بسم الله الرحمن الرحیم ـ د ملکی خلکو وژل کټ مټ هغسی جُرم او تروریزم دی لکه د سپټمبر د یوولسمی په ورځ چی پیښ سو . امریکا او ناټو نن د نړۍ په غریب ترین هېواد کی د همدې سپټمبر د تروریسټی حملې د ملکی انسانانو د وژنی په بدل کی لګیا دي هماغسی ملکی انسانان وژنی . خو دې ارتکاب هغوی کامیاب نکړل بلکی په دام کی راګیر دي چی نه دوام ورکولای سی او نه یې هم پریښوولای سی .
امریکا په خاص ډول او ناټو په عام ډول « د ترور پر ضد جګړه » کی ځانونه ډیر خوږمن او نیستمن کړل . که د دې رکود او سقوط صرف یو اړخ وڅیړو ، نو و به ګورو چی امریکا او د ناټو هېوادونه په ډول ډول اقتصادی ـ مالی مصیبتونو کی راګیر دي چی دا هر څه « د ترور پر ضد د جنګ » علت دی .
په ۲۰۱۱ کی د فقر اړونده بحران د امریکا تر ټولو ستر روحیاتی او مالی ناورین وګرځېد چی د امریکا تاریخ یې سارﺉ نلری . د امریکا د احصایًیې ملی اداره وایی چی ۴۶٫۲ ملیونه امریکایان تر فقر لاندی ژوند لری . یعنی د هرو شپږو څخه یو امریکایی په فقر کی شپې سبا کوی چی پخوا کله هم داسی نه وو . د امریکا د حکومت له مخی چی کومه څلور کسیزه کورنۍ په یو کال کی تر ۲۴۳۱۴ ډالره لږ عاید ولری هغه د فقر ژوند دی ( ځکه دغه مبلغ د هغوی کرایه ، خواړه ، دوا او علاج نسي پوره کولای ) .
احصایًیه دا هم وایی چی نن تقریبأ پنځوس ملیونه امریکایان د وړیا روغتیا پالنی څخه محروم دي حال دا چی په کال ۲۰۰۰ کی دا حد ۱۳٫۳ ملیونه و . دا ولی ؟ د دې پر ځای چی یوولس کاله وروسته غربت لږ سوی وای ، برعکس څلور چنده زیات سو . آیا دا رکود او سقوط د ترور پر ضد د جنګ له برکته نه دی ؟
د امریکا ملی احصایًیه زیاتوی چی د بېوزلو او مسکینو امریکایانو لویه برخه کوچنیان دي چی آینده یې په خطر کی ده . نن د هرو پنځوس امریکایی ماشومانو څخه یو په فقر کی ژوند کوی . امریکا همدا نن تر بل هر صنعتی هېواد د کوچنیانو د فقر لوړ حد لری ، یعنی د امریکایی ماشومانو ۲۱٫۶٪ په فقر کی شپې سبا کوی . دا حد په ډنمارک کی ۳٫۷٪ دی ، په فنلینډ کی ۵٪ دی ، په ناروې کی ۵٫۵٪ دی ، په سویډن کی ۷٪ دی ، په جرمنی کی ۸٫۳٪ دی ، په فرانسه کی ۹٫۳٪ دی . خو په ترکیه کی ۲۳٫۵٪ دی ، په چیلی کی ۲۴٪ دی او په مکسیکو کی هم ۲۵٫۸٪ دی چی له بده مرغه امریکا په همدې ردیف کی قرار لری !
د امریکا د سنا په مجلس کی یوازینی آزاد سناتور ( برنی سینډرز ) وایی چی دا اصلأ « د اعدام سزا » ده . رویټر د ۲۰۰۹ د سپټمبر پر ۱۷ یو راپور خپور کړی و چی د هغه له مخی په امریکا کی هر کال څه نا څه ۴۵۰۰۰ کسان د روغتیایی بیمې د نه لرلو له امله مړه کیږی ، یعنی په هرو ۱۲ دقیقو کی یو نفر . نو آیا په رښتیا هم دا د اعدام سزا نسو بللای ؟ آیا دا هر څه د ترور پر ضد د جنګ له اسیته نه دي ؟ آیا د دغو امریکایی اتباعو چی اکثریت یې ماشومان دي ، حق په نورو نه خوړل کیږی ؟
واشنګټن د تیری یوې لسیزی په ترڅ کی خپله جنګی بودجه ۷۰٪ زیاته کړې ده خو د هیڅ کوم هېواد سره په جنګ کی نه دی . امریکا په کال ۲۰۰۰ کی ۳۰۰ بلیونه ډالره پوځی بودجه لرله خو نن هغه ۷۱۷ بلیونه ډالره ده . پر امریکا همدا نن ۱۵ ټریلیونه ډالره پور باندی دی چی صرف یو کلنی سود یې د یو کال پوځی بودجې ته رسیږی . واشنګټن به په راتلونکي ( یعنی ۲۰۱۲ ) کال کی د خپل پور لپاره ۶۰۰ بلیونه ډالره سود ورکړی چی دا یو ملا ماتونکی مبلغ دی . نو آیا نسو ویلای چی امریکا په لوی لاس خپل نس په خپلو کولمو ګنډی ؟
وګورﺉ کله چی په ۲۰۰۰ کی بیل کلنټن خپل ځای جورج بوش ته پرېښود ، نو د امریکا بودجه د ټولو اخراجاتو څخه ماسیوا نور ۳۰۰ ملیونه ډالره مازاد یعنی اضافه لرل . خو نن دغه اضافه توب منفی ۱۷ بلیونو ډالرو ته رالوېدلی دی ( یعنی ۱٫۷ ټریلیونه ډالره ) . دا ولی ؟ څه بلا پر نازله سوه ؟ ځواب : هیڅ . کوم هېواد حمله پر وکړه او څه مجبوریت داسی برباد کړ ؟ ځواب : هیچا او هیڅ . بلکی پخپله یې په لوی لاس خپل نس په خپلو کولمو وګنډﺉ او ځان یې معیوب کړ .
وګورﺉ د سپټمبر د یوولسمی تر حملې وروسته د امریکې حکومت بهرنیان خو لا څه ، آن خپل په سلګونو ملیونه امریکایان هم بېله دې چی جُرم پر ثابت کړی تر پوځی ، استخباراتی او قانونی ډوله شک او تعقیب لاندی راوستل . همدا نن امنیتی جوړښتون هره ورځ پخپله د امریکایانو ۱٫۷ بلیونه ایمیلونه ، تلیفونی مکالمې او نور برقی ارتباطات ثبت او تعقیبوی . په ټریلیونو ډالره یې په چټی « کورني امنیت » او بې ګټو بهرنیو جګړو کی ضایع کړل . د امریکایی ټولنی آزادۍ ګانی یې خورا مقید او تحدید کړې . هر امریکایی پر بل امریکایی بې باوره دی . هر امریکایی د بل امریکایی څخه ځان ټولوی . هر امریکایی د بل امریکایی په غم کی نه دی . هر امریکایی د بل امریکایی سره د پخوا غوندی مینه ، الفت او صمیمیت نلری بلکی یو پر بل شکمن دي . دا ولی ؟ دا ځکه چی خپل حکومت یې د خپل ولس حق په نورو بهرنیو فاسدینو او ګوډاګیو خوری او په لوی لاس یې خپل نس په خپلو کولمو ګنډلی او معیوب کړی دی . والسلام ، ( ن . صمد )