ارنسټ همينګوې هغه مشهور امريکايي ناول، لنډه کيسه او مقاله ليکوال دى چې د ليکوالۍ تېرايستونکي او ساده سبک يې د خداى تر ابده ليکوال تر اغېز لاندې راوستي دي. همينګوې د ١٩٥٤م نوبل جايزه وګټله، خو په يوګانډا کې د ښکار پر مهال د الوتکې د سقوط له امله د اخيستو ټپونو له لاسه يې په دې مناسبت په جوړو شوو مراسمو کې ګډون ونه شو کړاى.
ياد ليکوال د ايلينوس په اوک پارک کې دنيا ته راغى. د ده مور (ګريس هال) له ډاکټر کلارنس اډمونډ همينګوې سره-چې زوى ته يې له طبيعت سره مينه کول ور زده کړل-تر واده کولو وړاندې په يوه اپرا کې نڅاګره وه. د همينګوې پلار په ١٩٢٨م کې په شکره ناروغۍ اخته شو او شتمني يې د فلوريډا د بازار د لوېدو له امله په اوبو لاهو شوه، له همدې کبله يې پر کډه لرګى کښېښود او په دښته کې يې واړول. همينګوې د دوديزو زده کړو لپاره د اوک پارک عمومي ښوونځيو ته سر ور ايسته کړ او خپلې لومړنۍ کيسې او شعرونه يې د ليسې په ورځپاڼه کې چاپ کړل. په ١٩١٧م کې د مکتب تر خلاصولو وروسته يې د شپږو مياشتو لپاره له Cansas City Star خپرونې سره د خبريال په توګه کار وکړ. وروسته يې د لومړي نړيوال جنګ په اوږدو کې په خپله رضا په ايټاليا کې د سيار آمبولانس چلولو دندې ته ملا وتړله. په ١٩١٨م کې يې پښه ډېره سخته زخمي شوه او دوه ځله يې د ايټاليا له دولت څخه مډال ترلاسه کړ. له يوې امريکايي نرسې آګنس فون کوروسکي سره د مينې د تار ځغلولو پېښه يې د (له وسلې سره مخه ښه) مشهور ناول تومنه شوه. دغه غمجن مينه ناک داستان په لومړي ځل په ١٩٣٢م کې د ګري کوپر، هلن هايس او آډولف منجو په برخه اخيستنې سره فلمي بڼې ته واوښت. ياد رمان دويمه پلا په ١٩٥٧م کې د بن هکټ له خوا د فلمي متن په توګه له سره وليکل شو. دا ځل د چارلز ويډور په لارښوونه راک هاډسن او جنيفر جونز په کې ولوبېدل. د دغه فلم ناکامي د دې لامل شوه چې ډيويډ.او.سلزنيک نور د فلمونو له توليدولو لاس واخلي.
د جګړې تر پاى ته رسېدو وروسته همينګوې د څه وخت لپاره په شيکاګو کې د خبريالۍ دنده ترسره کړه. په ١٩٢١م کې پاريس ته لاړ. هلته یې د Toronto Star خپرونې لپاره مقالې وليکلې: (که بخت ياري درسره کړې او په ځوانۍ کې پاريس کې اوسېدلي ياست، نو وروسته چې هر ځاى لاړ شئ، پاريس به درسره وي، ځکه پاريس يو ناپايه جشن دى. پاريس، يو ناپايه جشن ١٩٦٤)
په اروپا کې همينګوې د ګرترود سټاين او سکاټ فيتز جرالډ په څېر ليکوالو څخه وغوښتل چې ځينې متون يې ور تصحېح او د ده د استازو په توګه چلند وکړي. وروسته همينګوې په (پاريس، يو ناپايه جشن) کې د فيتز جرالډ ستاينه وکړه، خو نه د يو دوست په شان. همدا وجه وه چې فيتز جرالډ په خپله بايللې دوستې پسې آرمان کوي. د ګرترود سټاين په باب همينګوې خپل تصحيح کوونکي ته داسې کاږي:
