کور / هراړخیز / موږ محوه کيږو!

موږ محوه کيږو!

دغه ليکنه د ١٣٩٠ يم کال د طلوع افغان ورځپاڼي د ٥٢ يمي ګڼي څخه تر ٧٨ يمي ګڼو کي نشر سوى دئ.


د پروسږ کال د پاى دوې ورځي او د سږ کال د سر دوې ورځي مي په کابل کښي وې، او هورې مي په هغي غونډي کښي ګډون کړئ ؤ، چي د مرحوم اجمل خټک د لومړني تلين په مناسبت، د اقوامو او قبايلو وزارت له خوا څخه په اينټرکانينټل هوټل کښي جوړه سوې وه، له کندهاره څخه درې کسان وربلل سوي ول چي يو حاجي حيات الله رفيقي او بل ښاغلى نجيب الله هوتکي ؤ.


د غونډي په وروسته کښي يې و ښاغلي رفيقي ته پنځه شېبې وخت ورکړ، او ښاغلي هوتکي ته ئې درې شېبې وخت ورکړ، دوى هسي وږغېدل او ښاغلئ هوتکي لا ګيلمن هم ؤ.


دوى خپلي تياري کړي مقالې نه ولوستلاى سواى- زيار او خواري عبث، تګ ؤ راتګ عبث، او هم نور ټول مصارف عبث، زء د خپل دې بې رنګ ؤ بويه يو شاني ژوندانه څخه د وتلو په نيامت د تفريح له پاره تللى وم، چي هغ ئې هم تر پوست راوڅڅوله، خيانتونه او ستمونه ډېر راسره سوي دي، خداى دي ئې له جنايته څخه نجات راکوي.


په هوټل کښي مي د کوټې انډيوال ښاغلى هوتکي ؤ، دء چي وار د واره د کټ پر نالي باندي مينجوټ ورته وواهه، نو ئې سمدلاسه د تلويژون “چلاند” ور واخيست، او تلويژون ئې په ولګاوء، په چلاند سره يې د تلويژون چينلونه (کانالونه، سټېشنونه) يو په بل پسې پرله واړول، د هر چېنل و پروګرام ته به يې اوز شېبې وکتل، او بيا به ئې هم د بل چېنل د پروګرام داسي لنډه ننداره وکړه، په دغه ډول سر ئې لږ يا ډېر څه لس چينلونه وکتل، تردغو وروسته ئې په نا اميدئ سره مخ را واړاوء، او دا ئې راته وويل:


“استاده، موږ محوه کېږو!”


“هو، خود، رشتيا هم; کله چي مو هم بازي زده نه وي،او زده کوو ئې هم نه; او په دې خپلي نيمګړتيا کښي مو لا تياري هم ورته نيولې نه وي، جلا هدان موږ يو; په خپلو منځو کښي موږ سره وژنو ; د قبايليت په تفرقه اخته يو ; بل ئې لا هر يو جاهلانه پر خپل سر باندي ډنګوو; او نور څوک (مشران او کشران) هم سر نه په ګرځوي يا يې ګرځولاى نه سي ، بازي مو هم بايللې ده، هم ئې بايلو،  او هم به مو بايللې وي، عامل ئې جهالت دئ.


نو بالنتيجه به دا زموږ خپل جهالت ، تفرقه، غلفت، او بې پروايي وي چي موږ به محوه کوي.


مانا دا موږ يو چي خپل ځانونه به په خپله محکوه کوو، ځکه چي بې کيف ؤ بې کفايته يو.


پر هوښ نه يو، بې هوښه يو; پر حال نه يو; بې حاله يو; تر خپل دبل چوپړ په اخلاص سره وهو، د بل په خوله ښه کوو، د خپل په خوله واښه کوو.


موږ د خپلو نيمګړتياوو فهم نه لرو، او چي فهم ئې نه وي، نو احساس ئې هم نه وي،  نو په داسي حالت کښي بيا څوک څنګه په څه او په چا سر وګرځوي؟ که نه ګانه داسي سر پيدا سي چي په هر څه يې سر ګرځولئ وي، هغه به لنډ وروسته په پاګلخانه کښي ناست وي،  او د خپل ځان په علاج پوري به حيران وي، لويان کوچنيان به پر خاندي لى- لى به پسي کوي او په ډبرو به ئې هم ولي، او هم به نور هرڅه په کوي، زء هوايي نه ږغېږم، دغه راز نندارې مي په خپلو دغو دوو روڼکيو ليدلي دي.


سمون هرڅه فهم او احساس غواړي، داسي کسان سته چي فهم ئې لري، خو احساس ئې نه لري، يا احساس ئې لري، خو فهم ئې نه لري، ډېر کسان به غواړي چي د وزلي خاوندان وي، خو نو دغه کار څنګه وکړي، که دوى په دې پوهېدلاى چي د ښوويځ په زدکړو سره د وزلي خاوندان کېداى سي، دوى به ولي ښوويځونه سوځول؟ ولي به يې په بمانو سره نړول؟ وزله غواړي، خو ښوويځ بيا نه غواړي، هغه چي د وزلي او حيثيت موندلو وسيله ده، هغه بيا نه غواړي، که ئې دوى فهم لرلاى، و لي به ئې ښوويځونه تړلاى؟ که دوى پوهېدلاى!


څوک چي هم د فهم خاوندوي، هم د احساس خاوند وي، هغه د شعور خاوند هم وي، هر کله چي څوک د شعور خاوند سوى وي، هغه د شخصيت خاوند سوئ هم وي. نو هر کله چي د ټولني ډېرنيان غړي د شخصيت خاوندان سوي وي، نو په دوى سره ئې ټولنه هم د شخصيت خاونده سوې وي، هاله چي ټولنه د شخصيت خاونده سوې وي، بيا نو نور د دې امکان نسته چي هغه ټولنه دي محوه سوې وي.


ټولنه د شخصيت خاونده کول نه څه اسانه کار دئ، او نه هم په اوز ورځو کښي څه،  چي په لسو- شلو کلونو کښي لا هم دغه کار کېدلاى نه سي، کلونه ئې څه دونده پروا نه لري، لکه د شخصيتونو جوړول چي پروا لري، سوونه کلونه راباندي تېر سوي دي، نو آيا په دغو سوونو کلونو کښي زموږ ټولنه د شخصيت (سياسي، علمي، او ملي شعور) خاونده سوې ده؟ دا هر څه ايسته پرېږدئ، آيا ټولنه مو د سواد او تعليماتو خاونده سوې ده؟ آيا دغه نن ورځ مو ټولنه له قحط الرجال سره مخامخ ده که نه؟


شخصيتونه هسي چټي پټي نه جوړېږي، خو د نوابغو له استثنا آتو څخه نو هم انکار کولاى نه سو، دغو بيا د ځينو نورو شخصيتونو ته وده ورکړې او د ځان ملګري کړي يې دي، خو البته احکام او پروګرامونه د سرغنه له خوا څخه ورکول کېږي او په دوى سره ئې تطبيق کوي، شخصيتونه د يوء اغېزه ناک پروګرام پر اساس باندي جوړېداى سي، دغه مانا و اشخاصو ته د ملي ټولنيزو ارزښتونو او معيارونو فهم ورکول له دوى څخه شخصيتونه او له وګړو څخه سړيان جوړوي، دغه کار به په يوه بې سواده او بې تعليمه ټولنه کښي څوک څنګه کوي؟ نو دمخه تر دې چي خلګ د فهم، احساس، او سياسي شعور خاوندان سوي وي، دوى بايد زدکړي او تعليمات کړي وي، او هم له دغي لاري څخه له دوى وګړو څخه د شخصيت خاوندان سړيان جوړېدلاى سي.


دغه سړيان دي چي و ټولني ته شخصيت او وحدت ورکوي، او له محوه کېدني څخه ئې ژغوري، دا خو ئې د ساتندويني اوليه وظيفه ده، بل لا دغه سړيان دي چي و خپلي ټولني او هيواد ته ترقي، انکشاف، ودانېدنه، سمسورتيا، برياوي او ډېر نور څه په هره خوا کښي وربخښي.


هاله چي وګړي مو سړيان سوي وي، اى د شعور خاوندان سوي وي، نو به يې ټولنه هم د شخصيت خاونده سوې وي، د سړيو په داسي ټولنه کښي نو نه بيا څوک بنګي کري او نه هم خاشخاش کري، دا بېله دې څخه چي حکومت دي يې سوټى ورته دې کړئ وي نو “اى سوټيه، دې سوټيه ، مي سر ګوره، مې پښې سوټيه” و دغسي سوټي ته به هيڅ اړتيا نه وي، سړيان، انسانان وي، او انسانان د خپلي ټولني په خير او شر پوهيږي، دوى همېش د ښېګڼي کارونه کوي، نه د بدوديو.


ذهنيت ازموينه:


د هري لېسې له ښوويځ څخه يو- يو يا دوه – دوه خوښامندان (رضا کاران) زدکړيان او زدکړياني، او هم د کندهار پوهنتون څخه يوه  زدامنده (محصله) او دوه زدامندان (محصلان) سره ملګري سوي او بيا پر درو ډلو باندي ځله وېشل سوي ول، هري ډلي د ښار په يوه او بله اوېجه کښي له خلګو څخه پوښتني کولې – هلکانو له نارينه وو څخه، او نجونو له ښځمنو څخه.


لومړۍ ډله يو لاروى  دروي، سړى اکا، اجازه سته چي دوطن او ټولني په  باره کښي درې لنډي پوښتني درڅخه وکړو؟ دغه پوښتني يوازي د معلوماتو له پاره دي.


څنګه پوښتني دي؟ نو واياست چي څه دي وسي؟


ښاغلې، که ته په ښار کښي يا تر ښار دباندي چيري سړک کنډ ؤ کپر ووينې لکه په کابل دروازه کښي، يا يو پول چيري ناموزه يا نړېدلئ ووينې، يا دي ليدلئ وي، تا د هغه په اړوند و مسئول مقام ته، راديو، يا اخبار ته د تليفون يا ليک په وسيله سره اطلاع ورکړې ده؟


جواب: يئه. دغه زما کار نه دئ ” هر بنده، خپلې کرونده” دوى پوهېږي، خپل ئې کار ښه پوهېږي، زما او ستا ئې په څه؟


پوښتندوئ: ولي، ته دغه وطن د ځان نه بولې؟ ته ئې په آبادۍ نه خوشحاله کېږې؟


پوښتلئ: ما درته وويل چي دا د هغه چا کار دئ چي وظيفه يې ده.


پوښتونکئ: نو هغه خو په خپل دفتر کښي د مېز تر شا پر چوکۍ باندي ناست وي، او پټي هم باندي ښکاره نه دي، نو بايد يو څوک ئې ونغوږوي!


دوهمه پوښتنه: که نه ګانه ته چيري يو کوچينى تش ځاى ووينې يا يو زوړ خوړين کور وي چي د کرهڼي رياست يا ښاروالې و دې ته ځير کړې چي دغه و پيرودي او په يوء کونج کښي ئې يو يا اوز  د توت يا ونو  نهالان کښېږدې، او د څرمه مسجد پر ملا او طالب او هم مقتديانو ئې د پالني سپارښتنه وکړې، دا به دي ښه کار کړئ نه وي؟


جواب: تاسي خو نو لکه له ما څخه چي خدايي خدمتګار جوړوئ، په يوء کونج – منج، يا ايله ځاى کښي څوک نهال نه پرېږدي، سم ولاړ ځوانان توتان ئې لا وهلي دي او چا که څه ورته ويلي  واى چي دا ولي وهې؟ جواب به ئې دا واى چي نوستا ئې په څه؟ د باميزو د کوڅې په زړه جامع مسجد کښي ئې پروسږ کال اوز د ونو نهالان ايښي ول، يو جمعې ورځ ولاړ ول، بله جمعې ورځ بيا نه ول، ښايي نور ځايونه به ئې هم دغسي پاى ؤ، دا چي چارواکو په دغه اړوند څه کړي دي  – پوښتنه ګروېږنه، د چا مسئوليت ؟


درېيمه پوښتنه: سړى اکا، ته خو به راديو اورې، او اخبارونه به هم لولې، په دغو کښي داسي نا پېژندلي لغاتونه وايي يا کاږي چي هغه پښتو نه و ي، او موږ ئې په ژبه کښي پر ځاى باندي بوب پښتو لغاتونه لرو چي دوى هغه نه کاروي،نو دا  به دوى و خپلي ژبي ته خدمت کړئ وي که خيانت.


پوښتېدلئ: دا څنګه لغاتونه دي، زما سد نه په ورسېدئ؟


پوښتونکئ: موږ په ژبه کښي دباندي، دباندنيان، سوغات، تارتوک، او  مسېدنه لرو، خو ځيني ليکوالان او وياندان ئې پر ځاى باندي، بهر، بهرنيان، ډالۍ، او موسکا وايي، کاروي او هم داسي نور چي له موږ سره ئې دا دئ اوږد لاړ سته.


پوښتېدلئ، دا خو نو رشتيا هم ښه کار نه کوي، دوى و خپلي ژبي ته تاوان رسوي، ولي چي د خپلي ژبي لغاتونه نست کوي، او پر ځاى ئې په ژبه کښي د نورو ژبو لغاتونه بابوي، دا خو نو و خپلي ژبي ته خدمت نه دئ، که داسي دوه او درې لغاتونه څوک په ناپوهي کښي و کاروي، موږ و دې ته خيانت ويلاى نه سو، خو که د داسو پرء ديو او بابيز لغاتونو شمېر مخ پر ډېرېدو وي، او هم دغه کار د اېجنټانو له خوا څخه په لاسي توګه کيږي، بيا ئې نو و خپلي ژبي ته خيانت بللاى سو، نو تاسي ولي په خپله له دوى (ليکوالانو او وياندانو) سره نه ږغيږئ، چي دوى څه درته وايي چي دوى دغه کار ولي کوي.


دوهمه ډله د معاملاتو ويوء دکان دفتر ته سر ور ايسته کوي چي هورې څه شپږ – اووء کسان پر کور بچو باندي ناست  دي، شنې چاى چيښي، او بانډار ئې کړى دئ.


پوښتندويان: ايجازه سته چي د ښار او ټولني د کړو- وړو په اړوند درې ساده پوښتني درڅخه وکړو؟


يو: يئه، ځئ، لار مو وهئ، تاسي په دې پسي راوهلې ده چي له خولې څخه مو خبري وکاږئ؟


پوښتونکئ: ولي؟ تاسي د دې ښار نه ياست؟ دښه او بد پروا داره ئې نه ياست؟


موږ بايد د غيلو او بودګانو غوندي و اوسو؟ دا چي شپانه او لېوان هر څه راکوي، موږ بايد هغه په منډه خوله منلي وي؟ موږ سياسي پوښتني نه درڅخه کوو، يوازي د ښار او ټولني د سمون په اړوند درسره ږغېږو.


بل: نو تاسي څه واياست چي نو مانا څه دي وسي؟


پوښتونکئ: آيا دا به ښه نه وي چي ښار له ښاره څخه وايستل سي؟


درېيم: تاسي کيسياني را اچوئ که ملنډي را وهئ، ښار څنګه له ښاره څخه ايستل کېداى سي؟ تاسي د دې خپلي کيسۍ حل راته وواياست چي نو دا څه راز کېداى سي؟


پوښتونکئ: مراد مو دا دئ، چي د دغي احمد شاهي کلا په دننه کښي ډېر لوريځتونونه يا مارکېټونه جوړ سوي  دي، په کوڅو کښي لا دکانونه جوړ سوي دي، پر پلوانونو باندي لا دکانونه را ايستل سوي دي، د پلورونکو او پېرودونکو او نورو لارويانو ګڼه ګوڼه په ښار کښي له انده پاسه ده چي نارينه پکښي تېرېداى نه سي، نو د ښځمنو به څه حال وي؟ نو موږ ستاسي نظر په دې اړوند غواړو چي که دغه دکانونه او بازارونه تر احمد شاهي کلا د باندي جوړ کړل سي  چيري چي د خلګو کورونه دي، نور دي وچاته اجازه نه ورکوي چي په احمد شاهي ښار کښي ئې  نور پلوريځتونونه (مارکېټونه) جوړ کړي وي، د دغو پر ځاى دي د موټرانو له پاره ګاراجونه جوړ کړي، او موټران دي پر سړکانو باندي نه دروي، تاسي چي مشران خلګ ياست په دغه اړوند څه واياست چي بايد څه وکړل سي؟


څلرم: دا خو مو ډېر ښه وويل، موږ ئې درسره منو. په موږ کښي به داسي څوک نه وي چي دغه ستاسي د نظر دي مخالف وي، څنګه، څوک سته؟ دا دئ څوک څه نه وايي، ګورئ، دغه تاند لا اومه ځوانان دي، او تر موږ ئې ماغزء کار کوي، اصلي کار خو نو نه د دوى له لاسه پوره دئ، او نه هم زموږ، که به څه هم معاملات والا يو، دغه ټول کار په چارواکو پوري اړه لري، او تاسي هم زموږ په سپارښتني سره دا خپل نېک نظر مو له چارواکو سره شريک کړئ څو ګوندي دوى به په ښار کښي دغه سمون راوستلئ وي.


پوښتونکئ، دوهمه پوښتنه: ښاروالې  په ښار کښي يو ځاى او بل ځاى خځليځونه جوړ کړي دي څو ښاريان د خپل کور او پلوريځ  خاوري خځلي، ايرې او پلاستيکان په دغه خځليځ کښي واچوي، خو لږ  ؤ ډېر کسان يې د خځليځ په شاؤخوا کښي اچوي چي هغه  نو د موټرانو، سايکلانو په اربو او هم د خلګو په پښو سره نور هم ايسته دوري سره وپاشل سي، دغه چاره بايد څوک څنګه وکړي.


پنځم: هغه کسان چي په دولت کښي ئې کار بند وي، ايسته دوري ځغلول سوي وي، او رشوتونه ځني اخستل سوي وي، نو چي په يو ډول سره کيږي، دوى هم هغسي له حکومت څخه کسات کاږي، يوه لار ئې دغه ده چي دوى خځلي په خځليځ کښي نه اچوي، او په شاؤخوا کښي ئې ورته اچوي چي په دغه کار  سره به ئې هم څه غروړئ او خروښ خيژي.


ښايي تور اور دي هم ځيني دغسي کسان کوي چي چارواکو دوى ځورولي وي.


