د بن دوهم کنفرانس کې د ولسمشرکرزي په مشرۍ افغان پلاوي ، ملګرو ملتو او د کنفرانس ګډونوالو ته په غټه خوله ژمنه ورکړې چې د کنفرانس د پایته رسېدو روسته کله چې خپل هیواد افغانستان ته ستنیږي ، د ټولو هغه ستونځو په وړاندې به چې د افغان دولت پورې اړه لري او په سرکې يي فساد راځي ، سخته مبارزه پيل کړي .
د کنفرانس ګډونوالو هم افغانستان سره خپلې ژمنې د فساد په وړاندې د افغان دولت په غوڅې مبارزې ، د دولتي سیستم په سمون ، د قانون په پليتابه او په دولت کې له سره تر پایه په چارو کې د روڼتیا پورې تړلې وګنلي .
د بن له کنفرانس روسته اروپايي ټولنې هم په افغان دولتي اداره کې له سمون او بیا رغاوي څخه خپله ننګه څرګنده کړه .
« د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازي ویګا داس اوساکاس د ولسمشر کرزي سره په کتنه کې وویل: د۲۰۱۲ میلادي کال د جنورى په میاشت کې به اروپایي ټولنه له افغانستان سره د اوږدمهالو ستراتیژیکو همکاریو د سند پر متن کار وکړي.
دې کتنه کې ښاغلي ویګا داس زیاته کړه چې له افغانستان سره به د اروپایي ټولنې د اوږدمهالې ستراتیژیکې همکارۍ په سند کې مهمې موضوع ګانې، لکه ، د بشري حقونو رعایت، د ټاکنو د بهیر اصلاح، سوداګرۍ ، د اروپایي ټولنې اقتصادي مارکیټونو ته د افغانستان لاسرسی او د ترهګرۍ او نیشه یي توکو پرخلاف مبارزه شامله وي. باختر»
بلخوا د سوله ساتو عملیاتو لپاره د ملګروملتو د سرمنشي مرستیال هیرفې لادسوس ( Herve Ladsous ) امنیت شورا ته چې د افغانستان پر حالاتو یې خبرې کولې ، وویل « ملګري ملتونه د اوږدې مودې لپاره د افغانستان د حکومت او د دغه هیواد د خلکو ملاتړ ته ژمن دي . »
نوموړي زیاته کړه « نړیوالې مرستې باید له افغانستان سره د خپلو ادارو د پیاوړتیا، د اقتصادي ودې، د قانون د حاکمیت او بشري حقونو ته د درناوي په هلوځلو کې اغېزمنې وي . تاند»
دا ټولې خبرې او ژمنې څرګندوی چې افغان دولت د نړیوالې ټولنې په وړاندې په نږدې څو راتلونکو کلونو کې تر سختې ازموینې لاندې دی او له ناورین څخه د افغاني ټولنې وتون ، د افغان دولت د هغو اقداماتو پورې اړه لري چې په یاد شویو ډګرونو کې يي ژمنه کړې ده .
که څه هم د کرزي په مشرۍ افغان دولت له فساد سره د مبارزې د نړیوالې ورځ په تړاو ، یوه غونډه پرانیسته او هلته ډېرې خبرې وشوې او بېلا بېلې وعدې ورکړل شوې ، خو په غونډه او له هغې روسته د لوړپوړو چارواکو څرګندونو وښوده چې دا چارواکې د فساد په وړاندې مبارزه کې لږ تر لږه په نظر کې هم سره یووالی نه لري .