(تر نهيلي کېدو وروسته يې هر ډول خلاقيت له لاسه ورکړ. د کارونو موضوع يې په رښتيا چې خارق العاده وه، مګر ناببره يې د ښه او بد تصوير او يا هم د ښه او بد ليکوال تر منځ د توپير کولو ځواک وبايلود. هر څه باد ځنې يووړل.) (يوازنى هغه څه چې بايد حساب پر وشي، ١٩٩٦م)
کله چې به همينګوې وزګار و او د ځان يا هم ورځپاڼو لپاره به يې څه نه ليکل، نو په فرانسه کې به له خپلې مېرمنې اليزابت سره سويس او ايټاليا ته په سيل تلى. په ١٩٢٢م کې يونان او ترکيې ته لاړ چې د دغو دوو هيوادونو تر منځ د جګړې راپور وليکي. په ١٩٢٣م کې دوه ځله هسپانيا ته لاړ چې دويمه پلا يې هدف د پامپولونا د ګاوبازۍ په کلنۍ مېله کې برخه اخيستنه وه. د همينګوي لومړي آثار (درې داستانه او لس شعرونه – ١٩٢٢) او (د وخت په بهېر کې-١٩٢٦) په پاريس کې خپاره شول. (د پسرلي سيلونه) په ١٩٢٦م کې بازار ته راغى او لومړنى ناول يې (لمر لا راخېژي) هم په همدې کال کې د مينه والو لاسونو ته ورسېد. دغه داستان په فرانسه او هسپانيا کې د يوې تبعيد شوي ډلې کيسه رانغاړي چې تر اول نړيوال جنګ وروسته د يو ورک نسل رښتيني استازي دي. مرکزي کرکټرونه يې ليډي برټ اشلي او جېک بارنز دي. ليډي برټ پر جېک مينه ده چې په جګړه کې اخيستو ټپونو له پښو غورځولى دى. له دې سره چې همينګوې جېک ته ورپېښ زيان ټکي په ټکي نه توضېح کوي، مګر له جريانه ښکاري چې هغه خپل نارينتوب له لاسه ورکړى، خو جنسي غړى لا ورپوري دى. پر جېک، برټ او د دوى پر عجيبو و غريبو ملګرو د اروپا په ماډريډ، پاريس او پامپولونا کې رنګارنګ پېښې راځي. دوى له خپلو نهيليو سره د جنګېدو لپاره شرابو، شخړو او جنس بازيو ته ملا تړي. کيسه د لومړي شخص په توګه روايت کېږي. خپله همينګوې هم په اوله نړيواله جګړه کې ټپي شوى او د داستان د اتل په شان د ګاوبازۍ شوقي دى. داستان په تريخ او خوږ انداز پاى ته رسېږي: (اوه جېکه موږ کولاى سواى ډېر ښه وخت سره تېر کو.)
همينګوې دغه ناول د هسپانيا او فرانسې په بېلابېلو سيمو کې د ١٩٢٤ او ١٩٢٦م کلونو په منځ کې هم نوشته او هم تر بياکتنو لاندې ونيو. همدې رمان نوموړى د ناول ليکوال په صفت مطرح کړ او د ده لپاره يې په دې لار کې تر هر بل اثر ستر رول ولوباوه. سره له دې چې د داستان ژبه ساده ده، بيا هم همينګوې داسې اشارې او پوښلې خبرې کړي چې منځپانګه يې څو لايه کړې او د اثر سمبوليک او کنايي اړخ يې غني کړى دى. په ١٩٥٧م کې ياد ناول ولوبول شو. دغه فلم د هنري کينګ له خوا د ټايرن پاور او آيالا رډنر په برخه اخيستنه ډايرکټ کړل شو.
په ١٩٢٧م کې د (بې ښځو نارينه) تر خپرېدو وروسته همينګوې بېرته د امريکا مخه ونيوله او د فلوريډا په کي ويسټ کې مېشت شو. پر همدې کال له اليزابت څخه هم بېل او د پايولين فايفر په نوم د ماډلينګ له يوې ډيزاينرې سره يې ژوند شريک کړ.