پوښتونکئ: په داسي کولو سره خو دوى و حکومت ته دونده جزاء ورکولاى نه سي، لکه و رعيت يا و ملکي خلګو ته چي ئې ورکوي، د حکومت چارواکي خو په خپلو دفترونو کښي خوندي ناست وي، د رنځ او خوږ و جزا خو ئې د بازار و پلوريځوالانو او لارويانو ته ور کول کيږي. دغه خلګ ئې دوړي او ميکروبونه تنفس کوي. دوى به ځني ناروغان او مړء کيږي، چاره ئې بايد څوک څنګه وکړي چي مځکه او هوا فاسده سوې نه وي؟ تاسي يا نور څوک بايد د صفايي يا ښارپاکۍ و دفتر ته، يا اخبار ته، او يا د روغتيا و رياست ته تليفون ور کړى دئ، چي دغه بويناکه خځلي ئې پر وخت د چاري باندي ايستلي وي، او هغه کسان ئې په ايراد رسولي وي، چي دوى خپلي خځلي د خځليځ په شاؤخوا کښي اچوي؟


شپږم: موږ يا نور څوک خو د چارواکو د تليفون شمېر څنګه او چيري و مومو.


دوى بايد د خپلو تليفونونو شمېرې د راديوګانو او اخبارونو له لاري او په وسيله سره و خلګو ته ورکړي چي په دغه اړوند يا نورو چارو کښي له چارواکو سره وږغيږي، تاسي د هر څه په باره کښي لومړى له چارواکو سره ږغېدلي واى، او بيا هم له نورو ښاريانو سره څو ګوندي له دغي خوا څخه مو په چارو کښي سمون راوستلئ واى.


پوښتونکى: موږ دغه کار کوو، خو موږ بايد لومړى د ښاريانو له مشکلاتو او نظرياتو څخه ځانونه خبر کړي وي، او بيا مو دغه له چارواکو سره طرحه کړي وي.


درېيمه پوښتنه: تاسي به راديوګاني اورئ او اخبارونه به هم لولئ، تاسي ځير سوي ياست چي ستاسي ځيني ليکوالان او ځيني وياندان و کوښښ ته هلي ځلي وايي.


مسجد ته جومات وايي يا کاږي، و تيري ته ترين کوټ وايي يا کاږي، و يوم ته بېلچه وايي يا کاږي، ورېرونه – ورارء ګان بولي او داسي ډېر نور تحريفات مو په ژبه کښي روان دي.


تاسي په دغه باره کښي څه فکر کړى دئ، چي دا ولي  داسي کيږي او څنګه ئې بايد چاره وسي؟


اووم: يئه، موږ نه په دغه اړوند څه فکر کړى دئ او نه ئې هم کولاى سو، دغه زموږ کسب ؤ کار نه دئ، او هم اصلي خبره دا ده چي په پوهېږو هم نه دا چي څوک ولي داسي وايي يا کاږي تر شا ئې څه دسيسه سته که نه، موږ ئې احساس کولاى نه سو چي موږ په دغو او نورو لغاتونه پوهېږو، تاسي که ښه کوئ دغه او داسي نوري پوښتني مو يا له چارواکو سره يا له اړونده ليکوالانو او وياندانو سره طرحه کړئ، دا د دوى کار دئ او خود به نو دوى هم قانع کوونکي جوابونه درته ووايي، او که ئې ويلاى نه سواى ستاسي و بيان ته به غوږ ونيسي.


درېيمه ډله پنځه تنې د دولسم ټولګۍ زدکړياني نجوني او يوه ئې د پوهنتون زدامنده دي، دوى ويوء کور ته ور ننوزي او له ښځمنو سره يې ږغيږي.


پوښتونکې: آيا ستاسي د کور هلکان او نجوني و ښوويځ ته ځي که يو بل کسب و کار کوي؟


جواب: دوه هلکان مو دي او هغوى دواړء و ښوويځ ته ځي، خو نجوني مو د څنګ په کوڅه کښي پر يوې اجاڼۍ باندي سبق وايي.


پوښتونکې: نو چي هلکان مو وښويځ ته استولي دي، دا مو ډېر ښه کار کړى دئ دا به لا نور هم ښه کار واى چي نجوني مو هم و ښوويځ ته استولي واى.


مېرمن: هو، دا به ډېر ښه واى، د نجونو پلار ته چي ئې ور ياده کم چي که نجوني ښوويځ ته ولاړي سي د خولې او د ژبي مېرمني به ځني جوړي سوي وي، دى داسي هېښ پاته سي، يوه ورځ  ئې راته وويل، چي دا لوڼي دي د اجاڼۍ کره نه ور استولاى ښه به واى، ځکه چي کوڅه ګي ئې دباندي وتل ښه نه بولي، دوى وايي چي دغه سبقونه هورې په کور کښي ورته واياست، دلې ځيني خلګ داسي پر دين باندي ټينګ دي چي نو ته واتوبه.


پوښتونکې: داسي کولاى نه سئ چي  په ښار کښي ويوې داسي مېني ته کډه سوي واى چي خلګ ئې داسي تاريک ذهنه متعصب نه وي.


مېرمن: که دء داسي کار کولاى سواى، نو کړئ به ئې واى.


پوښتونکې: دا چي دلته خلګ داسي دي، نو په کوڅه او شاؤخوا کښي خو به له ښځمنو او کوچنيانو سره بد او سخت وضعيت نه کيږي؟


مېرمن: کله نا کله خو نو يو ځاى او بل ځاى داسي پيښي کيږي، خو زموږ تر شاه په کوڅه کښي څلرم کور دئ چي وايي ښځي ئې بد حالي دي.


پوښتندوياني هم و هغه کور ته ورغلې، خو هورې ئې په سپکاوي سره له کوره وايستلې، ورته ئې وويل: د ښځو په غوږونو کښي به مو پليتې نه ور ايږدئ، دوى به د ځان غوندي نه راڅخه بد لاري کوئ، سبا به تاسي غوندي په کوڅو او بازارو کښي ګرځي، د ښځي ځاى کور دئ، نه کوڅه او بازار.


تر دغه وروسته په دوى پوښتندويانو هم ماته ګډه سوه، چا ويل چي دوو- درو نورو کورونو ته به لا هم سر ور ايسته کړو، خونورو ويل: بس موده، هم ذهني ستړي سوو هم بدني، ځوبه، څه نه تروزي، دوى چي څه واټن ولاړلې.


د يوء کور لوى دوو ور پرانيستلئ ؤ، يوې له دوى څخه ورته وويل: تاسي راسئ چي  دغه کور ته لا سر ور ايسته کو، وبه ګورو چي دلته به لا څه پيښيږي، دوى هم ورننوتلې، د سوپ په خوله کښي ودرېدې او په کور کښي دننه ئې شاوخوا کتل.


له لوړي برنډې څخه ور ږغ کړل سول: نوولي ودرېدلاست، خو را تيري سئ!


دوى هم ور دمخه سولې، او برنډې ته ور وختلې، له ناستي سپين سري سره ئې روغبړ وکړ، له خوني څخه يوه بله ښځه ور ووتله او له دوى سره ئې مچ کړل، يوې پيغلي له خوني څخه کوربچه ور  و ايسته څو و دوى ته ئې ور هواره کړې وي، انا ئې خوشکه ورته وکړه چي هغه د مېلمنو له پاره کوربچې راوباسه! سمدلاسه دوې بخملي کوربچې ور هواري کړل سوې  او بالښتان ور باندي کښېښوول سول.


څنګه ، ښه يخ شوربت درته راوړي که خوندوري شنې چاى در وايشوي؟


مږور: ادې، مېلمنې به وايي چي دوه لوښي نه لرئ؟


ادې: ښه دئ، هغه نيلوفري شوربت ورسم کړئ، څو چي دوى دغه چيښي د چايو له پاره به اوبه هم ايشېدلي وي، تر تاسي دمخه دوې –څلور مرکې نوري هم راغلي دي، خو تر منځ مو پرېکړه داسي مجمجله ده، ټولي لاري چاري د ازل دي، ګورئ چي زما د لمسيانو قلمونه به لا له چا سره وهل سوي وي؟ زما د لمسيانو صفت هر ځاى سوى دئ، دواړي ټکه مسته ښايستې پېغلاني دي، تاسي څنګه خبري سوي ياست او له کومه ځايه څخه پسي راغلي ياست؟


راغلو پوښتندويانو نجونو يوې و بلي ته په هېښتيا سره وکتل.


زدامنده: پخوا خو به دېوالونو خبري کولې، اوس د دېوالونو موږکان  نور نسته اوس جېبي موږکان پيدا سوي دي، چي ښارونه په هاخوا لا ږغيږي چي څوک څنګه پر څه حال دئ؟


مږور: ادې، مراد ئې دا جېبي ګرځنده تليفونونه دي.


ادې: نجوني مو خوښيږي، په دوى کښي ويل نسته، خو زما زوى ولور په افغانيو نه غواړي.


دى ټېلرونه (ډالرونه) او اورونه (يورو وي) غواړي، ښه دئ چي تر مخه مو لا سره پوهولي وي، څو په وروستنۍ مجمجلتيا کښي مو تر منځ خوابدى پېښ سوئ نه وي.


زدامنده: و موږ ته ئې افغانۍ، ډالرونه، او يورو وي يو راز دي، څه توپير نه راباندي لري.


دغه و هاخوا ته چي ناسته ده، دا زما تر له ده، دا هم د خپل ورور په نجلۍ پسي ګرځي او زء هم زموږ دواړو وروڼه د پوهنتون زدامندان دي، دوى وايي داسي نجوني راپيدا کړئ چي هم به ښايستې وي، هم په بدن سکښتي وي، او هم به يې ليک او لوست زده وي، که ئې زده نه وي، او اوس د سواد زدکړي يا ليک او لوست درسونه وايي، هم به ښه وي.


ادې: هغه دي ترله ده، دغه نوري درې نجوني دي څه دي؟


زدامنده: دغه نوري درې مو د ښوويځ همصنفياني دي، دوى د صلاح او مشورې له پاره راسره راغلي دي.


ادې: يوو، ښه، تاسي ټولي مکتبياني ياست؟ زما دي ازل خاوري سي.


آتوتکۍ، د دې نوم توتيا دئ، موږ يې توتکۍ بولو، آ توتکۍ، هغه او بېشونې له برق څخه وکاږء! موږ پوهېږو چي مکتب به زموږ له شرمناکو، حياناکو نجونو څخه څه راجوړي کړي، ميږي به وي، بزې به يې ځني جوړي کړي وي، زما دوه هلکان لمسيان دي. دوى دواړء خورا لېزيمه ارام هلکان ول. له هغه راهيسي چي دوى ئې و مکتب ته ور اچولي دي، اوس د مځکي مخ په سوځي- دا د دوى له ډيري خشنګۍ څخه، نو که مو نجوني هم مکتب ته تللي واى، روي به ځني جوړي سوي واى، لکه دغه هلکان چي مي پر خبره غوږ نه نيسي، دوى به هم هغسي بې باکه پرې ايښي واى، پر موږ باندي خو خپلي عزتناکي نجوني بار نه دي، چي و مکتبيانو ته به ئې ورکوو، نه به موږ و خپلو زامنو او لمسيانو ته مکتبياني ور وغواړو، روي خو د خپلو مېړونو زړونه کاږي، کله چي ئې دوى په درانه خوب بيدء کړي وي، نو ئې دوى دا بټه ګوته و روي او و روي څو زړء ئې تر دغي بټي ګوتي ځني زبېښلئ وي.


زدامنده : که ستا لور يا لمسۍ د خپل مېړء زړء زبېښلئ وي، او له هغه څخه ئې زړء کښلئ وي، مانا ئې دا ده چي دا پر خپل مېړء باندي ګرانه سوې ده، دا به ډېره نازوي، هر ناز به ئې اخلي، بله به نه پر کوي، او رشتيا هم دا ده چي پر مکتبۍ ماينې باندي ئې مېړء بله ماينه کولاى نه سي. خو که دا داسي شرمناکه – حياناکه وي لکه ستا مشره لمسۍ، نو به ئې دوې يا درې نوري هم پر کړي وي، نو رشتيا مو هم قلمونه سره وهل سوي نه دي، د خداى ښې به سره غواړو.


نجوني چي له دغه کوره څخه ووتلې، جوړه او خوښه ئې پردې سوه چي د ژبي په اړوند به د لېسو له ښځينه ښوونکو سره وږغيږي.


بله ورځ دوى پنځه سره د لېسې په ناستون کښي منتظري ناستي وې، کله چي په تفريح کښي معلماني ورغلې، دوى دغه پسې پوښتني ځني وکړې:


هغه ښځه چي مونانى ئې پيدا کيږي، و دغي عمليې ته تاسي څه واياست، يا په لوى کندهار کښي څه ورته ويل کيږي؟


ښوونکې: و دغه ته “لنګون” ويل کيږي.


زدکړۍ: نو په کندهار کښي د راديوګانو وياندان ئې ولي “زېږون” بولي؟


بل دا چي د ماينې يا مېرمني و همغاړي يا همسر ته ستاسي په ژبه کښي څه ويل کيږي؟


ښوونکي: دوى خو اصلاً له پخوا څخه په ټولنه کښي “مېړء” او “ماينه” بلل سوي دي، خو اوس ئې وياندان و مېړء ته “خاوند” وايي، دوى به ئې ښايي ځکه داسي بولي لکه دا چي ئې خره يا غوا غوندي په ولور سره پېرودلې وي.


زدکړۍ: نو واج او ولور خو پخوا هم ستوالئ لارء، نو پخوانيانو ولي د “مېړء” پر ځاى  باندي “خاوند” نه ويل اوس ئې ځيني وياندان وايي؟


دا په هره توګه، که د چا ورور اوز زامن ولري، دى دغه د ورور  زامن څه بولي؟


ښوونکې: ورور د ورور و زامنو ته “ورېرونه” وايي.


زده کوونکې: نو په کندهار کښي د راديوګانو وياندان ولي  د “ورېرونه ” پرځاى باندي “ورارءګان” وايي؟ آيا دوى د خپلي ژبي جاهلان دي، که به بله پټه آجندا لري؟ او نو دا به څه وي؟


ښوونکې: دا خو نو تاسي له دوى څخه و پوښتئ چي دوى ولي داسي وايي.


بله ورځ پنځه سره نجوني د ښوونکو و ناستون ته ورغلې او له هغيو څخه ئې هم اوز پوښتني د ژبي د لغاتو په اړوند وکړلې.


کله چي نر يا ښځه و چاته تحفه ورکړي، و دغي ته تاسي په خپله ژبه کښي څه واياست؟


ښوونکي: موږ هم “سوغات” ورته  وايو او هم “تارتوک” ورته وايو.


زدکړۍ: نو ستاسي د راديوګانو وياندان او د اخبارونو ليکوالان ئې ولي “ډالۍ” بولي، نه سوغات او تارتوک؟ آيا دوى په دې نه پوهيږي چي “ډالۍ” پښتو لغت نه دئ؟


اوس لا ځيني اورېدونکي د دوى په تقليد سره و سوغات ته ډالۍ وايي؟


بل دا چي ځيني که ټول وياندان او ليکوالان د ماينې مېړء د دې “خاوند” بولي، اى د دې “مېړء” ئې نه بولي، تاسي ئې کوم نوم منئ، او کوم ئې ردوئ؟


ښوونکي: موږ ئې دواړء نومونه منو، او يو ئې لا هم نه ردوو.


زدامنده: نو ولي نه؟ دغه دوه عنوانه خو سره متضاد دي “مېړء” مانا د ماينې   حامي،  ملګرئ، او همغاړئ، خو “خاوند” مانا د ماينې مالک او بادار.


ښوونکي: هو، نو همداسي خو نو هم ده، نن ورځ په دې سيمه کښي د ماينې و لور له درو سوو زرو (٣ لکو) څخه تر لس لکه، يو ميليون افغانيو پوري رسيږي، نو چا چي په دغسي درانه ولور سره ماينه پېرودلې وي، تاسي ئې لا هغه “خاوند” نه بولئ؟ څوک چي يوه غوا په لس زره افغانۍ وپيرودي، نو آيا دى د دې غوا خاوند دئ که نه؟ دء دا په لس زره افغانيو نه، بل لا په لس لکه يا يو ميليون افغانيو پېرودلې ده، نو به ئې لا ولي خاوند نه وي؟ دا د دء ملکيت ده،  دا هيڅ حق نه لري چي يو نامتداول کار دي بېله د خاوند له اجازته څخه وکړي، دا و بازار ته او آن و زيارت ته لا حق نه لري چي بېله د دء له اجازې څخه دي ولاړه سي، نو څه چي بيا د ليک ؤ لوست زدکړه وي، و ښوويځ ته تلنه وي، يا چيري څه کسب ؤ کار کول وي، دا له دغو حقوقو څخه محرومه ده، دا يوازي د دې په خاوند پوري اړه لري چي دى و دې ته دغه حق ورکوي که نه؟


دا چي دا پر مېړء باندي وپلورله سوه دا مانا نه لري چي دا له ټولو حقوقو څخه محرومه ده، دا پر خاوند باندي د خوراک، چيښاک، پوښاک، ځاى او روغتيا حقونه لري، دا به له خاونده څخه نه وږې کيږي او نه به ځني لڅيږي، دا به د اوسېدني ځاى لري، او که ناروغه سوه، علاج او تداوي به ئې کوي.


بل موږ دا هم ورته وويل چي لکه څنګه چي د “خاوند” نوم يا عنوان ردولاى نه سو، همدغسي د “مېړء” نوم او عنوان ردولاى نه سو، هغه مېړء او ماينه (مينه mayana) چي دوى په خپله خوښه او د خپلو کورنيو په صلاح او مصلحت سره، بېله واج او ولور څخه ، وادء سره کړئ وي، د ښځي دغه “مېړء” د دې “خاوند” کېدلاى نه سي، هر هغه حق چي ئې “مېړء” لري، هم هغه “حق” ئې ماينه لري، لکه څنګه چي ماينه نه د مېړء د ليک- لوست زده کولو د ښوويځ ويل، او د کسب ؤ کار د کولو مانع ګرځېدلاى سي، او نه مېړء د خپلي ماينې د ليک- لوست زده کولو ښوويځ ويلو، د بل کسب ؤ مهارت د زده کولو، يا چيري د کار کولو مخنيوى کولاى سي، يو قيد ؤ حدؤ حصر چي پر دوى دواړو باندي سته، هغه دا چي دا هر څه به په اخلاقي چوکاټ کښي دننه او مشورې سره کوي د دوى بل حق دا دئ چي په خپلي وړتيا سره به يو د بل مرسته او خدمت کوي؟


حمايت به ئې کوي، دوى به خپل کارونه يو د بل په خوښه او مشورې سره کوي، دوى د ژوندانه ملګري دي او دغه ملګرتيا به په فهم او خوښۍ سره پالي، دوى سره انډيواله او انډيوال دي، هوښياران خپل ژوند پر ځان باندي نه تريخوي، دوى ئې په خوښۍ سره تېروي، دوى د ژوندانه ښې او ښادۍ په دواړو سره برابروي، دغه کار هاله کېدونئ وي چي مېړء او ماينې دواړو ښوويځ ويلئ وي، او يا لا دواړء له پوهنتون څخه راوتلي وي، په ناپوهانو کښي به لږ داسي پېښيږي چي مېړءاو ماينه دي سره په يوء زړء او يوه خوله وي چي د زړء او د خولې لار دي ئې سره يوه وي.