ولسمشرکرزی وايي « افغانستان کې ستر فساد البته د دولت په لوړ پوړو چارواکو کې دى، د افغانستان د سياسي چاپيريال په څرنگوالي کې دى »
مرستیال ولسمشرفهیم هم د کرزي پشان وايی « د هېواد په حکومتي ادارو کې د فساد شته والی د حکومت له لارې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو په وړاندې لوی خنډ ګڼل کیږي . »
خو د افغانستان د مالیي وزیر حضرت عمر زاخېلوال بیا « د مرستیال ولسمشر فهیم د څرګندونو خلاف له افغانستان سره د کېدونکو مرستو په تړاو د فساد له اړخه د پړې نیغه ګوته ، نړیوالې ټولنې ته نیسي . BBC »
څه مهال وړاندې د دوهم بن کنفرانس په درشل کې د امریکا د مشرانو جرګې د یو پلاوي په مشرۍ سناتور جان مکين په کابل کې يوې خبرې ناستې ته ویلي و :
« موږ د حکومت په ټولو پوړيو کې د دوامداره فساد په اړه اندېښمن يو، موږ پوهېږو چې د دغې ډېرې مهمې موضوع له رابرسېره کولو پرته اوږد مهاله بری له ګواښ سره مخامخ کېږي. »
دلته له دې سرچینو څخه د یوې پیلیزې په توګه یادونه ، ددې لپاره وړاندې کیږي چې هغو ته په پام څو مهو پوښتنو ته ځوابونه وموندل شي .
اوس پوښتنه دا ده په تېرو لسو کلونو کې له نړیوال ملاتړ سره سره بیا هم د افغان دولت د نیمګړتیاوو او پاتې راتلو عمده لاملونه کوم دي ؟
دولت ولې تېرو لسو کلونو کې لږترلږه په دغو دریو برخو یانې د فساد ، هیواد ته د سولې او امنیت او د نیشه يي توکو له ورکاوي سره په مبارزه کې پاتې راغی ؟
د ۲۰۱۴ پورې په روانو دریو کلنو کې ایا په دولت کې د کادرې پراخه تغییر او بدلون پرته ، کېدای شي افغان دولت د ټولو چارو په تېره بیا هیواد ته د سولې په راوستو او امنیت کې مسولیت اخیستلو ته چمتووالي ولري ؟
ایا په زړو ، بدنامو او ناکامو څېرو په یادو ډګرونو کې پرمختګ کېدلای شي ؟
تېرو لسو کلونو کې نړیوالو او په کور دننه څېړونکو او شنونکو ، د دولت د نیمګړتیاوو او پاتې راتلو په اړه په پنډونو پنډونو څرګندونې کړي ، خو دلته زما موخه دا ده چې د دولت د کادري سیاست په اړه یوه ځغلنده یادونه وشي .
د ډيسمبر په ۲۰ مه د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په ارګ کې « یوشمېر پخوانیو قومندانانو، چې د ارګ په خبرپاڼه کې ( جهادي قومندانان ) بلل شوي، وکتل او د دولت له وسله والو مخالفانو سره یې د سولې پر پروسې خبرې وکړې. د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي چې صبغت الله مجددي، پیرسید احمد ګیلاني، قسیم فهیم، نعمت الله شهراني، صلاح الدین رباني، حاجي محقق، هدایت الله ارسلا، قیام الدین کشاف، عبدالهادي ارغندیوال، محمد اسماعیل خان، حاجي دین محمد، سید منصور نادري، پوهاند ګل رحمن قاضي، حاجي سلیمان یاري او مولوي ارسلا رحماني په غونډه کې ګډون کړی وو. تاند »
پوښتنه دا ده چې په سوله کې د یادو کسانو ګټه شته چې ولسمشر کرزی د تېرو لسو کلونو راهیسې یوازې دوی سره د سولې او امنیت په اړه بیا بیا سلا او مشوره کوي او پر دوی ( جهادي قومندانانو ) ډډه لګوي ؟ ځواب څرګند دی چې نه !
