ضروري يادونه
دهري جملې يا کلمې په سرکي چي کوم ټکى سوى وي دماخذ نخښه خو دلته دموضوع دلنډون په موخه دنخښي علامه سته ولي لمن به يې دکتاب له چاپ سره خپور سي مننه
دامين اوتركي تر منځ اختلاف له روسيې څخه ورو سته څر ګند ېدو دواړه سپيني خبري ته ودرېدل په ګوند کي دننه دترکي خپلواکو کړنو دامين تر پردې لاندي پلان ور بطي كاوه په دې اړوند ښاغلي هارون ليكي (( هغوئ پخپل منځ كي هم هيڅ ډول معيار او بشري ارږښتونو ته ونه كتل ، دواكمنۍ دګټلو لپاره هر څه ته چمتو وه د۱۹۷۹ كال دپيل نه استاد او شاګرد يو او بل ته په زړه كي اختلافونه په پټه ورو ورو را څرګندېدله او بالاخره اختلافونه ور ځ په ور ځ ډېر سول حفيظ الله امين دځانګړي واكمنۍ د تر لاسه كولو لپاره په ظاهر دتركي سپين ږري توب فلمه كاوه مګر په حقيقت كي دهغه له سادګۍ نه په عذا ب ؤ )) · دامين واك ته درسېدو سره سم په هيواد كي بيا هم دغميزو په لړ كي كوم تغير را نه غئ خپلمنځي حزبي مخالفتونه ، تغذيبونه او مقامتونه روان وو
ښکاره تغيرات
امين دخپل رژيم دواكنمۍ پر مهال په خپل خطابو كي دثور كوتاه له پيله دملت په وړاندي را پيل سوي كړاوونه دځينو کودتاه چيانو اشتباهات بلل او ژمن ؤ چي د هغوئ دمخنيوي لپاره ورځ په ور ځ لاس پر كارروان او دده په اصطلاح يې شعار ور کاوه چي په دولت كي تصفيه روانه ده او ځينو اصلاحات منځ ته را تګ سوى ددې اصلاحاتو لړ هم په مطبوعاتو او رسنيو كي دتوازن بر قرار والئ ښودل كېدۍ په دې پر مختګ كي نه يوازي سوسياليتي افكار ، سر يالونه ، فلمونه او نور تمثيلونه دمطبو عاتو او رسينو له لاري خپرېدل بلكه ور سره تر څنګ غربي كلتور او ګاونډيو هيوادونو كوم څه هم ددوئ درسنيو دپاليسي پر معيار بر ابر سول ددې تر څنګ په لمړي ځل په هيواد کي داکثريت اولس په ژبه دپښتني كلچر هغه حق چې تر ډېره تر پښو لاندي ؤ په بل اړخ دامير شيرعلي خان ددورې دممثل ريفورم تمثال دهغه په دوره كي په لږه سلنه ديادوني وړ برېښي ددې تر څنګ په سياسي ډګرکي يوازي دهغه دسياسي ډلي ټپلي روى کار کول هدف ته درسېدو لپاره دامين سترا تيژي ددې وړ وه چي د خلګو توجه ځانته ور جلب كړي خو هغه درد چي له اولس سره ؤ دامين كړنو نسواي جبرانولاى او ددې درد پر زخمونو لا غربي كړيو نور مالګي ور پاشلې او خپلو حريفانو كمونيستي بلاك په وړاندي دافغانانو مقاومت دځان دخلاصون او دحريف دماتي مهره بلله
د باندني هيوادونه او دامين رژيم