په فلوريډا کې يې (له وسلې سره مخه ښه) ناول وليکى چې په ١٩٢٨م کې چاپ شو. داستان په لومړۍ نړيواله جګړه کې د ايټاليا اوله کرښه انځوروي، هغه ځاى چې دوه مينان په کې يوه لنډکۍ خوښي مومي. ياد ناول د سوداګريزې او هنري بريا لوړو پوړيو ته وخوت. ده د ١٩٣٠م لسيزې په اوږدو کې څو لوى کارونه وکړل. د بېلګې په توګه: په ١٩٣٢م کې يې (مړينه په ماپښين کې)، چې يو غيرکيسه ييز او د هسپانوي ګاوبازۍ په باب اثر دى، وليکى او همدارنګه (د افريقا شنې تپې – ١٩٣٥) ناول چې په ختيزه افريقا کې د يوه ښکاري ژوند بيانوي.
(د امريکا ټول معاصر ادبيات د هکل بري فين په نوم د مارک ټواين له يوه اثره سرچينه اخلي) دغه جمله ښايي د (لرل او نه لرل – ١٩٣٧م) داستان تر ټولو مشهور نقل قول وي چې هاوارډ هاوکس فلم کړى دى. هاوکس او همينګوې د ٣٠مې لسيزې په وروستيو کې سره انډيوالان شول. د هاوکس هم د کبانو ښکار خوښ و او شراب يې څښل. ليکوال بيا د هاوکس له مېرمنې (اسليم) سره ډېره جوړه وه او وروسته يې يوځاى وليکل:
(زموږ تر منځ يو بې وسيلې او ناڅاپي راښکون موجود و، که څه هم پر ژبه رانه وړل شو خو ډېر او ډېر زورور و.) داستان ته په پام سره، هاوکس همينګوې ته ويلي و چې: (زه کولاى سم ستا د ډېرې بېخونده ليکنې څخه لا يو فلم جوړ کم) ليکوال ځنې وپوښتل: (زما ډېره بېخونده ليکنه کومه يوه ده؟) او هاوکس ځواب ورکړ: (هغه د لرل او نه لرل په نوم اوتې بوتې دي). همينګوې وروسته وايي: (د ده پيسو ته احتياج وم). دغه ناول جولز فورثمن او ويليام فاکنر په فلمي متن واړاوه.
والاس سټيونس يو ځل همينګوې داسې وستايه: (تر کومه ځايه چې د فوق العاده او غيرعادي حقيقت مفهوم مطرح دى هغه تر ټولو مهم ژوندى شاعر دى) د شاعر د لغت په استعمال سره سټيونس زموږ پام په لنډو کيسو کې د همينګوې سبک جوړوونکو برياليتوبونو ته اړوي. د همينګوې له ډېرو مشهورو لنډو کيسو څخه يوه هم (د کليمانجارو واورې) نومېږي. دغه داستان د قبر د يوې شناختې له متن څخه پيلېږي چې وايي: (د غره لوېديزه څوکه د خداى د کور په نامه مشهوره ده او د هغې په شاوخوا کې د يوه وحشي پړانګ لاښ موندل شوى دى.) لاندې پر هواره ځمکه ماتې خوړلى ليکوال هري، د قانقاريا ناروغۍ له لاسه د ښکاريانو په يوه کمپ کې مرګي حاله دى: (هغه ډېر ملګري لرل، ډېر اړ و او دا هر څه يې په ليکنه کې منعکسول.)
د کيسې تر پاى لږ وړاندې هري يو تصوير ويني. هغه خوب ويني چې د کليمانجارو د لوړې څوکې د ليدلو لپاره په يوه ژغورونکې الوتکه کې الوتى دى: (عالي، اوچت او لمر په يوه بېساري انداز سپين او ځلاند.)
په ١٩٢٧م کې همينګوې د هسپانيا کورنۍ جګړې په خپلو سترګو وليدلې. د نورو ډېرو ليکوالو په شان دى هم د خپلواکۍ پلوى و. په ماډريډ کې يې د جګړې له يوې راپورتري او ليکوالې مارتا ګلهوم سره، چې په ١٩٤٠م کې يې درېيمه مېرمنه شوه، وليدل. په (زنګونه د چا لپاره کړنګېږي-١٩٤٠م) کې همينګوې بياځلي هسپانيا ته ستنېږي. نوموړي ياد کتاب ګلهوم ته ډالۍ کړ.