مېړء ا و ماينه د ژوندانه ملګري وي، دا ولور د ماينې د قدر زياتولو له پاره دئ.


که ولور نه وي په دې جاهله ټولنه کښي چي په دغه اړوند سم رغنده قوانين هم نسته، يو مېړء به هر کال يوه ماينه ايله کوي او بله ځوانه ښايسته ماينه به کوي، په دې بې کسب ؤ کماله ټولنه کښي چي ښځي ګټه وټه نه لري، که د ژوندانه تضمين نه ولري، دا به د عزتمنده پوړه ژوندانه خاونده نه وي.


چارواکي:


کله چي به پوښتندويانو له لارويانو، پلوريځوالو، او ښوونکو سره مرکې کولې، د ښار او کندهار په اړوند ئې ورځني مسايل ورسره طرحه کول، ډېر يو له دوى څخه به ورته وويل چي دا د چارواکو کار دئ، تاسي لار او څرک غلط کړي دي، له دوى سره وږغېږئ، چي دوى د هر څه مسئول دي، ځکه نو پوښتندويان هم د دوى په تلاښ کښي سول، چي پسي وګرځېدل، پر پېښ سول.


ښاغلو چارواکانو! اقتصادي، تخنيکي، کرهڼيزي، ورهڼيزي، او نوري چاري هم خورا ډيري دي، او تاسي ئې واک هم لرئ، دا ځکه چي تاسي چارواکي ياست، اوس دا راته وواياست چي له دغه واک څخه مو چيري څنګه کار اخستئ دئ؟


موږ د کليوالو د ښېګڼي له پاره کارونه پيدا کړي دي، او دوى مو پکښي بوخت کړي دي څو دوى د مخالفينو و ليکو ته ور اووښتي نه وي.


پوښتونکى: تاسي د کليوالو له پاره څه راز کارونه  پيدا کړي دي؟


چارواکئ: موږ دوى د کارېزونو او واوو (لويووالو) په پاک کولو او ژورولو کښي په کار اچولي دي، چي له يوې خوا څخه ئې خپل کارېز او يا وا (لويه واله) پاک سوي وي، د دوى باغ او تول به په اوبه او سمسور سوي وي.


د دې له پاره چي دوى (کليوال) مو هڅولي دي، مزدوري مو، د بازار په مقايسه، ور دوه ګرايه کړې ده.


پوښتونکئ: ښه اوس تاسي د ورځي درې سوه افغانۍ مزدوري ورکوئ،  او دوى به د يوې ورځي کار هم په دوو- درو ورځو کوي، دا چي تاسي په کلي کښي درې سوه افغانۍ مزدروي ورکوئ، نو په ښار کښي بايد پنځه سوه ورکړئ، بل دا چي د بازار مزدروکار ترمخه يو نيم سل (١٥٠) افغانئ غوښتې، اوس خو نو هغوى هم د ورځي درې سوه افغانئ غواړي.


بله ورځ به هرو مرو تاسي چارواکي په کور يا بل ځاى کښي و مزدورکارانو ته اړياست، تاسي او هم نور وګړي به هم و مزدورکارانو ته دورځي درې سوه افغانئ، مزدوري ورکوئ؟ آيا تاسي ئې توان لرئ؟ په دغه ستاسي په معاشاتو کښي ځاييږي؟ يوه ورځ به ئې ورکړاى سئ، لس- پنځلس ورځي هره ورځ درې سوه افغاني مزدوري ورکولاى سئ؟


چارواکي: يئه، خودښکه ئې يوه ورځ لا ورکړاى سو، موږ په دا خپل معاش په عادي ډول سره سم چلاو کولاى نه سو، د مزدور مزدوري نه پکښي ځاييږي، حکومت خو د بل په دنيا موړ دئ، چي لوړي مزدورئ ورکوي.


پوښتونکئ: دا که تاسي اړياست يا که اړ نه ياست و اداري فساد ته به هرو مرو لاس ور اچوئ، په شعوري يا غير شعوري ډول سره مو د چارواکو اتحاديې جوړي کړي دي، دمخه تر دې چي مراجعين مو په خپله لوشلي وي، لومړى ئې د نورو څانګو و دفترونو ته ور استوئ، ولاړ سئ له دغه ځايه دغه معلومات راوړئ، او له هغه ځايه هغه معلومات راوړئ.


کله چي مو دوى په دوو- درو نورو دفترونو وشکول، بيا نو هغوى مجبوريږي، چي بس، د خداى پار دئ، نور ځايونه مو مه استوئ، دغه دي هر څو خوشمړني چي غواړئ درکوو ئې.


چارواکي: تاسي په موږ پوري توراوي – اتهامات مه تړئ، په موږ کښي اداري فساد نسته، موږ څوک يوء او بل ځاى ته نه استوو نه مو دا کار دئ، هو، هغه معلومات موندل خو نو ضرور دي چي د هغيو پر اساس باندي اقدام کوو.


مراکاوو: “شپانه و بزې ته وويل: کوربه نه وايې چي ماته په ډبره ويشتلې يې، بزه : که زء نه ووايم، زما ګوډه پښه به وايي”.آيا دغه  لوړي مزدورۍ چي تاسي ئې د غني او خزانې څخه ورکوئ، دغه د ډېرو افغانيو په ايستلو سره په ښار او وطن کښي ګراني ( تورم- inblation)  پېښېداى سي که نه؟ آيا په دغه کار سره افغانئ، کم ارزښته کېداى سي که نه؟ که به څوک وايي چي داسي نه کيږي، نو هغوى د بازار له نرخونو څخه ناخبره دي، موږ د معاشاتو او مزدوريو (اجرتونو) د ډېرولو مخالفان نه يو، خو دمخه تر دې چي دغه کار سوئ وي، بايد د حياتي او ضروري موادو نرخونه ثابت وساتل سي، څو د ګرانۍ يا د افغانيو د کم ارزښته کېدلو مخه نيوله سوې وي.


چارواکي: دا خو د سمونوالانو کار دئ، او ډېر لوى کار دئ، نو تاسي له سمونوالانو سره وږغېږئ، موږ و چکلک چارواکي يو، سمونوالان نه يو.


مرکاويان: چارواکو صاحبانو! دغه کارېزونه، واوي، او والې خو د کرهڼيزمځکو د ملاکانو دي، ولي ئې دوى په خپلو نه پاکوي چي تاسي ئې ورپاکوئ، او ماليه مو لا هم ځني اخستې نه ده؟ ستاسي وظيفه خو دا ده چي عام المنفعه يا ټولګټي کارونه وکړئ، لکه سړکان جوړول او پخول، ښوويځونه ودانول، حکومتي دفترونه ودانول، د کسرت (سپورټ) ميدانونه جوړول، جمنازيمونه جوړول، پارکونه جوړل او داسي نور. ايا دغه هر څه مو کړي دي چي د خلګو کارېزونه او والې ورکاروئ؟ په دغه چارو کښي به مو خواران په کار اچولي واى او د خوراکي موادو په عوض کښي به مو دغه کارونه په کړي واى، پر ځاى د دې چي ګدايان او مفتخوارء مو ځني جوړ کړي وي، هر څه د خيرات په ډول پر وېشئ! دا ولي؟


چارواکي: هو، دا درسره منو چي زموږ له پاره يوه د انسجام اداره په کار ده چي څه چيري، کله او څنګه وکړل سي، دا درسره منو چي په موږ کښي همږغي نسته، دواک واګي په بېلابېلو لاسونو کښي دي.


مرکاوو: دباندنيان نه مني چي دوى دي زموږ له وطنه څخه ووزي، خو لاسونه مو د کچکول غوندي ورته نيولي دي چي له دوى څخه هر څه هم هسي وړيا ځني را اخلئ او و موږ ته يې راکوئ، تاسي چارواکي که له دغو اړو کسانو څخه د خوراکي موادو په عوض کښي کار اخستلاى نه سئ، يوه و رهڼه، يو کسب خو په دغه وسيله سره وروښياست، دغه د د باندنيانو خيراتونه خو به همېشه نه وي، که نور کارونه په کولاى نه سئ، دغه ليک او لوست خوله دغي لاري څخه وروښياست.


چارواکي: وروڼو، تاسي ځان وپوهوئ، خيراتي کارونه يو څوک کوي، ښوونه او روزنه بل څوک کوي، کسب ؤ کار د بل چا په لاس کښي دي، هر څوک خپل کار کوي، يو د بل په کار ، کار نه لري، داسي وه، داسي ده، داسي به وي.


پوښتنه: بېله دې څخه  چي ماتول او نړول مو کړي دي، د غرونو ډبري مو  پلورلي دي، ايا چيري مو د جوړښت کار هم کړئ دئ؟ تاسي به تر موږ ښه پوهېږئ، چي له ١٣٨٠ هـ ش راپه ايسته په سيمه کښي وخورا ډېر سيمينټ ته اړتيا سته، آيا ستا سو رياست د سيمينټو د فابريکې د جوړولو په اړوند څه اقدام هم کړئ دئ؟ آيا په دغه اړوند مو د کانو او صنايعو وزارت ته يو وړانديز کړئ دئ؟ که به مو کړئ وي، کله، او جواب ئې څه او څنګه ؤ؟


چارواکي: موږ رشتيا هم، لکه څنګه چي مو راديوګاني داسي بولي، چارواکي يو، خو سمونوالان نه يو، او نه هم کله چا داسي بللي يو، د چارواکي نوم او د سمونوالانو نوم دوه ځله بېل لغاتونه دي چي ماده او مانا ئې دواړه ځله بېل دي، مراد مي دا دئ چي په دغه اړوند له سمونوالانو سره وږغېږئ.


د ورهڼي له چارواکو سره تر ږغېدني وروسته، پوښتندويان د کرهڼي له چارواکو سره وږغېدل، او دوى ئې وپوښتل: دا چي چرګان، د چرګانو غوښه، او د چرګو هګئ په پېخر سره له دباندي څخه راوړل کيږي، نو دا به تر کله داسي وي؟


په دغه کښي بايد څنګه سمون راوستل سي؟ په هلمند ولايت کښي بايد څنګه د بنګو اوخاشخاشو د کرلو مخنيوى سوى وي، څو خلګو بېرته د پمبه وو وکرني ته مخه کړې وي.


څوله پمبه دانې څخه ئې نباتي غوړي ايستل سوي وي، او فابريکه ئې هم تياره ولاړه ده، بل لا په خپله له پمبه وو څخه کاغذ جوړ سوئ وي، آيا تاسي د ورهڼي و رياست يا وزارت ته د کاغذ جوړولو د فابريکې څه وړانديز کله کړى دئ او په ټينګار سره پسي ورته جوغېدلي ياست څو دوى په دغه خوا کښي څه اقدام کړئ وي؟


چارواکي: لکه راديو ګاني چي مو چارواکي بولي، موږ هم په ورځنيو چارو پکو يو. سمونوالان نور  څوک بلل کيږي، تاسي که سمون غواړئ، نو په سمونوالانو پسي ورسئ او له هغيو سره د سمون په اړوند مسايل طرحه کړئ! چارواکي به نه دودوئ! له هر چا سره د هغه د کار په ساحه کښي وږغېږئ، سمون د سموالانو کار دئ، نو موږ د چارواکو واک لرو، او هر راز واک چلول زموږ صلاحيت دئ.


پوښتندويان له يو شمېر نورو چارواکو سره پر بېلابېلو مسايلو باندي وږغېدل، د څرګندوني په توګه دا چي له يوې خوا څخه دغه کوچيني احمد شاهي ښار، د پېر- پلور زڼئ دئ، او نو ځکه ګڼه ګوڼه هم پکښي په داسي اندازه ده چي سړى به د پلوانونو خلګ يوې او بلي خوا ته ټېله کوي يا پوري وهي څو د تېرېدني لار ئې موندلې وي، له يوې خوا څخه پلوانونه تنګ دي، او له بلي خوا څخه خلګو د خرڅلاو توکي پر ايښي دي او سودا اخستونکي هم پر ور ټول وي، لارويان مجبوريږي چي سړک ته واوړي.


بل دا چي په ښار کښي د موټر سايکلانو شمېر خورا ډېر سوى دئ، بدودي ئې دا ده چي پر سړکانو باندي ئې داسي تېز ځغلوي چي سړى په پوړه زړء سره تر سړک اووښتلاى نه سي، دغه کسان چي موټر سايکلان تېز چلوي، دوى نه د خپل ژوندانه پروا ساتي او نه هم د نورو لارويانو د ژوندانه پروا لري.


کله چي پوښتندويانو د دغو مسايلو او هم نورو د سمون غوښتنه له چارواکو څخه وکړه، دوى لنډه ورخلاصه کړه چي دوى چارواکي دي، نه سمونوالان، تاسي بايد د سمون خبري له سمونوالانو سره وکړئ، نو دوى هم په سمونوالانو پسي وګرځېدل، او ځيني ئې پيدا هم کړل.


پوښتندويان: سمونوالانو صاحبانو، تاسي دا راته ويلاى سئ، چي په ورهڼه، کرهڼه، تخنيک، صنعت، حرفت، او يا نور څه کښي مو په سږ کال او هم پروسږ کال کښي څه سمون راوستلئ دئ؟ ستاسي سره يې د سماوو ثبت سته چي يو نقل ئې و موږ ته هم راکړئ؟


سمونوالان: بخښنه دي وي چي دلته څه اشتباه پېښه سوې ده، زموږ القاب د سمونوال دئ، خو وظيفه مو په واقعيت کښي د “ساتنوال” ده ، موږ د ښار او خلګو امنيت ساتو، د دوى د سر او مال ساتنه کوو، نو موږ په واقعيت کښي ساتندويان او ساتنوالان يو، نه سمونوالان.


مرکاوو: دا چي واقعيت داسي دئ، بيا نو تاسي ولي “ساتنوال” يا ستنوالان نه بلل کېږئ، بايد ساتندوى، ساتنوال، ساتندويان، او ساتنوالان بلل سوي واى، نه داسي لکه اوس چي “اسم ناسمى” ياست.


–  هو ، رشتيا هم دا به معقوله واى که و موږ ته  د “سمونوال” پر ځاى باندي د “ساتنوال” لقب راکړء سوى واى، څوک ئې په مانا پسي نه ګرځي.


هغه څوک چي سر په ګرځوي هغوى به هرو مرو له ځانه سره وايي چي:


“از کلانها لخشيدن و از خوردها بخشيدن” معقوليت، نه معقوليت، څه؟ نو هر څوک بايد هر څه د مرچوله قراره څخه واټکلوي.


مراکاويان: نو که دغه “موټ نمونه د خروار وي”  واى به مو په ځان وي.


مسئوليت، نه مسئوليت، څه؟ کار، نه کار، څه؟ خدمت ، نه خدمت، څه؟ په زړء کښي به لږ ؤ ډېر دا وايي چي موږ د ژوندي پاته کېدلو له پاره خپل چلاو کوو، دا په هر قيمت چي وي، دغه هر څه دا مانا لري چي هر څوک د خپل ځان او کورنۍ په غم کښي دي، او بايد هم وي، خو موږ بايد تر دغه په پورته د ملت او مملکت په غم کښي هم اوسو، يوه ورځنۍ ناپېښه د څرګندوني په توګه دريادوم چي موږ ئې خورا اندېښمن کړي يو.


دغه د کوچينيانو تښتول دي، زء نه پوهېږم چي د ورځي به په اوسط ډول سره درې که څلور کوچينيان ورک کيږي، ځکه چي خواراني کورنۍ له راديو څخه د خپلو ورکو کوچينيانو اعلانونه کولاى نه سي.


آيا سمونوالانو صاحبانو، ساتندويانو صاحبانو، او ساتنوالانو صاحبانو.


له تاسو سره ئې ثبت سته چي کله چيري د چا کوچنيان ورک سوي دي؟ او بالاخره څه پېښيږي؟ خلګ خو وايي چي د پيسو په بدل کښي ئې بيا ور آزاد کړي، او هغوى چي پيسې نه لري، هغه کوچينيان ئې يو ځاى او بل ځاى ور ايله کړي وي، که د ورکو يا تښتول  سوو کوچنيانو په اړوند پرله پسې معلومات و ښاريانو ته ورکړل سي، يو به ئې خلګ هوښياران کړي او محتاط کړي وي، او بل به ئې زموږ غوندي د ډېرو نورو خلګو اندېښنې هم ليري کړي وي.



ساتنوالان: هو، دا زموږ مکلفيت او مسئوليت دئ چي د کوچينيانو د ورکي تښتوني په اړوند بايد جدي اقدامات وکړل سي، او هم مو ښاريان اندېښمن کړي نه وي.


پوښتندويان: ښاغلو ساتنوالانو، دمخه تر دې چي تاسي په يوء کار لاس پوري کړئ وي، دا به ښه نه وي چي لومړى مو د ټولني، هغه چي تاسي به سرو کار ورسره لرئ، ذهنيت و ځان ته معلوم کړئ وي؟ دغه کار داسي کولاى سئ لکه دغه موږ چي ئې کوو تاسي هم دوه – درې داسي کسان چي هغوى د دغو کلو او کلاوو وي، اوز محدودي پوښتني په لاس ورکړئ چي په کلي او کلاوو کښي ئې مشران او کشران پوښتلي وي څو له دغي لاري څخه مود خلګو ذهنيت و ځان ته معلوم کړئ وي او هم هغسي مو عمل کړئ وي، د څرګندوني په توګه، تاسي په دغه ډول سره کليوال و پوښتئ، چي موږ ستاسي او ستاسي د مشرانو دساتني له پاره دلته کليوالي پوليسان مقرر کړو، که کليوالي ساتندويان؟


که ډېريو کسانو ساتندويان  غوښتل، نو به ئې مانا دا وي چي دوى د “پوليس” له نامه سره حساسيت لري، خو که به ډېر يو کليوالو “پوليس” غوښتل، نو به ئې مانا دا وي چي په کلي کښي قبيلوي يا څه بل راز تضاد او تفرقه سته، او بل نو د پوليس له نامه سره حساسيت هم ستوالئ نه لري.