دتركي تر مړيني وروسته دروسيې ددولت لخوا هغه دنوي رژيم اودهغه نوي رئيس په نوم امين ته مباركي وويله او هغه يې دافغانستان دنوي واكمن او دخلق دديموكراتيك ګوند دنوي رهبر په توګه ومانه حفيظ الله امين ·دخپلي واكمنۍ په لړ كښي ديوه باركټر په توګه داميبيازيس سياست پلي كړيؤ دخپل دولتي نظام داستحكام لپاره يې دنړۍ دواړو لوړ قدرته واكمنيو ته ددوستۍ لاس ور اوږد کړ ·هغه سره تر دې چي دمحمد ظاهر خان ددولت په وړاندي دپاڅونيانو يوه مهره بلل كېده اما دخپل واك په دوره كي يې بيرته اړ ؤ چي دتوازن دبرقرارولو لپاره بيرته دمحمد ظاهر خان پاليسي دخپلو دولتي اساساتو په لړ کي پلي كړي چي هم غربيان او شرقيان دواړه په موزون ډول سره وساتي مګر دا وخت له هغه وخته سره ډېر توپير در لود، په هغو شپو كي افغاني ټولني يوه ملي دولت پرشاهي ستنو ولاړ درلودكه څه هم داوخت دجمهوري ديموكراتيك په نوم دولت موجود ؤ خو دتركي ددورې څخه په ميراث ددې هيوادسياسي اودباندنۍ سياسي پروسه پر كمونيستي اوسوسياليستي نورمونو ولاړه وه دې پاليسي دهغه دارژيم ته نجات نه سواى ور کولاى دځينو دسياسيونو دنظرياتوپر بنسټ امين غوښتل چي ملي قوت پر ستونو ولاړ يو خلقي ديموكراتيك دولت را منځته كړي چي ستراتېژي او قانون ګذاري يې كمونيستي وي خو رهبري دروسي رهبرانوله جوغه ګوښه او په دې سره دپخوانۍ ؛چکسلواکيې دمشر چايسيسکو ، کيو با دمشر فډرالکاسټرو او دعراق دمشرصدام حسين پشان يې كمونيستي دولت يې دملي حاکميت په فورم كي غوښته حال داچي په موقعيتي لحاظ افغانستان او چكسلواكيې او …هيوادونو په پرتله تر يوې اندازې توپيردرلود دې كارته كه دوخت ډېر سياسون خوښبين ول او امين يې ديوه افغان كمونيست په توګه باله خو پر چم پلوه كمونيستانو هغه دفاشيست په نوم باله او دوئ به ويل چي امين په كمونيزم كي دهټلري نظرياتو څښتن دي ددې سره سره چي نوموړى دروسانو سره پيوست ملګري له هر څومره چالاكۍ كار اخيستۍ هر څومره دخپل استقلاليت په ثابولو سره دكمونيستي او كاپيتليستي هيوادونو څخه په ښكاره دمرستي غوښتل ول ور سره تر څنګ يې څو ځلي تر پرده لاندي دامريكانو څخه خپل دژغور ني په ملحوظ دمرستو غوښتني وكړې خو دهغه دې ملاقاتونو كومه پاىله ور نه كړه تر هغه زيات پورته يادو سوو دوو بلاكو نو استخباراتي شبكې (( كي جي بي )) او (( سي آي اې )) ډېري فعالي وې چي دامين ټوله څه يې له نژدې څارل روسانوته دامين رياست دوره اړين نه ؤ خودکمونيستي انقلاب دساتني په موخه يې په ډېر څه په افغانستان كي خپل درا منځته سوي رژيم له منځه تلل نه خوښه ول او ددوئ دپلوي واكدار رژيم سقوط يې خپل ركود باله امريكايانو هم نه غوښتل چي په نڅه په داسي جال كي را ګير سي چي په نيغه له روسانو سره ټکر وکړي چي لا ډېر ورته وختي ؤ كمونيستي بلاك جوړ او له هره اړخه مجهز بلل كېده ولي امريكايان دروسانو غوندي په سيمه ديوه ټاكلي محوطې لرونكي امپراطورۍ څښتنان نه ول هغې يوازي دپاكستان هيواد له سياسي همږغي توب دروسانو په وړاندي داوبو خړولو كار تر سره كاوه يا به دا لامل ؤ چي امين ته امريكايانو لاس نه ور كاوه او يا به يې په امين باور نه در لود دامين په اړوند دهغه دكړانده سياسي پروسيجر په اړ وند بيا ځيني سياسيون په دې نظر دي چي امين كمونيست نه بلكه هغه خپله دامپيرياليزم يوه سياسي مهره وه چي دروسانو په را منځته كولو كي يې لوي رول ولوباوه ددې دواړو قوتونو په لړ کي را ايسار امين تر منډو ترړو وروسته تجريد سو چي وروسته يې له خوارځواکيه دپاکستان هيواد ګريوانه ته ددوستۍ لاس ور اوږد کړ
