کور / سياسي / ملي یووالی

ملي یووالی

د ملی یوالي ږغ، معمولا،  په هغه وخت کی پورته کیږی  چی ملت د بهرني دښمن، یا  دښمنانو، له یرغل او خطر  سره مخامخ او یا اشغال سي او  یا په داخل کی داسي ماتم ورباندي نازل سي چی اکثریت اولسونه د غم او پاتا پر کمبله کښېنوي. ټول ملت په یوه درد او رنځ کی سره شریک سي او د یوه مشترک علاج او اقدام ضرورت را پیدا سي. دې حالت ته ملی بحران هم ویل کیږی او د ملي بحران له تاوان څخه په ملت کی هیڅ قوم په امان کیدلای نه سي.


په  افغانستان کی، له څه باندي دېرشوکالو راهیسی، نه د بهرنیو دښمنانو کمی سته او نه یوه ورځ د غم کمبله ټوله سوې ده. ملت له څو لسیزو راهیسی د ډیر ژور بحران سره مخامخ دی او چاره یی هیڅ چاته نه ورځي. دغه علت دی چی ټول منورین او د قلم خاوندان یی د ملی یووالي چیغي وهي. ځکه ټول دې ټکي ته متوجه دي چی د ملي بحران چاره له ملي یووالي پرته  بل په هیڅ توګه کیدلای نه سي. خو دا څرګنده نه سوه چی دا ملی وحدت اصلا څه شي دی، څرنګه ترلاسه کیدلای سي او دا دومره ضروري شی، چی د ټولو دردونو او رنځونو علاج ور پوري تړلی دی، چا داسي له منځه وړی دی چی اوس یی ډېر کسان له بیرته ترلاسه کیدلو څخه مایوس دي. که له حقیقت څخه تیر نه سو او څوک را څخه ګیله من نه سي نو، په پوره زړه ورتوب سره، ویلای سم چی همدغه په اصطلاح منورین، چی تر هر چا د ملی یووالي زیاتی چیغی وهي، د ملی وحدت د له منځه وړلو او ملی انشعاب او بې اتفاقیو د ورځ په ورځ زیاتولو لوی عاملین دي. همدغه افغانی ټلویزیونونه، راډیوګاني، ورځپاڼی او سایټونه دي چی هره ورځ د ملی بې اتفاقی تخمونه شیندي. د احساساتو، بدبینی او بیځایه تعصبونو څخه ډک مضامین، شعرونه او مرکې خپروي او د افغانستان د اولسونو، په تیره بیا، د ځوان نسل ترمنځ بدبینی زیاتوي. زه په دې برخه کی د افغانستان فاسد حکومت ته ځکه اشاره نه کوم چی له هغه څخه د هیڅ ډول ګټور او مثبت کار انتظارایستل کېدلای نه سي. د افغانستان فاسد نظام، چی د بُن د بدمرغه لومړي کنفرانس محصول او د بُن د دوهم بدمرغه کنفرانس ادامه ده، له سره څخه تر نوکه پوري په فساد کی ډوب او له هغو عناصرو څخه جوړ دی چی د ګران افغانستان د تقریبا ټولو بدبختیو مسولیت ور په غاړه دی. ملي یووالی د دغه راز فاسدو نظامونو او عناصرو ژوند او بقا تهدیدوي او هغوی باید د ملي وحدت مخه ونیسی. که څوک دا انتظار لري چی دا تبهکاران او قاتلان به یو وخت له خدایه وبېریږی، یا به له ملت څخه وشرمیږی ، یا به یی یوه ورځ پر خپلو خلکو زړه وخوږیږی نو دا انتظار بیځایه دی. د ملي یووالي تامینول یوازي د هغو کسانو کار دی چی د ملي بې اتفاقی څخه کړیږی او په ملی بې اتفاقي کی ګټی نه لري. د افغانستان د اوسني نظام له فاسدو واکدارانو او ګناهکارانو سره یوازي د ملت په عادلانه محکمه کی حساب کیدلای سي.