که دوى کليوالو ساتندويان غوښتل، نه پوليسان، نو بايد و پوښتل سي چي که دغو کليوالي ساتندويانو پوليسي دريشئ اغوستي وي ښه به وي، که ئې هم دغه عادي کليوالي لباس اغوستئ وي، او د پېژندني له پاره يو کارډ يا يوه نخښه له ځان سره ولري؟


که ئې پوليسي دريشي اغوستې وي، نو به خلگ ځان ځني ټولوي، د دوى و مخي ته به ازادانه ږغېدلاى نه سي، او هم به ښايي دښمن پېژندلي او نښان به ئې  ګرځېدلي وي.


ويشتلي، وژلي، او تباه  کړي به ئې وي.


پوښتونکي: تاسي د سمونوالانو، يا په واقعيت کښي د ساتنوالانو په حيث په خپله ژبه په اخبارونو کښي ليکني لولئ، او هم به له راديو ګانو څخه خبرونه اورئ، آيا په دغو کښي مو د څه لغوي ګډوډيو احساس کړئ دئ، او په چاره ئې پسې سوي ياست؟


ساتنوالان: هو، موږ کله کله څه بې ډوله منحرف لغاتونه لولو يا اورو، خو د سمون له پاره يې څه کولاى نه سو، دا ځکه چي دغه زموږ کارنه دئ، تاسي ولي له دغو ليکوالانو او وياندانو سره، هغه چي د خپلي ژبي لغات يو راز ؤ بل راز وايي چي د اورېدونکو له ژبي سره توپير لري، پر موضوعاتو باندي سم سيده نه ږغيږي؟ دوى به تر موږ هرو مرو  په خپل کار ښه تره پوهيږي، دا چي دوى هر څه وايي او کاږي، د هغيو له پاره به هرو مرو دلايل لري، دوى خو کوچنيان نه دي چي بې فهمه او بېدلايلو به څه اخلي او له راديو او يا اخبار څخه ئې و نورو ته هم داسي کاږي او وايي.


لکه څنګه چي هر چا ورته ويلي ول چي په ژبنيو ناخوالو کښي په خپله له ليکوالانو او وياندانو سره وږغيږئ، دوى به ښايي په خپلو ليکنو، ويلو، او کړنو تر موږ ښه پوهيږي، او دغه پوښتني مو هم په دوى پوري اړه لري.


ځکه نو پوښتندويان هم د دوى  په تلاښ کښي سول او څه اووء تنه ليکولان او وياندان ئې و موندل، او داسي ورسره وږغېدل:


تاسي ولي “تر”  په “د” سره اړوئ، او “پر” په “په” سره اليشوئ؟ د څرګندوني په توګه تاسي يا ستاسي نور وياندان او ليکوالان وايسات يا کاږئ: له کندهاره د کابله پوري، يا له ګهيزه د غرمې پوري.


په دغو  جملو کښي د \د\ پر ځاى \تر\ راځي، تر کابل پوري، تر غرمې پوري.


دغسي هم واياست “په پنځو بجو ” يا ” په لسو بجو” چي بايد “پر پنځو بجو”  او ” پر لسو بجو”  وي. په دغو دواړو آداتو کښي تاسي د هر ادات \د\ حذفوئ، تاسي ولي داسي کوئ؟ ولي له “پکښي” څخه دمنځ تورى کاږئ او “پکي” کوئ ئې؟ ولي له “کرهڼه” څخه د منځ تورى \هـ \ کاږئ او “کرنه” کوئ ئې؟ تاسي خو لکه وينه او اوبزي چي په لرګي او وړين کالي کښي غارونه جوړوئ، تاسي په لغاتو کښي همداسي کوئ، له دغه کاره څخه مو مراد او موخه څه وي؟ آيا تاسي دغه بشپړه ژبه ويجاړوئ؟


يوازي دغه څه نه دي، تاسي په ژبه کښئ هم لغوي تحريفات کوئ او هم مانايي تحريفات پکښي کوئ، آيا تاسي د دغي ژبي ږغېدونکي له خپلي ژبي څخه خواتوري کوئ؟ اوس لا ډېرى ځني بېزاره سوي دي، څه دوې مياشتي ترمخه موږ په کابل کښي دوادء و ميلمستيا ته وربلل سوي وو، هورې د هر ګردي مېز پر شاؤخوا باندي لس کسان کښېنستل، له موږ سره هم اووء ځوانان کښېنستل، دوى په خپلو منځو کښي ټوکي سره کولې، خوښ او په خندا ول.


دوى يو له بله سره دري فارسي ويله، خو له موږ سره ئې سمه کندهارۍ پښتو ويله.


په هوايي ميدان کښي دوه کندهاريان  ځوانان ول چي خامکي ښايستې غاړي ئې اغوستي وې، دوى يو له بله سره په خپله لهجه ږغېدل، خو په تليفون کښي بيا په بله لهجه ږغېدل، دغه ژبه اړول ضعيف النفسي ده، که ئې تر شا پټه آجندا ستوالئ لري؟ هغه به بېله دې څخه چي دغه ژبه ئې ګډه وډه کړې وي او په نهايت کښي ئې خلګ له خپلي ژبي څخه خواتوري کړي وي، بل به نو څه وي؟


آيا تاسي دغه کار کول غواړئ چي و خپلي ژبي ته مو خيانت کړئ وي، يا که بله موخه او مراد لرئ؟


وياندان او لکيوالان: موږ په ژبه کښي هيڅ تحريفات کړي نه دي اونه مو ئې لغاتونه ور کنډو کړي دي، هغه کسان چي دغه کار کوي هغوى به خپل دلايل لري، او هم به ئې درته ووايي څود ځان دفاع ئې کړې وي چي بيا کله چا د ژبي ميکروبونه بللي نه وي، دغه د تحريفاتو ليست يا لاړ چي تاسي جوړ کړئ دئ، هغه و موږ ته راوسپارئ، او موږ به ئې پرهري ادبي ټولني او هر ادبي بهير باندي سپارښتنه وکو څو دوى ئې يا مجموعي جواب ويلئ وي، يا ئې اړونده کسانو انفرادي جواب ويلئ وي، که نه ګانه داسي پېښه نه سوه، دا د کندهار اطلاعات ؤ فرهنګ رياست مسئوليت دئ چي دغه ادبي ټولني او بهيرونه ور وغواړي څو يا ئې مجموعي يا انفرادي جوابونه او دلايل ځني اخستي وي يا يې له دغو انحرافاتو څخه لاس اخستئ وي، که به دغه جاهلانه انحرافات وي يا که به غلامانه انحرافات وي، بايد مخنيوى  ئې سوئ وي، که داسي نه وکړل سي، ژبه به ګډه وډه او ويونکي به ځني بېزاره کړل سي- نو خود به دغه ژبه ويجاړه کړء سوې وي، او نو د دې له محوه کېدلو سره به ئې قوم يا توکوم هم محکوه کړء سوئ وي.


پوښتندويان: سمه ده، موږ د تحريفاتو دغه ليست سره له توضيحاتو ئې وتاسو ته در سپارو، په ليست کښي لومړى لغوي تحريفات دي، او بياورپسې معنوي يا مانايي تحريفات دي، او په دغو پسې ئې توضيحات دي.


لغوي تحريفات:


 الف ستون                        ب ستون


١- ولي د   آيا      پرځاى  ايا   وايي    يا   کاږي؟


٢-  //  اتغر       //  اټغر (آټ غر) //  //          ؟


٣-   //  اغوستي       //  په تن دي   //  //          ؟


٤-   //  اورئ        //  غوږ ياست   //  //          ؟


٥:-  //     بازۍ       //  لوبه (لعب)  //  //          ؟


٦-   //   بخښنه             //  بښنه  //  //          ؟


٧-   //  بوده، بودگان  //   څاروى  //  //          ؟


٨-   //  بريا، موندنه //  لاسته راوړنه                  //  //          ؟


٩-   //  پسور               //  سور  //  //          ؟


١٠-  //  پښتواله، پښتوالى  // پښتونولي //  //          ؟


١١-   //  پکښي       //  پکي  //  //         ؟


١٢-  //  پيل کړي دي  //  په لاره اچولي دي     //  //          ؟


١٣-   //  تباه کړي دي   //  له منځه وړي دي  //  //           ؟


١٤-  //  توپک       //  ټوپک  //   //        ؟


١٥-   //  توپکچه       //  تمانچه    //  //        ؟


١٦-   //  ټک، ټکان//  ډز، ډزي    //  //          ؟


١٧:-  //    جواب      //  ځواب   //  //           ؟


١٨-   //   څاء، څئان             //  څاګاني  //  //           ؟


١٩-   //  څونده  //   څومره  //  //           ؟


٢٠-   //  خنداوي //  خنداګاني //  //             ؟


            ښى ستون    کيڼ ستون


٢١- ولي  د  خوشحال          پرځاى خوشال   وايي    يا   کاږي؟


٢٢-  //  دباندي، دباندني  // بهر، بهرني //  //             ؟


٢٣-   //  دعاوي       //  دعاګاني  //  //            ؟


٢٤-  //  دواوي  //  دواګاني    //  //            ؟


٢٥-   //  دونده   //    دومره    //  //             ؟


٢٦-   //  ډامبروي       //  قيرکوي    //  //            ؟


٢٧-  //  رېګ  //   شگي    //  //            ؟


٢٨-   //  زرونه   //    زرګونه   //  //             ؟


٢٩-  //  سپور، سپره  //  سپرلۍ، سورلۍ  //  //            ؟


٣٠-   //  سپارء، سپرې   //   سپرلۍ، سورلۍ   //  //             ؟


٣١-  //  سپاريان، سپارياني  // سپرلۍ، سورلۍ  //  //            ؟


٣٢-   //  سپارلي، سپارکي   //  سپرلي، سورلي  //  //             ؟


٣٣-   //  سوغات      //  ډالۍ    //  //            ؟


٣٤-  //  سوونه//   سل ګونه    //  //            ؟


٣٥-   //  شګي   //    جغل   //  //             ؟


٣٦-  //  صلحه  //  سوله   //  //            ؟


٣٧-   //  فوج   //   پوځ    //  //             ؟


٣٨-  //  غېږ ايستل  //  غېږ نيول   //  //            ؟


٣٩-   //  غېږ باز   //   پهلوان   //  //             ؟


٤٠-   //  غېله، غيلي      //  څاروي (چارپاى)   //  //            ؟


٤١-  //  کسرت//  ورزش    //  //            ؟


٤٢-   //  (اوز) کلن دئ    //   (اوز) کاله عمر لري //  //             ؟


٤٣-  //  کوچينى، ووړ  //  ماشوم (معصوم)  //  //            ؟


٤٤-   //  تېراوو   //  قاچاقچي، قاچاقبر   //  //             ؟


٤٥-  //  لاري ته مو ګورو  // سترګي په لار  //  //            ؟


٤٦-   //  لنگون   //  زېږون   //  //             ؟


٤٧-   //  ماناوي   //  ماناگاني    //  //             ؟


٤٨-  //  ميلادي کال  //  زېږديز کال  //  //            ؟


٤٩-   //  نخښه   //   نښه   //  //             ؟


٥٠-   //  ورک      //  لادرکه    //  //            ؟


٥١-  //  ورېرونه//  وراره گان  //  //            ؟


٥٢-   //  يوه خوا بله خوا    //   يو خوا  بل خوا  //  //             ؟


ب: مانايي تحريفات


                                         الف ستون                                               ب ستون


١- ولي د   آزادوي      پرځاى  خوشي کوي وايي    يا   کاږي؟


٢-  //  اچول       //  غورځول  //  //          ؟


٣-   //  الېيل       //  الوۍ کول //  //          ؟


٤-   //  اوبمالۍ، اوبول//  خړوبول    //  //          ؟


٥:-  //     بندول       //  ډب کول   //  //          ؟


٦-   //   پر             //  په  //  //          ؟


٧-   //  تر  //    د  //  //          ؟


      ښى ستون             کيڼ ستون


٨- ولي  د  تيري          پرځاى  ترين کوټ وايي    يا   کاږي؟


٩-   //  ټک، ټکان              //  ډز، ډزي  //  //          ؟


١٠-  //  ټينګ   //  کلک  //  //          ؟


١١-   //  ټينګ ګامونه  //  کوټلي ګامونه //  //         ؟


١٢-  //  رېګ خنډ  //  شګي ننګونه      //  //          ؟


١٣-   //  زرغون   //  شين   //  //           ؟


١٤-  //  زرونه       //  زرګونه  //   //        ؟


١٥-   //  ساتنوال      //  سمونوال   //  //        ؟


١٦-   //  ستونزي//  ننگوني    //  //          ؟


١٧:-  //    شګي      //  جغل   //  //           ؟


١٨-   //   کرهڼه             //  کرنه  //  //           ؟


١٩-   //  کښته              //  ټيټ  //  //          ؟


٢٠-  //  کوښښ   //  هلي ځلي  //  //          ؟


٢١-   //  لسونه   //  لسګونه  //  //         ؟


٢٢-  //  لوېدل  //   غورځېدل   //  //          ؟


٢٣-   //  مچخ//   ملخ   //  //           ؟


٢٤-  //  مسجد       //  جومات  //   //        ؟


٢٥-   //  مړسو      //  په حق ورسېدئ   //  //        ؟


٢٦-   //  يوم//   بېلچه    //  //          ؟


٢٧:-  //    ګټه کوي، ګټه اخلي// ګټه پورته کوي  //  //           ؟


٢٨-   //   ننګوءنه             //  چيلينج ، خنډ //  //           ؟


٢٩-   //   يوه خوا بله خوا            // يو خوا بل خوا //  //           ؟


ج: د لغوي فساد توضيحات


که وياندوي يا ليکوال وي دى نه يوازي وجداني مکلفيت لري، بل لا ملي او اجتماعي هم چي دى بايد خپله ژبه يا د خپلي ژبي يو لغت لا هم مسخه او فاسدنه کړي، بل بايد واکمنان هم دونده فهم او مسئوليت ولري چي دغسي کسان ئې په چارو ګومارلي نه وي چي هغوى يا د خپلي ژبي جاهلان وي يا دغه کار د حزبي-ګوندي اړوندتيا له مخي څخه کوي.


١- ولي د “آيا” لغت بې مده کښه کيږي؟د تراډنۍ ژبڅانگي څلرم (دباندنى) عامل الف په زور (فتحه) سره اړوي، خو د دغي لهجې هيڅ عامل په کندهارۍ پښتو يا سهېل- لوېديځه ژبڅانګه کښي فعال نه دئ، دغه عامل په ختيځه پښتو کښي فعال دئ چي له همدغه اسيته څخه په ختيځو لهجو کښي “مد” بالعموم نه تلفظ کيږي، (ويني: معياري پښتو ٩٧- ١٠٢).


٢-  ما دغه نوم “اتغر” اورېدلئ دئ، چي ښايي د “اته غرونه” دلالت به لري، او ښايي چي په اردو کښي دي يو بل داسي نوم “هشتنگر” کړل سوئ وي، خو “آټ غر” به بيا د “اتغر” اردو تلفظ وي.


٣-  اورېدونکو به ډېر کله له کندهار راديو څخه اورېدلي وي چي وايي “زرغونه کالي ئې په تن دي” دغه اداينه د دري فارسي، “لباس سبز به تن دارد” پښتو نيمګړې ترجمه  ده. پښتو سمه بوبه جوله ئې “زرغونه کالي ئې اغوستي دي” ده. ولي دغه دري اداينه و پښتو ته ورکښې ايستله کيږي، او دغه کار په لوى لاس سره کيږي، دا ځکه وايم چي ما تر مخه هم دغسي انتقادي ليکني ورباندي کړي دي، خو نه ئې وياندانو او نه ئې هم چارواکو پروا لرلې ده، ځکه نو دغه چارواکي سمونوالان کېدلاى نه سي.


٤-  زء چي له کوچنيوالي څخه تر لويوالي پوري له خلگو سره ږغېدلى يم، يا مي د دوى ويناوي اورېدلي دي، دوى وايي “تاسي زموږ وينا واورئ، يا زموږ خبري اورئ” دا مي هيڅکله چيري له چا څخه اورېدلي نه دي چي تاسي غوږ سئ، يا غوږ ياست، زء و خلګو او چارغواکو ته هېښ پاته يم چي دوى څنګه په خپله ژبه کښي د دغسي ناکوجاتو زغم لري، نو نه به ئې اوري!


٥-  “بازي” د پښتو او دري تر منځ مشترک لغت دئ، خو دا به د ځينو چارواکو، وياندانو، او ليکوالانو اشتباه وه او وي، چي “لوبه” پښتو لغت بولي، دغه له لغوي او مانايي دواړو خواوو څخه د عربي “لعب” لغت مفغن يا پښتو وګړيز شکل دئ.


لکه وقت: وخت، محض، مازي، صلح، سوله، تفحص: تپوس.


٦- بخښنه، ١١- پکښې، او ٤٩- نخښه، په پښتو نورو ژبڅانګو کښي د \ښ\ په تنقيص يا کمښت سره: بښنه، پکي، او نښه، ويل کيږي، او دوى ئې هم داسي کاږي، زء به هيڅکله و دوى ته د ګرء مي يا ملامتيا ګوته نه ونيسم، مګر په کښنگ کښي چي بايد د لغاتو اصلي او تاريخي شکل ئې مراعات کړئ او ساتلئ وي، نو به دغه او هم دغسي نور لغاتونه لکه کښېناستل، کښېښوول،کښېښکل غوندي مسخ کړل سوي نه وي، نور که دغه لغاتونه ويلاى نه سي، کښلاى خو ئې سي.


په کندهار او سهيل- لوېديځه  پښتو کښي ئې داسي کښنگ او وينگ له خپلي ژبي سره جفا او ظلم دئ، داسي کول به د خپلي ژبي ناقصه کول او تخريبول وي، يو به ئې مثال داسي وي لکه څوک چي چيني لوښئ په خاورين لوښي سره اليش کړي، او بل به ئې د خپلي ژبي کمبله ور ټولول پيل کړى وي، که به لا تر اوسه پيل سوي نه وي.


٧-  بوده، بوده گان، او ٤٠- غېله، غيلي بوب پښتو نومونه- لغاتونه دي، خو ځيني وياندان او ويانداني ئې پر ځاى باندي “څاروي” وايي چي د فارسي د “چارپاى” وګړيز کړء سوئ مفغن شکل دئ.


٨-  ځيني لږ ؤ ډېر وياندان او ليکونکي د دري فارسي ژبي اداوي کټ مټ ترجمه کوي چي زء به ئې د ځينو څرګندوني درکم:


٨-  دست آورد: لاس ته راوړنه، پر ځاى ئې: برياوي، موندني لري.


١٢-  به راه انداخته است: په لاره اچولي دي، پر ځاى ئې: پيل کړي دي.


