کور / سياسي / پښتون خوځښت (د ټولو افغانانو سياسي جرګه)

پښتون خوځښت (د ټولو افغانانو سياسي جرګه)

بسم الله الرحـــــــــــــمن الرحــــــــــــــيم


پښتون خوځښت:
د خداى ج اطاعت د آخرت په ورځې باور دقران کریم او د اسلامي شریعت سریع احکام د رسولانو عليهم الصلوة والسلام لارښوونې د بشري ژوند اساس او بنسټ دی. پښتون خوځښت پدې باور او اتکا لرې چې د انساني ژوند د ټولو ارزښتونو سمون، ټولیزعدالت، برابری او اصلاح يواځينۍ لار د اسلامي سپيڅلي نظام ثبات اوپلې کول دې. اسلام یوازې د بشري بنسټیزه حقوقو او اخلاقو د ستونزو حل نه ، بلکه د نړی د سیاسې ، ټولنیزو، کلتورې، اقتصادې چارو د پايښت ستر لارښود ، په نړی کې د ټولنیز عدل او انصاف د ثبات یوازنی بنسټیز تګلوری دی.

د پښتونوالي فلسفه نه لیکلي شوي حقوقي نورمونه ،ارزښتونو،اخلاقي اصول او دودیزه ټولنیز قانون دی چې د پښتنو دقبایلي ټولني دلرغوني دودونو اودنن ورځي دمدني ټولني ترمنځه خورامهم اړخونه او اړیکي جوړوي .پښتونوالي دپښتون دهویت پیژندپاڼه ده .پښتونوالي په نړۍ کې دافغان دژوند ژوندلیک ثبوت دی .دپښتونوالي ټرمینالوجۍانسان ته ریښتینوالي،ښیګنه، د ارادې ځواکمنتوب،نه ماتیدونکې،نه تسلمیدونکې افغاني لوړهویت ، لوړ کرکټر اوعالي همت ور زده کوي.پښتونوالي د پښتونو دولسي منځلاریتوب ،د سولیزه ژونداو د ورورګلوي لاره ده، پښتونوالي د زغم او زغملو ستر کولتور دی . پښتونوالي د انسانیت ،افغانیت ، اسلامیت ،بشري حقوقو ،انساني کرامت ،دیوي متمدني ټولني ټولنیز نورمونه او ارزښتونه شته .

پښتون خوځښت د اسلام او پښتونولې په اصولو اتکا لرې،د پښتونوالي اصول په هیڅ صورت دقران کریم او د اسلامي شریعت سریع احکام له پامه نه نشي غورځولي او نه یې ماتولي شي . ځکه پښتونوالي دانسانانو نه لیکل شوي قانون دی اود اسلامي شریعت سریع احکام الهي احکام دي . هغه حقوق چې الله ج خپل بنده ته ورکړي پښتونوالي هغه مني ،ورته درنښت لري، پښتون خوځښت د همدغو حقوقو، احکامود پلي کولو ننګه کوي .پښتون خوځښت د اسلام د سپيڅلې دين او پښتونوالي پر بنسټ د افغان د اسلامې هويت، د افغانستان د خپلواکی، ملې ارادې، ملې وياړونو او اتلولی، ملې ارزښتونو، ملې دودونو، ملې ميراثونو ،ملې هويت د ساتنې او ژغورنې په موخه مبارزه کوې، د پښتون د ژوند ساتنه د پښتون خوځښت د سياسې مبارزې اساسې رکن دی.

د پښتون خوځښت موخې:
لاندینیو موخو ته رسېدنه د پښتون خوځښت بنسټیزه دنده او تل پاتی مسئوليت دی.

1. افغانستان:
1. تیرو لسو کلونو افغانستان د نړی د زبر ځواکونو ، (غرب او د هغوی د نړیوالو اتلافې ملګرو) مستعمره ده، د افغانستان اوسنی دولت د فاسدو پاشیستي استعماري حاکمه کړیو او د غرب په مټو ولاړ رژيم دی. پښتانه د دې استعمار اصلې قربانیان دې. پښتون خوځښت د افغانستان د پښتون ژغورنې، او د افغانستان د خپلواکی د لاس ته راوړلو په وړاندې مبارزه کوې.