      زه د ګاونډیو هیوادونو څخه هم ځکه هیڅ ګیله نه کوم چی د هغوی ملی، سیاسی او اقتصادي ګټی زموږ د ملی مصیبت او کړاو په اوږدیدلو کی نغښتي دي. او چی تر څو پوري د دې غلیمو ګاونډیانو په مقابل کی منظم ملی وحدت جوړ سوی نه وي زموږ رنځونه او کړاوونه به همداسي دوام لري. هغوی به ولي زموږ د ملی یووالي د له منځه وړلو او ملی بې اتفاقیو د زیاتولو لپاره له هر فرصت څخه ګټه نه اخلي.


       زموږ د ګران هیواد اولسي وګړو، چی ډیر غټ اکثریت یی نالوستي او یا د ډیر لږ سواد او زده کړي خاوندان دي، نه د ملي یووالي په ړنګولو کی برخه درلودلې ده او نه، له بده مرغه ، اوس کولای سي چي د، له منځه تللي، ملی وحدت په بیرته ټینګولو کی ونډه ولري. هغوی پخوا هم د خپلو قومي منورینو پر خبرو غوږ نیوی او نن هم د خپلو منورینو څخه اطلاعات ترلاسه کوي. خو هغه اطلاعات او تبلیغات، له بده مرغه، زیاتره، دومره زهرجن وي چی ګټه یی یوازي د افغان ملت مشترکو دښمنانو ته ر سیږي.


         بالاخره به دا ملی یووالی څوک او څرنګه راولي؟ که د ضرورت خبره وي نو افغانستان خو په خپل تاریخ کی ښایی هیڅ وخت د نن په څیر سل هاوو حیاتي ستونزو سره مخامخ سوی نه وي او هیڅکله یی  د نن په څیر ملی وحدت ته اړتیا نه وي پیدا کړې. که یوې خواته د افغانستان د ملي وحدت داخلي او خارجی دښمنان د خپلو ګټو او قدرتونو د ساتلولپاره خپل ټول وس تماموي او د افغانستان د بیلو بیلوقومونو خلک یووالي ته نه پریږدي. نو بلي خواته، که په زرهاو نه وي نو په سل هاو، د هیواد او خلکو په درد غمجن، افغان منورین، له هیواد څخه بهر او په هیواد کی دننه، لګیادي د ملی یووالي چیغي وهي. خو دغو چیغو نه یوازي چنداني نتیجه نه ده ورکړې بلکه لا ګورو چی، له بده مرغه، د قومونو او د قومونو د منورینو ترمنځ فاصله او لیری والی ورځ په ورځ زیاتیږی او د افغانستان په روانو غم لړلو حالاتو کی د تغیر راتللو امیدونه له خاورو سره برابریږي.


       که لیری ولاړ نه سو، نو  د وروستیو څه باندي شلو کالو،  چی ازادو مطبوعاتو تر بل  هر وخت زیاته وده کړې ده،  تجربې وښودله چی ملی وحدت  لکه چی یوازي د ضرورت په  اساس منځته نه سي راتللای. ملي وحدت لکه چی یوازي د احساساتي شعرونو، علمی مضامینو او منطقي کتابونو د لیکلو او خپرولو له لاري نه ترلاسه کیږی. ملی یووالی، په اصل کی، نظري شی نه دی بلکه عملي اقدام دی. دا اقدام به هغه کسان کوي چي ریښتونی ملي درد ولري او خپلي شخصي ګټي تر ملي ګټو قرباني کړای سي. دا اقدام به هغه کسان کوي چی، دزړه له کومي، په افغانستان کی ټول اوسیدونکي قومونه وروڼه وبولي.  دزړه له کومي په دې عقیده وي چی هر پښتون چی له هزاره سره دښمني کوي هغه د خپل پښتون قام دښمن دی او هر تاجک چی له پښتانه سره دښمني کوي هغه د خپلو تاجکو سره دښمني کوي. افغانستان د ټولو کور دی او د دې کور تجزیه کیدل، که څه هم چي، الحمد لله، عملي امکانات یی نسته، د ټولو قومونو په تاوان دی. څوک چی د ملي یووالي چیغه پورته کوي هغه باید د زړه له کومي، په دغه کیفیت، پر ملی وحدت ایمان ولري.