١٣-  از بين برده است: له منځه وړي دي، تپ کړي، تباه کړي دي.


٤٢-  سه سال عمر دارد: درې کاله عمر لري، درې کلن دئ، د درو کالو دئ.


٤٥- چشم به راه: سترګي په لار به مو څارو، و لاري ته به مو ګورو.


لباس کبود به تن دارد: شنه کالي ئې په تن دي، شنه کالي ئې اغوستي دي.


دغسي توري په توري ترجمه کړي ترکيبونه او اداوي په ژبه کښي نوري هم سته.


که د دغو او داسو نورو ناخوالو مخنيوى په ژبه او ټولنه کښي سوئ نه وي، يو زمان به ئې له پښتو څخه ترجمه کړې ژبه ځني در جوړه کړې وي چي اوس پر هغې خوا باندي ور وستله کيږي.”موټ د خروار نمونه ده”.


٩-  پسور: سور، ١٠- پښتونواله، پښتونوالئ: پښتونولي، ١١- پکښي: پکي، ٢١- خوشحال: خوشال، ٤٩- نخښه: نښه، بخښنه: بښنه. ولي په دغو لغاتو کښي يو تورى يا ږوغ کم ويل کيږي يا په ليکنه کښي ځني ايستل کيږي؟


په کندهارۍ پښتو کښي خو خلگ (خاص و عام) دغه لغاتونه بشپړ وايي، نو ئې ځيني وياندان او ليکوالان ولي نيمگړي کوي؟ دا چي په نورو لهجو کښي تاقص ويل کيږي، هغوى ئې بشپړ شکل ويلاى نه سي يا ئې ژبه او لهجه دغسي او وښتې ده، نو کندهاري وياندان او ليکوالان ئې ولي ړوند او جاهلانه تقليد کوي؟ ولي خپله ژبه ناقصه کوي؟ که څوک د معيوبينو و کلي ته ورسي او هورې وويني چي د چالاس، د چا پښه يا د بدن بل غړى نه وي نو د تطابق او موافقت له پاره بايد نور هم ځانونه ورسره معيوب کړي؟


١٤-  توپک: ټوپک، آيا “توپک” د “توپ” مصغر  شکل دئ، که د “ټوپ”؟ آيا دوى دغه لغت په نازکه /ت/ کاږي، که په پټخه |ټ|؟ که اصلي نوم “توپ وي، نو ئې مصغر شکل هم “توپک” کيږي، او که به دغه “ټوپ” وي، بيا به ئې نو مصغر شکل هم “ټوپک” وي، لوستونکي دي په خپله قضاوت پر وکړي، ټوپ و ځغستا او غورځېدني ته ويل کيږي.


١٥-  په داسي حال کښي چي د “توپ” مصغر شکل “توپک” وي.


نو لا مصغر شکل به ئې “توپکچه” وي، خو ځيني وياندان او ليکونکي بيا د “توپکچه” پر ځاى “تمانچه” وايي يا کاږي. “- چه” د تصغير تورى (مانى) دئ، خو “تمان”ئې نه پېژنم. ما چيري له چا څخه اورېدلي نه دي، او نه مي هم چيري لوستلي دي چي څوک دي و توپک ته “تمان” وايي.


١٦-  په کندهار او سيمه کښي د توپک او توپکچې و ږغ ته “ټک” ويل کيږي، خو د توپ او بامب د چاودني و ږغ ته درءز ويل کيږي، په ختيځو پښتو ژبڅانگو کښي چي په دال /د/ پسې رې /ر/ پکښي مرغمه سي، هغه نازک دال /د/ په پټخ ډال /ډ/ سره اړوي، ځکه نو له “درءز” څخه “ډز” جوړيږي، په پکتيا کښي “ډز” مذکر لغت دئ، او نو ځکه ئې جمع “ډزونه” کيږي، خو د ننګرهار او پېښور په لهجو کښ بيا “ډز” مؤنث لغت دئ، او جمع ئې “ډزي” کيږي.


١٧-  جواب: ځواب، ٣٦- صلح: سوله ، ٣٧ فوج: پوځ په پښتو کښي خو پښتانه هم د جيم /ج/ ږوغ لري او هم ئې ويلاى سي. نو ځيني کسان ئې ولي په ځې /ځ/ سره اړوي، او هغه هم په داسي حال کښي چي دوى په خپله هم ځې /ځ/ په زې /ز/ سره اړوي يا وايي.


١٨: په کندهارۍ پښتو کښي “څاء” مذکر اسم دئ، او جمع ئې “څئان”کيږي، خو ځيني وياندان ئې له ځانه څخه يا د بلي لهجې له مخي څخه دغه نوم مؤنث کوي، او جمع شکل ئې “څاګاني” وايي. دى يا دوى د کندهار د خلگو په ژبه ږغيږي که ئې مخاطبين نور څوک دي؟ دى يا دوى څه ژبني يا ګرامري دليل لري چي دغه کار کوي؟ آيا مسئولين نسته چي د دغه او داسو نورو انحرافاتو مخنيوى ئې په ژبه کښي کړئ وي؟ دا خو د خلگو ورځنۍ ژبه ده چي وڅه علمي پوهني ته هم اړتيا نه لري.


١٩: زء هر کله له راديو څخه د “څونده” پر ځاى باندي “څومره” اورم او ٢٥- “دونده” پر ځاى “دومره” اورم، چي دغه د کندهار د خلگو له ژبي څخه سرغړوءنه ده، هوء زء به يې ورسره ومنم که دغه وياندان او ليکوالان، او يا د دوى مربيان دا وښووي چي د “څونده” او “دونده” لغاتونه په يوء يا بل دليل سره بابيز دي، او پر ځاى ئې “څومره” او “دومره” اصالت لري، دوى دي دغه کار وکړي، خپل دلايل دي ووايي.


په “څو- نده” او “دو-نده” کښي دوهم مانى له اندازې سره اړوند تيا لري، خو په “څو- مره” او “دو-مره” کښي دوهم مانى داسي ايسي لکه د عربي ژبي له “مرة” سره چي دي اړه ولري چي لفظي او مانايي مناسبت ئې سره سته.


که وياندان يا ليکونکي د قناعت وړ دليل نه ولري، بيا نو ولي دغه اړوءنه کوي، او له خپلي ژبي سره بد کوي؟


٢٠: په کندهار او سهېل – لوېديځ افغانستان په پښتو کښي ټول هغه نومونه چي په پاى کښي ئې “الف” وي لکه بلوا، ژړا، غوا او نور داسي، د جمع وروستړونى مانى ئې “- وي” لکه بلواوي، ژړاوي، غواوي او نور، نو څه دليل سته چي  ٢٠- خنداوي: خنداگاني، ٢٣- دعاوي: دعاگاني، ٢٤- دواوي: دواگاني، ٤٧- ماناوي: ماناگاني، او هم دغسي ميناوي: په ميناگاني سره اړول کيږي؟ که به نه گانه ترجمع ماني /- وي/د/-گاني/مانى په ږغ او تلفظ کښي خوندور، ادبي، او يا بل تاريخي يا ژبنى مزيت ولري او هغه د دې باعث کيږي چي دوى معمول په نا معمول سره اړوي، نو دغه ښېگڼې خو ئې بايد له موږ سره هم شريکه کړي! که داسي نه وي، نو بيا ولي؟ آيا دغه عاقلانه، که جاهلانه يا غلامانه تقليد دئ؟


٢٢: دباندي، دباندنى، دباندنيان بوب پښتو لغاتونه دي، نو ولي ئې وياندان او ليکونکي پر ځاى باندي د هندي – اردو “بهر، بهرني او بهرنيان” وايي او کاږي؟ زما په ټينګ باور سره دغه اشتباه د څلوېښتمو  (١٣٤٣- ١٣٥٣ هـ ل ) تر منځ په ظاهر شاهي دوران کښي پېښه سوه کله چي له پاکستان سره سرحدي قيود آزاد کړل سول، او پېښوريان به و کابل ته د تفريح، سياحت، مېلمستيا، او د هندي فلمونو د ليدني له پاره راتلل، کابلي والې پښتنو چي ترمخه د دباندني پر ځاى د خارج، خارجي او خارجيان لغت کاراوء، او له پېښوريانو څخه ئې بهر، بهرنى، او بهرنيان واورېدل، دوى چي له هندي- اردو ژبو سره آشنايي نه لرله، نو ئې داسي گومان وکړ چي “بهر” پښتو لغت دئ، ځکه ئې نو سمدلاسه و خولې ته واچاوء، او د عربي “خارج” ئې له ژبي څخه په خارج کړ.


٢٦: د سړکانو پخولو موادو ته په کندهار کښي ډامبر ويل کيږي، چي نو ځيني وياندان ئې ولي پر ځاى باندي “قير” وايي، او هغه هم سم تلفظ کولاى نه سي چي په ښکنځلو سره ئې اړوي، له ادب څخه بې ادبي جوړه کړي.


٢٧: يو يا بل وياند د “رېگ” پر ځاى باندي “شگي” وايي، او د ٣٥- شگي پر ځاى باندي بيا “جغل” وايي. “رېگ” او “شگي” په کندهار او سهيل – لوېديځ افغانستان کښي دوه ژوندي لغاتونه دي، اى په ژبه کښي چلاو ولري، دغه وياندان يو د بل پر ځاى باندي غلط کاروي، رېگ ډېرى ميده ډبريني خځري دي، چي شمېرل کېدلاى نه سي، جمع ئې، رېگونه، درېگو و  کوءټو يا غونډيو ته ويل کيږي، خو “شگي” بيا له ږدن دانې څخه تر بادام دانې پوري غټوالئ لري، په نيمروز ولايت کښي شگي او لويي ډبري نسته.


هورې رېگ سته، وياند غلط وويل چي په نيمروز کښي د شگو طوفان کورونه لاندي کړي دي.


شگه – شگي مفرد او جمع لري.


٢٨: هم مي له راديو څخه اورېدلي دي، او هم مي په ورځپاڼه کښي لوستلي دي چي زموږ وياندان او ليکوالان ځيني د بشپړو اعدادو جمع د ” – گون” په ورپوري تړلو سره جوړوي لکه لسگونه، سلگونه، او زرگونه، خو ځيني نور ئې بيا د “- هاوو” په وروستړوني سره جوړوي، په واقعيت کښي “- گونه” هم دوه مانيه دئ، او “- هاوو”هم دوه مانيه دئ.


په اصالت کښي “- گون”د اقسم، نوع، ډول، او راز، مانا لري چي و ځان ته مستقل مانى دئ، لکه مخ دي په څه گون ژړ دئ، په دري کښي چي گونه، او گوناگون ويل کيږي، خو چي په گون پوري فتحه، وموښلوله سي، نو د جمع مانا واخلي لکه لسگونه، سلگونه او زرگونه او زر گونه چي مانا لس ډوله، سل ډوله، او زر ډوله، دغسي هم لسگوني، سلگوني، او زرگوني، چي د لسگون، سلگون، او زرگون جمعي دي او دغه مانا لسيان، سليان، او زريان.


لکه “گون” چي له دري فارسي سره اړه لري، دغسي ئې د لسها، سلها، او زرها عددونو “- ها” هم ورسره لري، په پښتو کښي د جمع جوړولو يوه قاعده داسي ده چي هر هغه نوم چي په پاى کښي ئې /-ا/ وي، هغه په /-وو/ سره جمع کيږي بلاوو، نيراوو، غواوو، او نور. نو همدغسي لسلهاوو، سلهاوو، زرهاوو.


په لوى کندهار کښي خو د دغو شمېرنو (د عدادو) جمع هم د ځينو نورو نومونو غوندي د “-نه” په وروستړوني سره جوړيږي لکه لاسونه، کورونه، باغونه… او نو همدغسي لسونه، سوونه، زرونه، لکونه، کروړونه، ميليونونه او نور…


ناپېښه خو لا بله ده، او هغه دا چي د خوشحال کليات پېښور چاپ و يوء بيت ته ئې د پېښور او يا اوسني ختيځي لهجې “-گونه” ورکښې ايستلئ دئ چي په کلاسيکه پښتو کښي ئې ځاى يا استعمال نه لارء، بيت داسي دئ:


که د باغ دي، که د راغ دي، په سلگونو دي دا وني


څوک سپېدار دي، څوک چنار دي، څو ک پلو دي، څوک پلوس


که به څه هم ښايي دغه کار په دې نيت او نيامت سوئ وي چي و “سلگونه” ته ئې اصالت او قدامت ورکړئ وي، خو هغه بيا هم داسي مانا لري چي په “سل ډوله دي” دا وني، نه دا چي دغه وني به سوونو دي، د بيت او لغت اصلي شکل په خوشحال  مرغلري، کندهار چاپ کښي داسي راغلئ دئ.


که د باغ دي، که دراغ دي، په څو لونه دي دا وني


څوک سپېدار دي، څوک چنار دي، څوک پلو دي، څوک پلوس


لون lawn، د الوان د رنګ ، راز، ډول، او قسم مانا لري، د ختيځي پښتونخوا په اوسنۍ لهجه کښي “سلگون” رواج لري او د پخوانۍ کلاسيکي پښتو ترکيب، څولونه، ئې په “سلگونو” سره اړولي دي، چي په کلاسيکو اشعارو کښي  د اوسنيانو له خوا څخه کارونه ډېر سوي دي.


٢٩- ٣٢ ولي د يو لړ مشخصو ماناوو افاده کوونکو بوبو پښتو لغاتونو لکه سپور، سپاري، سپاريان، سپره، سپرې، سپارياني، او سپارلي پر ځاى باندي يوازي يو لغت “سپرلۍ” ويل کيږي؟ دغه لغوي تنقيص د ژبي د لغوي بډايني ضد کار دئ، که نه؟ هغه کسان چي دغه تنقيصي تباهي و ژبي ته ورکښېباسي، دوى له خپلي ژبي سره دښمني کوي، دوى دي د خپل ځان دفاع وکړي چي د دوى دغه تنقيصي کار يا د مفاهيمو کمښت له خپلي ژبي سره دښمني ده که نه؟ په درکړو صيغو کښي د مذکر او مؤنث، او هم د مفرد او جمع سپرو پېژندنه کېداى سي، خو په تنقيصي “سپرلۍ” کښي دغه ټولي ښېګڼي تباه سوي دي، او د ابتدائي ژبي شکل ئې اختيار کړئ دئ.


٣٣-  په داسي حال کښي چي پښتو ژبه خپل بوب لغاتونه ولري، د څرګندوني په توګه لکه سوغات، کسرت، ورک، دباندي، او نور داسي، بيا نو د بلي يا نورو ژبو و لغاتو ته څه اړتيا سته چي پر ځاى دي ئې په ژبي کښي باب کړل سي، څو د ژبي د اصلي وړ پښتو لغتونو ځاى ئې نيولئ وي، او په دغو سره ئې د ژبي خپل لغاتونه ور نست کړي وي؟ دغه پرء دي لغاتونه، له اړونده پښتو لغاتونو سره، عبارت دي له:


٢٢- د دباندي، دباندني پر ځاى، بهر، بهرني.


٣٣- د سوغات پر ځاى ډالۍ


٣٥- د شگو پر ځاى جغل


٤٠-  د غيلو پر ځاى څاروي (چار پاى)


٤١- د کسرت پر ځاى ورزش


٤٣- د کوچني، ناني، موناني پر ځاى ماشوم (معصوم)


٥٠- د ورک پر ځاى لادرکه.


لوستونکي دي هم له ځانه سره فکر وکړي او هم دي له نورو سره پر دغو او هم لغتونو باندي وږغيږي، چي ستاسي د اصلي بوبو لغاتونو ورک کول او نست کول يې قصدي عمدي کار دئ، چي ستاسي ځيني وياندان او ليکونکي ئې کوي يا په دوى سره کيږي، که دغه يوهسي خوشي جاهلانه او غير شعوري کار دئ.


٣٨- په لوى کندهار کښي “غېږ ايستل”ويل کيږي، خو د راديو ځيني وياندان د دري فارسي “کشتي گيري” ترجمه ځني جوړوي او د “غېږ نيول”غوندي ئې وايي. دغسي و “غېږ باز” ته “پهلوان” وايي، آيا دوى د کندهار نه دي؟


٤٤-  موږ په ژبه کي د “تېراوو” لغت لرو، او دغه و هغه چاته ويل کيږي چي يوڅه په غلا يا په پټه وړي، نو که دغه لغت د قاچاقچي يا قاچاقبر له پاره، چي زموږ وياندان ئې سم تلفظ کولاى هم نه سي، وکارول سي، هم به ئې د ادايني سهولت پېښ کړئ وي، او هم به د عمومي فهم وړوي، نو به قاچاق –تېراوى teraway وي، او قاچاقبران جمع به تېراويان وي.


٤٦-  په پښتو کښي د موناني زېږېدني له پاره په ژبه کښي د “لنگون” لغت سته، خو ځينو دباندنيو وياندانو بيا د دري “زايندگي ” په “زېږون” سره ترجمه کړې يا اړولې ده، خو ځينو نورو وياندانو ئې بيا په کندهار کښي ړوند تقليد کوي.


٤٨-  لکه څنګه چي “زايندگي” په “زېږون” سره ترجمه کړء سوې ده، همداسي هم “مېلادي کال” په “زېږديز کال” سره ترجمه کړء سوئ دئ، ښايي زموږ ډېر وگړي دي د “مېلادي” په مانا نه پوهيږي او “زېږديز” به لا دوى نور هم مغشوش کړي وي، دا به ښه تره او نسبتاً عام فهمه وي چي د “ميلادي” او “زېږديز” پر ځاى مو “عيسوي کال” بللئ وي، او په مفهوم به ئې ډېر خلگ سم پوهېدلي وي.


٥١- په ټول  کندهار کښي خلگ د ورور وزامنو  ته “ورېرونه” وايي، خو دا يوازي ځيني وياندان  دي چي دوى ئې “ورارءگان” بولي. دا چي دوى ولي دغه تحريف کوي، گوندي دوى به راته ووايي، په ژبه کښي له قاعدې سره سم د “ورېرونه” غوندي ځيني نور جمع نومونه داسي دي:


نيکونه، پلرونه، وروڼه، لېورونه، ترونه، تربرونه، مېړونه، او نور.


دغه قاعده په نورو نومونو کښي هم داسي ده چي جمع شکلونه ئې  د “- نه” په وروستړوني ماني سره جوړيږي لکه: کارونه،  مندونه،  خوبونه….


٥٢-  په پښتو گرامر کښي صفت د اسم د جنس تابع وي، که اسم مذکر وي، نو ئې صفت هم مذکر وي، خو که نوم يا اسم مؤنث وي، نو ئې صفت هم ورسره مؤنث کيږي، ځيني څرګندوني ئې داسي دي:


سپين مخ- تور مخ، سپينه پزه- توره پزه، او داسي نور.


