کور / تازه خبرونه / د سعودی کميټی له افغان کډوالوسره مرسته وکړه

د سعودی کميټی له افغان کډوالوسره مرسته وکړه

پېښور:د افغان ولس لپاره د سعودی مرستندویه کميټی په افغاني ګډوالو کمپلې وويشلې.
د افغان ولس لپاره د سعودی مرستندویه کميټی په پاكستان كي به افغان ګډوالو باندي به كجه كهري كي د امير سلطان جامع مسجد سره په ١٨٨ كورنيو باندی ٤٨٩کمپلې وويشل شوې.
ددغه مرستو د ويشلو په وخت كي د افغانانو لپاره د سعودي مرستندوي ټولني SRCA د پيښور د دفتر د عاجلو مرستو د څانګې مشر حاجي محمودالحق احدي ګډون لرلو.
ښاغلی حاجی محمود الحق احدي د خپلي اداري په نمايندګۍ وويل چي دغه مرستي د هاغه مرستو لړۍ ده كومي چي د خادم الحرمين الشريفين په غوښتنه او لارښوونه د سعودي عربستان ولس د پاکستان د مسلمان ولس او هلته ميشتو افغانانو لپاره رالېږلي دي او زياته يي كړه چي دسعودي حكومت اوSRCA به په مختلفو څانګو كي دافغانانو سره خپلي مرستي وغزوي او هيڅ راز مرسته به تري ونه سپموي .