کور / تازه خبرونه / د بایډن طالب ملګري :چي دښمنان مو نه دي، نو ولي ئې وژنو

د بایډن طالب ملګري :چي دښمنان مو نه دي، نو ولي ئې وژنو

واشنګټن ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې په غټ سرلیک کې: واشنګټن ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې په غټ سرلیک کې: د بایډن طالب ملګري: چې دښمنان مو نه دي، نو ولې یي وژنو – تر سرلیک لاندي یوه مقاله لیکلې او د امریکا د ولسمشر د مرستیال جوبایډن دا خبره یي راخیستی چې وایي، “طالبان زمونږ دښمنان نه دي”.

ورځپاڼه لیکې: د جو بایډن د دې خبرې د وضاحت او دفاع په مقصد د سپینې ماڼۍ ویاند جي کارنې ویلي، دا یو ساده حقیقت دی چې موږ افغانستان ته په امریکا باندې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱ مې تروریستي حملو له وجي تللي یو.

دا مهال موږ په دې هېواد کې د دې لپاره دېره یو چې القاعده شبکه ماته کړو او افغانستان باثباته کړو.

داسې ثبات په کې ټینګ کړو، چې القاعده او نور تروریستان ورڅخه په امریکا باندې د حملو تنظیمولو توان ونه لري.

واشنګټن ټایمز لیکې: دا استدلال تر یوه حده سم دی، خو په ۲۰۰۱ کال کې په افغانستان باندې د پوځي قوي د استعمال لپاره دښمن داسې تعریف شوی و:

(هر هغه هېوادونه، سازمانونه یا اشخاص چې له تروریستانو سره په حملو کې مرستې کوي او یا دې ډول سازمانونو ته پناه ورکوي، هغوي د امریکا دښمنان دي. طالبانو ته هغه مهال کافی وخت ورکړ شو چې د سپتمبر د ۱۱ مي تروریستي حملو عاملین امریکا ته وسپارې خو هغوي دا کار ونکړ.)

ورځپاڼه لیکې: د همدغه ساده حقیقت پر اساس و چې متحده ایالاتو د طالبانو رژیم ړنګ کړ او د طالبانو له مشر ملا عمر سره د مخالفت اصلې ریښې په همدې مسلې کې وې.

واشنګټن ټایمزوړاندي لیکې:

د طالبانو هدف د افغان حکومت ړنګول او د یوه ظالم اسلامي امارت بیرته جوړول دي او د همدغه مقصد لپاره جګړه کوي.

ښاغلی بایډن نشي کولای چې په دې ډول خبرو سره چې ګواګې طالبان زمونږ دښمنان ندي، متعهد طالبان له ملا عمر څخه را بیل کړې.

طالبان ژمن وسله وال دې چې د مفکورې پر اساس جنګیږي او زیار باسي افغان حکومت ړنګ کړې او واک تر لاسه کړي.

د ورځپاڼې په باور، له طالبانو سره په خبرو کې پدي حقیقت ځان نه پوهول به ناکامي وې.

ډيپلوماتیک کریر:

ډيپلوماتیک کریر خپرونې په وروستۍ ګڼې کې: د افغانستان د وینو الماس – تر سرلیک لاندي یوه تحلیلي مقاله لیکلې او پدي هیواد کې تر ځمکې لاندې د شاوخوا یو تریلیون ډالرو په ارزښت د کانونو او طبیعې زیرمو د فني استخراج او د افغان حکومت د کارې ظرفیتونو ستونزوته یي اشاره کړې او په یوې برخې کې یي لیکې:

حقیقت دا دی چې د چېن د مسو د دولتې کمپنۍ په څېر سترې کمپنۍ ممکن خپلې ژمنې پوره نکړاې شي او دا ځکه چې افغان حکومت تر اوسه په اغیزمن ډول د سترو قراردادونو د عملي کولو توان او ظرفیت نه لري.

خپرونه لیکي:

د افغانستان د کانو وزارت د سترو کانونو، طبیعې زیرمو او ذخیرو د سمبالولو او پراختیا تخصص او پوهه نه لري. له همدي امله باید دا وزارت د قراردونو او داوطلبیو لپاره زیاته تجربه پیدا کړې.

تر ټولو بده خو یي داده چې د افغانستان د کانو وزارت د کانونو د صنعت د پراختیا او ګټې اخیستنې اصول او مقررات هم نلري. که څه هم چې د کانونو په اړه یو قانون شته خو تر اوسه په اغیزمن ډول ندی عملي شوی.

د ورځپاڼې په باور، د افغانستان د کانو وزارت مخکې له هغې چې د خپلو نورو سترو کانونو استخراج پيل کړې، لومړی باید له نړیوالې ټولنې څخه د خپلو کارپوهانو د روزنې او تخصص په کار کې مرسته وغواړي.
– تر سرلیک لاندي یوه مقاله لیکلې او د امریکا د ولسمشر د مرستیال جوبایډن دا خبره یي راخیستی چې وایي، “طالبان زمونږ دښمنان نه دي”.