دکودتاه ګانو هيرو
له خلق دپرچم ،ستم ملي دګوندونوبېلوالى ، په دريم پړاوه کي په ګوند کي ددوکتور محمد کريم زرغون مړينه ، په څلرم پړاو کي دانتقاديويونو شړل ، په پنځم پړاو کي داکبرخيبر مړينه ، په شپږم پړاو کي دترکي دمشرتابه په لړ کي دکارمل په پلوي دپرچميانوټکول او خارجي هيوادونو ته دهغوئ شړل او په اووم پړاو کي بلاخره پر خپل استاد ترکي باندي دهغه بريد ټول هغه څه وه چي په ګوند کي ټولو ناراضيانو دامين پر غاړه پړه ور اچوله او همدا دى يې په يوه اړخ کي دګوند ټوټه کوونکى باله زماپتمن پلار حاجي عبدالحميد کاکړ چي داسلامي ګوندي توب په غړيتوب يې دوخت معاصر سياست او دهيواد اوضاع له نژدې څارله ما ليکوال ته وويله :
((امين دخداى پرتوره ترخه يو هم نه پرېښاوه نې اخوانيان پرېښوول او نې نور ، ددوى دګوند په وړاندي چي کومي ستونزي رامنځته سوډېرو ګوندي غړو يې پړه دده پرغاړه ور اچوله او هغه يې مکار امين يا امين ميرغضب باله ))
دې پورته يادو سوو کړنو په ګوند کي دهغه پلويانو هغه دګوند تصفيې دهيرو لقب وکړى وو دې کړنو هغه له انقام اميزه کړنو سره مخ کړکله يې افغانه واکمني پرغاړه واخيسته هماغه چي دتېرو يادو سوو کړنو په دام کي پخپله را ګير سو چي بيله خپل کاري ټيم څخه نورهيڅوک نه وه ور پاتي
ايډياليست،فاشيست ،كمونيست كه امپيرياليست امين ؟
پر چميانو چي كله واك تر لاسه كړ هغوى ادعا وكړه چي امين نور هيواد دتوري ارتجاع په خوله كي وركاوه او داخوانيانو سره يې سازش كاوه هغوئ په دې اړوند وايي (( همچنان مطابق به نقشه وفيصله ارتجاع ، امپيرياليزم ونماينده ګان شان چنين تصميم ګرفته شد بود كه دفعتاً بعد از كودتاه از تمام دست اورد ها وشعار ها ي كه انقلاب ثور پيش كشېده بود بطور قاطع وجدي انحراف صورت ګرفته وحزب ديموكراتيك خلق افغانستان براي ابد محوه ونابودشود در پلان به اصطلاح (( دولت جديد افغانستان ))اجنت سر سپرده سياه يعني امين بمقام رياست جمهوري ، ګلبدين حكمتيار صدر اعظم ، ومحمد يعقوب به حيث وزير دفاع تعين ګر دد )) ·