2. په افغانستان کې یو شمېر استعمار حاکمه پاشیستي استعماري حاکمه کړی د افغانستان د تجزیې/ ټوټه کېدو په اړه وړانديزونه یا ملاتړ کوې. پښتون خو ځښت په سیمه کي د یو افغانستان د حيثيت او عظمت د` ساتني مفکوره مقدسه او لوړه ګڼې. په خپلواکی ټينګار کوې او هر راز تجزیه په کلکه ردوې، دافغانستان دد روند ملت په څېر پدې لار کې سرښندنه کوې.

3. \”ډيورند کرښه\” Durand Line يوه خيالي- مصنوعي کرښه ده چې هيڅ ډول عملي، اجرائيوي ،حقوقي او قانوني مشروعيت او اتبار نه لري. پښتون خوځښت دغه تپل شوې استعماري کرښه د افغانانود ويش، په سيمه او افغانستان کې د سترو ستونزو بنسټ بولي او د تپل شوې کرښې دواړو غاړو ته پرا ته ولسونه یو ملت ګڼې، او د لوی افغانستان جوړونه خپله سپېڅلې دنده او وضيفه بولې.

4. اوبه د خدای ج يو سترنعمت دی،او د نړۍ تاريخ ته يو خورا مهم توکې دي. د نړۍ ټول تمدونونه اوبو ته نږدي وده کړي او له اقتصادې پلوه باثباته شوې. په افغانستان کې وچکالې، لوږه او خوار ځواکې، د زيربنا ناوړه حال، د بريښنا او انرژی نشتوالی، د ولس د ژوند روغتیا او اقتصادې ودې په وړاندې ستر ګواښونه دی.د افغانستان د ژوند درې واړه رګونه د امو، هلمند او د کابل سينددی، چې د افغان له خاوري څخه بهر ته بهيږي. پښتون خوځښت به د افغانستان د اوبو د خپلواکی، اقتصادې ودې، روغتیا او سالم چاپیريال او د سبا سولیز ژوند په موخه د افغانستان د ګاونډیو سره د اوبو د ستونزو حل حتمې کړې.

5. د غربې ټولني او دهغوی د اتلافې ملګرو په مرسته غله، داړه ماران، د بشر د حقوق ناقضین او د مخدره موادو قاچاقبران د افغانستان د خلګو پر مقدراتو مسلط دي. یوی خواته یوسل و پنځوس زره د نړۍ تر ټولو مسلح او مجهز فوج, سربیره پردغه ناټو، دری نیم سوه زره افغانان د عسکر او پولیس په شکل استخدام کړیدی.پدی ډول، نیم ملیون د نړۍ تر ټولو مجهز فوج شپه او ورځ زموږ په کلیو کی د پښتنو په وژلو لګیا دی. پښتون خوځښت دملت ژغورنې مسله تر ملت جوړونې لومړی بولې. او ددې په وړاندې د بيان، عقيدي او فکر په ښکاره کولو د اعتصابونو مظاهرو او غونډو په جوړولو کې په آازاده او خپلواکه توګه برخه اخلې او پدې لار کې د خپلې کړنلارې سره سم عملې ګامونه اخلې.

6. ټول هغه جنګسالاران، ، غله، وطن پلورونکې، جاسوسان ، بې عقيدې او بې عاطفې زورور چې له خدای ( ج) څخه وېره نه لرې او افغانستان يي له درو لسيزو راهیسې وران ويجاړ کړ، ملت يي وواژه، افغانې ارزښتونه، انسانې حقوق او اسلامې اصول يي تر پښو لاندې کړل، باید د اسلامې شریعت د اصولو له مخې محاکمه شې.چې د ولس قاتلین په سزا ورسيږې، خدای (ج) راضې شې، او حق حقدار ته ورسيږې. پښتون خوځښت د ټولو مجرمينو د محاکمې غوښتنه کوې، هيڅ یو مجرم تر معافیت لاندې نه شې راتلی، او نه هم یو شخص/ ډله د هغوی معافیت په لاس کې اخيستلی شې.