څنگه چي “خوا” مؤنث اسم دئ لکه “غوا” نو ئې صفتونه هم مؤنث وي لکه سپينه غوا – توره غوا، لوړه خوا- کښته خوا،  او نور هم داسي نو خود له گرامري قاعدې سره سم: يوه خوا، بله خوا.


څنگه چي د پښتيانا ختيځي سيمي غرنۍ درې دي او نژدې په هره دره کښي بېل توکوم خلگ اوسيږي لکه پشيان، کاتيان، اشکوڼ، کلاشي، وايگليان، گوربتيان، واسه (پارونيان)، کهوار (چتراليان)، توريان، باشه، توروال، او نور. دوى د درو په لوړو برخو کښي اوسيږي، او پښتانه ئې په کښتو برخو کښي، دغه هر توکوم خپله ځان ته بېله ژبه لري، خو دوى بيا له پښتنو سره ګډه وړه پښتو وايي چي د مفرد او جمع، مذکر او مؤنث توپير کولاى نه سي، ځکه نو و مفرد “خپل” ته دوى جمع “خپلوان” وايي، وللوېدل او اچول ته هم غورځېدل وايي، و پلار ته “دا دا” وايي چي په کندهار کښي مشره خور “دادا” او مشر ورور “لالا” بلل کيږي.


دوى چي هر څه هر راز وايي، دوى دي ئې وايي، و موږ ته ئې مسئوليت نه راجع کيږي، خو په لوى کندهار کښي دي د دوى او زموږ د مقلرو وياندانو مخنيوى وسي،  که دغه نه وکړل سي، ژبه به ئې هم هغسي درگډه وډه کړې وي، او ډېر نور خلگ به ئې له خپلي ژبي څخه بېزاره کړي وي.


د: د مانايي فساد توضيحات


ترمخه لغوي توپيرونه درکړل سول چي مانا ئې يوه او لفظونه ئې ځله بېل ول، په دغه برخه کښي به ئې هم لغتونه ځله بېل وي او هم به ئې ماناوي ځله بيلي وي.


١:- آزادي مانا څوک خپلواک او د خپل سر کېدل، خو کله چي بنديان له بنده څخه آزاد سوي وي، ځيني ليکوالان او وياندان وايي چي خوشي سوي دي. “خوشي” و څه ناکاره ته ويل کيږي چي څوک ئې ايسته وغورځوي، آيا “خوشي”د “آزاد” مانا لري؟…


ما ترمخه وکښل چي په ختيځه ژبڅانگه کښي “مد” يا الف په زور سره اړول کيږي، چي څرگندوني مي ئې هم درکړي دي. خو په لوى کندهار يا سهېل- لوېديځه سيمه کښي تراډني ژبني عوامل اغېز نه لري، خو اوس ئې ځيني ليکوالان او وياندان يا جاهلانه تقليد کوي يا غلامانه.


ځکه نو “آمر” هم د “امر” غوندي کاږي يا وايي، دغسي هم له آزادي، آبادي، آس، آن او داسو نورو څخه مدونه ايسته کوي، که به د دوى د کمپيوټري توري fonts  “مد” نه لري، بايد دغه ليک هرو مرو اليش کړل سي يا مدونه په لاس يا قلم سره ورکړل سي.


٢، ٢٢- په سهېل- لوېديځه پښتو کښي “اچول” او “غورځول” بېل لغاتونه دي، او هم بيلي ماناوي لري، دغسي هم د “لوېدل” مانا بېله ده، په ختيځه لهجه کښي نه يوازي “غورځول” د “اچول” او “لوېدل” په مانا وو سره کاروي، بل لا په نهو نورو ماناوو سره هم، نو که زموږ ليکوالان او وياندان هم د دوى جاهلانه يا غلامانه تقليد وکړي، نو که په ختيځ کښي، په لوېديځ کښي به ئې هم لس بېلابېل لغاتونه او مفاهيم په يوء لغت


” غورځول” يا “غورځېدل” سره نست کړي وي.


“اچول”، ” سقوط دادن”، “لوېدل”. ” سقوط کردن” قوت نه غواړي، خو “غورځول” د پرتاب کردن، قوت غواړي، غورځول په قوت سره کيږي.


“غورځول” متعدي فعل دئ، بل څوک به ئې غورځوي، او فعل فاعل او مفعول دواړء غواړي، خو “غورځېدل” بيا لازمي فعل دئ چي د “خېز زدن” مانا لري، غورځېدل يوازي فاعل غواړي، او دى به په خپل ځاني قوت سره غورځي، “اچول” بيا فاعل او مفعول دواړه غواړي.


غورځول متعدي فعل، او غورځېدل ئې لازمي فعل دئ “لوېدل” بيا داسي لازمي فعل دئ چي نه فاعل غواړي نه ٣٦ مفعول، که فاعل ورکړل سي، نو “اچول” ځني جوړيږي.


٣-  “الېيل” يو مصداق لري او “الوئ کول” بل مصداق لري، پسونه الوئ کېدلاى نه سي، پسونه الېيل کيږي، جواري او غنم چي لاپه وږي يا پاڼو کښئ وي، الوئ کيږي.


٤-  که کرهڼګر په مځکه کښي تخم پاشلئ وي يا ئې لا پاشلئ نه وي، چي هر کله د باران اوبه د دښت خړه په شېله، ماندء، رود، وا، يا واله کښي راوړي، کرهڼگر ئې پر خپلي مځکي (تول، پټي، کښت) باندي سپروي څو په دغي باراني خړي سره ئې مځکه ښېرازه سوې وي.


که اوبه باراني دښتي خړه له ځانه سره ولري، د مځکي يا کښت خړوبول دي، که اوبه خړه نه ولري، او روڼې اوبه وي، او اومال (اوبمال) ئې پر مځکي باندي په وارو- وارو سره لگوي، دغه ئې اوبول دي، نه خړوبول.


٥ – له ځينو وياندانو څخه مي اورېدلي دي چي د لاري بندولو پر ځاى باندي وايي “لار ئې ډب کړې وه”، په پخوا کښي، کله چي د سپارلۍ وسيله آس ؤ په لار کښي به کوهي، کډي، يا ډب ورته جوړ کړء سوى ؤ، پر هغه باندي به ئې لښتي او خاشې ايښي وې، او خاوري به ئې پر اچولي وې، کله چي به د اسانو سپارء پر ورغلل، اسان به ئې ور ولوېدء، چي په دغه سره به ئې اسان او سپارء دواړه ړنگ ؤ لاښ سول، په اوس کښي د لاري بندول په نورو وسايلو سره کيږي.


٦-  “پر” او “په” هم د لغت له مخي څخه او هم د مفهوم له مخي څخه دوه بېل ادوات يا سربلونه دي “پر” استعلائيت يا سربېرنتيا ښووي، او “په” آليت يا وسيله ښووي زء بې وفا نجلۍ پر زړء ويشتلئ يمه: زړء په مفعولي حالت کښي دئ – وارئ پر زړء باندي سوى دئ.


زء بې وفا نجلۍ په زړء ويشتلئ يمه: زړء په الي يا وسيلوي حالت کښي دئ، دې زړء وکيښ، په لاس کښي ئې ونيوئ او زء ئې په وويشتم.


يو پر لس، مانا لسمه برخه، خو يو په لس، مانا لس گرايه، لس چنده.


٧-  “تر” او “د” هم د لغت او مفهوم له مخي څخه دوه بېل اړدوات دي، “تر” ارتباطي او ځايي حالت ښووي: ترغرمې پوري (زماني)، تر کاله پوري راته وګوره (زماني)، تر کابله پوري مي ورسوه (مکاني)، کتاب تر مېز لاندي دي، خو “د” بيا د اضافت يا خاوندتيا حالت ښووي، د نينو مېړء، کوټرکئ د خرء زوى دئ، دى د کتاب خاوند دئ.


نو ليکونکي او وياندان ئې بايد يو د بل پر ځاى باندي استعمال نه کړي.


٨: د روزگان ولايت سرښار د اوسېدونکو او  نورو له خوا څخه نن ورځ هم “تيرى” بلل کيږي، او اته سوه ٨٠٠ کاله ترمخه هم تېرى بلل کېدئ. خو ځيني ليکوالان اووياندان ئې “ترين کوټ” بولي، او دوى په کندهار ښار کښي  د “تيري اډه” هم د “ترين کوټ اډه” بولي، نو د هېښتيا ځاى دا دئ چي نه د تيري يا روزګان په چارواکو  کښي  او نه هم د کندهار په چارواکو کښي داسي د سمون څوک پيدا سو چي دغه غلطي ئې اصلاح کړې وي، که په پوهېداى هرو مرو به ئې اصلاح کړې واى.


٩: په لوى کندهار يا سهېل- لوېديځه سيمه کښي د توپک او توپکچې و ږغ ته ټک ويل کيږي، او د توپ و ږغ ته “درءز” ويل کيږي، په ختيځ کښي د دغو دوو لويو او  کوچنيو ږغونو تر منځ توپير نه کيږي، و دواړو ته “ډز” ويل کيږي، دغه ډز هم له درءز څخه اخسته سوى دئ، په ختيځ کښي د رې /ر/ ږوغ (تورى) په ترمخني نازک ږوغ (توري) تې /ت/ او دال /د/ کښي مدغميږي، او دغه دوه نازک ږوغونه په پټخو ږوغونو ټې /ټ/ او ډال /ډ/ سره اړوي، ځکه نو له ترپ څخه ټپ، له ترنگ څخه ټنګ، له ډرنګ څخه ډنگ، او له درءز څخه ډز جوړېږي، څنگه چي د “ډز” د پاى تورى وچ يا بې حرکته دئ، نو دغه لغت مفرد مذکر دئ، نو جمع ئې “ډزونه” کيږي، خو په ختيځ کښي ئې جمع “ډزي” وايي چي نو بايد مفرد شکل ئې مؤنث “ډزه” وي لکه څنګه چي “ټسه” ده چي جمع ئې ټسي کيږي، په کندهار کښي د ټک جمع ټکان کيږي او د درء ز جمع درءزهار يا درءزونه کيږي او هم درءزى drazay ورته ويل کيږي، که درءز په درزا سره وويل سي نو ئې جمع درءزاوي کيږي لکه په زابلۍ لهجه کښي چي ئې داسي وايي.


١٠- د ليکوالانو او وياندانو لوى اکثريت د “ټينگ” پر ځاى باندي کلک وايي، د دغو دوو لغاتونو  ماناوي ځله بيلي دي، “ټينگ” د محکم، مانا لري او “کلک” د “غير ارتجاعي” مانا لري چي هغه به ټينگ وي يا به سوست وي لکه وچه نمړۍ چي کلکه وي، خو ټينګه نه وي- وچ توت کلک وي، خو ټينگوالئ نه لري.


١١-  کله کله يو يا بل وياند وايي چي “کوټلي گامونه پورته کوي” دوى به ښايي د “کوټلو” په مانا نه پوهيږي، هر څه چي وکوټل سي، هغه بيا پورته کېداى نه سي، مګر په لوښي يا پټو کښئ اچول سوي وي، سم صحيح ئې “ټينگ گامونه” اخستل دي، يا لا پښې ټينګي- ټينګي لگول دي، مانا دا چي د “ټينگ” پر ځاى باندي “کلک” ويل  سم او صحيح کار نه دئ، ځکه چي مفاهيم ئې ځله بېل دي.


١٣-  ځيني ليکوالان او وياندان زرغون  ارغنداو دوى شين ارغنداو بولي، د نباتاتو رنگ زرغون دئ، د آسمان رنگ شين دئ.


١٥-  د سپاهيانو او پوليسو غټان د ساتني وظيفه پر غاړه لري،  نو ځکه بايد دوى د ساتونکي، ساتندوى، ساتنمل، او ساتنوال رسمي القاب ولري، خو هغه مديران او رئيسان چي دوى پر ملکي چوکيو باندي کار کوي د دوى بايد رسمي لقب سمونوال وي، ځکه چي دوى د سمون او سماوو له پاره کار کوي.


١٤، ٢١-  “گون” د جمع نخښه يا مانى نه دئ، دغه لغت پر “راز، ډول او نوعيت” باندي دلالت کوي، په دري کښي “ګوناگون، چه گونه” ويل کيږي موږ لسي ته لسگون يا لسگونى، سلي ته سلگون يا سلگونئ، و زري ته زرگون يا زرګونى وايو، چي جمع ئې لسيان، لسگوني، سليان- سلگوني، او زريان- زرگوني بولي چي پر نوعيت باندي ئې دلالت کوي، خو که ووايو چي لسونه  کسان، سوونه کسان، او زرونه کسان راغلي ول، دغه ئې پر شمېر  باندي دلالت کوي نه پر نوعيت باندي، خو که ئې پر ځاى باندي ووايو لسگونه کسان، سلگونه کسان، او زرگونه کسان راغلي ول، مانا به ئې دا وي چي لس ډوله، سل ډوله، ا و زر ډوله کسان راغلي ول، نو شمېر ئې هم لکه نومونه د /-ونه/ په نخښي يا مانى سره جمع کيږي، لکه لاسونه، غرونه، کورونه، نيکونه، پلرونه، ورېرونه او داسو  نورو غوندي شمېرني هم داسي جمع کيږي، لکه لسونه، سوونه، زرونه، لکونه، او کروړونه.


١٦- په لوى کندهار کښي “شگي” و هغو ميده ډبرو ته ويل کيږي چي غټ والى ئې له ږدن دانې څخه تر بادام دانې پوري وي، ځکه نو مفرد او جمعه، شگه- شگي، دواړه لري، خو په ختيځ کښي ورېگ ته شگي وايي، او رېگ مفرد او جمع لرلاى نه سي، کله چي موږ رېگ- رېگونه وايو، نو جمع ئې د رېگو پر کوءټو او غونډيو باندي دلالت کوي، په کندهار کښي وياندان د شگو پر ځاى باندي دري جغل وايي، اى دوى د خلگو په ژبه نه ږغيږي، او له بده مرغه مو چارواکي هم سمونوالان نه دي.


اوز ورځي ترمخه له کندهار راديو څخه وياند وويل چي په نميروز کښي د باد طوفان ؤ او شگه ورسره وه، دغو د طوفان شگو کورونه لاندي کړي دي.


په کښتني هلمند او نيمروز کښي شگي نسته، هورې د دوبي توند بادونه رېگ ورسره وړي، نه شگي.


څنگه چي په ختيځه کلاسيکه ژبڅانگه کښي و رېگ ته شگي ويل سوي نه دي، او نه هم د اوسني ختيځي پښتو په مورنۍ ژبه کښي چي د کلات او غزني ترمنځ خلجۍ ژبه ده چيري و رېگ ته شگي ويل کيږي، نو په لوى گومان  سره هغه اوسنيان چي دوى غواړي داسي لغاتونه له پښتو څخه وباسي چي هغه په دري کښي هم ويل کيږي، نو دغه د ژبي نادوده تصفيه ده.


١٨- د “کرنه” او “کرهڼه” تر منځ ډېر توپير سته، کرنه په مځکه کښي تخم پاشل او اوبه پر لگول دي، د کښت اوبمالي کرنه نه  ده، پوجي ئې کرنه ده، لو law ئې کرنه نه ده، درمند ئې کرنه نه ده، غوبل يې کرنه نه ده، بادي ئې کرنه نه ده، او راشه ئې هم کرنه نه ده، دغه ټول هرڅه په کرهڼه کښي شامليږي، دغسي نو پالېزونه باغونه د مچيو، د ماهيانو، چرگانو، او دورېښمو چينجانو روزني په کرهڼه کښي شامليږي نه په کرنه کښي، څخه چي ناپوهي ده که لهجوي تعصب چي د زراعت وزارت د کرني وزارت بلل کيږي، نه د کرهڼي وزارت، زرع کرنه ده، او زراعت کرهڼه ده.


٢٠- نن ورځ ځيني ليکوالان او وياندان د “کوښښ” پر ځاى باندي “هلي ځلي (هلي ځغلي)” ډېر وايي، او د “کښته” پر ځاى باندي “ټيټ” ډېر وايي او يا کاږي، د هر يوء لغت مانا او مفهوم له هغه بله څخه بېل دي.


دوى يو د بل پر ځاى باندي کارېدلاى نه سي، څوک به وايي چي نو هغه دئ کاروي ئې.


“کوښښ” په عادي حالاتو کښي زيارکښنه ده، خو “هلي ځلي” يا لا بشپړ شکل ئې “هلي ځغلي” په غير عادي حالاتو کښي ترپي تپارکي دي، کله چي يوء ځاى اور اخستئ وي، خلگ يوې او بلي خواته هلي ځغلي کوي څو هغه اور ئې وژلئ وي.


ياکه چيري چاودنه سوې وي، او هورې وژلي او ژوبلولي پراته وي، نو خلگ ئې د چارې له پاره و هري خواته په هلو ځغلو وي، د ښوويځ شاگردان د خپلو درسونو په زدکړه کښي “کوښښ کوي” خو هلي ځغلي نه کوي.


١٩- د “کښته” او “ټيټ” ماناوي هم ځله بيلي دي، د “کښته” اړونده غبرگ لغتونه “پورته او کښته” دي، يا “لوړ او کښته” دي، خو د “ټيټ” اړونده غبرگ لغت بيا “جگ او ټيټ” دئ، نو “ټيټ” بايد “کښته” په مانا سره کارول سوئ نه وي، خو وياندان د کښته نرخ پر ځاى باندي ټيټ نرخ وايي، د کښته بيعه پر ځاى باندي ټيټه بيعه وايي، د کښته درجې پر ځاى باندي ټيټه درجه وايي او د کښته کيفيت پر ځاى باندي ټيټ کيفيت لرونکى وايي چي سم نه دئ.


لکه څنګه چي دوى “رېگ” له ژبي څخه باسي، همدغه شاني “ارزانه” هم له پښتو څخه باسي چي د “ارزانه قيمت” پر ځاى باندي په “ټيټ قيمت” وايي او د “ارزانه نرخ” پرځاى باندي “په ټيټ نرخ” وايي، دغه هم هغسي د ژبي نادوده تصفيه ده.