        ټول هغه پښتانه منورین چی ځانونه د ګران افغانستان په درد خوږمن بولي باید ټولو هغو کسانو ته د پښتنو او ټول ملت د دښمنانو په سترګه وګوري چی په یوه او بل نامه د پښتنو ترمنځ قومي، قبیلوي، سمتي او لهجوي اختلافات منځته راوړي او ټول هغه کسان د ټول افغانستان دښمنان وبولي چی د پښتنو، هزاره، تاجکو، اوزبکو او نورو قومونو ترمنځ په یوه او بل شکل نفاق اچوي.  د ګران افغانستان وجود، له هري خوا، له خطر سره مخامخ دی. زما له ټولو افغان لیکوالانو او منورینو څخه دا هیله ده چی خپل ټول همت او انرژي د دغه عظیم خطر د لیری کولو خواته متوجه کړي او د یوه بل پرضد له لیکنو او زهرجنو تبلیغاتو څخه لاس واخلي. ټول منورین باید دې خبری ته متوجه سي چی که د ګران افغانستان د ژغورلو او نجات لپاره څه کولای نه سي ، که د ملی وحت د تامینولو لپاره یی هیڅ په وس پوره نه وي نو لږترلږه له خپلو قلمونو څخه داسي ګټه وانه خلي چی، خدای ناخواسته، زخمي او کړیدلي افغانستان ته یی نور تاوان  ورسیږی.


          پر ملي یووالي باندي یوازي ایمان درلودل کفایت نه کوي. د افغانستان د بیلو بیلو قومونو منورینو، په اوسنیو حالاتو او شرایطو کی، په شعوري او غیر شعوري ډول، په قصدي او غیر قصدي ډول، پر یوه بل باندي باور له لاسه ورکړی دی. د دې باور د بیرته ایجادولو لپاره بشپړي حوصلې ته اړتیا ده. د افغانستان د ملی یووالي داخلي او خارجی دښمنان، چی یو تربل خطرناک دي، هره ورځ د قومونو ترمنځ د بې باوری د زیاتولو لپاره له راز راز وسیلو څخه کار اخلي. په خپلو زهرجنو تبلیغاتو سره د یوه قوم منورین د بل په مقابل کی لمسوي. د افغانستان د ټولو قومونو هغه منورین چی د زړه له کومي پر وروری باندي ایمان لري باید چی، د ملي باور د بیرته ایجادولو لپاره، له بشپړي حوصلې څخه کار واخلي او د ملی وحدت د دښمنانو د هیڅ ډول زهرجنو او منفي تبلیغاتو په مقابل کی داسي احساساتي نه سي چی پخپله د هغوی په ګټه اقدام وکړي او په اصطلاح د دښمن تبر ته لاستی ورکړي. زموږ په اوسنیو مطبوعاتو کی، له بده مرغه، دغه راز حوصله ډیره لږ او حتی د نشت په اندازه ده. د هر انتقاد جواب په داسي توندو او ترخو کلماتو ورکوو چی، په لوی لاس، د روغي جوړي، پخلاینی او ورور ګلوی امکانات له منځه وړو. حوصله کمال دی؛ او که دا کمال ونه لرو نو د ملي یووالي د منځته راوړلو لپاره هیڅ کار پر مخ نه سو بیولای.