7. د بهرنیو هيوادونو مو قتې او دایمې شتون په افغانستان کې داشغال په معنی دی، پښتون خوځښت پدې باور دی چې د هر بهرني هيواد په شتون سره په افغانستان کې جګړه نه دريږې، افغان وژنه به په سېمه کې دوام ولرې.د افغانستان سياسې او اقتصادې خپلواکې به هيڅکله مينځ ته رانشې، او غريب ولس به لا هم د پردیو د ګټو قربانې کيږې. پښتون خوځښت په افغانستان کې د امريکا په دایمې شتون نه منې او په کلکه ورسره مخالفت کوې او پدې لار کې به خپلې سیاسې مبارزې ته دوام ورکوې.

ملت جوړونه:
په افغانستان کې روان سیاسې حالت داسي یوې مرحلي ته رسیدلی چې د ملت جوړونې پروسي ته په کښې له هربل وخته ډیره اړتیا ده. بهرنېو لاسونو د خپلو سیاسې، فرهنګې، اقتصادې او سيميزو ګټو پر بنسټ په افغانستان کې د ځينو سیاسې او قومې کړیو په حمایه د افغان ملې هويت او ملې بشپړتیا دپاره ستونزې جوړوي.
په دا وروستیو کلونو کې د یو واحد ملت ټول شاخصونه، د افغان ملې هويت او ملې بشپړتيا د منظمو پلانونو له مخې د منځه وړولو په حال کې دې. د افغانستان د جغرافیاوې ويش نظر، په افغانستان کې د یوازنې ستر قوم وژنه،په سياسې او اقتصادې واک کې قومې نا انډولتيا، ژبنی تبعیض، ملي سرود ته توهين، قبیلوي او قومي تمایلاتو په بنیاد پريکړې، تفرقې، د ملې تاریخ، ملې ژبې، ملې ټرمينالوجی له مينځه وړنه، د افغان هويت څخه انکار ددې پلانونو مهم ټکې دې.

پښتون خوځښت د ملت جوړونې اساسې ستنې شریکه عقيده،ملې هویت، ملې ګټې، ټولنیز عدالت، واحد دولتي نظام ،واحده جغرافیا او تاريخ ګڼي او همدا راز په افغانستان کې د قومونو تر منځ پر مشترکو احساساتو او شریکو عواطفو باندې ټینګار کوې.د هرې ډلې په وړاندې چې ددې ملت ارزښتونو د یو ملت بنسټونه له مينځه وړې په جدې توګه مبارزه کوې.
پښتون خوځښت د ملت جوړونې دپاره په لاندو ټکو اتکا لرې.

1. زموږ معنوي ملت جوړونه ملي عقيده ده. د اسلام لوړ ارزښتونه، عالي میراثونه او تګلورې ټول افغانان د ورورۍ په يوه ټينګ مزي تړي . نژدې ټول افغانان مسلمانان دي او اسلام د اعتدال، زغم او پوهاوي، مرستې، تعاون او مرستې د پياوړيو بنسټونو پر اساس دغه ملت واحد ساتلى شي. پښتون خوځښت د ملت جوړونې په وړاندې د شته ګواښونو دله مينځه وړولو دپاره د اسلام اصولو پلې کول ضروري ګڼې.

2. پښتون خوځښت د افغان سياسې او كولتوري حق دخپلولو له پاره خپل ملي هويت ساتل تر ټولو ملې ارزښتونو لوړه ګڼې، د ملي هويت په ساتلو کي دافغانستان تاريخي، سياسي جغرافياوي او كولتوري موجوديت ژوندى کیدنه اوساتنه ده، موږ د ملي هویت د ټینګولو لپاره د نړۍ او خپلو ورونو ګاونډیانو سره هم ځینې پولې او حدود وټاکو او د خپل مستقل تشخص او پېژندنې سرحدونه ورسره معلوم کړو، د افغانستان د ټولو قومونو ملې هويت افغان دی، او د ملې بشپړتيا واحده جغرافیه افغانستان دی.