نو کرزی ولي په داسې ناکامه ، خطرناکه او رسوا لار بیابیا ځي ؟ ایا دلته د کرزي موخه د افغانانو پلپسې تېرایستل نه دي ؟ ایا کرزی په دغو ټپوسانو د سولې ښکار کولای شي ، که بازانو ته اړتیا ده ؟
همدارنګه ولسمشرکرزی په دولتي چارو کې هم د زړو قومندانانو ، مجاهدینو او مقاومت خیلو له بیا بیا ماتې ، بدنامۍ او رسوايۍ څخه زده کړه نه کوي ، د بېلګې پتوګه دده په زړه پورې او خوا ته نږدې کس د بریښنا چارو وزیر تورن ( ډګرجنرال ! ) اسماعیل خان دي . صرف نظر له دې چې اسماعیل خان څونه تیاره دی چې بیا دې د بریښنا وزیر شي ، خو دا مسلکي وزارت د اسماعیل خان دنده او مسلک نه دی . لومړی خو په اسماعیل خان کې د یو ټکي په اندازه افغاني او وجداني تومنه نشته چې دا دنده خپله خوشي کړي خو بلخوا کرزي ولې د اسماعیل خان په دوستۍ د افغانانو برخلیک دا څو کلونه په تیاره کې ساتلي دی !
اسماعیل خان له تاجیکستان څخه د بریښنا په رالیږد کې تړونونه لاسلیکولای شي ، خو چمتو نه شو چې د ننګرهار د درونټې بریښنا کوټ څلور توربینه چې هر وخت پارچاو وي او له کاره لویدلي دي ، تبدیل او هغه نوي کړي ترڅو د ننګرهاریانو د لسیزو ستونځه بلاخره حل شي . یا داسې د نغلوبریښنا کوټ د اعظمي ظرفیت او یا هیواد کې د ځايي بریښنا دایمي تاسیسات درواخله .
همداراز د رحیم وردګ په نوم د دفاع وزیر چې یو وخت يي د پردیو په لمسون غوښتل د نغلو بریښناکوټ والوځوي او دا خبره یوه ورځ BBC سره په مرکه کې حضرت صبغت الله تایید کړه ، د پلپسې ماتو او ناکامیو سره سره بیا هم باید د دفاع وزیر پاتې شي ! د داسې کسانو په مشرتوب سره به د ۲۰۱۴ کاله روسته ، دولت ددې جوګه شي چې د هیواد د امنیت مسولیت پر خپله غاړه واخلي ! نه هیڅکله نه !
ایا د فهیم او خلیلي په مرستیالۍ کې ، د فساد په وړاندې د دولت په غونډو او غوړو خبرو ، افغانان باور کوي ؟ نه هیڅوخت نه !
پخوا له دې چې ۲۰۱۴ کال راورسیږي او ټول مسولیت د افغان دولت پرغاړه پریوځي چې باید همدغسې وشي ، دولت باید پخپلو تشکیلاتو او کادر کې بیخچن تغییر او بدلون راولي .
که د دولت په تشکیلاتو او ملي کادر کې بنسټيز تغییر رانه شي ، د نړیوالو مرستو او هڅو ماتې به د اوسني دولت پرغاړه وي .
دولت باید له پاسه تر لاندې د دولتي جوړښت په ټولو پوړیو او قدمو کې له ولسوال ، والی ، وزیر څخه نیولې تر څارنوالي او قضا پوري سپږن او بوین ، ناکام او بدنام ، پردی پال او تالي څټي کسان وشړي او پرځای يي د مسلک ، تجربې او هیوادپالنې پر بنسټ ملي کادرونه وګماري . د ملي ګټو ضد مصلحتونو او معاملو پر بنسټ ټاکنې پایته ورسوي او کار د کار اهل ته ورکړل شي .
همدارنګه د جهاد او مقاومت په نوم ګمارنې چې په تېرو لسو کلونو کې د دولت د ناکامیو عمده لامل دی ختمې او د سوداګرۍ دا بازار وتړل شي .
ناکامې تجربې بیا تکرار نشي ترڅو پرمخ ولاړ شو !
د ۲۰۱۱ کال د ډيسمبر ۲۲ مه