولسونوته خدمتونه وړاندې کوي ،خودهرې ادارې دندې ،مسووليتونه اواهميت يوله بل څخه زيات توپيرلري.په همدې چوکاټ کې عدلي اوقضايي ارګانونه په واقعيت کې د يودولت دهغه مهمو ارګانونوله ډلې څخه دي ،چې په ټولنه کې دقانون دحاکميت ،عدالت دتامين ،دحق دثبوت،دمظلومو وګړو دحقوقوڅخه د،دفاع ،دظالم دمجازاتو،دباطلوپرضداو ورته نورو سپېڅلو موخو دلاسته راوړو،دنده اومسووليت په قانوني چوکاټ کې په غاړه لري .
دهرې شخړې دحل ،هواري اوڅارنې لپاره په بېلابيلو پړاوونوکې دقانون ترسيوري لاندې دحل غوره اومنطقي لارې دهمدغه ارګانونو له لارې لټول کيږي ،په هغه هېوادونوکې چې عدلي اوقضايي ارګانونه ځواکمن ،پياوړي ،مسوول اوټول پريکړې يې دقانون په چوکاټ کې ترسره کيږي ،ولسونه يې نيکمرغه ،هوسا،خوندي ،سولييز،يواوبل ته ددوه اړخيزه درناوي په چوکاټ کې ارامه اومنظم ژوندلري ،ټولنيزعدالت په کې تامين دى ،دخلکوپه حقوقوباندې څوک دقانون اودعدالت دمنګولو له ويرې تيرى نه کوي ،ټول وګړي دقانون په وړاندې مساوي حقوق لري ،قانون ته ددرناوي ټول اخلاقي ارزښتونه خلکوپه ځان کې ژوندي ساتلي دي ،دګډوډيومخه نيول شوې ،ټولې ادارې په ډيرمسووليت اوشفافيت سره خپل ورسپارل شوې دندې سرته رسوي ،ځکه چې دغفلت په صورت کې ترپوښتنې اوڅيړنې لاندې نيول کيږي .همدا لامل دى، چې نن ورځ هغه هېوادونوته چې عدالت په کې تامين اودقانون دحاکميت فضاء رامنځته شوې ، دپرمختللو اومتمدنوهېوادونوګوته نيول کيږي ،واقعيت هم دادى که چيرې په هره ټولنه کې په ژوره توګه سره له هره اړخه يوه منطقي اوپرځاى څيړنه ترسره شي ،دعدالت تامين په ټولو بشري ټولنوکې ډير دارزښت اوپام وړ اړتياده، ځکه چيرته چې عدالت تامين وي هلته هرڅه دمثبتوبدلونونو لوري ته روان وي ،خلک له نظام سره مرستې اوهمکارۍ ته چمتو ،وي ،دباطلواوناروا کړنو پرضدمبارزه کوي ،وګړي ټول يودبل حقوقواو ازاديو ته بشپړدرناوى لري ،دقانون دحاکميت واکمني وي.
دې ته ورته ډيرې داسې ښګڼې شتون لري چې دعدالت په تامين سره رامنځته کيږي .که مونږ خپل هېوادته پاملرنه وکړو په هېواد کې مو په لسيزو لسيزو جګړو هرڅه له خاورو سره خاورې کړي دي ،دزياتو بدمرغيوله امله په خلکوکې دقانون دحاکميت اودرناوي په اړه هيڅ ډول کومه ځانګړې مفکوره شتون نه لري ،ټول خلک فکرکوي چې دوى هرڅه کوي هغه به دقانون په څيريوڅه وي ،په دغه تيرو ناخوالوکې نه يواځې دقانون حاکميت ته زيان رسيدلى و، بلکې هرڅه دټولوقانوني اوحقوقي ارزښتونوپرخلاف و،دمظلومو وګړوپرحقوقوباندې دزورواکولخوا تيرى کيده، ملي شتمنۍ دقانون ماتوونکوکسانولخوا لوټ کيدلې ،دجرايموګراف ډيرلوړ و،دحق اوباطل توپيريواځې داړيکو اوپيسوپربنسټ شونى و،دهرډول جزايي اوحقوقي شخړوهواري ته په هيڅ ډول قانوني رسيدګي نه کيدله ،په لنډډول په ټولو ادارو کې يوډول ګډوډي حاکمه وه چې دعدالت ټولو بنسټونوته يې ژورزيان اړولى و،داچې اوس مهال له نيکمرغه په دې هېوادکې تريوه بريده پورې دټولو ګډوډيومخه نيول شوې ،ترلسيزو جګړو،ناخوالو اوتاوتريخوالي وروسته هرڅه بدل شوي دي ،هرحقوقي جوړښت دمشروعيت بڼه خپله کړې ده ،نظام دخلکودارادوپربنسټ سره ځواکمن شوى دى ،ديوحقوقي جوړښت چې هغه دولت دى ټول جوړښتونه بشپړشوي دي ،بلکې دهېوادپه ټولو سياسي ،فرهنګي ،اقتصادي ،پوهنيزو،نظامي اونوروډګرونوکې دپام وړمثبت اواغيزمن بدلونونه رامنځته شوي دي ،چې دټول هېوادپه تاريخ کې يې پخوا سارى نه ليدل کيږي .خوددې لپاره هغه څه چې دټولو مثبتوبدلونونو يوځواکمن بنسټ دى ،نور هم ځواکمن شي بايدپه ټوله پاملرنه سره دعدالت دتامين اودقانون دحاکميت لپاره هراړخيزه هڅه وشي ديادې موخې دترلاسه کولو لپاره اړتيا ده چې عدلي اوقضايي ارګانونه پياوړي شي ترڅو ديادو ارګانونوپه پياوړتيا سره دعدالت دتامين اوټولنيزې هوساينې لپاره په هراړخيز ډول زمينه مساعده شي ،داچې په څه ډول اوکومه بڼه سره عدلي اوقضايي ارګانونه پياوړي کيږي ،اوڅنګه کيدلى شي ديادو ارګانونو اړتياوې پوره اووړتياوې لوړې شي؟ ديادې موخې دترلاسه کولو لپاره هراړخيزه هڅو،دنړيوالې ټولنې مرستوته اړتياده .ترڅو په واقعي توګه سره ددولت دغه مهم ارګانونه چې دعدالت په تامين کې رغنده اودقانون دپلي کيدوپه ډګر کې اساسي ونډه لري په ښه ډول سره اکمال ،تجهيز اوملاتړ ته اړتيا لري . ددې لپاره چې دټول هېوادپه کچه په ځانګړې توګه سره په خوست ولايت کې اړتيا ليدل کيږي، چې ددغه ارګانونودپياوړتيالپاره غوره ،اغيزمنه هڅې اوکړنې ترسره شي .