3. پښتون خوځښت د ملت جوړونې په موخه په افغانستان کې یوه واحده رسمې او د زده کړې ژبه منې، د ټولو قومونو تر منڅ يي د ګډ فر هنګ او اړيکه جوړولویوازني عنصر بولې، دا د یوې ژبې ویونکو د خپلې ژبې د برترۍ مسله نه ده، بلکې د ملې هویت د ټينګښت او یو واحد ملت جوړونې او ملې یوالې یو بنسټیزه لار ده. دا ژبه باید ددولت یوازنې رسمې او د لومړیو زده کړو څخه بیا تر لوړ زده کړو پورې په ټول هیواد کې دزده کړو ژبه شې.

4. ټولنيز عدالت : د ټولنيز عدالت تامين د ملت جوړونې هغه اصل دي د قومونو تر مينځ د ټولنيزې برابری د ودې او پياوړتيا سبب کېږي. د انکشافي منابعو په وېش کې د عدالت مراعات او په سياسي استازيتوب کې د هر افغان مساوي حق تضمين او عملي کيدل. هر افغان ته بايد د مساوي فرصتونو داسې زمينې جوړې شي، چې ځان د افغانستان اصلي، حقيقي او د مساوي حقوقو او مساوي وجايبو او مکلفيتونو لرونکى غړی وګڼي. هر مقام ته د رسېدو معقولې او قانوني لارې ورته خلاصې وي . هر افغان ته بايد خپل وروستني پوټيشنل ته د رسېدو زمینې خلاصې پریښودلې شي . پښتون خوځښت به د ملت جوړونې په ټولو چارو کې د ټولنيز عدالت پالنه وکړې.

5. متوازن پرمختګ او د اقتصادي ودې زمينې : پښتون خوځښت پدې باور دی چې سيمې او ولايتونه دې داسې ګروپ بندي شي، چې مستحق ترين، مستحق او نسبتاً پر مختللي معلوم شي او تر هغه وروسته دې پرمختیايي پلانونه په دې ډول جوړ شي، چې د لومړيتوبونو تر ټاکلو او تر ټولو مستحق ته تر ټولو لومړى اصل په پام کې ونيول شي . همدا راز په هر کار کې بايدټوليزه برابرې، د ملت عمومي مصلحت او عمومي ملي پراختيا په نظر کې وي .

6. کلتوري وده او پوهنه ښوونه او روزنه دې عامه، با کيفيته او حاصل ناکه شي د پښتون خوځښت دنده ده چې په افغان نسلونو کې د ملي هويت، د ملت له لوړو ګټو سره مينه، د تاريخي وياړونو او تاريخي اتلانو درناوى، د ټول بشريت پر وړاندې مسووليت او د زغم او پوهاوي فرهنګ او د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د همدردۍ او ورورۍ فرهنګ وروزي، پښتون خوځښت د ګډ ملي فرهنګ د تقویې دپاره د مطبوعات ستر برخه اخيستنه او په ټولو تعليمې بنسټونو او موسسو کې د یو واحد ملې تعلیمي سیستم جوړونه خپل لومړيتوبونه ګڼې.

7. لکه څرنګه چې پښتانه په ډېرو حساسو او تاريخي شېبو كې ژوند كوي. دوى په ريښتيا هم د وجودي ګواښ سره مخ دي، یو ستر ملت پښتانه له هرې خوا تر ظلم او تېري لاندې دي. هره ورځ د دوى په كورونو كې د شهيدانو جنازې ايښوول كېږي. پښتون خوځښت به ملت تر جوړونې دمخه ملت ژغورنه پېلوې، او د پښتون د ژوند د غوښتلو دپاره د خپلې سياسې کړنلارې او لارښوونې سره سم عملې ګامونه اخلې.

ټولنه او کلتور:
زموږ اسلامې ټولنه د نړۍ له لرغونو ټولنو څخه یوه ټولنه ده . پښتونوالي یا افغانیت دافغانانو دتاریخ په اوږدو کې دملي احساس،ملي هویت او ټولنیز ژوندانه په برخه کې یوه ستره برخلیک ټاکونکي ونډه درلودلي ده.پښتونوالي داسلامې بشرې او ټولنیزو اصولو سره سم د افغانانې ټولني د خپلواکې ،مقاومت ، ټولنیز، سولیز دودیزه ژوند نه لیکل شوي اصول او قانون دی، پښتونولې په ټول لوی افغانستان کې تراوسه دافغانانو ترمنځ د ګډ سولیز ژوند اصلي ا صول او د ملي یووالي منځ زړي جوړوي.