په داستان کې د ماريا کرکټر تقريباً له هغې څخه کاپي شوى دى: (وېښتان يې د غنمو د کښت په څېر زرين وو.) پلاټ يوازې يو څو ورځې رانغاړي: د چريکانو يوه وړه ډله د يو پل د الوزولو هڅه کوي. په (له وسلې سره مخه ښه) کې ښځينه اتله د داستان په پاى کې د يوه مړه هلک تر زېږولو وروسته مري، اوس د دې وخت دى چې نارينه اتل، رابرټ جورډن ځان تر ملګرتيا او مينې سپېلنى کړي. په ناول کې د مرګ د رارسېدو موضوع په (د سيند له منځه او د ونو پر لور، ١٩٥٠م) ناول کې هم مرکزي ټکى و.
همينګوې په افريقا او ويومينګ کې پر ښکار برسېره د کي ويسټ، باهاما او کيوبا په ژورو سمندرونو کې له کب نيونې سره هم لېونۍ مينه لرله. نوموړي خپله د کب نيونې بېړۍ پيلار دومره سبال کړه چې له مزدور سره يوځاى به يې د دويم نړيوال جنګ په جريان کې د شاوخوا سيمې د نازيانو او د هغوى د اوبتلونو تر منځ تبادله کېدونکو شفري پيغامونو ته غوږ نيولاى شواى.
په ١٩٤٠م کې همينګوې په کيوبا کې تر هاوانا دباندې د (فينجا ويګيا) په نوم يو کور واخيست. د دغه کور شاوخوا چاپېريال د ليکوال د پيشوګانو د لښکر لپاره تيار پارک و. له ګلهوم سره يې د واده لومړي کلونه خوندور وو، خو ډېر ژر يې سر خلاص شو چې هغه د ګډ ژوند لپاره مناسبه ښځه نه، بلکې يوه اوچت خياله ورځپاڼه ليکواله ده. ګلهوم همينګوې (بې علاقې ملګرى) نومولى دى. هغې تل غوښتل سفرونه وکړي او (د ملت يا حتى د نړۍ پر نبض واکمنه شي). د ١٩٤١م په لومړيو کې ګلهوم له همينګوې سره يو ځاى د چين په يو ډېر اوږده او ٣٠٠٠٠ ميله سفر ووتله. په ١٩٤٤م کې د نورمندي تر بريد لږ وړاندې همينګوې لندن ته د تلو پلان ونيو، په دورچسټر هوټل کې يې واړول. نوموړي D-Day الوتکې په خپلو سترګو ليدلې چې د نورمندي له غرونو راکوزېدې. ګلهوم له سرتېرو سره د ساحل پر خوا وخوځېده. تر اوږد مهال وروسته پاريس ته په بېرته راګرځېدو همينګوې ډېر وخت په ريتز هوټل کې تېر کړ. په ١٩٤٥م کې له ګلهوم سره د ده بېلتون ډېر تريخ و. ګلهوم وروسته وويل: (له يو ميتومانيا-د درواغجن جنون څښتن-سره مې ژوند تېر کړى دى، پوهېږم دغه ډول خلک پر خپلو خبرو باور کوي، دوى شعوري درواغجنان نه دي، دوى له ځانه داسې شيان جوړوي چې هر څه ته له خپل ځان او ژوند سره پرمختګ ورکړي او خپله هم باور پر کوي.) په ١٩٤٦م کې همينګوې بېرته کيوبا ته لاړ. هلته يې له مري ولش سره واده وکړ. دا د Time مجلې راپورتره وه چې په ١٩٤٤م کې يې د لندن په يوه رستوران کې ورسره ليدلي وو. همينګوې د راپورترۍ له پيل سره سم شرابو ته هم ملا وتړله. د الکولو زيات څښاک يې پر ليکوالۍ کوم تاثير ونه غورځاوه. په ١٩٤٥م کې يې په خپل سر کې ځينې ږغونه اورېدل. ډېر وزن او د وينې لوړ فشار يې درلود. دى دومره د شرابو له زيانه بې پروا و چې خپل ١٢ کلن ماشوم زوى پېټريک يې هم په اخته کړ. همدا پېښه يې له وروڼو سره هم وشوه. پېټريک وروسته د ژوند په اوږدو کې له شرابو څخه ډېر په تکليف شو. په هسپانيا کې تر څو اوونيو شراب څښنې وروسته همينګوې ډاکټر ته ورغى او هغه ورته وويل چې د يينې د Cirrhosis ښکاره نښې په کې شته.
