کور / تازه خبرونه / د اسلامي حزب پلاوى کابل ته رسېدلى دئ

د اسلامي حزب پلاوى کابل ته رسېدلى دئ

د انجينر ګلبدين حکمتيار په مشري د اسلامي حزب يو پلاوى له افغان حکومت سره د خبرو په خاطر کابل ته رسېدلى دئ.
د اسلامي حزب وياند هارون زرغون له بي بي سي سره په خبرو کي د دغه پلاوي تګ منلى، خو وايي پلاوي له ځان سره هماغه ١٥ ماده ايز پلان له ځان سره وړى چي نيژدې يو نيم کال دمخه اسلامي حزب د افغان کشالې د حل په موخه وړاندي کړى وو.
په دې پلان کي له افغانستان څخه په تدريجي توګه د خارجي ځواکونو پر وتلو، لومړى د لنډمهاله او وروسته د انتخابي حکومت پر جوړولو باندي ټينګار سوى دئ.
د افغانستان د جمهوري رياست وياند ايمل فيضي هم د اسلامي حزب د هيئت ورتګ تائېد کړى او د سولي عالي شورا هم د دې پلاوي هرکلى کړى دئ.
د جمهوري رياست وياند ايمل فيضي بي بي سي ته ويلي چي راغلي هئيت له ولسمشر کرزي سره د سولي په باب ګټوري خبري وکړې، چي ممکن د سولي له راتګ سره مرسته وکړي.
د اسلامي حزب پلاوى په داسي حال کي کابل ته رسېږي چي امريکايانو او طالبانو مخامخ خبري سره پيل کړي او امريکا له طالبانو سره منلې چي په قطر کي د يوه سياسي دفتر د خلاصولو اجازه ورکړي.