لکه څرنګه چې پښتونوالي یا افغانیت د اسلام د سپيڅلې دين د ټولنيز، بشرې اصولو سره یو شان خپل روحیه او رنګ لري پښتون خوځښت په افغانستان کې داسلام سپیڅلۍ دین د ټولنیز تګلورې سره یو ځای افغانې ټولنیزو ارزښتونو، دودونو، نورمونو او نرخونه د یو ټولنیز قانون په توګه منې، او په لاندې ټکو اتکا کوې.
1. پښتون خوځښت به د پښتونولې په نه ليکل شوې فلسفه کې پوهنیزه څیړني وکړي ، ورسره به دافغانستان ټول قوانين د اسلام په رڼا کې دپښتونوالي نورمونه د نوي مدني ټولني د قانون په چوکاټ کې وليکې د یو ملې مدنې قانون په څیر به يي ومنې او د نړیوال کيدو دپاره به يي هلې ځلې وکړې.

2. پښتون خوځښت ټول قومونه په افغانې ټولنې کې یو ملت ګڼې، یوه اسلامې عقیده،یو سیاسې او کلتورې حق، یو ملې هویت ، ټولنیز عدالت، متوازن پرمختګ واحدره رسمې ژبه، کلتورې وده د افغانې ټولنې بنسټیز رقمونه بولې، دودې ، دفاع او ستانې دپاره يي هلې ځلې کوې.

3. د څو لسیزو جګړو، کډوالیو، ټولنیزو او اقتصادي کمزوتیاو ، بي امنیتیو، افغانې ټولنه کې نوې پديدې زيږولې دې،چې کورنی مافیا، زورواکې، ظلم، بهرنی تپل شوې جګړه، ملت وژنه، ناپوهی ، فساد، ټولنیز تشدد ، د مخدره توکو تولید، جرم،اعتیاد، د عدالت نه شتون افغانې ټولنه د انزوا سره مخامخ کړې. پښتون خوځښت په افغان ټولنه کې د ټولنیز عدالت په تامين او د سولیز ژوند په ثبات ټینګار کوې، ددي دپاره چه افغان يوي پر مخ تللي مدني سوئي ته روسيږي او په نړيواله ټولنه کې خپل لوړ حيثيت وساتي، پښتون خو ځښت د ملي ارزښتونو وده او تطبيق د خپلې مبارزې اساسې رکن ګڼې.

4. پښتون خوځښت به د ټولو هغو کلتورې او ټولنیزو ستونزو ، نظریو، او کړنو چې د کمونیزم، دموکراسی ، نړیوالتوب په نوم/ واسطه افغانستان ته راغلې دې. په کلکه مبارزه کوې، پښتون خوځښت په نړی کې د هر یوه کلتور او نړیوال مدنیت سره د اسلامې لارښونې پر بنست د پراخه اړيکو پالنه کوې. خو په افغانستان کې د پردیو ټولنیزو، ژبني او کلتورې یرغل مخه نیسې.

5. په اسلام کې د ښځو حقوق او امتیازات په عدل او انصاف ولاړ دی نه په مساوات، ځکه مساوات ناممکن او غیر فطرې دې، او هيڅ وخت امکان نه لرې. له همدې کبله اسلام ښځو ته حقوق د هغوی د فطرې او طبيعی جوړښت به بنسټ او اساس ټاکلې دې. چې د هغوی د مسولیت سره سمون خورې، پښتون خوځښت د اسلام او پښتونولی په رڼا کې د ښځو د حقوقو څخه ساتنه او دفاع کوې.

6. دهر افغان د پاره د زده کړې حق د ټولو ښونیزو بنسټونو او علمې موسسو دپاره د یو داسې واحد ښونیز نصاب ننګه چې د لوړ نړیوال معیار سره سم د اسلامې لارښوونې،ملې ارزښتونو ، اسلامې او مسلکې زده کړي څخه برخمن وې. پښتون خوځښت د افغانستان په هر ولایت کې د مسلکې او تخنيکې زده کړې د لوړو موسسو د جوړولو د پاره کار کوې.