٢٣- ځيني ليکوالان او وياندان مچخ نه وايي او پر ځاى ئې ملخ وايي، د دغو دوو ترمنځ توپير داسي څرګند دئ، چي کوچينيان لا پرې پوهېداى سي او هم ئې تميز کولاى سي، ملخ د خاوري يا مځکي غوندي خړ رنگه او تر مچخ څلور گرايه کوچينى وي، ملخ څه يوه لېوښت يا نيم ګز ټوپ وهي، غورځي يا الوزي، خو مچخان هم خړ رنگه، هم زرغونه ، او هم لږ څه سوربخون وي، مچخان ترملخانو څه څلور- پنځه گرايه لويوالئ لري، ملخان واښه خوري، خو مچخان د زرغونلو سپېرډاگي دي- دوى په هر راز زرغونلو پايي – باغونه، تاکان او سردرخت ، پاليزونه او کښتونه په ورځ دوو کښي سپېرء کوي.


… ملخان انفراديت پالي، خو مچخان سېلونه- سېلونه اوږد واټن الوزي، پخوا به په مرغانو کښي د سارکو او گوروانکو سېلونه ورسره په جنگ ول، او د مچخانو زور ئې ورکښئ، خو د شپږ کلني وچکالۍ له اسيته څخه اوس هغه او نور سېلونه- سېلونه مرغان نسته.


٢٤- ما ترمخه هم کښلي دي چي و “مسجد” ته “جومات” ويل کورټ غلط دئ، خو لا بيا ئې هم وياندان وايي، مسجد د لمانځه ادا کولو له پاره خاصه ودانۍ ده، خو “جومات” د “جماعت” وګړيز شکل دئ، جماعت په امام پسي د ډېرو کسانو په جمع د لمانځه له پاره درېدل دي، دغه جماعت ښايي په باغ کښي وي، په دښت کښي، په دکان يا کور کښي وي، نو جامع مسجد هم جامع جومات بلل غلط دئ.


٢٥- پر ځاى د دې چي ووايي “مړسو” يا “وفات سو” ډېر کله له راديو څخه د چا د مړيني په اړوند اورېدل کيږي يا په اخبار کښي کښل سوي وي چي څوک “په حق ورسېدئ”.


نو د چا خپل چي “په حق ورسېدئ” بايد خپلوان ئې ښادي پر جوړه کړي، دوى ولي پر ژاړي او ساندي پر وايي؟ دوى وايي چي مرگ حق دئ، نو په ژوندانه کښي له خپله حقه څخه محروم وي.


که يو تور اورنى بل څوک ووژني، نو به دى وايي چي په حق مي ورساوء؟ يا مي حق ور ادا کړ.


بله عامه سوې غلط فهمي دا ده چي خلگ وايي: منصور چي رشتيا ويل سر ئې په دار سو.


منصور رشتيا نه ويل، دء کفر کاوء، او نو ځکه ئې غړ غړه کړئ ؤ، ځکه چي دء ځان ” انا الحق باله” په عراق کښي يو بل دين سته او ښايي کوردان دي ډېرى په دغه دين وي، ټول نه. ډېر کوردان مسلمانان هم دي، هغه کوردان يا عراقيان چي مسلمانان نه دي، دوى خپل خداى “حق” نوموي، په بشريت کښي عمومي عقيده داسي ده چي و انسان ته دغه ژوند خداى ور کړئ دئ او نو کله چي څوک مړ سي، د دوى له عقيدې سره ئې سم ژوند يا روح بېرته و خداى ته ورګرځي.


ځکه نو د دوى په عقيده سره متوفي و “حق” ته ورګرځېدلئ دئ، نو وايي چي په حق ورسېدئ.


٢٦- په دري فارسي کښي “يوم”، “بېل” بلل کيږي او “بېلچه” مانا کوچنى يوم، خو دغه لوى قالبي يوم ولي بېلچه نومول کيږي، دغه کوچينى يوم نه دئ، بايد لوى يوم وبلل سي.


٢٨-  په پښتو ژبه کښي “خوا” مؤنث نوم دئ، نو بايد د پښتو د ګرامري اصولو سره سم ئې صفت هم مؤنث وي، ځکه نو بايد “يوه خوا بله خوا” وويل سي، نه “يو خوا بل خوا”.


دغه کار اصلاً هغه څوک کوي چي پښتو ئې ژبه نه وي، خو پښتانه ئې بيا يا جاهلانه تقليد کوي، يا ئې غلامانه تقليد کوي، دوى د خپلي ژبي ګرامر ور ويجاړوي، او دا خيانت دئ.


١٦- ننگوءنه په کندهار کښي د “دعا” مانا لري، خو ځيني اوسني ليکوالان او وياندان ئې د چيلينج په مانا سره کاروي چي  ښه کار نه کوي، ننگوءنه مصدري صيغه ده.


نور مشتقات ئې: ننگوم، ننگوو، ننگوې، ننگوئ، ننگوي، ننگول، ننگوونکى، ننگوونئ، ننگونئ، او نور دي. دعا او ننگوءنه دواړء و مرستي ته د وربلني مانا لري، او هم دوقار. ځکه نو په  ننگ او ننگيالي کښي هم دغه مفهوم نغښتئ دئ، خوشحال وايي:


د افغان په ننگ مي وتړله توره


ننگيالى د زمانې خوشحال خټک يم


٣١- کله چي په ژبه کښي يو لغت په يوه مانا  وي، ولي ئې بايد د سد خاوند په هغه بله مانا وکاروي، هغه يو وياند يوه پلا ” بريد” د حملې، په مانا سره اخلي، او وايي چي د دښمنانو پر کلي باندي ئې “بريد” کړئ دئ، يا ئې پر کلي باندي “بريد” ور وړئ دئ، دوې- درې جملې وروسته بيا وايي چي دوى تر يو “بريده” پوري کار کړئ دئ، يوه پلا ئې دحملې په مانا سره اخلي او بيا ئې د  حد، اند، اندازې، په مانا سره دوى ولي دغه لغوي ګډوډي جوړوي؟ د دوى ذهنونه د تضاد فهم نه لري؟


٢٩-  ځيني ليکوالان او وياندان اوس په يو مخيزه توګه د “څونده، دونده، هغونده” پر ځاى باندي “څومره ، دومره، هغومره” کاږي او وايي، دوى په خپلو ليکنو او ويلو کښي ترمخني لغات محوه کړي دي، او دغه کار ئې حتماً غلامانه دئ، نه جاهلانه.


٣٠-  د کابل راديو وياندان او ويانداني هر کله وايي چي “سېلابونه راوتلي دي”. د شمال ، شمال لوېديځ، د لوېديځ، سهېل او سهېل – لوېديځ ، يا په خلص ډول سره به د هوارو سيمو اوسېدونکي هېښ پاته وي چي دغه سېلابونه له کومو غارونو څخه وروزي، په غرنيو سيموکښي د اوبو سېلونه  له څنګ درو څخه و منځ درې ته ور وزي، ځکه نو دوى وايي چي ” سېلابونه راوتلي دي”، دغه وياندان محلي فکر کوي، او په دغسي ذهنيت سره بايد دوى د مملکت په سويه نه وږغيږي، که دوى ووايي چي سېلونه راغلي دي، دابه د هر محيط له پاره د فهم وړ سم ويل وي، په کندهار کښي نېز يا سېل، يا د اوبو سېل بلل کيږي.


زه په٤٣ – ١٣٤٤ کښي په نيمروز کښي وم، په کابل راديو کښي ئې د ماښام د لمانځه اذان وکړ، په کنگ نيمزو کښي لمر اته شېبې وروسته ولوېدئ، او په واخان کښي به د ماښام د لمانځه وخت تېر سوى ؤ.


زما د ليکني درېيم ټکئ دا دئ چي دغه آذان د څه له پاره کيږي؟ دا د دې له پاره چي خلگ ئې و مسجد ته د لمانځه له پاره ور بللي وي، پس نو آيا د راديو سټېشن مسجد دئ؟


که به ئې مراد دا وي چي سر کار صاحب په راديو کښي اذانونه ورته کوي، نو په مسجدونو کښي د ملايانو و آذانونو  ته څه اړتيا ده؟ دوى دي يوازي د خپلو ميکروفونو و مخي ته راديوګاني ولګوي سر کار د راديو له سټېشن څخه مسجد جوړ کړى دئ.


٢٩- ولي د  څونده    پرځاى    څومره    وايي  يا کاږي؟


٣٠-  //  سېل راغلى دئ  //  سېلاب راوتلئ // //   ؟


٣١- //  بريد: حمله //   بريد ، ترحده  // // ؟


٢- ژبه د ټولنيز ذهنيت هنداره ده:


ښايي ځيني لوستونکي به ځير سوي وي چي ولي زموږ ځيني وياندان او ليکوالان د خپلي ژبي تر، خوندور، معمول او مروج لغات او ترکيبونه پرېږدي، او پر ځاى ئې د بلي لهجې نامروج، ناپه زړء پوري لغاتونه او ترکيبونه وايي، خود خپلي ژبي دانه؟ دا به ئې ښايي حزبي مکلفيت وي، نو څوک چي د فهم او شعور خاوند وي، هغه ولي بايد د خپلي لهجې پر ضد يا تاوان او د بلي لهجې په لوړاوي يا لږ تر لږه د کارولو تړون کړئ وي، که حزبونه لهجوي او سمتي تعصب نه ولري، او د عمومي پښتو ژبي تقويه او پياوړتيا غواړي، نو بايد له هري ژبڅانگي يا لهجې څخه په زړء پوري، خوندور، علمي، او ادبي بشپړ لغاتونه او ترکيبونه واخلي، او زموږ په قبيلوي وېشلې او پاشلې ټولنه کي د اتحاد، يووالي او پوهاوي له پاره خپاره او ترويج کړي وي، دغه به يې د ملي يووالي له پاره لوى کار کړئ وي، او بل به ئې د دري ژبي او نورو ژبو د ږغېدونکو له پاره هم پښتو د فهم وړ ګرځولې وي، ځکه چي د کندهارۍ پښتو ډېر لغاتونه له دري فارسي سره ورته والئ او نژدېوالى لري، ځيني څرګندوني ئې داسي دي:


کوښښ: کوشش


پوښښ: پوشش


پوښ: پوش


مږ، مېږه: مېش


غوږ: ګوښ


ژلئ: جاله


خښته:خشت


خېښ: خوشو


توښه: توشه


کوږ: کج


غېږ: آغوش


نژدې: نزديک


دغه او ډېر نور داسي لغاتونه سته چي د دري ژبو خلگو له پاره په آسانۍ سره د فهم وړ دي او هم به ئې په دغي ژبي پښتو خپروني اورېدلاى.


پايلامه


دا پروا نه لري چي يوه ژبه ليکلې ژبه وي، د ادبياتو خاونده وي، که د يوې بې سواده ټولني ناليکلې ژبه وي، که يو بشر پوهاند او ژبپوهاند د يوې ټولني ژبه ثبت کړي، يا تش غوږ ورته ونيسي، دى ئې له لغاتو او لغوي ترکيبونو څخه پوهېدلاى سي چي د دغي ټولني ژبه گرامري انسجام لري که نه، د خپلو لغاتو او اصطلاحاتو خاونده ده که نه، که په ژبه کښي لغوي ګډوډي وي، گرامري اصول ئې ډېر له استثناآتو څخه ډک وي، بې نظمه بې اصولو وي، لغات او اصطلاحات ئې نيمګړي وي، او هم ئې پرءدي لغاتونه له خپلو سره داسي اغښلي او بخښلي وي چي څوک ئې توپير ځله کولاى نه سي – اى مفغن کړي ئې وي.


په دغه صورت کښي نو ټولنه او ژبه ئې دواړي د دباندنيو عواملو او ورکښېوتنو له پاره پرانيستلې ده، او نو ځکه هم د دننيو کمزورتياوو او ناتوانيو سره مخامخ او قرباني وي چي دا ئې د ټولني له جهالته څخه ورپېښه وي، نو ځکه به هم ټولنه او هم به ئې ژبه د تباهۍ په ژرني تحول کښي وي، دوى به د امحاء پر خوا باندي ورنژدې کېدوني وي، دابه ئې خپل جهالت او بې شعوروالئ وي چي ټولنه به د تباهۍ د کندي پر خوا باندي ور ولي، او ور نژدې کوي به ئې، دا جاهله او بې شعوره ټولنه ده چي د خپلو پر ضد ځانونه د پرءديانو و غيږي ته ور اچوي څو د خپلو په وژلو کښي ئې مرسته ورسره کړې او درستوال کړې ئې وي.


خو که په ټولنه کښي د ژبي گرامري اصول او قواعد منسجم ول، او دقيق مراعات کېدوني ول، نو  دلالت پر دې باندي کوي چي ټولنه  رسېدلې ده،  با شعوره ده، ويښه ده، او له دباندنيو عواملو څخه ئې ځان خوندي کړئ دئ. و دښمن ته په خپله غېږ کښي ځاى نه ورکوي، خپل دود او دستور او معيارونه ئې سم دم پرله پوري ساتلي دي، عملي کوي ئې او تطبيق کوي ئې، دوى پر خپلو ارزښتونو باندي ټينګ ولاړ دي.


که دباندني يا کورني ژبپوهاند او بشر پوهاند د لوى کندهار په ټولنه کښي مطالعات وکړي، او دى يوازي د الف يا ښى ستون غوندي لغات او ترکيبونه په ټولنه کښي و مومي، دى به و داسي فهم او نتيجې ته رسېدلى وي چي د دغي سيمي ټولنه پر له پوري ده، دا منسجمه ، متحده، با شعوره، او د خپل ځان، ژبي او دود ؤ جال خيال ئې ساتلى دئ.


خو که د  وړاندي بر عکس و بشر پوهاند او ژبپوهاند ته د کيڼ يا  ب ستون لغات او ترکيبونه په لاس ورسي، د دء نتيجه اخستنه به له وړاندي فهم څخه سرچپه وي، هغه دا چي دى به پوهېدلى وي چي د لوى کندهار ټولنه جاهله، بې شعوره، نامنظمه، څيري پيري، بيده، کنډؤکپر، ګډه وډه، او شورت ؤ سپاړس ده، دى به و پوهيږي چي په دې گدله کښي ډېر دباندني او د ننني، مرئي او نا مرئي (ليدوني او ناليدوني) مغرض لاسونه سته، له دغه حالته څخه ئې داسي ښکاريږي، چي ږغا به ئې هم دا وي چي: “اې سوټيه، دې سوټيه، مه ئې سر گوره مې پښې سوټيه”.


نن ورځ د لوى کندهار ټولنه په همدغسي حالت کښي ده چي پر يوء او بل نازولي باندي ئې د خپلو په وسيله سره د سوټيانو مرگوني وارونه کيږي، که ټولنه د علم ؤ فهم خاونده واى، نو به ويښه، متحده او د ځان خيال ساتونې واى،  اقتصاد به ئې سم او پر مخ تللى مترقي واى، دا به اړه خواره او فقيره ټولنه نه واى، و نورو ته به ئې د مرستي غوښتني او گدايۍ لاس نه نيولاى.


يو له بله به مو نه سره تباه کړي واى، او نه به مو سره تباه کولاى، خو له بده مرغه چي دغه نادوده واقعيت د کيڼ ستون يا ب ستون په ژبنيو ګډوډيو او ورانيو کي د هند په شان منعکس سوى دئ، دغه واقعيت يو داسي افسوسناک تصوير منعکسوي چي نه يوازي مو ژبه، بل لا ټولنه هم په ځان تباه کوونکي فساد مبتلا وي، يا دواړي، ژبه او ټولنه مو ، د ځان تباهۍ پر لوري باندي ور درومي، پر دې واقعيت باندي به څوک له ناچارۍ څخه سترگي پټوي، خو انکار ځني کولاى نه سي، دا يو خوداړن رنځ دئ چي ټولنه مو په بې شعوري سره ورسره مخامخ ده.


اى د خپل رنځ تشخيص او تداوي کولاى نه سي.


خو داړء يو داسي رنځ دئ، چي د بدن غوښه ځله تويوي، او سوکه- سوکه د چا بدن ځله خوييږي يا شوړيږي دغه  داسي مثال لري لکه يوه خټنه وداني چي په باران سره ئې خاوري- لوټي ځني نړيږي، شوړيږي او توييږي.


څو بالاخره په لږ- لږ تدريج سره ګړوبه او نسکوره سي.


که نه گانه زموږ ژبه او ټولنه په دغسي ډول سره د ښېگڼي پر خوا باندي درومېدلاى، ما به دغه اوسنۍ ليکنه کړې نه واى، يا به ئې مضمون دغسي ستوخ او ستخ او له ګرومه ډک نه واى، ما تر مخه هم پر دغو ناخوالو باندي ليکني کړي دي او په دې اميد گوندي چا به ئې چاره کړې وي، خو چاره به يې ښايي ځکه سوې نه وي چي څوک به ئې په چاره نه پوهيږي، کله چي يو ماشين سم کار نه کوي، هر څوک ئې سمولاى نه سي، ځکه چي دوى ئې په ورانيو پوهېدلاى نه سي، نو خود به سړى خپل ماشين و مستري ته ور وړي.


مستري چي ماشين چالانه کړي، دى سمدلاسه پوهېداى سي چي دغه او هغه پېچونه ئې سم کار نه کوي، نو دى د هغو ناکاره پېچونو پر ځاى باندي نور روغ پېچونه ور اچوي، د دغو پېچونو په ور اليشولو سره ماشين  بېرته سم او بېرته ګټور کار پيل کوي.


دغه مانا دا چي نه بايد يوازي کار واهل کار ته وروسپارل سي، بل لا هغه بايد له اړونده مهارته سره صادق او رشتيانى شخص وي چي خپل کار په صداقت او نېکۍ سره تر سره کوي.


ړوند تقليد د جهالت ثبوت دئ:


دغه گڼ شمېر تحريفات چي شمېر ئې هرو مرو تر اتياوو (٨٠) اوړي، او خود ډېر نور هم سته چي يا زما په فکر کښي راګرځېدلي نه دي په اوس کښي ورسره مخامخ سوئ نه يم، دغه ناخوالي به د فهم د خاوند له پاره هرو مرو د اندېښنې وړ وي.


مغز نه پوښتنه دا ده چي دغه ناخوالي او تحريفات څوک په چا سره ولي کوي؟


په بل عبارت سره، آيا هغه لکيوالان او وياندان چي په ژبه کښي دغه وراني- ويجاړي کوي، دوى دغه کار جاهلانه کوي، که ئې غلامانه کوي؟ اى د بل چا له خوا څخه په دوى سره کيږي، که به دغه کار غلامانه کيږي، نو به همدغسي هم شعورانه کيږي، هر هغه تخريب چي شعورانه وکړه سي، دا که په ژبه کښي وي، يا د ټولني په بله هره خوا کښي لکه اقتصاد، کرهڼه، ورهڼه او نور څه کښي دابه هرو مرو خيانت وي، دا ځکه چي دغه به د خپلي ژبي او ټولني تخريب وي.


