په یوه پښتو ویب پاڼه کې مې یو روښانه عنوان ولید چې لیکل شوي وو ( غزل ) په کلیک کولو سره یې صفحه راخلاصه شوه ، مګر چې شعر مې ولوست له عنوان سره یې هیڅ اړخ نه لګاوه .
عنوان غزل لیکل شوی وو ، خو په معنون کې سرترپایه ټول داسې موضوعات او جملې راغلې وې چې له هزل ( چټیاتو ) پرته بل نوم نه ورسره جوړېده ، ددې شعر دعنوان ټاکلو لپاره مو که هغه دملاصاحبانو په چم د ( تسمیة الکل باسم الجزء ) فارموله کارولې وای هم ، نونوم یې دغزل په ځای چټیات ( هزل ) راووت .
ځکه د دې هزل له مطلع وروسته دوهم بیت چې دغزلپوهانو په اصطلاح د ( بیت الغزل ) ځای ورکړل شوی وو ، څه داسې وو . .
په کارونو کې بې کاره ګرځېدا
په خبرو کې چټیات خوند راکوي
ددې په اصطلاح غزل یوازې دابیت بې معني یا هزل نه وو ، بلکې شعر سرترپایه هغه دشپون صیب په اصطلاح منځ ګوګی اوپه توپه دویشتو وو ، شاعر صاحب یې په دې علاوه چې په خپل دې ( اظهار مافي الضمیر ) کې یې کومه ددین یا دنیا دخیر خبره نه وه کړې ، اضافه یې په لوی لاس خبرې خرابې کړې وې ، مثلا شاعر په یوه بل بیت کې ویلي
اخوند جانه ستا له لاسه خدای منې
که دا کلی او جومات خوند راکوي ( العیاذ بالله )
شعر څه نورې ناشولته او بې باکه خبرې هم لري ، چې رانقلول یې مناسب نه بولم ، خو دشاعر له لوړو بیتو او داسې نورو اشعارو نه چې هره ورځ په ازادو ویب پاڼو کې نشریږي ، سړی په اسانه دادرک لګولی شي ، چې زموږ شعر او ځیني شاعران په کومه خوا روان دي .
د پښتو غزل چې څو پیړۍ وړاندې دخوشال خټک ، رحمان بابا او حمید مومند په عصر کې د لفظي جوړښت ، پیغام او محتوا له اړخه دنورو ژبو له اشعارو او غزلونو سره دسیالۍ جوګه وو ، ددې په ځای چې دوخت په تیریدو سره تکاملي سیر وکړي ، دځینو نا اهله شاعرانو له جوره دادی په هزل بدلیدونکی دی .
غزل دشعري ژانرونو یو مهم فورم دی ، چې دادب دپراخې غیږې مهم توکی شمیرل کیږي ، دادب په اړه لغت پوهان وایي ، چې له ( تهذیب ) څخه جوړ دی ، چې (هاء یې په همزه ) او( ذال یې په دال ) واوښت او په دې توګه تأدیب او أدب ترې جوړ شو ، تهذیب عرب دونو اصلاح او شاخبرۍ ته وایي ، خو وروسته دا ( ویي ) دکره ، بلیغو ، مؤدبانه او په تول پوره خبرو لپاره وضعه شو ، او دا ډول خبرې که دشعر یا نثر په هر فورم کې وي دادب اطلاق پرې کیږي .
مګر اوس د نړیوال هراړخیز عصیان او بغاوت په تورتم کې دادب او ادبیاتو له اصلي معنی څخه هم بغاوت پیل شوی دی ، د ادب په نامه په شعر او نثر کې تردې حده بې ادبي کیږي ، چې لوستونکی یې په مطالعه شرمیږي .
که موږ دنړۍ او افغانستان دپخوانیو شاعرانو شعرونه وګورو، نو هغو په خپل ټول ادبي ژوند کې دادب لوړو آدابو او مفاهیمو ته ژمن پاته شوي دي ، هغو کله هم دانساني ژوند اخلاقي ، ټولنیزې او عقیدوې پولې نه دې زیانمنې کړې .
نن سبا هم زموږیوشمیر مسلکي او نوموتي شاعران دادب او شعراخلاقي اصولو ته په ډیر درنښت او اهمیت ګوري ، اوکله هم کوښښ نه کوي چې دنوښت یا جدت پسندۍ په نامه خپل ټاکلي دیني او ټولنیز اصول زیانمن کړي ، چې له همدې امله دې ډلې شاعرانو ته په ټولنه کې هم په درنښت کتل کیږي ، او رښتیني شاعران ورته وایي .
د پورته هزل غوندې منظومې لیکني زیاتره هغه څوک لیکی چې فطري شاعران نه ، بلکې متشاعران ( تکلفي شاعران ) دي ، او هغه دمولوي خالص خبره( شعرونه نه ، بلکې معرونه ) لیکي .
اوس متاسفانه ددې متشاعرانو او هزلګویانو تعداد دومره زیات شوی ، چې قریبه ده ، زموږ دادب دمیدان درښتینو نمایندګانو سټیج خپل کړي ، دغه وزګار مخلوق چې فیسبوک ، ټویټر ، بحث فورمونه ، ازادې ویب پاڼې ، چاپي مطبوعاتو او د راډیوګانو ادبي خپرونې یې په سر اخیستي دي ، درسته ورځ هغه بې معني نیمه منظومې جملې سره تبادله کوي ، چې حتی دنظم اطلاق هم پرې نه شي کیدای .
څو کاله وړاندې کاروان صیب ویلي وو چې (دپښتو معاصره کره کتنه دبې ځایه وصف ( غوړمالۍ ) او عقده پالنې په پښو ولاړه ده ) دهمدې تریخ حقیقت په پایله کې اوس ددې متشاعرانو له جملې هغه چې لږ دلوړ منصب ، دریځ او شهرت خاوند وي ، په عامه ارزونه کې په خورا درانه کاڼي تلل کیږي ، چې دا له ادب سره لویه جفا ده .
المهم په پای کې مې له دغه ډول متشاعرانو څخه تمنا ده ، چې که اوزګاري او چټیات خوند ورکوي دابه یي شخصي سلیقه وي ، خو مهرباني دې وکړي خپلو دا ډول هزلیاتو ته دې د (غزل )عنوان نه ږدي .