7. د هرافغان دپاره دايمې صحات، د ټولو موقتې او اوږدمهالو ناروغیو د لمينځه وړلو دپاره اغیزناکه هلې ځلې، ټولو روغبتیايي بنسټونو او موسسو دپاره لازمې او مساوې وسایل او اسانتیاوې.پښتون خوځښت په افغانستان کې په نړیوالو معیارونو برابر د طبې تعليمې بنسټونو او روغتونونو په جوړولو ټينګار کوې.

8. د هر افغان د پاره استوګنه، هر بې کوره او بې ځمکې افغان ته د کور پاره د څمکې وړیا ويشنه ، او په کور جوړولو کې ورسره بې ګټې مرسته.

9. فقر اوغربت د افغان اولس ستره ستونزه ده، جګړې او د تیرو لسيزو نا خوالې د فقر او غربت مهم لاملونه کيدای شې، پښتون خوځښت د افغاناستان د اقتصادې ودې د فقر او غربت د له مينځه وړلو دپاره د افغانستان د خلګو د عاید د سرچينې د بدلون په هڅه کې دی. او په ټولنه کې د کار د نه کولود عادتونو د له مينځه وړلو اوپه مسلکې ښوونه او روزنه ټینګار کوې.

10. جګړې په افغانستان کې طبيعې چاپیریال ته زیات زیانونه اړولې دې، پښتون خوځښت جګړه د اوبو د کموالې، وچکالی،د ژویودښکار،دځنګلونودله مينځه وړنه،د څارويو د کمښت دافغان طبيعې چاپیریال اساسې ستونزې بولې. پښتون خوځښت د چاپیريال طبیعت په وده او ساتنه ټینګار کوې، او هغه ټولنیز عادات چې د طبيعې او ښه چاپیريال سره مرسته کوې روزې او د پلې کوې.

اقتصاد:

د افغانستان د اقتصاد‌ي ودي دپاره د افغانانو د عايد سرچينه بدلول.



بهرنی تګلاره:
د اسلام د سپيڅلی دين، ملې خپلواکې، ملې هویت، ملې تاريخ، کلتور، د افغانستان د واحدې جغرافیې (د اسلام او افغانستان د ټولو ارزښتونو) څخه دفاع او ساتنه د پښتون خوځښت د بهرنی تګلاره جوړوې.

1. په اوسنیو شرایطو کې د اسلامې نړی د ټينګښت او پايښت، د اسلامې تهذیب، او مدنیت د راژوندې کونې، د اسلامې نړی د ودې سوداګری، راکړه ورکړې او د اسلامې هیوادونو د لانجو او شخړو د حل، او ګډو هدفو او ګټو ته رسيدلو دپاره د ټولو اسلامې هيوادنو سره د ټینګو اړيکو جوړولو دپاره هلې ځلې کول .

2. د ګاونډیو هیوادونو، اسلامي هیوادونو، دَ درېیمې نړۍ هیوادونو، او دَ ګردې نړۍ د خپلواکه ،پرمختیاپلوه، انقلابي او سوله پالو هیوادونو او سیاسې حرکتونو سره دَ ملګرتیا اړېکي جوړول.

3. په ټوله نړی کې دَ توکمپالنې، فرقه ګرۍ، استعمار ، افراطیت او سیهونیت غندنه او دَ ملي ازادۍ، خپلواکی، ټولنیز انصاف، سولې او پرمختیا پلوه غورځنګونو ملاتړ

4. پښتون خوخښت د نړۍ ټولو ملتونو سره د متقابله کټې پر اساس همکارې او اړيکې غواړې ،پښتون خوځښت به د ټولو هیوادو یا ادارو سره هغه تړونونه مات کړې چې د افغانې اصولو ،اسلامې عقیدې او د افغانانو د ملې ګټو څخه مخالف وي.

5. پښتون خوځښت دهر ډول استعمار- استثمار او استبداد ټولې بڼې په کلکه غندې، د لويو استعماري قدرتونو له مسابقو څخه د هيواد ساتل غواړې او په هيڅ يوه بلاک کې د شامليدو غوښتونکي نه دی.