خوست ولايت يوله هغه ولايتونوڅخه دى چې ددغه ولايت دمشرتابه په ځانګړې پاملرنې سره ديادو ارګانونودپياوړتيا لپاره خورا اغيزمنې کړنې اوهڅې ترسره کيږي .دخوست ولايت مشرتابه ددې لپاره چې په دغه ولايت کې دټولو ناخوالو اوبدمرغيو مخه نيول شوې ،ټولنيزعدالت په ښه ډول سره تامين شوى وي ،ټولو جزايي اوحقوقي شخړوته دهواري قانوني لارې پيداشوې وي ،دفسادمخه په ټولوادارو کې نيول شوي وي ،دورته نورو سپېڅلوموخودترلاسه کولو لپاره دې ته ملاتړلې ده ترڅو دمرکزي حکومت اونړيوالې ټولنې په همکارۍ سره په دغه ولايت کې کمزوري قضايي اوعدلي ارګانونه پياوړي ،اکمال ،تجهيز اوظرفيتونه پکې لوړ شي ،ديادونې وړ ده ،چې په دې برخه کې په زړه پورې لاسته راوړنې هم ترلاسه شوې دي ،په تيرو څو مياشتو کې دعدلي اوقضايي ارګانونو دپياوړتيا اوځواکمنتيا لپاره بېلابيل سيمينارونه اوکنفرانسونه جوړشوي دي ،چې په پايله يې دعدالت دتامين اودنوموړي سيستم دپياوړتيالپاره يې مثبت پايله درلوده ،په همدې لړکې په دغه ارګانونو کې ډيرى نوي کسان نوي په دنده ګمارل شوي دي .خولاهم په دې برخه کې ډيرې نيمګړتياوې اوستونزې شتون لري ،ددغه ولايت په ولسواليوکې اوس هم دياد ارګانونو اړونده څانګې ،دتاسيساتودنه شتون اودپرسونلو دکمبودسره مخامخ دي،چې دغه نيمګړتياپه خوست کې په لويه کچه ولسونه له ستونزو سره مخامخ کړي دي .دبلې خوا ددغه ولايت خلک تل له ولايتي ادارې څخه غوښتنه کوي ،چې په ولسواليوکې بايدټولې عدلي اوقضايي ادارې فعالې شي،ترڅودخلکوستونزو اودعواګانوته په خپل وخت سره رسيدګي وشي .
خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي تل په مرکزي حکومت اونړيواله ټولنه باندې غږ کړى چې ديادو ارګانونو په اکمال ،تجهيز او پياوړتياکې ورسره مرسته وکړي ،خوتراوسه پورې په هغه کچه چې په دې ولايت کې ورته اړتيا ليدل کيږي کوم چا مرسته اوهمکاري نده کړي .
نوموړي وايي :که چيرې په خوست ولايت کې مرکزي حکومت اونړيواله ټولنه ددولت ددغه مهمو ارګانونوپه اکمال ،تجهيز اودظرفيتونوپه لوړاوي کې مرسته وکړي .نوډيرژربه په دغه ولايت کې دغوره حکومتوالۍ لپاره روانه مبارزه نوره هم چټکه شي ،داداري فسادپه وړاندې مبارزه چې په پايله کې ېې د٤٠په شاوخواکې لوړپوړي اوټيټ پوړي کسان يادو ارګانونوته ورپيژندل شوي ،نوره هم اغيزمنه شي ،ولسي باوربه نور هم په ولايتي اداره باندې زيات شي ،ولسونوته به دژوندانه دښه والي زمينه برابره شي ،دقومي شخړو اومنازعاتوجرړې پرې شي .په خوست ولايت کې اوس مهال هغه کسان چې په عدلي اوقضايي ارګانونوکې کارکوي ،له ډيربدحالت سره مخامخ دي ،ان ترې دې چې ددغه ادارو کارکوونکي دخپلوکارونو دپرمخ بيولو لپاره دکارخونې،لازم دفتري وسايل اوداوسيدوځاى نه لري ،نودوى به څرنګه وکولى شي ،دخلکو ستونزو ته دحل په موخه رسيدګي وکړي .لنډه داچې مرکزي حکومت اونړيواله ټولنه بايد په دغه ولايت کې دعدلي اوقضايي ارګانونوپياوړتيا لپاره عاجله مرسته وکړي.