کور / تازه خبرونه / پر اشرف غني احمدزي د مرګوني بريد مخنيوى وسو

پر اشرف غني احمدزي د مرګوني بريد مخنيوى وسو

د هلمند چارواکي وايي پرون يې په دغه ولايت کي د افغانستان د امنيتي چارو د لېږد پروسې پر مشر ډاکټر اشرف غني احمدزي باندي د يوې مرګوني حملې مخنيوى کړى دئ.
د چارواکو په وينا بريدکوونکو پلان درلودئ هغه غونډه په نښه کړي چي افغان ځواکونو ته د هلمند د درو ولسواليو د امنيتي چارو د سپارلو په خاطر جوړه سوې وه.
د هلمند چارواکو ويلي پوليسو هغه موټر کشف او خنثى کړ، چي پر غونډي د حملې دپاره په چاودونکو موادو ډک سوى وو.
ډاکټر اشرف غني احمدزى پرون هلمند ولايت ته په دې خاطر تللى چي له بهرنيو ځواکونو څخه د ناوې، نادعلي او مارجې ولسواليو امنيتي چاري افغان ځواکونو ته تسليم کړي.