په دې اړوند نور و عامو سياست والو هم ورته نظر در لود وروسته بيا تر پاىه دا سي موثق اسنادرا منځته نسول چي پر نوموړي ائتلاف دي ټكي پر ټكي رڼا واچوي دحزب اسلامي مقاماتو هم ددې خبري څخه انكار كاوه په دې اړوند ددې ګوند دمنځنۍ كچي يو غړي قومندان حاجي اسد الله (( محمد شفيق)) وا يي چي (( په هغو شپو كي ګوند ي پريكړي منظمي وې ځكه چي موږ ديوې جبهې په وړاندي مقاومت كاوه چي هغه دخلق ديموكراتيك ګوند رژيم ؤ زمانه پيادېږي چي داكار دي تر سره سويوي ځكه چي زموږ رهبري په هغه شپوكي ډېره فعاله وه اوخبره به ژر په تنظيم كي خبرېدله )) كه دپر چم سازمان دپورته جملاتوڅرګندوني ومنل سي نو پاىله به له دوو خبروخالي نه وي هغه په دې معني چي امين په هغه وخت داولسي مقاومت دمشرتوب دڅښتن حكمتيار په شان بل لوى رقيب نه در لود او په جال كي دهغه درا ګيرولولاربه يې ترټولو همدا غوره سنجولې وي چي خپل رقيب يو ځل را منځته او بيايې پخپل سر نوشت پسي يې واستوي يا به دا سي ؤ چي امين نور هغه دپخوا امين نوو هغه به پخپله ستراتيژي كي تغير را وستۍ ؤ او ددې لاري به يې ملت ته ځان ور نژدې كاوه دوخت ديوه ځوان سياستوال په توګه دحكمتيار خطاايستنه هم ډېره مشكله وه چي دامين په لومه كي را ګير سويواى په دې اړوند داؤد خان دكي بي په لو مو كي ليكوال وايي (( امين هڅه وكړه كه اقلاً ديوشمېر مجاهدينو سره لار واخلي ، دانجنير ګلبدين حكمتيار اتلس كلن ورور پلار او تره يې بنديان كړل چي هغه وصلحي ته اړ كړي ، څنګه چي داونه شوه هغه ټول يې شهيدان كړل )) ، سره تردې چي پرچميانو هغه په دې تورونو تورن كړي ؤ ډېر سياست وال په دې نظر دي چي امين افغانستان ته دروسانو دراتګ په ارتباط كومه پرېکړه نه ده كړې خو ددې خبري په وړاندي دروسي قومندان (( بوريس ګروموف )) خبره که را وړاندي كړو نو بيا خو امين دتركي په شپو كي هم روسانو ته دراتګ بلنه ور كړې وه تر دې وړاندي له امريكايانو هم دامين غوښتنه دښاغلي هارون له نظره چي وايي (( امين ځانګړي واكمن سو ، تر ټولو لمړئ يې دارګ دتوطيې په تور له كابله دروسيې سفارت دغړي ابلوف او روسي سفير فوزانوف دايستلو غوښتنه وكړه ……….ځيني سياسيون په دې نظر دي چي دامين نيشناليستي او فكري ازادي دروسانو خوښه نه وه دخلقيانو او پرچميانو په ټكولو كي هم روسان ځيني ګيله من وه ·))دا ګړنه يوه بله معمي ده او بس تحليل ګر پر درې لاري دروي نوورمعلوميږي چي امين دكارمل دډلي په اصطلاح فاشيست ؤ· ، دروسانو دفتوي پر بنسټ چي ويل به يې (( فعاليت اجنت سي ، اي ، اې حفيظ الله امين بعد از انقلاب ثور)) امپيرياليسټ بلل كېدۍ ، دامريكايانو په اصطلاح ((افغان سټالين))· او كه دعامو په اصطلاح ګورو نو يو جابر واكمن ؤ·
ددې ټولو سره سره نوموړي يو ځاي بايد له ياده ونه غور ځول سي هغه په دې معني چي دهوتكي دربار او شېرعلي خان تر واكمنۍ پوري دملي فرهنګ او ملي ژبي(( پښتو)) دتر ويج لپاره نوموړي هغه څه په در بار كي وكړل چي نورو در باري واكمنو بيا څه ندي كړي دامين دوره كه وكتل سي دافغانستان په سياست هغه يوه دپام وړ دوره ده دروسي او کپيتليستي ابرقدرتونو دمماس دنقطې حيثيت يې درلود