        د نظرمحمد ترکمن نادان په  نوم یوه لیکوال د لراوبر  په سایټ کی یو مضمون خپور  کړی او پښتنو لیکوالانو ته  یی پیغور ورکړی دی چی ولي  د هزاره اوزبکو او تاجکو  لیکوالانو څخه زده کړه نه  کوي او ولي د هغوی په څیر  د خپلو توپک سالارانو، جنایتکارانو  او فاسدو مشرانو څخه دفاع  نه کوي او پر هغوی باندي  نه راټولیږی. نظرمحمد ترکمن پښتنو  لیکوالانو ته ځکه په غوسه  دی چی هغوی په خپلو دوو  پښتنو والیانو پسي، چی د  ده په قول پاک او شریف  کسان دي، را اخیستې ده او  رسوا کوي یی. نظرمحمد ترکمن  وایی کله چی د پښتنو لیکوالانو دغو کارونو ته ګوري نو زړه یی غواړي چی خپل ځان له دې وروسته نادان نه بلکه دانا وبولي.


    که  د ښاغلي نظرمحمد ترکمن، چی  زه یی اوس هم دانا بولم،  مطلب دوه درې ټاکلي پښتانه  والیان او مقامات وي، چی  د دوی په اند به شریف او  یا نسبتا شریف خلک وي، نو  خبره یی پر ځای ده او که  یی مطلب دا وی چی پښتانه  د خپلو ټولو فاسدو مشرانو  او عناصرو پر خیانتونو او  فساد باندی پرده وغوړوي نو  خبره یی د منلو وړ نه ده. زه وایم نظرمحمد دانا باید  پښتنو ته خواست نه وای کړی  بلکه هزاره، تاجکو او اوزبکو  لیکوالانو او منورینو ته یی  خواست کړی وای چی له پښتنو  لیکوالانو او ژورنالیسټانو څخه  زده کړه وکړي چی څرنګه خپل  فاسد مشران او مقامات رسوا  کوي. تاجک، هزاره او اوزبک جنګ سالاران، مفسدین او جنایتکاران په هغه اندازه چی د پښتنو دښمنان دي په هغه اندازه د خپلو تاجکو، اوزبکو او هزاره اولسونو سره جفا کوي. او د پښتنو فاسدو او قاتلو مشرانو تر بل هر چا زیات خپلو پښتنو اولسونو ته زیات تاوانونه رسولي دي.


         لکه څرنګه چی  د افغانستان ټول  اوسیدونکي قومونه  د فاسد نظام  له لاسه رنځ  ګالي او د اوږدو  رنځونو او کړاوونو  درمان یی له  هیڅ چا سره نسته. دغه راز فاسد  نظام د ټولو  قومونو له جنایتکارانو  او جنګ سالارانو  څخه جوړ دی. دا  نظام په ګډه  د ټول افغانستان  د رنځیدلو اولسونو  په جنګ ورغلی  دی. د ټولو اولسونو  ګډ دښمن دی. د  ګران افغانستان  د بدبخته کولو او تباه کولو ګډ مسولیت لري او باید چی ټول قومونه ګډه او یو موټی 
مبارزه ورسره وکړي.


         اوس خبره دا ده چی ملی یووالی به څرنګه منځته راځي. ځینو دوستانو او پوهانو د ټلویزیونونو او ورځپاڼو سره په مرکو کی ویلي دي چی تر څو پوري موږ خپل ځانونه اصلاح نه کړو تر هغه وخته پوري هیڅ نه سو کولای. دا سمه خبره ده. ریشتیا هم څوک چی اصلاحات راولي باید چی پخپله اصلاح وي. مګر دا به څوک معلوموی چی موږ اصلاح سوي یو کنه او یا زموږ اصلاح د یوه ژور تغیر د راوستلو لپاره کافي ده کنه ده، او یا اصلا اصلاح څه ته وایو. اصلاح سوي عناصر، هر یو په جلا توګه، څه کولای سي؟ هر یو به جلا جلا منبرونو ته پورته کیږی. وعظونه به کوي او خبره به یی ځای ته نه رسیږي.


