آزادۍ راډيو په کابل کي د امريکا سفارت د يوې خبر پاڼي په حواله خبر ورکړ، چي د دې هيواد د فدرال استخباراتو ايف، بي، آى له تور ليست څخه د طالبانو د مشر نوم ايستل سوى دئ، خو له ياد سوي له ليست څخه د ملامحمدعمر د نوم ايستل دا معنى نه لري چي هغه نور سپين دئ، د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت او د ملګرو ملتونو په تورو ليستونو کي لا اوس هم د نوموړي نوم ثبت دئ.
د ملامحمدعمر نوم په داسي حال کي د ايف، بي، آى له ليست څخه ايستل کېږي چي په قطر کي د طالبانو يوه دفتر ته د خلاصېدو اجازه ورکړل سوې او امريکا ويلي چي له دې ډلي سره يې خبري يوه مهم پړاو ته رسېدلي دي.
بلي خوا ته د افغانستان حکومت اندېښنه ښودلې چي بايد هيڅ هيواد د دوى له سلا او مشورې پرته له طالبانو سره په يوازي سر خبري ونکړي.