دامين دا كړنه روسانوته په دې دمنلو وړ نه وه چي دافغانستان موقعيت روسان په ښكاره او پټه اړ ول خو دامين په مو جوديت كي هغوئ نېغه لښكر كښي نسواي كولاى سواي سره تر دې چي امين له سياسي پلوه لكه خلګو چي تحليلاوه تر هغه زيات سياست مدار وو لكن په نظامي چارو هغه لكه څنګه ښايېدل په هغه شكل وړ تيا نه در لوده ، ددې نه وړ تيا له امله يې لويه تېر وتنه هغه مهال وكړه كوم وخت چي نوموړي دروسي نظامي ديپلوماتو دمشورې په لړ كي ددولتي رياست ماڼۍ له ارګ جمهوري څخه دتاج بيګ تپې ته نقل كړ او بيا په همغه ځاي كي له منځه ولاړ
يو ځل بيا دمماس ټكئ
سره تردې چي دتركي شپاړس مياشتنۍ دوره هغه دوره چي ملت يې ټول په تزلزل كي را ووست خو نړيوالو په څانګړي ډول روسانو او امريكايانوته دځانګړي اهميت دوره نه بلل كېده ځكه چي روسانو نوره دافغانستان په اړ وند ساه اخيستې وه دخپلو حريفانو په وړاندي يوه مهره مخ ته تللي ول او نور يې دخپلو پلانونو دعملي كولو لپاره طرحي ترتيبولې ، عربي او غربي نړۍ هم نور زړه ته تېره كړيوه چي په افغانه ټولنه كي په ډېر څه او ډېر وخت نوي بدلون نسي را تلاى خو دامين په واك نيونه او په ښكاره ډول دپرچمي كمو نيستانو ترټني او دروسانو سره دمعمولي سر ښوروني انګېزې نړيوالو ته دا موقع په لاس ور كول چي څو دروسانو په وړاندي دتحرك قوه نوره هم پياوړې كړي
روسانو په دې اساس چي هغه نور ددوۍ لاسپوڅۍ نه باله او امريكايانو هغه ديوه مكار په توګه پېژانده لهذا دوواړو دسترګو تور ورته پر تندي ول روسانو پخلو تاكتيك كي تغير راوستل غوښتل او امريكايانو دمقاومت پياوړي كېدل پاىله پردې سوه چي دواړو خوا ؤ دامين په دوره كي پر افغانستان دخېټي اچولومستقيم ياغيرمستقيم تكل در لود او دې مهال ددې دشرايطو او ددنړيوالو ابر قدرتونو دسياسيتونو په مغايرت سره بيا هم دامير شېرعلي خان ددورې ته ورته واقعات را منځ ته كول کوم چي په هغه وختونو نه دروسانو خوښ ؤ او نه هم دانګريزانو
او داوخت امين نه دروسانوو خوښ وو ،نه دامريکايانو اونه هم په ملګرو ملتونو کي دوېټو دحق لرونکو هيوادونواونه هم دفولادي عزم لرونکي ساده لوحه ملت خوښ وو
وروستۍ سلګۍ
څو چي په وروستي ځل په تپه تاج بيګ كي له منځه ولاړداچي څنګ له ومنځه ولاړكېداي سي په ليكولو يې دا ستانونه او كتابونه ډك وي خو وروستۍ شېبې كه دنوموړي ياده ونه باسو ډېري دافسوس وړ وې هغه په دې معني چي دده دباندنيو دوستانو يې نه يوازي ملا ور ونه تړه بلکه بريد يې پروکړ او له منځه يې يووړ دخپل کمونيست ګوند ناراضه غړو يې دقاتلانو ملا ور وتړله ،اولس په وړندي دعقيدتي دښمنانو (مجاهدينو)تر شا ولاړ وو را ځى چي دوروستۍ شپې درياست جمهورۍ او بيا دهغې دسکوت شېبې يې دژوند له ملګري (مېرمني )څخه واورو ((دبي بي سي راډيو سره مرکه )).