 زما په عقیده د افغانستان د ژغورني، نیکمرغه کولو او سمسورولو یوازینی لاره د داسي یوه قوي تنظیم جوړول دي چی ټول غړي یی ملي ارمانونو ته وفادار وي او د افغانستان د تولو قومونو افراد، پرته له هیڅ تبعیض څخه، برخه پکښی ولري. ملي وحدت پر یوه ملي پروګرام باندي جوړیږی او د ملي ارمانونو د پوره کولو لپاره، د بري تر پولي، مخ په وړاندي ګامونه اخلي. د دې اوږده سفر لومړنی ګام د وروڼو قومونو او د هغوی د منورینو او مخکښانو ترمنځ اعتماد او دوهم ګام یی د یوه غښتلي تنظیم او سازمان جوړول دي.


      ما څه موده مخکي د مصر  او ټونس د پیښو په اړه  لیکلي مضمون کی هم ویلي وه  چی د عربی هیوادونو د اولسونو  او خلکو د بري یو لوی عامل  د تنظیمونو موجودیت وو. تر څو  منظم قوتونه ونه لرو او په  منظمه او پرله پسې توګه د  فاسد رژیم د داړه مارانو  په مقابل کی عکس العمل ښکاره  نه کړو نو تر قیامته به  همدا آش او همدا کاسه وي.


        که سبا بیا د جمهوری ریاست او یا پارلمان دپاره انتخابات کیږی، موږ ګورو چی جنګ سالاران او د فاسد اداري نظام چلونکي او د هغوی په مقابل کی ولاړ، په اصطلاح، اپوزیشن، چی که تر اوسني فاسد نظام لس چنده بد تر نه وي نو د یوه آس غوږونه خو دي، خپل کاندیدان لري او د لوبي نتیجه، په هر صورت، د هغوی په ګټه ده. موږ به بیا اعتراضي او انتقادي مضامین لیکو. موږ به بیا په ټلویزیونونو او ورځپاڼو کی مرکې کوو او هغه ورځ لیری نه ده چی نه به موږ ته خپلي خبری خوند راکوي او نه به د اوریدلو څوک لرو.


    د  افغانستان اوسنی فاسد نظام  د هغو جنګ سالارانو څخه جوړ  دی چی هر یو یی د کابل  او د افغانستان د کلیو او  ښارونو د تباه کولو، سوځولو،  چورولو او حتی بې عزته کولو  مسولیت لري. ددوی وحشت او بربریت د طالبانو د منځته راتللو او پر تقریبا ټول افغانستان باندي د حاکم کیدلو اصلی عامل دی. خو دا هغه جنګ سالاران نه دي چی د طالبانو د تقریبا غیر منظمو لښکرو او په عادي وسلو سمبالو کسانو څخه یی د امو تر سینده وځغستل. دا ځل هغوی په میلیارډونو ډالرونه، عصري وسلې، نسبتا منظم او پراخ پوځونه او د ټولي غربي نړی ملاتړ ورسره لري. خو که په همدې شکل پریښودل سي نو لږ وخت وروسته به فساد په سسټم بدل سي او بیا به یی پرزول یا غیر ممکن او یا غیر ممکن ته نیژدې خبره وي. زه په پوړه زړه ویلای سم چی د اولس ارادې ته د نړۍ په تاریخ کی هیڅ قوت نه دی ټینګ سوی او سبا هم نه سي ټینګیدلای. خو د اولس اراده سم تمثیل ته ضرورت لري او د سم تمثیل یوازینی لاره یی د افغانستان د ټولو قومونو څخه جوړ منظم، ملي تحریک دی.


اولسونه چی سند  وبله وکا                 بادشاهان ورته سجود کاندي اختیار