که نه ګانه دغه تحريفات د تاپوهۍ له مخي څخه واى، نو ما خو د يوء بشپړ کتاب ليکني څخه په ايسته، پر دغو او داسو نورو ژبنيو ورانو- ويجاړو باندي ترمخه لا اوز اصلاحي ليکني درکړي وې چي هغه په کندهار مجله او طلوع افغان کښي چاپ سوي دي، نو دوى بايد زدکړه او اخستنه ځني کړې واى، او نو خپلي وراني ويجاړي ئې اصلاح کړي واى، يا ئې نر غوندي زما د ليکنو په رد کښي خپل مستند او مدلل جوابونه ويلي واى، او د ځان او هم د خپلو کړونو دفاع ئې کړې واى دا چي دوى نه يوه وکړه نه بله، دلالت پر دې باندي کوي چي دوى و دغو انحرافاتو يا ورانو ويجاړو ته لاسي او شعوري دوام ورکوي څو دغه ئې په ټولنه کښي باب کړي او ريښې ئې پکښي غزولي وي، پوښتنه دا ده چي که د يوې ټولني ژبه ادبي او گرامري وي ښه به وي، که له گرامري او ادبي چوکاټه څخه وتلې، ګډه وډه، ورانه ويجاړه، او يوه بې اصولو ژبه وي، ښه به وي؟


د خپل فهم له پاره ئې ښى ستون له کيڼ ستون سره مقايسه کړئ!


ښاغلو وروڼو او آغلو خوندو، ژبنى فساد، اداري فساد، ناپوهي، نا اهلي، بې کفايتي، بې پروايي، د شعور او احساس نه لرل مو د محوه کېدني، نست کېدني او تباهۍ مقدمات دي، لوستونکي دي د ښى ستون لغاتونه او ترکيبونه د کيڼ ستون له لغاتونو سره له ژبني (گرامري) او ادبي نوني څخه وگوري، سره مقايسه دي ئې کړي، او په آزادانه توگه دي خپل قضاوت پر وکړي، چي هغه ټل وياندان او ليکوالان چي دوى په خپله ټولنه کښي د سمو ادبي او گرامري لغاتونو او ترکيبونو پر ځاى باندي بابيز او ناوړه لغاتونه او ترکيبونه بابوي، دوى و خپلي ژبي ته خدمت کوي، د ښېگڼي کار کوي، که لا دوى په دغه کار سره خپله ژبه ويجاړوي؟ آيا د خپلي ژبي ښېگڼي به مو دا وي چي بشپړ، بوب، گرامري، ادبي او خوندور لغاتونه او اداوي ئې لرلي وي، که بابيز، ګډوډ، نيمګړي، يا وران ويجاړ لغاتونه او اداوي ئې کارولي وي؟ نو هغه ټل ليکوالان او وياندان چي دوى په خپله ژبه او ټولنه کښي بابيز او نيمگړي لغاتونه او ترکيبونه بابوي، آيا دوى دغه تقليد جاهلانه کوي يا که ئې غلامانه کوي؟


آيا دوى دغه کار په خپله خوښه، له خپله فهمه سره سم کوي، که دغه کار د نورو له خوا څخه پر دوى باندي تحميليږي؟ اى دغه نور ايجنټان دي چي دوى و دغه کار ته گوماري.


دغه وياندان او ليکوالان  دي د يوء ټکي او باريکۍ درک وکړي چي دوى به د خپلي ژبي په تدريجي، لږ- لږ، تباهۍ سره خپله ټولنه هم ويجاړه کړې، مفاهيم، اصول او معيارونه به ئې ورګډوډ کړي وي؟


ژبه او ادبيات د يوې ټولني شخصيت منعکسوي- د هغې د معنوياتو، اصولو، دود او جال، ننگ او ناموس، افکارو او خيالاتو څرگندوءنه کوي، دا چي ټولنه د شخصيت خاونده ده که بې شخصيته ده.


ويښ توکوم نه محوه کيږي:


دا چي ما ولي د پښتو ژبي گدوډئ، او نا خوالي راسربېره کړي دي، او پر سمون باندي مي ئې ټينګار کړئ دئ، څو چارواکو  ئې بايد په جديت سره و سمون ته توجه کړې وي، يا ئې لږ تر لږه د تحريفاتو، ورانو ويجاړو مخنيوى کړئ وي.


د اوليت يو عامل ئې دا دئ چي يو توکوم، قوم، او ملت په خپلي ژبي سره خپله پېژندنه او هويت ساتلاى سي، په بل صورت کښي به محوه سوئ وي.


بل دا چي په ژبه کښي بايد و علمي اثارو او ادبياتو ته توجه وکړه سي، هغه علمي او ادبي آثار چي د ټولني د غړو سويه په لوړېداى سي بايد چاپ او په ټولنه کښي خپارء کړل سي.


بل دا چي که چارواکي سمونوالان وي، دوى بايد د ټولني اقتصاد پر پښو ودروي، هر کله چي د ټولني اقتصاد پياوړى سوى وي، نو ئې بياغړي هاله و علم او ادب ته توجه کولاى سي، يوه ټولنه چي له اقتصادي ناخوالو سره مخامخ وي، د هغې ټولني غړي به وگړي او نيمگړي وي.


په دوى کښي به د برياوو او  کمالاتو خاوندان نه وي يا نيمگړي وي.


بېله دې څخه چي چا دي له سمونوالانو څخه د څه غوښتنه کړې وي، دوى په خپله د صنعت، تخنيک، کرهڼي، ورهڼي او ډېرو نورو مسلکونو و پرمختګ ته موقع مساعدوي، او لاس ور اچوي، ولي چارواکي خو په تېرو ډېرو پېړيو کښي ازمويل سوي دي، څوک دي ئې د برياوو يادوءنه وکړي، چي دوى څه موندني لرلي دي، ځکه نو افغانستان په دنيا کښي جاهل او تر شا پاته ترين مملکت دئ.


روحانيون د زړء په سترگو سره په آسمان کښي ليدني- کتني کوي، خو که موږ د سر په سترگو سره و جهان ته وگورو، او له ځانه څخه پوښتنه وکړو چي د  اروپا او  امريکا راز په څه کښي دئ، چي دوى د مدنيت و لوړو پړيو ته رسېدلي دي، او موږ يې خيرات خوراء يو؟ موږ هم هغسي بشر يو لکه دوى چي دي، د عضويت له مخي څخه موږ تر دوى په هيڅ غړي کښي پاته نه يو، بيا نو ولي دوى سوونه برياوي او کمالات لرلي دي اکتشافات ئې کړي دي، اختراعات ئې کړي دي، سپوږمۍ ته ختلي دي، په تخنيک او صنعت کښي ئې هېښوونکي کارونه کړي دي.


چي موږ يې پر توليداتو او محصولاتو باندي طفيلي ژوند کوو، ولي مو تر اوسه پوري په دغه اړوند فکر کړئ نه دئ، چي د دوى د پرمختګ او ترقۍ راز په څه کښي دئ؟ دوى ولي دونده پرمخ تللي دي، او موږ ولي داسي تر شا پاته يو؟ دوى خو ډېر څه لري، خو په سري سره يوڅه چي دوى ئې ډېر لري، او موږ يې ډېر لږ او هغه هم نيمگړي لرو- دغه څه هغه طبيعي علوم دي چي په علميت سره يې عقل وده کولاى سي، هر کله چي څوک د عقل خاوند سي، بيا نو د سړيتوب يا انسانيت او ښه ژوندانه خاوند کېداى هم سي. عقل او علميت په ښووني او روزني سره موندل کېداى سي، زموږ سر شمېر نه به ښايي لږؤ ډېره پنځه ويشت ميليونه کسان وي، چي په دغو کښي به مو لس سلنه (١٠ %) د نيمگړو زدکړو خاوندان وي، خو په لوېديځو هيوادونو کښي، که به ئې څه هم سرشمېر سوونه ميليونه کسان وي، څوک هورې يو نفر بې سواده موندلاى نه سي، دوى په هر ايالت  کښي دوه يا اوز پوهنتونونه لري چي د هر پوهنتون د زدامندانو شمېر ئې له شلو زرو څخه تر شپېتو زرو پوري رسيږي.


تاسي لوستونکي به د موضوع و دننه ته ور لوېدلي ياست چي ما ولي پر ژبنيو ناخوالو باندي او د دوى پر سمون باندي ډېر ټينګار کړى دئ؟ دا ځکه چي يو خو د دغو ناخوالو مخنيوى لازمي دئ چي په بل صورت کښي به مو نه يوازي ژبه ګډه وډه سوې وي، بل لا په نهايت کښي به د رڅخه محوه سوې هم وي، ولي وراني- ويجاړي به ئې تر داسي انده پوري رسېدلې وي چي لوستونکي به ئې ځني بېزاره خواتوري سوي وي، او په ږغېدلو سره به ئې شرميږي.


بل دا چي ما د ژبنيو ناخوالو په اړوند معلومات لرل، کله چي مي د نورو مسلکونو او شقوقو په اړوند څه انحراف ليدلئ دئ، پر هغيو باندي مي  هم، په وارو- وارو سره، ليکني کړي دي.


درېيم دا چي ژبني موضوعات نسبت و نورو ته ساده او آسانه دي، نژدې هر څوک پرې پوهېداى سي.


څلرم دا چي ژبه له هر چا سره اړه لري، او په ټولنه کښي تام عموميت لري، خو مسلکي موضوعات په لږو کسانو پوري اړه لري، او هغوى ئې هم سر بېرن عملي فهم لري، نه علمي او کتابي.


پنځم دا چي که مو د ژبي بېخ او بنياد و کينه سي، نو به مو ټولنه نړېدلې او ويجاړه سوې وي، نو هر کله که پښتو نه وي، ورسره سم به پښتانه هم نه وي، دغه کار سوکه- سوکه په تدريج سره کيږي.


که يوه ټولنه مترقي، آباده، د ښو او ښاديو، صنعت او علميت خاونده وي، ژبه به ئې هم ادبي، علمي، او په زړه پوري ژبه وي.


او خلگو ته به دا يوه په زړء پوري ژبه وي، د سهېل- لوېديځ افغانستان پښتو يا کندهارۍ لهجه ځکه و دري ژبو خلگو ته هم يوه عام فهمه ژبه ده چي د /ښ، ژ، ږ/ ږغونه ئې په لغاتو کښي د دغي ژبي له /ش، ز، ژ/ سره ورته والى يا نژدېوالئ لري، که کندهاريان  خېښ، مېږ، مېښ ، کوږ، غوږ، ژمى، ژلۍ، پوښ، نېښ او داسي نور لغاتونه ووايي، دري ژبي سم سيده پرې پوهېداى سي چي مراد ئې خوېش، مېش، ګاو مېش، کج، گوش، زمستان، جاله (ژاله)، پوش، او نېش دئ، دغسي نور سره ورته نژدې لغاتونه هم سته، ځکه نو کندهارۍ پښتو نسبت و نورو لهجو ته د دري ژبو افغانانو له پاره عام فهمه ده.


څوک چي  /ښ، ژ، ږ/ ويلاى نه سي، دوى هغه لغاتونه چي دغه درې بدوغونه يا توري پکښي راغلي وي، هغه له ژبي څخه ځکه باسي چي ئې سم ويلاى نه سي.


ځکه نو زيار باسي چي د کوښښ پر ځاى ئې هلي ځلي (هلي ځغلي)، د کښته  پر ځاى ئې ټيټ، د سږ او پروسږ کال پر ځاى ئې اوسنى او تېر کال، او ځيني نور کښلي وي، که نور څوک په خپله لهجه کښي د کوښښ، کښته، سږ او پروسږ عوضي لغات ووايي، زء هيڅ اعتراض نه پر لرم، خو په کندهاريانو وياندانو او ليکوالانو دغسي عوضي لغات ويل د زغم وړ نه دي، که مو چارواکي سمونوالان وي، بايد هرو مرو ئې چاره وکړي، دوى د ژبي اصالت تخريبوي.


ژبنۍ مرکه:


د دې له پاره چي چارواکو په هره خوا او برخه کښي د ناخوالو مخنيوى کړئ وي، دوى بايد د تکړه پوهانو او ماهرانو اړوند مرکې ولري- نو د اطلاعاتو او کلتور رياست هم بايد د کندهار د تکړه اديبانو او ليکوالانو يوه ادبي مرکه يا لا ژبنۍ مرکه ولري چي د اړتيا پر مهال ئې غونډه کړې وي، او ژبني لانجور مسايل ئې تر څېړني او ګروېږني لاندي نيولي وي، دوى بايد د لانجورو توکو له پاره د حل لار موندلې او پرېکړه ئې کړې وي چي بايد چارواکي ئې تر قناعت وروسته په خپلو خپرونو کښي تطبيق کړي څو په ژبه او ټولنه کښي د ګډوډيو مخنيوى سوئ وي، او هم مو ژبي ادبي ښېګڼي او رونق موندلى وي، ژبنۍ ادبي مرکه بايد يو خاص نصب العين او  ټاکلى مراد او موخه ولري، هغه دا چي دوى بايد ژبه له خپلو ږغېدونکو څخه نه پرءدۍ کړې وي، نه ئې ستوخه او شډله کړې وي، څو د ږغېدونکو خوا ځني توره سوې نه وي، او پر ځاى باندي ئې بايد خپله ادبي او خوندوره کړې وي.


دا چي وايي: “خپله مي خپله کړې، او د بل دا مي هم خپله کړې”.


داسي عملي او تطبيق کړي څو د خپلي ژبي ښېګڼي ئې خوندي کړي وي، او د نورو ژبي ښېګڼي، نه بډوډئ، ئې هم اخستي وي څو د ژبي په بډاينه کښي ئې له ږغېدونکو، ليکوالانو، او لوستونکو سره ئې په افهام او تفهيم يا پوهېدلو او پوهولو کښي مرسته کړې وي، د بحث موضوع به د دغي ليکني ټول محتويات وي.


د ژبنۍ ادبي مرکې پرېکړي دي د راديو، تلويزيون او جرايدو په وسيله سره د نورو تر غوږونو او فهمه پوري ور ورسولي سي.


دا دي هم ورسره وويل سي چي د دغو پرېکړو په اړوند يوه اونۍ وروسته يوه غونډه جوړيږي او  و دغي غونډي ته دي د فهم او نظر خاوندان راسي څو دغه غړکه نوره هم شاربله سوې وي څو چي سالم، باوري او په زړء پوري خوندور کوچي يې کړي وي.


دغه جمله يا عنوان دوې ماناوي لري، يوه مانا ئې دا ده چي تکړه او پياوړي مخکښان خلگ به ئې ور تور اور کيږي، دغه کار به ښايي له يوء مرکز څخه په بېلابېلو راز- راز لاسونو سره کيږي.


نو کله چي په يوه بشري ټولنه کښي سران نه وي، په نورو سره نو بيا نور څوک هرڅه کولاى سي.


بله مانا ئې دا ده چي کله په ټولنه کښي پياوړي تکړه مخکښان نه وي، نور څوک و هغې ټولني ته ورکښې ايستل کېداى سي، چي د هغې ټولني ژبه او ثقافت (کلتور) ئې هم له دننه څخه ور تخريب کړى وي او هم له دباندي څخه د يوه ساده مثال په توګه به دوى له خپلي ژبي څخه داسي بېزاره کړل سوي وي چي دوى به په راديو گانو کښي نور پښتو خبرونه او پروگرامونه هيڅ نه اوري، او پر ځاى به ئې دغه په دري پروگرامونو کښي اوري، ما ترمخه هم پر دغي موضوع باندي ليکنه کړې وه چي دغه کسان د څرگندوني په توگه وايي چي “صداى امريکا” دغسي يا هغسي وويل: داسي نه وايي چي “امريکا ږغ” يا لکه دوى چي ئې وايي: “امريکا غږ” راديو دغسي يا هغسي وويل:


دغه څرگندوءنه ئې دلالت پر دې باندي کوي چي د وى ئې پښتو  خبرونه او پروگرامونه نه اوري، بل لا  دري خبرونه ئې اوري.


نو کله چي د دغي سيمي د خلگو پښتو په لاسي توگه داسي ورګډه وډه کړه سوې وي چي دوى به تر داسي اندازې پوري د خپلي ژبي له اورېدني څخه ستخ او بېزاره کړل سوې وي، چي نور به په لوى کندهار کښي او سهېل لوېديځه پښتونخوا کښي څوک پښتو راديوگاني نه اوري، او پر ځاى به ئې دري ژبي راديوگاني اوري، يا د دوى په اصطلاح ورته  “غوږ کيږي”.


دغه لغوي لړۍ (ستونه) چي ما وړاندي درکړي دي، دلالت پر دې باندي کوي ، چي ژبه مو په لاسي او قصدي توگه سره داسي در گډه وډه کوي څو د ژبي خپل ږغېدونکي ئې ځني در بېزاره کړي وي.


زء د ژبي له تحول څخه انکار نه کوم، زء د نوو لغاتو او اصطلاحاتو د کارولو مخالف نه يم، خو هو، په هغه صورت کښي چي بابيز لغاتونه د خوندور ادبي لغاتو پر ځاى باندي و ژبي ته ور کښې ايستل کيږي لکه د لوېدلو پر ځاى باندي چي هم غورځېدل ويل کيږي، د اچولو، نړېدلو، واوره اورېدلو، غوځارېدلو، قيمت کښته کېدلو، او داسو نورو پر ځاى باندي چي هم غورځېدل ويل کيږي، دغسي ډېر نور هم چي ما ئې ځيني څرگندوني وړاندي په دوو لړيو کښي کړي دي.


له “موږ محوه کيږو” څخه مراد دا دئ، چي يو مو پياوړي او تکړه کسان له مخي ايستل کيږي، او بل مو ژبه رابابيزه کيږي، زء د نېک تحول ضد نه يم، خو د ناوړه، زء د ښېګڼو ضد نه يم، خو د بدوديو، زء د نورو خوندورو او ادبي لغاتو مخالف نه يم، خو د بابيز لغاتو، ما دوې لړۍ لغاتونه در کړي دي چي لومړۍ لړۍ ئې د سهيل – لوېديځي سيمي يا کندهارۍ پښتو اصيل ادبي او گرامري بشپړ لغات دي، او بالمقابل مي ئې د ځينو وياندانو او ليکوالانو بابيز لغاتونه در کړي دي، دغه کسان خو دي تريخى، پر اينه باندي ولري،  دوغندي ايمان او همت دي ولري او دادي په يوې ليکني کښي وښووي چي دوى په کومو شواهدو او د لايلو سره دغه بابيز لغاتونه د خپلو ادبي لغاتونو پر ځاى باندي کاوري؟ نو آيا دغه کار ئې پر دې باندي هم دلالت کوي چي چارواکي ئې هم چارغواکي دي؟