(د سيند له منځه او د ونو پر لور) په دغه لسيزه کې د ده لومړنى ناول و چې سوړ هرکلى يې وشو. (بوډا او سيند) چې په اوله پلا په لايف مجله کې په ١٩٥٢م کې چاپ شو، د همينګوې شهرت بېرته آسماني کړ. دغه ٢٧٠٠٠ لغتي ناول د سنتياګو په نوم د يوه بوډا کيوبايي کب نيوونکي کيسه کوي چې تر اوونيو-اوونيو ناکامه هڅو وروسته اخير يو لوى ماهى ښکاروي. خو د سمندر غاړې ته د بېرته ستنېدو پر لار يې پر کښتۍ نهنګ حمله کوي او نيولى کب ځنې خوري. د سنتياګو کرکټر له هغه کيوبايي کب نيوونکي څخه کاپي شوى چې جورجيو فونتياس نومېدى او د ٢٠٠٢م په جون کې په ١٠٤ کلنۍ کې مړ شو. فونتياس د شلمې لسيزې په پاى کې د همينګوې د بېړۍ پيلار کپتاني پر غاړه لرله او ځينې وختونه به يې د ده مزدوري هم کوله. همينګوې دغه راز پيرو ته هم د کب نيونې يو سفر وکړ چې هدف يې د (بوډا او سيند) د فلمولو لپاره د ځينو صحنو عکاسي کول و. په ١٩٥٩م کې هسپانيا ته لاړ او له مشهور ګاوباز ميګوېل دومينيکن سره يې په روغتون کې وليدل. نوموړى د يوې غوا له خوا پر ورانه وهل شوى او زخمي شوى و. همينګوې په دغه ليدنه کې ورته وويل: (ولې بايد ډېر ښه او زړه ور خلک تر ټولو مخکې مړه سي؟) خو ډومينيکن ژوندى پاتې شو.
همينګوې پرېکړه وکړه چې د ګاوبازۍ په باب يو کتاب وليکى، مګر د هغه پر ځاى يې (پاريس، يو ناپايه جشن) چې د فرانسې د پلازمېنې پاريس د ١٩٢٠م يو ياد و، خپور کړ.
همينګوې خپل ډېر وخت په کيوبا کې تېر کړ او د فيډل کاسټرو تر انقلاب (١٩٥٩م) پورې همالته و. دى د کاسټرو ملاتړى و، خو کله چې د حالاتو کړۍ پر راتنګه شوه، امريکا ته وکوچېد. په ١٩٥٤م کې امريکا ته د سفر پر مهال يې د الوتکې دوه ټکره وکړل او روغتون ته يووړل شو. هماغه کال يې د (په لومړي نظر) ليکل پيل کړل چې وروستى بشپړ کتاب يې و. د دغه اثر يوه برخه په ١٩٧٢م کې په Sport Illustrated کې د (آفريقا خاطرې) په نوم نشر شوه.
په ١٩٦٠م کې همينګوې د روچشتر مينستوتا په مايو کلينيک کې د اروايي درملنې لپاره بستر او په ١٩٦١م کې خارج کړل شو. په دغه دوران کې يې نژدې ٢ مياشتې د برېښنايي شوکونو په وسيله تداوي روانه وه. همينګوې بالاخره د جولاى پر دويمه نېټه په کچام آيداهو کې په خپل کور کې د خپلې خوښې په شاټ ګن ځانوژنه وکړه. څو ناولونه تر مرګ وروسته خپاره شول. (په لومړي نظر) چې د کينيا د سفر خاطرې دي، د ١٩٩٩م په جولاى کې بازار ته راووت. دغه کتاب تر ننه پورې د يو نوبل جايزه وړونکي ليکوال له خوا تر ټولو بد ليکل شوى اثر دى.